Ihsan Buneri

Ihsan Buneri تل به په لار ده ميړنو سره ځم
يمه پښتون ده پښتنو سره ځم

I have reached 300 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
02/01/2024

I have reached 300 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉

بسم الله الرحمن الرحیم{ زماژوند او جدوجہد👈باچاخان }؛==========={لیک بختورشاه}  (  ټوک: 22 )بیا زما ڈاکٹري معاېنه وشوه زم...
26/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم
{ زماژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛==========={لیک بختورشاه}
( ټوک: 22 )

بیا زما ڈاکٹري معاېنه وشوه زما صحت ډیر ښهٔ ؤ او ښه ځواني مې وه ، بیا څهٔ موده پس دَ برتۍ حکم راپسې راغی چې فلاني تاریخ ته حاضر شه ، په دې ورځو کې خان صاحب پس دَ درې کالو نه دَ بمبۍ نه راغلی ؤ او دَ باقي تعلیم دپاره لندن ته روان ؤ ، هغه هم راسره دَ برتۍ پیرنګي له لاړو.
دا پیرنګی ښهٔ سړی ؤ مونږ سره ېې ښهٔ سلوک وکړو ، زما ورور خان صاحب ته ېې دَ لندن تللو باره کې ډیر معلومات ورکړل نصیحت ېې ورته وکړو دَ خپلو تجربو نه ېې خبر کړو ، دغه وخت دَ خان صاحب هم دا راېې وه چې زهٔ دې په فوج کې برتي شم ، خان صاحب څو ورځې پس لندن ته لاړو.
زمونږ دَ میٹرک امتحان شروع ؤ ، دوه مضمونونه پاتې وو ، ما دَ خوشالۍ نه امتحان پریښود ، دَ پیرنګي دَ طرف نه حکم راغی چې تهٔ راشه ، چې زهٔ ورغلم هغهٔ راته ووېیل چې ستا ڈایرکٹ کمیشن منظور شو ، زهٔ ډیر خوشاله شوم په دې فکر کې وم چې پلٹن به ښهٔ وي کهٔ رساله ؟

زما دَ همزولو دا راېې وه چې ستا دپاره پلټن ښه ده ، یو خو دې صحت ښهٔ دی بدن دې مضبوط دی او قد دې هم شپږ فُٹه او درې انچ دی ، په دې وخت کې زمونږ دَ ډیري زرداد خان چې په کومه رساله کې ؤ ، هغه دَ جیکب اباد نه پیښور ته رابدله شوه ، هغه خانان زمونږه دوستان وو ، زهٔ او باراني کاکا ېې لیدو له لاړو ، ما فوجیان چرې لیدلي نهٔ وو ، کله چې به لوﺉ افسر راغی او فوجونه به ېې سلامۍ له ورتلل دا مې لیدلي وو چې ښې ښې وردۍ به ېې اغوستې وې ، دَ کمپنۍ دَ وړاندې به یواځې یو پیرنګی او یو دیسي سردار روان وو کرچونه به ېې اچولي وو.

باراني کاکا خو ماته وېیلي وو چې دَ پیرنګي او دیسي افسرانو فرق نهٔ وي ، خو چې ما دَ دیسي سردارانو کورونه ولیدل او دَ پیرنګیانو بنګلې مې ولیدې نو په هغو کې دَ زمکې او اسمان فرق ؤ ، مونږ ولاړ وو چې یو لفٹین راغی ، زهٔ دَ خان سره چې رسالدار ؤ ، ولاړ وم ، دې خان خپل دَ سر ویښته په انګریزي طرز جوړ کړي وو ، نو انګریز دا برداشت نهٔ کړې شو ، نو په سپکه لهجه ېې ورته ووېیل چې خان صاحب " تم بهی انگریز بننا چاهتا هے " یعنې ته هم انگریز جوړیدل غواړې ، دې غریب ورله ځواب قدرې ورکولې نهٔ شو ، ما چې دا حال ولیدهٔ نو دَ دې نوکرۍ نه مې زړهٔ تور شو او په زړهٔ کې مې ووې چې زهٔ خو به دَ پیرنګي دا قسم خبرې برداشت نهٔ کړې شم.

څهٔ موده پس حکم راغی چې تهٔ په فلاني تاریخ مردان ته حاضر شه ، ما ته ېې دَ گاېیڈ په پلٹن کې کمیشن راکوهٔ دَ گاېیڈ یوه پلٹن او بله رساله وه کمانڈر به ېې یو ؤ ، دا به همیشه په مردان کې وه ، دَ نورو فوجونو په شان به بدلیده نهٔ ، او دَ هندوستان په فوجونو کې ډیره یاده وه ، په دې کې به دَ پنجاب او پُښتونخوا دَ لویو لویو خانانو او جاگیردارانو زامن په ناېیکۍ لایسۍ او دفعه دارۍ برتي کیدل ، او زهٔ ېې پکې په سردارۍ واخستم ، خو زما زړهٔ دَ فوج نه ټکیدلی ؤ ، دَ بابا مې خواهش وهٔ چې زهٔ دا نوکري قبوله کړم ځکه چې په دغه وخت کې دا ډیره دَ عزت نوکري ګڼلې شوه ، خو ما ونهٔ منله ، بابا مې خفه هم شو خو دَ مور ما سره اتفاق ؤ ، دَ هغې دَ پیرنګیانو نوکري نهٔ وه خوښه.

بیا تعلیم پسې
ما دَ نوکرۍ په خوشالۍ کې سبق میٹرک کې دَ امتحان دوران کې پریښی ؤ ، دا کال خو زما په دې کشمکش کې ضاېع شو ، بل کال مې بیا دَ تعلیم اراده وکړه ، زمونږ دَ کلي دَ مولوي عبدالعزیز صاحب دَ کشر ورور عبدالحلیم سره مې چې زما هم جماعتي ؤ ، صلاح مشوره وکړه چې بیا تعلیم شروع کوو.
مونږ اوریدلي وو چې کیمبل پور کې چې کوم سکول دی په هغهٔ کې دَ تعلیم ښهٔ انتظام دی ، دَ استاذانو هلکانو ته توجّه ډیره وي او ښهٔ کوشش ورسره کوي او عربي پکې هم ډیره ښه ښودلې شي ، زما عربي لازمي مضمون ؤ ، مونږ دواړه هم په دې خیال لاړو او په کیمبل پور کې په سکول کې داخل شُو.
دلته زمونږ دَ پیښور نور هلکان هم وو ، څو ورځې درسونو کې کښیناستو ، خو خوند ېې رانهٔ کړو ، چا راته دَ قادیان ډیر صفت وکړو نو دَ قادیان دَ تللو اراده مو وکړه او قادیان ته روان شُو ، په دغه وخت کې چې مونږ قادیان ته ورغلو حکیم نورالدین صاحب خلیفه ؤ ، مونږ دَ هغهٔ لیدو له ورغلو ، دَ هغه ساده بې تکلفه ژوند او دَ مینې محبت خبرو راباندې ډیر اثر وکړو ، هغه ډیر لوی عالم او با اخلاقه سړی ؤ ، مونږ دَ هغه سره ناست وو چې دَ مرزا غلام احمد زوی چې دا اوس دَ دې فرقې امیر دی او هغه وخت ېې په کالج کې سبق وېیلو راغې ، او مونږ رخصت راواخست دَ سکول بورڈنگ ته راغلو.
دلته چې څومره هلکان وو دَ اکثرو په خُلو کې دا خبره وه
" ابن مریم کی بات کو چهوڑو اس سے بهتر غلام احمد هے " یعنې عیسیٰ ع مهٔ یادوﺉ دَ هغهٔ نه غلام احمد غوره دی ، دا اواز مونږ دپاره ډیر نا اشنا ؤ ، بیا مونږ هغې هلکانو هغه جنتي مقبرې ته بوتلُو.

څومره چې دَ دې ځاﺉ دَ حالاتو نه خبریدو هم هغه هومره زمونږ تعجب زیاتیدهٔ ، فکر واخستو چې پاتې شُو کهٔ لاړ شُو ، بله شپه خوب وینم چې یو لوی ژور کوهی دی زهٔ ور پریوځم ، یو سپین ګیری سړی لاس راواچوي او دَ کوهي دَ غورځیدو نه مې بچ کوي او راته وواېي چې پام کوه.
چې سحر شو زهٔ او عبدالحلیم مانځه له پاڅیدو ما هغه ته خپل خوب ووې ، هغه هم څه خوب لیدلی ؤ ، مونځ مو وکړو او واپس خپل کلي ته راروان شُو ، عبدالحلیم خو لاړو او بیا په پیښور کې په هغه خپل سکول کې داخل شو او زهٔ علیګڑھ ته لاړم.
پاتې نور بیا انشأالله

بسم الله الرحمن الرحیم{زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }؛==========={لیک بختورشاه}  (  ټوک: 21 )په فوج کې کمیشنڅهٔ وخت چې زما...
20/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم
{زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛==========={لیک بختورشاه}
( ټوک: 21 )
په فوج کې کمیشن

څهٔ وخت چې زما ورور ڈاکٹرخان صیب دَ ډاکټرۍ دَ تعلیم دپاره بمبۍ ته لاړو نو زهٔ او محبت خان په بورډنګ کې یواځې پاتې شُو ، څو ورځې پس له بورډنګ نه ښار ته راغلُو او په لوي بازار کې مو یوه بالاخانه ونیوه دلته به اوسیدو او سبق له به سکول ته تللو خو سبق ته مو ډیره ډډهٔ نهٔ لګیده.

زمونږ یو زوړ نوکر ؤ ( باراني ) نومیدهٔ ، مونږ به ورته بارانې کاکا وې ، هغه څهٔ موده دَ مومن خان ډیرۍ دَ خانانو سره نوکري کړې وه ، دَ ډیرۍ زیات خانان په فوج کې نوکران وو ، دې ورسره هم په فوج کې پاتې شوې ؤ ، نو دهٔ به ماته دَ فوج قیصې کولې چې دَ فوج ډیره ښه او دَ عزت نوکري ده ، سړي چې داسې غاړې ته کرچ اچولی وي او دَ فوج نه مخکې روان وي ډیر خوند کوي ، زما خو هسې هم سبق ته ډډې نهٔ لګیدې ، دَ باراني کاکا خبرې به راباندې ښې لګیدې او ورو ورو ېې راباندې اثر وشو او دَ فوج نوکرۍ ته تیار شوم ، دغه وخت زهٔ په اتم جماعت کې وم ، زهٔ خو هلک وم نهٔ پوهیدم چې باراني کاکا به څهٔ وېیل هغسې به مې کول ، هغه راته وېیل چې څوک تعلیم یافته وي او دَ لوېٔ خاندان نه وي نو هغهٔ ته په فوج کې ڈایرکٹ کمیشن ورکولی شي او نیغ په سردارۍ اخستلې شي ، دَ دهٔ او دَ پیرنګي په درجه کې فرق نهٔ وي ، دَ دې دپاره دَ هندوستان وایسراې ته درخواست کیږي ، دَ هغهٔ په منظورۍ ڈایریکٹ کمیشن ورکولی شي ، نو تهٔ یو درخواست دَ وایسراې په نوم ولیکه چې په ډاک کې ېې ورولیږو.

دَ ڈاکٹر خان صیب یو اشنا ؤ فضل محمود نومیدهٔ مونږ دواړه ورغلو ، په هغهٔ مو درخواست ولیکهٔ او دَ کمانڈر ان چیف په نوم مو په ډاک واستوهٔ ، دا راز ما او باراني کاکا ځان سره پټ وساتهٔ ، نهٔ مې پرې پلار خبر کړو او نهٔ مو دَ هغهٔ سره مصلحت وکړو ، ډیره موده تیره شوه زهٔ په لسم جماعت کې وم ، زما نه دا خبره هیره وه چې دَ مرکز نه زمونږ ډپټي کمشنر ته یو حکم راغې ، چې زما متعلق تحقیق وکړي ، چې زما څهٔ حیثیت دی ؟ او زما دَ خاندان څهٔ حیثیت دی؟
ڈپٹي کمشنر تحصیلدار ته حکم ورکړی ؤ او تحصیلدار پټواریان مقرر کړي وو چې زمونږ جایداد معلوم کړي ، پټواریان چې زمونږ کلي ته تللي دي یوه عجیبه ټوقه وشوه ، په دې ورځو کې زمونږ په کلي کې یو سړی چا وژلی ؤ ، جرګې په هغې کې زما دَ ترهٔ(کاکا) زوی شمروزخان زمونږ دَ شپږو نورو نوکرانو سره بې ګناه څوارلس کاله قید کړی ؤ.

پیرنګیانو جرګې دَ انصاف او امنیت برقرار ولو دپاره نهٔ وې جوړې کړې ، بلکې پیرنګیانو جرګې په پوره تدبیر دَ دې غرض دپاره جوړې کړې وې چې په جرګو کې انصاف نهٔ کیږي ، پرې وې جمبې وي او اکثر چې ګنهګار سړی په سفارش یا په بډو او رشوت خلاص شي نو مخالفې ډلې دَ بدل اخستلو کوشش کوي او په دا شان دا دُښمنۍ پیړو په پیړو چلیدې شي او دا سلسله به هم داسې روانه وي ، پُښتانه به په خپلو کې اړم وي او مونږ پیرنګیانو ته به ېې توجّه نهٔ وي.
ما دَ یو اسسټنټ کمشنر سره دَ جرګو په باره کې پخپله خبرې کړې وې چې په دې جرګو کې انصاف نهٔ کیږي ، په جرګه کې کهٔ دَ مجرم دَ ډلې سړی مقرر شي ، هغه کهٔ هر څومره ګناهګار وي هغه بري شي او کهٔ دَ هغهٔ بلې پرې سړی پکې نهٔ وي ، بډې ورنهٔ کړي ، څوک مخوري ېې سفارش ونهٔ کړي نو کهٔ هر څو بې ګناه وي هغه پکې لاړ شي نو دَ دې قسم جرګو نه دَ حق او انصاف څهٔ امید کیدې شي؟

یواځې اسسټنټ کمشنر نهٔ هر پیرنګې په دې خبره پوهیدهٔ او دوي هم دَ دې مطلب دپاره دَ جرګو سسټم جوړ کړی او ټینګ کړې ؤ ، زمونږ ټوله ګټه وټه دَ دوي خوراک ؤ ، څهٔ چې به مو ګټل هغه به پولیسو ، وکیلانو ، جرګې والا او بیا جیل واله ؤ رانه واخستهٔ او زمونږ بچي به په خالي میدان پاتې شُو.

تاسو فرنٹېیر کرایم ریگولیشن ایکٹ ( دَ سرحد دَ جرایمو قانون ) وګورﺉ هیچّا به داسې ظالمانه او شرمناک قانون جوړ کړې نهٔ وي لکه دا قانون چې پیرنګیانو په مونږ چلوهٔ .
په دغو ورځو کې دا اوازه خوره شوې وه چې په دغه مرګ کې زمونږ جایداد هم ضبطیږي ، او دا خو په سرحدي قانون کې یوه معمولي خبره وه ، نو چې څهٔ وخت پټواریان زمونږ دَ جاېداد معلومولو دپاره راغلل نو زمونږ یقین وشو چې دا اوازه رښتیا ده.
زمونږ په خاندان کې یو وِیر جوړ شو چې هم مو سړي بې ګناه قید شول او هم مو جایداد ضبط کوي ، مونږ ډیر کوشش وکړو چې خپل ټول جایداد پټواریانو ته ونهٔ ښایُو ، څهٔ نا څهٔ جایداد مو ورنه پټ کړو خو هغوي په خپل رپورٹ کې لیکلي وو چې دوي ډیر جایداد لري ، ټول ېې مونږ ته ونهٔ ښودهٔ.

زمونږ په دې راز پټواریانو ځکه پړده وانهٔ چوله چې زمونږ دَ کورنۍ دَ مشرانو دَ حاکمانو سره لکه دَ نورو خانانو په شان ناسته ولاړه نهٔ وه ، کومو چې به دَ پولیس او حاکمانو سره تګ راتګ ساتهٔ ، ډوډۍ ګانې به ېې ورله کولې ، دَ دې دپاره چې قام پرې وخوروي او پخپله ېې هم وخوري ، اکثر به دَ دوي دَ بدو دلالان وو ، زمونږ په خپل جایداد قناعت ؤ ، مونږ دا نهٔ کول ، دوي به هم ښهٔ دَ جایداد خاوندان وو خو حرص په مخه اخستي وو او دَ حاکمانو سره به ېې راز باز ساتهٔ.

بابا مې پیښور ښار ته راغی مونږ په ښار کې تعلیم ته دیره وو ، ډیر غمژن وو ، دا ټوله قصه ېې راته وکړهٔ ، مونږ هم خفه شُو چې سبا له مې بابا ڈپٹي کمشنر ته ورغی ، ورته ېې وېیل چې زهٔ یو غرض له راغلی یم چې تهٔ تحقیق وکړه کهٔ په دې قتل کې مونږ ګناهګار یُو نو چې څهٔ سزا راکوې مونږ ته منظوره ده او کهٔ مونږ کې ګناه نهٔ وي نو دا خو انصاف نهٔ دی چې هم مو سړي بې ګناه قید شُو او هم مو جایداد ضبط شي ،نو هغهٔ ورته ووېیل چې څوک واېي چې ستاسو جایداد ضبط کیږي؟
بابا مې ورته ووې چې پټواریان راغلي وو او زمونږ ټول جایداد ېې ولیکهٔ ، نو هغه ورته ډیر وخندل او ورته ېې ووې چې دا خو ستا زوي لاٹ صاحب ته دَ ڈایرکٹ کمیشن دپاره درخواست ورکړی دی او لاٹ صاحب مونږ ته حکم کړی دی چې دَ دهٔ دَ جایداد او حیثیت تحقیق وکړﺉ ، او مونږ ته ېې معلومات راکړﺉ.
مونږ چې دَ سکول نه راغلُو بابا مې بالاخانهٔ کې ناست ؤ ، خوشاله ؤ ، چې مونږ ېې ولیدو په خندا شو ، ماته ېې ووېیل چې شاتوریه ( هغهٔ به ماته دَ مینې نه شاتورې وې ) دا خو ټولې ستا غویمې دي ، بیا ېې راته ټوله خبره وسپړده.
پاتې نور بیا انشأالله

بسم الله الرحمن الرحیم{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }؛==========={لیک بختورشاه}  (  ټوک: 20 )وادهٔ ښاديزمونږ ښادۍ ډیرې خو...
18/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم
{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛==========={لیک بختورشاه}
( ټوک: 20 )
وادهٔ ښادي

زمونږ ښادۍ ډیرې خوندورې او دَ خوشالۍ نهٔ ډکې وې چې هلک به زلمی شو نو مور او پلار به ېې ورله دَ خپلې خوښې چنغله لټوله ، دَ هلک او جینۍ نه چا پوښتنه نهٔ کوله او نهٔ دَ هغوي خوښې ته چا کتل ، خوېندې میندې به وګرځیدې کومه کورنۍ او جینۍ چې به ېې خوښ شول ، دَ جینۍ دَ مور سره به خبرې وشوې ، دَ مور په ذریعه به پلار هم خبر شو ، چې دواړه به رضا شول نو دَ هلک له کوره به څهٔ ښځې لاړې او د شودو ګُوټ به ېې وکړو ، بیا به کوژدن وشوه.

په دې وخت کې زمونږ خلکو کهٔ خانان وو کهٔ غریبان وو ټولو دَ خور او لُور په سر هر چا دَ خپل حیثیت په اندازه "ولور" اخستهٔ.
دَ نابالغو جینکو کول او ورکول هم رواج ؤ ، تر دې چې دَ تي رودونکو ماشومانو کوژدنې به هم کیدې ، کله نا کله به داسې هم وشُو چې نهٔ به هلک پیدا شوې ؤ او نهٔ به جینۍ زیږیدلې وه چې میندو پلرونو به ېې سره وعده وکړه چې دَ یو مور او پلار زوی وشو او دَ دې بلې خوا لُور وشوه نو هغه به یو بل له ورکوي ، دا قسم جینۍ بیا بل هیچّا کولې نهٔ شوه ، هلک جینۍ کهٔ به په وړوکوالي نامزد شوي وو ، چې کله به لوې شُو نو کهٔ دَ هغوي به یو بل خوښ نهٔ ؤ نو هم دَ یوهٔ بل نه خلاصیدی نهٔ شُو.

چې دَ وادهٔ بندوبست به شروع شو نو دَ خپلو خپلوانو او کلي محلت جینکۍ به لا دَ وادهٔ نه څو ورځې مخکې دَ هلک کالهٔ ته راغونډیدې ، ټنګ ټکور به ېې کولو دَ شپې چې به دَ کاره وزګارې شوې نو راجمع به شوې ، دَ منګي او مجمې سره به ېې ښکلې ښکلې مصرې وېیلې.
زما دَ جینکو دا ټنګ ټکور ډیر خوښیدهٔ ، ودونه به دَ هر چا دَ خپل توان او طاقت سره سم وو ، دَ خانانو په ودونو کې به ډنګ ډونګ او دُوم دام زیات ؤ ، ډیرې ورځې به پولاوونه پخیدل ، خپلو خپلوانو او دوستانو به ډیرې اچولې وې ، کور به دَ ښځو نه ډک ؤ او حجرې به دَ سړو نه ډکې وې ، جنجونه به وو دَ هر چا جنج به بیل ؤ ، ټوپکې او غربینونه به خلاصیدل ، ډمې به هم پکې ګډیدلې او خلقو به ورله روپۍ ورکولې ، اکثر به نیزه بازي هم کیدله ، دَ نیزه بازۍ دپاره به خلکو ښهٔ ښهٔ آسونه ساتل او دَ نیزه بازۍ تمرین به ېې کولو ، دَ نیزه بازۍ په موږي به ورته روپۍ ایښودلې کیدې ، چې چا به موږې یوړو هغه روپۍ به دَ هغه شوې.
دَ وادهٔ ورځ به مقرره وه چې هغه ورځ به شوه نو چې دَ سحر ډوډۍ به وخوړې شوه نو کهٔ دَ ناوې کور به لرې ؤ نو خلک به دَ ډوډۍ خوړلو سره سم روان شو او کهٔ دَ ناوې کور به نزدې ؤ نو خلک به ماسپښین ورروانیدل.

ښځو به ځانله بیل ټنګ ټکور جوړ کړی ؤ ، سازیانو به ورته په کُوڅه کې ساز غږوهٔ او ډول سُرنا به ېې ورته وهل او ښځې به دننه کور کې ورته ګډیدې ، چې سبا به ېې ډولۍ راوړله په دې شپه به ښځې په جمع روانې شوې نکریزې به ېې په سر وې مشالونه به ورسره وو شمعې به پکې بلېدې لوی لوی مشالونه به ېې جوړ کړي وو سپین پړک به ؤ ، په لاره به ېې سندرې وېیلې ، دَ دوي دَ حفاظت دپاره به څو تنه سړي مخکې او څو تنه وروستو روان وو چې دَ ناوې کور ته به ورسیدې اول به ېې نکریزې وګډولې او بیا به ېې هغه نکریزې هغه جینۍ له په لاسو او پښو پورې کړې.
ناوې به دَ څو ورځو نه په ګوَټ کې ناسته وه همزولې به ترې چاپیره وې ، ښځې به ترې واپس کلي ته راغلې ، سبا له به نر او ښځې په جنج لاړل ښځې به دننه ورغلې او نارینه به بهر په حجره کې کښیناستل، مُلا به راغې نکاح به ېې وتړله مبارکي به وشوه ډم به ډول ووههٔ ، ډم به ښادۍ والاؤ ته آېینه ښودله او پیسې به ېې ټولولې ، چا به ګلان ورکول او پیسې به ېې ټولولې.
بل خوا ته به باټ په غوږونو کې ګوتې ایښې وې مدح به ېې وېیله ، چا به سپیلني لوګې کول روپۍ به ېې اخستې ،کهٔ دَ چا به خوښه وه کهٔ نا؛ خو دَ شرمه به ېې غږ نهٔ کوهٔ او روپۍ به ېې ورکولې ، لنډه دا چې یو لُوټ به وهٔ.

مُلا صیب هم بې روپو نکاح نهٔ تړله ، چې نکاح به وتړلې شوه نو هلک به دَ سخر کور ته ننوت په پالنګ به وخوت جامې به ېې بدلې کړې نوې ډؤلي جامې به ېې واغوستې خپلو خپلوانو او دوستانو به پرې پتاسې ، چوارې ، غوزان او پیسې نوستلې او ماشومانو به ټولولې.
جینۍ ته به دَ وادهٔ دپاره دَ وس مطابق ډیرې قیمتي جامې جوړیدې ، دا جامې به ناوې دَ وادهٔ په شپه اغوستې ، بیا به ېې په ټول عمر کې نهٔ اغوستې ، ځکه چې قیمتي وې ، چې مړه به شوه اکثر به ېې جامې مُلا صیب ته ورکولې شوې ، ناوې به ېې ډولۍ کې کښینوله ډولۍ به بټیارانو په اوږه کړه ډولۍ به مخکې وه دَ وادهٔ زلمی به دَ ډولۍ سره ؤ او نور خلک به ورپسې وو ، بهر به هم دَ وادهٔ په زلمي خپلوانو او دوستانو پیسې او شیرینۍ نوستې ، ډزې به کیدې لویو وړو به دَ خوشالۍ نه الا الا چغې وهلې ، لویه میله به وه ، چې څه وخت به ډولۍ په کور دننه شوه میلمانه به رخصت شُو نو دَ کلي خلک به هم لاړل.
ناوې چې به کور ته ننوتله نو دَ ښځو دُود دستور به پرې وشو ، ناوې به په پالنګ کښینولې شوه ، تر څو ورځو به خلک راتلل ، دَ ناوې دَ مخ نه به ېې پلؤ پورته کوهٔ ، ناوې به ېې کتله ناوې به سترګې نهٔ غړولې ، دَ هلک خپلوانو به چې ناوې کتله روپۍ به ېې ورکولې ، په سبا له به هلک دَ خپلو همزولو سره دَ سخر کره ورغی ، دې ته به ېې سلامي وېیله ، ښه ډوډۍ به ورکړې شوه ، دَ ډوډۍ نه پس به هلک دَ سخر کور ته ننوت او دَ خواښې په پښو به پریوت هغې به ورله روپۍ ورکړې ، دَ ښځې دَ خپلو خپلوانو سره به ېې پیژندګلو وشوه ، بیرته به خپل کالهٔ ته ستون شو.
څو ورځې پس به دَ ناوې خپلوانې راغلې دې ته به ېې اوومه وېیله ، دَ هلک خپلوانې به هم راټولې شوې ، دَ جینۍ دَ پلار له کوره به جامې راوړې شوې وې هغه به ېې دَ هلک په خپلوانو وویشلې ، چې پاتې به شوې هغه به دَ ناوې وې
ناوې به دَ پلار کره لاړه او څو ورځې به ېې تیرې کړې.

نن به خلکو ته دَ هغې زمانې ودونه څهٔ عجیبه غوندې ښکاري چې جینۍ او هلک یو بل لیدلې نهٔ وي ، دَ مور او پلار په خوښه به ودونه کیدل ، پکار خو دا وو چې هلک او جینۍ سره یو بل خوښولې بیا ودیدې ، خو دَ نن زمانې په نسبت دَ هغې زمانې ودونه ډیر کامیاب وو ، ځکه چې دَ هغوي اخلاق ډیر اوچت او سپیځلي وو ، په هغوي کې رښتینې مینه او محبت ؤ.
په یورپ او امریکه کې چې هلک او جینۍ یو دَ بل په عادتونو او خویونو ښهٔ خبر شي نو دَ خپلې خوښې وادهٔ کوي مګر دَ هغوي په مینځ کې دومره مینه او محبت نهٔ وي لکه زمونږ دَ وطن دَ ښځو او خاوندانو تر مینځ چې وي.
مونږ له دَ خپل دُود او دستور اصلاح پکار ده ، ډیر خلک خپلې لُوڼه دَ پیسو دپاره ورکوي ، پکار دي چې دَ سړیتوب په لحاظ خپلوي وشي ، نهٔ چې دَ دولت او شهرت دپاره ځوانه جینۍ بوډا ته کښینولې شي.

زهٔ دَ سکول نه په چوټۍ کلي ته تلم په ټانګه کې ناست وم چې ناګمان سین ته راورسیدم ګرمي وه سین موجونه وهل ، هغه وخت کې به په سین پُلونه دَ بیړو وو ، دَ ټانګې نه کوز شوم په پلهٔ پورې وځم چې ناڅاپه یوې پیغلې جینۍ دَ پُل نه دَ سین مینځ ته ور ودانګل چغې شوې چې جینۍ لاهو شوه.
ماڼوګانو ورپسې کشتۍ خوشې کړې دَ پلهٔ نه ېې پوره لرې دَ ټاپو سره ونیوه غاړې ته ېې راوښکله ، جینۍ مړه نهٔ وه خو بې هوده وه اوبهٔ ېې تیرې شوې وې ، هلته ېې واچوله مونږ راغونډ شُو دَ خُلې نه ېې ډیرې اوبهٔ لاړې ، جینۍ چې څنګه په هود شوه په مونږ ېې سترګې ولګیدې په ژړا شوه وېیل ېې چې وﺉ خُدایه زهٔ ژوندۍ یم ؟
مونږ چې تحقیق وکړو چې دا کمبخته ولې په خپل ژوند ستومانه ده نو مالومه شوه چې پلار ېې یو بوډا ته ورکوله او دَ دې خوښ نهٔ ؤ ، پلار ته ېې وېیلي وو چې پلاره زهٔ خاوند نهٔ کوم او ټول عمر به ستا خدمت کوم خو دې بوډا ته مې مهٔ ورکوه ، دَ پلار ېې سترګې روپو پټې کړې وې ، دَ لُور ېې نهٔ منله چې جینۍ دَ پلار نه مایوسه شوه نو دَ خپل مرګ اراده ېې وکړه - دَ داسې پیښو مخنیوې پکار دی ، باید چې له جینۍ او هلک نه پوښتنه کیږي ځکه چې دا خو دَ دوي دَ ژوند دَ ملګرتیا سوال دی.
پاتې نور بیا انشأالله

بسم الله الرحمن الرحیم{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }؛==========={لیک بختورشاه}  ( ټوک: 19 )یوه ورځ زهٔ په حجره کې ناست و...
16/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم
{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛==========={لیک بختورشاه}
( ټوک: 19 )

یوه ورځ زهٔ په حجره کې ناست وم چې زمونږ دَ امام صیب زوی راغی او ماته ېې ووې چې زهٔ وادهٔ کوم ، ما سره څهٔ امداد وکړه ، ما ورته ووې زهٔ همیشه وینم چې دَ مړي په سخات کې تهٔ دَ ډیر مال مالک شې ، نو چې تاته ضرورت وي نو بل ته ېې ولې بخښې؟
هغه راته په ځواب کې ووې چې دومره مال هیڅوک دَ زړهٔ نه نهٔ بخښي ، مونږ ېې له ویرې یو بل ته بخښو ، او بله دا چې زمونږ یقین وي چې مونږ ته ېې څوک نهٔ راکوي ، راکول خو پریږده وبه مو وهي.
ما ورته ووې چې وهل هم پکې نهٔ وي او مال هم ستا شي نو بیا ؟ دهٔ راته ووېیل نو بیا خو به ېې زهٔ هیچا ته ورنهٔ کړم ، ما وې رښتیا وايې او تهٔ تیار ېې ؟
هغهٔ ووې چې بلکل رښتیا وایم او بلکل تیار یم ، نو ما ورته ووېیل چې نن زما دَ ترهٔ لُور مړه ده ، ډیر سخات ېې دی ، ستا وادهٔ پرې ښهٔ کیږي ، په دایره کې کښینه چې کله ستا وار راشي او سخات ځان ته قبول کړې بل ته ېې مهٔ بخښه ووایه چې زما ضرورت دی بل ته ېې نهٔ شم بخښلې ، دهٔ ووې چې دا خو به زهٔ وکړم خو ماته به ېې څوک راکړي؟
دَ شموزو خان دی هسې نه چې بې عزته مې کړي.
ما ورته ووې چې زهٔ به دې شاته ولاړ یم څوک دې بې عزته کولې نهٔ شي ، دَه وې چې ستا مرسته راسره وي نو بیا خو زهٔ دَ چا پروا نهٔ کوم.
زما او دَ دهٔ هم په دې فیصله وشوه ، چې روانیدهٔ ما ورته ووې چې پام کوه دا خبره دې چاته دَ خُلې نه ونهٔ وځي ،
چې جنازه وشوه او سخات ته مُلیان په دایره کې کښیناستل نو دَ اخوا دیخوا وکتل چې زهٔ ېې ولیدم نو لاړو په دایره کښې کښیناست ، کله چې دَ سخات بخښنه اخستنه شروع شوه زهٔ ورو غوندې راغلم دَ دهٔ شاته ودریدم ، چې څهٔ وخت دهٔ ته سخات وبخښلی شو او دهٔ واخست ، دَ دهٔ رنګ تک زیړ شو ، او ماته ېې وروستو وکتل ، او وې وېیل چې ماته دَ دې مال ضرورت دی ، زهٔ ېې بل چاته نهٔ بخښم.
دَ مُلیانو دَ هلې ګولې څهٔ اراده وه خو زهٔ ورمخکې شوم او دَ هغوی نهٔ مې تپوس وکړو چې مُلیانو صاحبانو شریعت په دې باره کې څهٔ واېي؟
دوی ووېیل چې شریعت دهٔ ته حق ورکوي چې بل ته ېې بخښي او کهٔ پخپله ېې اخلي ، نو ما هغهٔ ته اشاره وکړه چې " مولانا اوچتوه ېې " دَ ګُړو دَ بوجو دپاسه نغدې روپۍ پرتې وې هغه مې راواخستې او ور مې کړې ، او دهٔ ته مې وې دا ګُړه هم اوچته کړه ، ګُړه ېې هم اوچته کړه ، قرآن شریفونه او پټکي پاتې شُو ، هغه مُلیانو تالان کړل ، مُلیان هک بک پاتې شول ، وروستو ېې بیا دَ مړي خاوند ته وېیل چې دَ مړي سره احسان ونهٔ شو.
هغه مُلا چې بله ورځ ګُړه منډهۍ ته وړې ده چې خرڅه ېې کړي ، نو دَ شموزو خان صیب ورپسې ورغلی دی او ګُړه ېې په زور ورنه اخستې ده.

دَ شریعت په وړاندې خو دا پردی مال ؤ ، دوی ته ېې اخسته جایز نهٔ وو ، خو دَ دوي په شریعت څهٔ کار وهٔ ، چې دَ مُلیانو دا عمل وي نو دَ مقتدیانو به څهٔ حال وي ؟

څهٔ موده خو مُلیانو دَ سخات دَ دایرې نه لاس واخست ، بیا ېې په خپلو کې جرګه کړې ده ، کهٔ مونږ دا کار پریږدو چې دومره موده مو کړی دی ، نو دَ اولس توجّه به رانه وګرځي ، واېي به چې دا ملیان نهٔ پوهیدل او عبدلغفار پوهیږي ، نو بیا ېې دَ سخات طریقه دَ پخوا په شان شروع کړه او په کوم مُلا چې به ېې لږ غوندې شک راغی نو په دایره کې به ېې نهٔ پریښودهٔ
په دې کې دَ ملیانو غریبانو څهٔ قصور نشته ، مونږ قام پخپله ګرم یُو ، چاته چې دَ دین او مذهب ټول واک او اختیار وروسپارو او دَ تعلیم او تربیت غم ېې نهٔ کوو دروازه په دروازه " وظیفه راوړﺉ خداﺉ مو وبخښه " واېي ، دَ دومره لويې ذمه وارۍ دپاره په دې طریقه خپل دیني استاذ تربیت کوو نو دا زمونږ خپله ګُناه ده.
حقیقت دا دی چې کله مونږه مسلمانان شُو نو بعضې هغه دَ هندوانو دَ وخت رسمونه او رواجونه مو پرې نهٔ ښودل او لکه څنګه چې هغوی دَ ژوند دَ مختلفو شعبو دپاره بیلې بیلې ډلې ټاکلې وې ، هغه هم په هغه شکل کې مونږ جاري وساتلې.

ځکه چې دلته اسلام راغی نو هغه دَ مذهب دَ تبلیغ په لار رانغې دَ سیاست(تُورې) په لار راغی نو مونږه دَ مذهب دَ حقیقت نه چا خبر نهٔ کړو او لا تر اوسه پورې خبر نهٔ یُو ، دا دَ کاسټ سسټم روایتي اثرات دي چې یوه ډله به دَ مذهب دَ خدمت دپاره وي ، یوه ډله به حکومت کوي ، یوه ډله به تجارت کوي او یوه ډله به عام خدمتونه کوي ، دا په اسلام کې نشته ، بلکې په اسلام کې علم په هر مسلمان نر او ښځې فرض دی.
زمونږ دَ مُلیانو دُنیايي علومو ته توجّه نشته او زمونږ دَ دولتمنو خلکو دَ دیني علومو خوا ته توجّه نشته ، نو ځکه مونږ په دُنیا هم خوار یُو او اخرت به مو هم خوار وي ،
یواځې دا نهٔ ده ، دَ داسې مُلیانو دَ لاسه مونږ ته نور هم ډیر نقصانونه رسیدلي دي ، په مونږ کې چې دَ کار او خدمت سړی پیدا شوب دی نو دوي پرې یا دَ وهابي فتویٰ لګولې ده یا دَ هندو یا دَ کافر او په دې نومونو ېې له خدمته پاتې کړې دی ، نهٔ ېې پخپله دَ خلکو خدمت کړی دی او نهٔ ېې بل ورته پریښې دی ، بې کاره او بې کسبه مونځ ادا کوه او ډوډۍ خوره.
پاتې نور بیا انشأالله

بسم الله الرحمن الرحیم{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }؛==========={لیک بختورشاه}  ( ټوک: 18 )؛_________؛چې سخات به وویشلی ...
15/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم
{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛==========={لیک بختورشاه}
( ټوک: 18 )
؛_________؛

چې سخات به وویشلی شو نو بیا به ملیانو پرې مسٔلې کولې ، زمونږ په کلي کې مړی شوی ؤ ، یو مُلا صیب مسٔلو ته ودریدو او دا مسٔله ېې وکړه چې یو سړی ډیر بدعمله او بدچلنہ ؤ ، سُودخور ؤ ، جوارګر ؤ ، خوني ؤ ، زناکار ؤ ، غل ؤ او هیڅ ښهٔ کار ېې په عمر کې نهٔ ؤ کړی ، صرف دَ هرې جمعې په شپه به ېې اووهٔ ډوډۍ دَ خُداﺉ په نامه جمات ته لیږلې ، دا سړی مړ شو ښځې او زامنو او خپلوانو پسې ډیر وِیر وکړو او دا به ېې وېیل چې دَ دهٔ به په قبر کې څه حال وي ؟
اخر یوه شپه خپل یو زوي ته په خوب کې راغلی دی او ورته ېې وېیلي دي چې تاسو زما غم مهٔ کوﺉ زهٔ ډیر په ارام او مزو چرچو کې یم ، زوي ترې پوښتنه کړې ده چې پلاره تهٔ خو ډیر بدعمله وې ، پلار ېې ورته ووېیل ټیک ده خو مور ته دې مالومه ده چې ما به دَ هرې جمعې په شپه اووهٔ ډوډۍ خیراتي ورکولې ، هغه ډوډۍ مې دلته پکار شوې.
څه وخت چې مو زهٔ ښخ کړم او تاسو رانه لاړﺉ نکیر منکیر راغلل او زما نهٔ ېې پوښتنې شروع کړې چې " من ربک ، وما دینک "؟ ما ځواب نهٔ شو ورکولی نو ګُرزونه ېې راپسې را اوچت کړل ، چې راخلاصول ېې راباندې نو په دې وخت کې دوه ډوډۍ راپیدا شوې او ورته مخې ته شوې ، او زهٔ ېې بچ کړم ، او چې نکیر منکر لاړل زما دَ قبر په څلورو ګوَټونو کې سُوري وشول او دَ هر سُوري نه به دَ دوزخ لمبه راننوته ، نو څلور ډوډۍ راغلې او هره یوه ډوډۍ یو یو سُوري ته ډال شوه او دَ لمبو مخه ېې ونیوه ، او دا یوه ډوډۍ زما خدمت کوي.
بیا ېې ووي چې په خیرات کې ډیر ډیر ثوابونه دي او ما دَ دې مسٔلې ثواب دَ دې مړي په ارواح بخښلی دی ، ماته دا مسٔله عجیبه ښکاره شوه ، ما وې دَ دې خو دا مطلب شو چې هره بدعملي کوه ، زور ظلم کوه خو اووهٔ ډوډۍ خیراتي ورکوه نو مزې کوه.

دَ سخات نه پس به بیا نور خیراتونه شروع شُو ، هر ماښام به دَ مړي په ارواح خیرات کیدهٔ تر جمعې پورې ، بیا به هره جمعه خیرات کیدهٔ تر څلویښتو ورځو پورې ، په څلویښتمه ورځ به بیا لوی خیرات وشو ، او بیا ورپسې به دَ کال خیرات ؤ .
په دغه طریقه به زمونږ دَ قام په کال کې په لکونو روپۍ خرڅ کیدلې ، کهٔ دا روپۍ په بیت المال کې جمع کیدې او دَ غریبانو او په قامي کارونو لګیدې نو قام ته به ېې څومره ګټه رسیده ؟
پاتې نور بیا انشأالله

بسم الله الرحمن الرحیم{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }؛=========== {لیک بختورشاه} ( ټوک: 17 )زهٔ دَ عربو په ټولو ملکونو کې...
11/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم
{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛=========== {لیک بختورشاه}
( ټوک: 17 )

زهٔ دَ عربو په ټولو ملکونو کې ګرځیدلی یم ما هلته حتیٰ په مکه معظمه ، مدینه منوره ، نجف او کربلا کې هم چېرې دا دَ سخات او خیرات طریقه نهٔ ده لیدلې ، حال دا چې هلته دا طریقه ده چې مړی وشي خلک خبر شي بیا جنازه جمات ته راؤړي ، هلته ېې جنازه وشي ، دَ دُعأ نه پس وارثان خپل مړی دَ خخولو دپاره مقبرې ته یوسي او نور مسلمانان خوارهٔ شي.
دا اسلام خو مونږ ته دَ عربستان نه راغلی دی ، خو خبره دا ده چې دا قسم رسمونه عادتونه په مونږ کې خود غرضو خلکو پیدا کړل ، په اسلام کې دا څیزونه نشته.
بله دا چې دا دومره مال بل ته څهٔ رنګې بخښې؟ او چې سړی ناداره او مختاجه هم وي ، بله دا چې سړی مړ شي دَ هغه عملنامه خو بنده شي دا خیرات او سخات به څنګه دَ هغه په حسناتو نیکو کې لیکل کیږي؟

یو سړی رسول ص له راځي عرض کوي چې یارسول الله زما پلار مړ دی او له هغه نه دوه کوټې له کجورو نه ډکې پاتې دي ، هغه ورپسې خیرات کړم ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایٔي که ستا پلار په خپل ژوندانه دَ دې کجورو نه دوه دانې دَ خُداﺉ په رضا ورکړې وې ، دَ دې دوه کوټو کهجورو نه به ېې ثواب زیات ؤ.

دَ ګناه او ثواب په حقیقت دَ بې عمله عالمانو په وجه څوک پوه نهٔ شول ، دَ خلکو په مغزو کې مُلیانو دا کښینولې ده چې ګوندې خُداﺉ پاک هم دَ دُنیا دَ بادشاهانو په شان دی ، چې هغه ته دَ ټیکس او ډالۍ ضرورت دی ، دوی په دې فکر نهٔ کوي چې خُداﺉ بې نیازه دی هیڅ شي او هیچّا ته محتاج نهٔ دی.
که خیراتونه دي کهٔ زکات دی کهٔ صدقات دي کهٔ مونځ دی کهٔ روژه ده او کهٔ حج دی دا ټول زمونږ دَ ښیګړې دپاره دي ، کهٔ ښهٔ کوې هم دَ ځان سره دي او کهٔ بد کوې هم دَ ځان سره دي ، کهٔ ښهٔ کوې دُنیا به دې هم اباده وي او په اخرت کې به دې هم پکار شي ، او کهٔ بد کوې په دُنیا کې به ذلیل حقیر او خوار ېې ، او په اخرت کې به درته عذاب وي.

زما دَ مُلیانو سره ډیر تعلق ؤ ، ما به ېې ډیر قدر او عزت کولو او همیشه به مې ورسره په دغسې خبرو بحث کولو ، او دا به مې ورته وېیل چې دَ خیراتونو او سخاتونو دا طریقه په اسلام کې ښهٔ نهٔ ده ، اسلام چې زکاتونه او خیراتونه واجب کړي او لازم کړي دي په هغې کې لوی راز دی ، دا چې زمونږ خوږ رسول ص وايي چې " صدقه بلا رد کوي " دا بلا تاسو پیژنیٔ ؟
دا خو دَ امیر او غریب تر مینځ دَ نفرت نه بلا ولاړیږي ، نو چې شتمن خلک دَ بې وسو پوښتنه وکړي ، دَ هغوی سره دَ مصیبت په وخت کې مرسته وکړي ، نو دَ غریبانو دَ خپلو امیرانو سره مینه محبت پیدا شي او دَ بلا مخه ونیول شي او چې امیر دَ غریب هیڅ پوښتنه نهٔ کوي غریب په مصیبت کې وي او امیر په عشرت کې وي نو دَ غریب په زړه کې تیریږي چې وطن خو خُداﺉ پاک مونږ ټولو له شریک راکړې دی نو دا څنګه زهٔ په مصیبت کې ژوند تیروم او دا بل چې زما ورور عزیز دی زما په شان انسان دی ، دې ولې په عیش عشرت کې دی ؟
نو دَ ده په زړه کې غوټه پیدا شي او ورو ورو ېې زړه امیرانو ته پړسیږي او اخر ترې نه بلا جوړه شي.

ګورﺉ دَ رسول ص په وخت کې به دَ هر څه نه مخکې دَ قرض دَ ادا کولو غم کولی شو ، رسول ص تر هغه وخت پورې دَ مړي جنازه نهٔ کوله چې تر څو به دَ مړي په ذمه قرض ادا شوې نه وهٔ ، او کهٔ دَ مړي وارثان به ناداره او غریبان وو او دَ مړي قرض به ېې نهٔ شو ادا کولې نو بیا به رسول ص نورو مسلمانانو ته ووېیل چې چنده ټوله کړﺉ او دَ ده دا قرض ادا کړﺉ ، نو چې قرض به خلاص شو نو هله به ېې جنازه کوله ، بیا به نور تجهیز او تکفین کیدهٔ
او نن بلکل اړولې خبره ده چې دَ کوم مړي دَ وارثانو دَ مخه نهٔ کیږي نو هغوی ېې لا جایداد ګاڼه کوي لا په سُود رقم اخلي خو مړي پسې سخات او خیرات کوي ، او یواځې خو دَ مړي سخات او خیرات نهٔ دی ، دَ پیر پیران صاحب یوولسه ده ، دَ کاکا صیب شکرانه ده ، دَ سیدانو ، میاں ګانو او صاحبزادګانو نذرانې او شکرانې دي.
کهٔ دا ټول خیراتونه په قومي ښیګړو لګیدې نن به مونږ هم دَ دُنیا دَ ترقي یافته قامونو په قطار کې ولاړ وې ، دَ سخات او خیرات دپاره مونږ په سُود او ګاڼه قرض اخلو چې زمونږ دا رسم پوره شي.

زهٔ یو کال دَ اوړي تیرولو دپاره مري ته تللې وم ، هلته راباندې یو څو کسه مُلیان چې زما دوستان وو پیښ شول، مازیګر مې دَ سیل دپاره له ځانه سره راوویستل ، ګرځیدو ګرځیدو یوې بنګلې ته ودریدو ، ما مُلیانو ته مخ راواړوهٔ چې دا بنګله څنګه ده ؟
دوي ووېیل چې ډیر ښایسته چمن او ښایسته ګلونه دي او ډیره مزیداره باغیچه ده.
ما وې هغه ماشومان چې پکې لوبې کوي دا څنګه دي ؟.
دوي ووېیل ډیر پۍ مخي او ګلالي ماشومان دي.
ما ورته ووېیل هغه موټر چې ډراېیور ېې صفا کوي دا وینیٔ؟ وېیل ېې هو ډیر ښهٔ موټر دی.
ما وې هغه چې په کرسۍ ورته ناست دی جامو ته ېې وګورﺉ څنګه دي ؟
دوي وې ډیرې ډؤلي جامې ېې اغوستې دي.
ما وېیل دا سړی پیژنیٔ چې څوک دی ؟
دوي ووېیل چې څوک دی ؟
ما ورته ووېیل دا دَ پیرنګیانو مُلا دی ، چې قوم ېې په بنګله کې اوسي نو مُلا ېې هم په بنګله کې اوسي ، چې قوم ېې په ګیډه موړ دی مُلا ېې هم په ګیډه موړ دی ، چې قوم ېې په جامه پټ دی نو مُلا ېې هم په جامه پټ دی ، چې قوم ېې په موټر کې ګرځي نو مُلا ېې هم په موټر کې ګرځي ، او زمونږ چې دَ قام دَ استوګنې کوډله نشته تاسو هم په جماتونو کې اوسیږﺉ او چې په ګیډه ماړه نهٔ یُو نو تاسو هم دروازه په دروازه ګرځیٔ چې " وظیفه راؤړﺉ خُداﺉ مو وبخښه "
پاتې نور بیا انشأالله

بسم الله الرحمن الرحیم{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }؛==========={لیک بختورشاه}  (  ټوک: 16 )کلی کلویغي؛________؛ زمونږ ر...
09/10/2023

بسم الله الرحمن الرحیم
{ زما ژوند او جدوجہد👈باچاخان }
؛==========={لیک بختورشاه}
( ټوک: 16 )
کلی کلویغي
؛________؛

زمونږ روغ رنځور زمونږ غم ښادي او زمونږ مړی ژوندی ډیر له اخلاصه ډک او دَ مینې محبت وو ، خو په رسمونو رواجونو کې ډوب وو ، چې څوک به رنځور شو خپلو خپلوانو او دوستانو به ېې پوښتنه کوله ، یواځې خپلوانو او دوستانو څه چې دَ کلي او اولس عامو خلکو به ېې تپوس کولو او که به مریض سخت شو نو بیا خو به ورته نزدې کسان شپه او ورځ ناست وو ، دَ روغ صحت دپاره به ېې ورله دُعأګانې کولې ، خیراتونه به ېې کول.
دَ علاج دپاره څه خاص انتظام نهٔ ؤ ، دَ هر مریض دپاره بیل بیل بابا ؤ ، او دَ هر بابا دَ زیارت بیله بیله ورځ او طریقه وه ، عن چې دَ باباګانو دَ قبرونو خاؤرې به خورده ګڼلې شوه او دَ مرضونو دپاره به علاج ګڼلې کیده.

دَ باباګانو او زیارتونو نه علاوه دَ مُلاصیب ، باچاصیب او میاں صیب دم دُعأ او تعویذ دَ علاج طریقه وه ، دَ یوناني طب حکیمان هم وو ، تجربه کارو سپین سرو ښځو به نظر ماتوو ، سپین ګیرو به دَ مقامي بوټو او داروګانو په ذریعه علاج کولو ، نایانو به سُنَتونه دَ دانو او زخمونو علاج او مرهم پټۍ کوله ، خو ډیره مخه زیارتونو او باباګانو ته وه ، او چې څوک به مړ شو نو په هغه ورځ به دَ محلت ( کندي ) خلک خپل کار له نهٔ تلل او که مړی به مخوریز سړی ؤ نو ټول کلي به خپل کاروبار پریښود او دَ مړي دَ ګور کفن دَ خدمت او غم دپاره به دَ مړي ځایٔ ته راغونډ شول ، نارینه به په حجره کې ناست وو او ښځې به په کور کې راغُنډې شوې ، مړي له به چې څومره ښځې راتلې نو ټولې به په وِیر او ژړا کې شریکیدلې او نارینه ؤ کې به یواځې دَ مړي نزدې خپلوانو او دوستانو ژړل.
مړې به په کټ کې پروت ؤ ، چې څه وخت به ېې ولمبولو نارینه به ورغلل او کټ به ېې واخست په دې وخت کې به دَ ښځو دَ ژړا آنګولا شور زوږ پورته شو په زوره زوره به ېې وِیر کولو مخونه به ېې وهل او په وِیر کې به ېې مړې ستایهٔ ، چې مړې به ېې په تخته واچولو نو خپلوانو او دوستانو به ېې په تخته روپۍ اچولې دغه روپۍ به دَ مُلا وې ، دَ لمبولو نه وروستو به ېې کفن ورکړو په کټ کې به ېې ایښې ؤ خپلوانو او دوستانو ته به ېې مخ اوښودلو بیا به جنازه اوچته شوه ، خلک به جنازې پسې روان وو دَ جنازې کټ به څلورو تنو په اوږه کړی ؤ او وار په وار به خلکو یو دَ بل نه جنازه اخسته او دمه به ېې ورکوله ، هدیرې ته به ېې ورسوهٔ په هوار میدان کې به جنازه کیښودلې شوه اواز به وشو چې جنازه تیاره ده ، دَ چا چې به اودس ؤ او جنازه به ېې کوله صفونه به ېې جوړ کړل دَ جنازې نمونځ به وشو ، دُعأ به وشوه خلک به راتلل او دَ مړي مخ به ېې کتلو مُلیانو به دَ سخات دپاره دایره جوړه کړه او به کښېناستل.

سخات به دَ مړي دَ حیثیت په اندازه ؤ ، که به موړ، شتمن ، خان او مخوریز سړی ؤ سخات به ېې ډیر ؤ او میله به پرې جوړه وه مُلیان به ډیر وو ، که به غریب سړی ؤ سخات به ېې کم ؤ مُلیان به هم کم وو ، او که سخات به نه ؤ مُلیان به هم نه وو ، ګُړه صابون ، پټکي قران شریفونه او روپۍ به په مینځ کې کیښودلې شوې ، مشر مُلا صیب به اول دَ مړي دَ وارث نه دَ مړي دَ ګُناهونو دَ کفارې دپاره دا څیزونه دَ صدقې او سخات په توګه ځان ته قبول کړل بیا به ېې یو بل ته هم په دې طریقه بخښل ، او یو به دَ بل نه قبلول ، مُلیانو به دغه ټول مال یو ځل ځان ته قبول کړو او بیا به ېې خوا کې مُلا صیب ته وبخښهٔ ، چې دوره به وشوه نو بیا به ېې دَ سخات په ویشلو شروع وکړه ، ماته به دَ سخات ګرځولو مراسم شاډوله ښکاریدهٔ چې پردی مال یو بل ته بخښي خُداﺉ او قام له دهوکہ ورکوي .
پاتې نوربیا انشأالله

Address

Bunerwal

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ihsan Buneri posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Ihsan Buneri:

Videos

Share

Nearby media companies



You may also like