Shamla News

Shamla News Shamla radio&tv

په کابل کې ۷۰ هنرمندانو خپل د نقاشي او خطاطي اثار نندارې ته ايښي دي. دوی خپل ځان او خپلو هم‌مسلکانو ته د خامو توکو د برا...
15/05/2024

په کابل کې ۷۰ هنرمندانو خپل د نقاشي او خطاطي اثار نندارې ته ايښي دي. دوی خپل ځان او خپلو هم‌مسلکانو ته د خامو توکو د برابرېدو غوښتنه کوي. دغه پروګرام د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د افغانستان د کلتور او هنر کور په همکارۍ د کابل په نړۍوال نندارتون کې جوړ شوی دی.

تورخم دروازه یو ځل بیا د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. د تورخم بندر کمیسار حکمت‌الله وايي، چې دغه لار نن سهار لس بجې پاکستاني ...
24/03/2024

تورخم دروازه یو ځل بیا د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه. د تورخم بندر کمیسار حکمت‌الله وايي، چې دغه لار نن سهار لس بجې پاکستاني لوري د خپل‌منځني ستونزو له امله تړلې ده.نوموړی وایي چې د لارې د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې پېل کړې دي.

د مبارکی پيغام!په نړيوال جام کې د پاکستان  لوبډلي پر وړاندي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستره او تاريخي بريا مو مبارک س...
23/10/2023

د مبارکی پيغام!

په نړيوال جام کې د پاکستان لوبډلي پر وړاندي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستره او تاريخي بريا مو مبارک سه!

په بلوچستان ایالت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴۱ تنه مړه شوي ديځايي چارواکي وايي، ‏د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن س...
29/01/2023

په بلوچستان ایالت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴۱ تنه مړه شوي دي
ځايي چارواکي وايي، ‏د پاکستان په بلوچستان ایالت کې نن سهار له یوه پله څخه د بس موټر د لوېدو له کبله لږ تر لږه ۴۱ تنه مړه شوي دي.
پاکستاني چارواکو په وینا، چې بس وروسته اور اخیستی دی. د بلوچستان چارواکي حمزه انجم د پېښې په ځای کې رسنیو ته ویلي، په بس کې ۴۸ کسان سپاره وو چې درې تنه یې ژغورل شوي دي.

18/09/2022

غزني کې دیوې کورنۍ دپنځو غړو دوژلو په تور قاتلین ونیول شول.
نور حال دعبدالخالق وصال په راپور کې.........

14/09/2022

دغزني دمشهوري ولسوالۍ قرباغ په اړه چمتوشوی مستند راپور درسره وګورئ .....

24/08/2022

په غزني ولایت کې د تیرې شپې سیلابونو پنځه تنه وژلي او لسګونه کورونه یې نړولي دي.

امریکا به کلونه په افغانستان کې د کړو اقداماتو له امله نقد شي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکي هیلي په لن...
28/06/2022

امریکا به کلونه په افغانستان کې د کړو اقداماتو له امله نقد شي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکي هیلي په لندن کې د یوه پوهنتون زده کوونکو ته د خبرو پر مهال ویلي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د امریکا اقدامات د تامل او اندېښنې وړ وو.

د نوموړې په خبره سره له دې چې نړۍ په حساسه مرحله کې وه، خو امریکا له افغانستان پښې سپکې کړې او اوږده کلونه به امریکا ته دا پېغور پر ځای وي. نوموړې ویلي د ډېرې مودې لپاره به په افغانستان کې د امریکا شرموونکې تېښته او ناوړه پلانونه هېر نه شي او امریکایي حکومت به د اوږدې مودې لپاره د افغانستان په اړه له پوښتنو سره مخ وي.

تهران کې د سپاه پاسداران يو ډګروال وژل شوی دی. ويل کيږي چې نوموړی خپل کور ته نږدې په مرميو ويشتل شوی او وژل شوی دی. سپاه...
23/05/2022

تهران کې د سپاه پاسداران يو ډګروال وژل شوی دی. ويل کيږي چې نوموړی خپل کور ته نږدې په مرميو ويشتل شوی او وژل شوی دی. سپاه پاسداران وايي، ياد ډګروال يې د هغو کسانو له لوري وژل شوی چې له امريکا او متحدينو سره یې اړيکې لري. وژل شوی ډګروال حسن صياد خدايي نوميږي او ويل کيږي چې د ايران د اټومي ساينسپوه محسن فخريزاده تر وژل کیدو وروسته د سپاه پاسداران تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې په تهران کې په نښه کيږي. د ايران دولتي رسنيو ويلي چې د سپاه وژل شوي ډګروال په سوريه کې ښه شهرت درلود. د هغه د شهرت په تړاو تر دې ډير معلومات نه دي خپاره شوي.

ا.ا د پخواني ولسمشر حامد کرزي اماراتو ته د سفر مخنیوی کړیسرچينې وايي، پرون ورځ د ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینې...
16/05/2022

ا.ا د پخواني ولسمشر حامد کرزي اماراتو ته د سفر مخنیوی کړی
سرچينې وايي، پرون ورځ د ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینېو رسنيو ته تائید کړې، چې ا.ا عربي متحده اماراتو ته د پخواني ولسمشر کرزي د سفر مخنیوی کړی دی.
‏دغه سرچینه زیاتوي، چې کرزي غوښتل د عربي متحده اماراتو د پخواني حکومت رئیس او د اوبوظبۍ حاکم د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي او د هغه د سفر لپاره په کابل کې د عربي متحده اماراتو سفارت هم اړینې تابیاوې نیولې وې.
د دغې سرچينې دمعلوماتو له مخې، دا موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره هم شریکه شوې وه خو په پای کې عربي متحده اماراتو ته د کرزي له سفر او د فاتحې په مراسمو کې د ګډون مخنیوی وشو.
بهرنیو چارو وزارت او د ا.ا ځينو ویاندویانو په دې هکله بې خبري ښودلې ده.

په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله درې پاکستاني پوځيان او درې ماشومان وژل شوي دي.د پاکستاني رسنيو د راپورونو له...
15/05/2022

په شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید له امله درې پاکستاني پوځيان او درې ماشومان وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، دغه ځانمرګی برید تېر ماښام د میران شاه اړوند په «عیدک کلي» کې د پاکستاني پوځ د ګزمې پر موټر شوې دی.
د چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې درې ماشومان هم وژل شوي دي.
بلخوا رسنيو ته سرچينو ويلي، چې په پر پاکستاني پوځیانو چاودنه کې څلور پاکستاني سرتیري ټپيان شوي هم دي.
سرچینې ویلي چې د دوو پاکستاني عسکرو روغتیايي حالت خراب دی.

په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی. د راپورونو له مخې، د هلمند ولایت د کج...
14/05/2022

په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی. د راپورونو له مخې، د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د برېښنا فابریکې یو مهم توربین چې له ۱۸ میاشتو راهیسې غیر فعال وو د برېښنا شرکت او ترکي انجینرانو په هڅو بیا فعال شوی دی. د یاد برېښنا بند مسوولین وایي چې د دې توربین په فعالېدو سره د لښکرګاه ښار برېښا ۲۴ ساعته شوې ده. د یادونې ده چې په دې وروستیو کې هېواد ته را وارېدېدونکې بریښنا هم په سالنګونو کې پرې شوې ده چې له تېر کوچني اختر را وروسته د پلازمینې کابل په ګډون د لسو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د افغانستان ا.ا د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره (۲۳۱) میلیارده افغانۍ بودجه تصويب او اعلان کړهد ا‌.ا مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې ...
14/05/2022

د افغانستان ا.ا د ۱۴۰۱ مالي کال لپاره (۲۳۱) میلیارده افغانۍ بودجه تصويب او اعلان کړه
د ا‌.ا مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سږ کال ملي بودجه (۲۳۱) میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده.
د یاد دفتر د معلوماتو په اساس له یادې بودجې څخه ۲۰۳ میلیارډه افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارډه افغانۍ یې پراختیايي بودجه ده چې له داخلي عوایدو څخه ترتیب شوې او په خبره یې بهرنی ملاتړ نلري.
دغه وزارت زیاتوي، که څه هم په ځانګړې شوې کلنۍ بودجه ۴۴ میلیارډ افغانۍ کسر لري، خو ټینګار یې کړی چې دوی به د کال تر پایه په یادې بودجې خپلې چارې مخته یوسي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ا.ا نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت او رضایت پورې تړلی ګڼلی. توماس نیکلسون وی...
14/05/2022

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د ا.ا نړیوال مشروعیت د افغانانو په داخلي مشروعیت او رضایت پورې تړلی ګڼلی. توماس نیکلسون ویلي، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید ا.ا بشري حقونه او د ښځو حقونه خوندي کړي او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي. ده د اروپايي ټولنې د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د شتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي، چې د ا.ا له چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه خبرې شوي او پر دې کار روان دی. نیکلسن وايي، چې په دې ورستیو ورځو کیې د ا.ا له چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې کړې دي

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په ریکارډ کچه راټیټ شوید ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په مخ په لوېد...
12/05/2022

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په ریکارډ کچه راټیټ شوی

د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په مخ په لوېدو روان دی او اوس د دغه هېواد په بانکونو کې یو امریکايي ډالر په ۱۹۰ کلدارو تبادله کېږي.
له بانکونو سربېره بیا د دغه هېواد په عامو بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د کلدارو ارزښت له دې هم ټيټ دی.

په ورته مهال پاکستان کې د اقتصادي چارو کارپوهان د ډالرو پر وړاندې د کلدارو د ارزښت ټيټېدو اصلي لامل، د پیسو نړیوال صندوق له لوري دغه هېواد ته د پور په ورکړه کې ځنډ په ګوته کوي.

د دوی په وینا، که چېرته د پیسو نړیوال صندوق دغه هېواد ته د پیسو په ورکړه کې لا هم ځنډ وکړي، کلداره به د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړي.

پکتیکا کې یوه ځوان ځان ځندۍ کړید پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې نن له غرمې وړاندې د دغه ولسوالي په «...
11/05/2022

پکتیکا کې یوه ځوان ځان ځندۍ کړی

د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو ولسوالي اوسېدونکي وايي چې نن له غرمې وړاندې د دغه ولسوالي په «هستي» کلي کې یوه ۱۸ کلن ځوان خپل ځان ځندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده.

که‎ څه هم تراوسه د دغې ځان وژنې انګېزه نه ده معلومه، خو د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امین‌الله حذیفه رسنیو ته وايي چې دغه ځوان د رواني ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.

حذیفه زیاتوي چې د دغه ځوان د کورنیو دوو نورو غړیو هم له دې وړاندې د رواني ناروغیو له امله ځان وژنې کړې دي.

افغان حکومت وایي حجاب اجباري نه دی او نجونې د هلکانو په څېر ښوونځیو ته د تګ حق لري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي...
11/05/2022

افغان حکومت وایي حجاب اجباري نه دی او نجونې د هلکانو په څېر ښوونځیو ته د تګ حق لري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نومول شوی دایمي استازی سهیل شاهین وایي چې په وروستیو کې په رسنیو کې د دوی له وروستي فرمان ناسم تعبیر شوی دی.

نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې حجاب اجباري نه دی او هغه ګنګوسې یې هم رد کړې چې ګواکي دوی د نجونو د زده کړو مخالف دي. نوموړي وویل چې دوی د نجونو د زده کړو لپاره د ښې فضا په برابرولو بوخت دي او دا خبرې ناسمې دي چې د نجونو پر مخ په دایمي توګه د ښوونځيو دروازې تړل کېږي.

تازه د امر بالمعروف وزارت ویاند هم ویلي چې له حجاب یې مقصد یوازې چادري نه ده، بلکې په خبره یې افغاني پړونی او جامې هم په حجاب کې راځي او دا د افغانانو خپل دود دی چې نړیوال باید درناوی ورته وکړي.

امریکا وایي د افغانستان نوی حکومت دې په لاس ورغلی فرصت نه ضایع کوي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په...
11/05/2022

امریکا وایي د افغانستان نوی حکومت دې په لاس ورغلی فرصت نه ضایع کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په هغه هيواد کې یوې غونډې ته په وينا کې ويلي، افغانانو ته یو فرصت په لاس ورغلی چې په امن او ثبات کې ژوند وکړي او په مخه کې ښه راتلونکې ولري، نو ځکه دې دغه فرصت نه ضایع کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې لا هم په قطر کې د دوی استازي له افغان لوري سره پر مسایلو خبرې کوي او هڅه کوي نوی حکومت له خپلو وروستیو اقداماتو را وګرځوي. وېسټ دا منلې چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي خو زیاتوي چې په دغه هېواد کې به بانکي سیستم بېرته جوړ شي، د خلکو اقتصاد به وده وکړي ځکه امریکا له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده. نوموړي د کنګل شوو شتمنیو په اړه ویلي چې د امریکایي محکمې تر پرېکړې وروسته به یې برخلیک روښانه شي. وېسټ ټینګار کړی چې دوی د افغانانو له حقونو دفاع ته ادامه ورکوي او ددې چارې د عملي کولو لپاره د فشارونو راوستلو ته تیار دي.

د اوکراین جګړې افغانستان کې پر روان وضعیت منفي اغېز کړی دی. د امریکا ملي رادیو له یو شمېر کارپوهانو سره په افغانستان کې ...
10/05/2022

د اوکراین جګړې افغانستان کې پر روان وضعیت منفي اغېز کړی دی.
د امریکا ملي رادیو له یو شمېر کارپوهانو سره په افغانستان کې پر روان اقتصادي وضعیت خبرې کړې دي. سرچینې ته کارپوهانو ویلي په اوکراین کې له جګړې سره په نړیوالو بازارونو کې د غلو دانې بیه لوړه شوې ده چې دې مسئلې پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی. سرچینه دغه راز وایي چې د نوي حکومت په راتګ سره په افغانستان کې زرګونه کسان بېکاره شوي دي، یا په لږو پیسو ډېر کار کوي، خو برعکس د خوړو بیه کې لوړوالی راغلی دی. سرچینه کاږي چې د خوراکي توکو په بیه کې له دېرش تر څلوېښت سلنې ډېروالی راغلی دی چې دې مسئلې افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي. کارپوهانو ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د اساسي حللارې لټول په کار دي او له دغه هېواد سره باید تعامل ادامه ولري.

د افغانستان ا.ا وایي د جمهوريت د پرځيدو پر مهال له هيواده د ايستل شويو الوتکو د بيرته را ګرځولو لپاره يې هڅې روانې دي. د...
09/05/2022

د افغانستان ا.ا وایي د جمهوريت د پرځيدو پر مهال له هيواده د ايستل شويو الوتکو د بيرته را ګرځولو لپاره يې هڅې روانې دي. د افغانستان د ا.ا وياند ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې هغه کسان په خيانت تورن کړي چې د افغان پوځ تجهيزات او الوتکې يې د تېښتې پر مهال له هيواده ايستلي دي. هغه وايي، ا.ا هڅه کوي چې د ايستل شويو الوتکو د بيرته را ګرځولو لارې چارې ومومي. د تېر کال د زمري په وروستيو کې د جمهوري نظام له سقوط سره همماله په لسګونو الوتکې له هيواده و ايستل شوې چې ډيری هغه يې په تاجکستان او ازبکستان کې ولاړې دي. په وروستيو کې د امريکا متحدو ايالتونو اعلان کړی چې يادې الوتکې به د اوکراين پوځ ته ورکړي چې له روسيې سره جګړه کې يې وکاروي. د ا.ا وياند د امريکا دا پريکړه د نړيوالو اصولو او تړونونو خلاف عمل بللی او ويلي يې دي چې له امريکا سره په دې اړه خبرې کوي.

د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړېږي. د افغانستان د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګن...
09/05/2022

د افغانستان د روان وضعیت په اړه ډېر ژر یوه ستره غونډه جوړېږي. د افغانستان د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي، ټاکل شوې چې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت د څرنګوالي په اړه ډېر ژر د هېواد په کچه ستره غونډه راوبلل شي.

نوموړي ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر شته ستونزو او حللارو خبرې کېږي. هغه وایي د غونډې د جوړېدو کره نېټه نه شي په ګوته کولی، خو ټاکل شوې چې ډېره ژر جوړه شي او په هغه کې د افغانستان له ګوټ ګوټ د ټولو قومونو استازي ګډون ولري.

د نوي حکومت یوه بل غړي انس حقاني هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د ستونزو حل د حکومت د مشرتابه پالیسي ده او دی تمه لري چې دغه ډول غونډې مثبتې پایلې ولري.

تېره اوونۍ؛د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي ديد کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي چې د روانې غويي ...
08/05/2022

تېره اوونۍ؛
د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وايي چې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې یې څه باندې ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. یاد وزارت نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د غويي میاشتې له لومړۍ څخه تر شپږمې نېټې پورې ۳۳۲ میلیونه ۸۰۷ زره او ۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي. سرچینه وايي چې د غويي میاشتې په لومړۍ نیټه ۲۱،۹ میلیونه، په دویمه ۱۳،۱ میلیونه، په درېیمه۲۷،۴میلیونه، په څلورمه ۳،۸ میلیونه، په پنځمه ۱۷ میلیونه او په شپږمه نېټه ۲۴۹،۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

يوناما د ښځو د حجاب په اړه اندیښنه څرګنده کړې‏کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د ښځو د حجاب په اړه د اسلامي ...
08/05/2022

يوناما د ښځو د حجاب په اړه اندیښنه څرګنده کړې

‏کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما د ښځو د حجاب په اړه د اسلامي امارت پر پرېکړې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
يوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې ویلي، چې دا پرېکړه ښایي له نړیوالې ټولنې سره د ا.ا اړیکې نورې هم ترینګلې کړي.
‏یوناما زياته کړې، چې دوی به سمدلاسه له واکمنو چارواکو سره د ناستو غوښتنه وکړي ترڅو د دغې پریکړې د دريځ په اړه نوره روښانتيا ترلاسه کړي.
یوناما د نړیوالې ټولنې له غړو سره به هم د دې پریکړې د اغیزو په اړه سلا مشورې وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا وايي، له تېرې سې شنبې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې اورښتونو ...
08/05/2022

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره يا اوچا وايي، له تېرې سې شنبې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې اورښتونو او سېلابونو تر ۴۸۵ ډيرې کورنۍ اغېزمنې کړي، چې د غړو شمېر يې شاوخوا ۳۴۰۰ تنه کېږي. د اوچا د مالوماتو له مخې، درنو اورښتونو او سېلابونو په بدخشان، بادغیس، بغلان، بامیان، فاریاب، هرات، جوزجان، کونړ، کندوز، سمنګان او تخار کې خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي او اټکل کېږي چې د سروې تر بشپړېدو پورې د اغېزمنو شمېر لا پسې زیات شي. د اوچا د اټکل له مخې په دغو سېلابونو کې نږدې ۳۰ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوي، خو د د ا.ا چارواکي د مړو شمېر تر دې زیات ښيي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، وروستيو سيلابونو په ۱۷ ولايتونو کې ۳۷ تنه شهيدان او ۲۶ نور ټپيان کړي دي. دغه راز ۳۶۳ کورونه په بشپړ ‌ډول او ۳۰۴۶ کورونه بيا په قسمي ډول د سیلابونو د راوتلو له کبله تخريب شوي دي.‎

د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د افغان ښځو د حجاب په اړه یو تازه بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې ښځې دې په هر ځای...
07/05/2022

د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د افغان ښځو د حجاب په اړه یو تازه بیان خپور کړی او ویلي یې دي چې ښځې دې په هر ځای کې حجاب مراعات کړي.

ا.ا. ویلي، هغه ښځې چې د ښار په ګډون په ټولو ځایونو کې حجاب نه مراعاتوي، کور به یې په نښه او د کورنۍ مشر به یې مجازات شي.

د ا‌.ا چارواکي وايي، په پنجشیر، تخار او نورو سیمو کې هېڅ کومه نظامي پېښه نه ده شوېد ا.ا مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خ...
07/05/2022

د ا‌.ا چارواکي وايي، په پنجشیر، تخار او نورو سیمو کې هېڅ کومه نظامي پېښه نه ده شوې

د ا.ا مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پنجشیر، تخار او نورو سیمو کې هېڅ کومه نظامي پیښه نده شوې. په دې اړه ځینې کړۍ چې په خواله رسنیو کې کومې ادعاوې کوي حقیقت نلري.
د چارواکو په وينا، په پنجشیر، تخار او نورو سیمو کې د ا.ا زرګونه ځواکونه شتون لري.

د کیوبا په یوه هوټل کې چاودنې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولېد کیوبا د پلازمېنې هاوانا په یو تاریخي هوټل کې د چاودنې له کبله ...
07/05/2022

د کیوبا په یوه هوټل کې چاودنې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کیوبا د پلازمېنې هاوانا په یو تاریخي هوټل کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي. د ساراټوګا په نامه دې لرغوني هوټل ته چې ۹۶ خونې لري ډیر شمېر سیلانیان ورځي خو د چاودنې پر وخت پکې د بیارغونې کارونه روان وو او هیڅ سیلانی پکې دننه نه و. د کیوبا ولسمشر میګول دیاز کانیل چې د چاودنې ځای ته ورغلی و، په ټویټر کې لیکلي چې پیښه د بم کومه چاودنه نه ده. په همدې حال کې د کیوبا دولتي ټلويزيون ويلي، چاودنه په هغې لارۍ موټر کې شوې چې دې هوټل ته یې طبیعي ګاز راوړل. سرچينې نور جزيات نه دي ورکړي. د کیوبا په دې تاریخي هوټل کې چاودنه داسې مهال شوې چې دغه هیواد هڅه کوي له کرونا وبا وروسته سیلانیان ور مات کړي.

د افغانستان ا.ا وايي، له افغان سیاستوالو سره د خبرو اترو شورا د طرزالعمل پر جوړولو کار روان دی. د ا.ا مرکزي وياند ذبيح ا...
07/05/2022

د افغانستان ا.ا وايي، له افغان سیاستوالو سره د خبرو اترو شورا د طرزالعمل پر جوړولو کار روان دی.
د ا.ا مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، له افغان سياستوالو سره د خبرو اترو پر طرز العمل کار روان دی او په وينا يې چې په نهايي کيدو سره به يې د کارونو رسمي پيل هم اعلان شي. دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې یو میاشت مخکې د افغانستان ا.ا د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور په مشرۍ د یوې اوه کسیزې شورا ترتیب اعلان کړی و او ویلي یې وو چې ياده شورا به له افغان پخوانیو چارواکو او سیاستوالو سره اړیکې نیسي څو هغوی راضي کړي چې وطن ته را ستانه شي. په دې پلاوي کې د ا.ا د کابينې څو غړي او مهم مشران شامل وو. ځينو پخوانيو چارواکو که څه هم د دې شورا له جوړيدو هرکلی وکړ خو ټولو ټينګار کاوه چې د ټولګډونه حکومت جوړول له شته ستونزو د وتلو لاره ده چې بايد ا.ا ورته غاړه کېږدي. ټولګډونه حکومت د ا.ا د په رسميت پېژندنې لپاره د نړيوالې ټولنې شرط هم دی.

چارواکي وايي، په پکتيکا کې يوه اته کلنه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژوغورلې‏د ‎پکتیکا ولايتي چارواکي وايي،  په مرکز ...
06/05/2022

چارواکي وايي، په پکتيکا کې يوه اته کلنه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو ژوغورلې

‏د ‎پکتیکا ولايتي چارواکي وايي، په مرکز ښرنه کې د ا.ا ځواکونو د انسان تښتوونکو له منګولو یوه اته کلنه نجلۍ آزاده کړه.
د دغه ولایت د امنیت آمر ملا جاوید بدري وایي، چې انسان تښتوونکي تښتېدلي؛ خو امنیتي ځواکونو هڅې پیل کړې چې انسان تښتوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

Address

Ghazni
0000

Telephone

+93795562314

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shamla News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shamla News:

Videos

Share