اهداف
۱ : دجرګې داهدافو په سر کې ، په هېواد کې جاري حالات او ټول کورني او بهرني تصورات څارل،شامل دي . چې ټول هاغه لوري په نښه او برالا کړي چې دافغانستان ملي ګتې له خطر سره مخامخوي او په رسنیو کې یې او عام محضر دافغانستان دملي ګټو د یرغلګرو په توګه رسوا او د ولس قضاوت ته ورپيژني.
زموږ ګاوندیان او هغوۍ چې دافغانستان پر ملي ګټو معاملې کوي پوهیږي، چې موږ کمزوري یوو خو یو شمېر نور بیا وایی چې دلته اص
لا د ملي ګټو له پاره یو متفق تعریف نشته او دانارشۍ په برکت لګیا دي ملي ګټې او ملي شتمنۍ راڅخه تروړي، ملي فکر راڅخه وژني، ملي هویت راڅخه اخلي او ملي احساس را زخمي کوي، نو د دغې تشې د ډکولو په منظور به جرګه زیار باسي، ترڅو دعلمي او اکاډمیکو بحثونو په پایله کې د ولس په ژبه د ملي ګټو متفق تعریف ته زمینه برابره کړي
۲. موږ پداسي حال کي چي دهيچا ترتاثیر لاندې نه یو، اما د يو معزز ولس په توګه دنړيوال کلی يو کور يو. افغانستان بايد د يو ازاد هيواد په حيث دخپلو ملي اصالتونو، ملي ګټو او ملي مشاهیرو او ټولو ملي مواردو څخه برخمن واوسو او هېڅوک ورڅخه دا شتمني ونه تروړي.
۳ - نړيوال لوی طاقتونه ۳۰۰ کاله کيږی زموږ په شاوخوا کی فعال دي. موږ يې په وار وار په مختلفو بهانو وهلی يو. که موږ په سيمه کی ددوی ګټی تشخيص او له خپلو ګټو سره يې همږغی نکړو بيامو وهی او بيا مو ځپی. خو داهم بايد نوروته وښيو چی موږ د خپلو ملی ګټو په دفاع کی هرراز قربانۍ ته حاضر يو او تاريخ ښوولی ده دهر متجاوز پزه مو په خاورو موښلېده. موږ بايد لويو طاقتونو ته وښيو چی دا استعداد لرو چی ددوی سره کښينو او د ګټو مشترک ټکي پيدا او د خپلواکو انډيوالانو په توګه په ګډه کار سره وکړو. زموږ ولس بايد پوه شی چی زموږ يو شمير ملی ګټی د نړيوالو ګټو سره په ټکر کي ندي بلکه تر ډيره حده د تفاهم د ژبی ضرورت دی. د يو داسی ملی زعامت ضرورت دی چی د تفاهم دغه ژبه ولري. جرګه به د خپل ولس له پاره ددغې ژبې او ترجمان په توګه کار وکړي .
۴- جرګه به واکمن پوړ ته وخت په وخت داسې سلا مشورې ورکوي ، چې دملي ګټو پرخلاف هر ننګونه وځپي او پر یوه منطقي او سوله ییز ډول دملي ګتو څارنه وشي په دې اړه به جرګه پر حقیقتونو او تحقیق سنبال وړاندیزونه او حل لارې ور په ګوته کوي.
Alerts
Be the first to know and let us send you an email when د افغانستان د ملي ګټو څخه د دفاع جرګه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.