حسن خان احسان

حسن خان احسان قلم مو د حق لپاره وکاروئ

13/11/2023

#توجو!
د خدای خاطر وکړئ،په دې خوار ولس ورحمېژئ.
ډالر تر کومې اندازې د افغانۍ په مقابل کې راښکته شو؛ خو نرخونه لا همهاغه چلېژې،چې ډالر د افغانۍ په مقابل کې په اتیا و پنځه اتیا و.
ای دوکاندارانو!
اوس خو لږ انصاف وکړئ.
اړونده مسؤلین دې هم سم وښوري.

05/10/2023

د استاد شرر ساپی دې لیکنې خوند راکړ.

د معلم ورځ
یو ځل مې له خپل جاپاني ملګري نه پوښتنه وکړه:
_ ستاسې په هیواد کې د ښونکي کومه ورځ ده او څنګه یې لمانځئ؟
زما پوښتنې ته یې په تعجب ځواب راکړ:
– موږ د ښونکي په نوم کومه ورځ نه لرو.
د ځواب په اوریدو یې زه حیران شوم!
دا به رشتیا وایي؟!
ماته فکر راولوید:
" د اقتصاد، پوهې او تکنالوژۍ له پلوه په یو پرمختللي هیواد کې د معلم په اړه دومره بې تفاوتي"؟!
له زدکړو وروسته یوه ورځ، جاپاني ملګري د مېلمستیا بلنه راکړه.
دا چې کور یې د کار له ځایه لرې و، نو مټرو کې ولاړو.
مازیګر و، په مټرو کې زخته ګڼه ګوڼه وهد دروازې ترڅنګ ودریدم.
ناڅاپه یو بوډا سړی له خپلې چوکۍ نه راپورته شو، ماته یې د کیناستو بلنه راکړه.
ما له کیناستو ډډه وکړه.
خو هغه په خپلې خبرې کلک ودرید.
زه د دې درناوي په راز پوه نه شوم،
سر بیره پر دې چې هغه تر ما ډېر مشر و.
له مټرو نه ووتلو، خپل جاپاني ملګري نه مې د دې درناوي د راز پوښتنه وکړه.
ملګری مې وموسید، بیا یې زما پر سینه ټومبلي میډال ته اشاره وکړه، ویې ویل:
- دې بوډا سړي ستا پر سینه د ښونکي ټومبلی میډال لیدلی دی.
تاته یې د معلم په صفت درنای کړی دی.
دا چې په لومړي ځل د جاپاني ملګري کور ته تلم، باید یوه ډالۍ ځان سره وروړم.
له ملګري سره مې مشوره وکړه، هغه هم زما خبره تاید کړه، ویې ویل، مخې ته مو سوداګریز مارکیټ دی، د ښونکو لپاره ځانګړی تخفیف لري، له هغې نه به ډالۍ راونیسو
ومې ویل:
- له دې امتیازاتو یوازې ښونکي برخمن دي؟
هغه سر وخځاوه، بیا یې د خپلې خبرې د پخلي په پار وویل:
- په جاپان کې د ښونکي دنده تر ټولو مقدسه او عزتمنه ده، په جاپان کې تر ټولو زیات د معلم درنای کیږي،هر سوداګر په دې ویاړي چې معلم یې مارکیټ ته ورننوزي، دا د ځان او مارکیټ لپاره ویاړ ګڼي.
وروسته متوجه شوم چې په مترو کې ښوونکي ځانګړي چوکۍلري، په ټیاټر کې ټکټ اخیستلو ته په لیکه کې نه دریږي.
ځانګړي سوداګریز مارکیټونه لري.
نو پوه شوم چې جاپانی ښونکی په کال کې یوې ورځ ته څه اړتیا لري..
چې هره ورځ یې لمانځنه کیږي؟؟
#نو
په کوم ملت کې چې معلم خوار او ذلیل وي، هغه ملت دې د ترقۍ او پرمختګ خوبونه نه ویني.

26/06/2023

محترمو حاجيانو!
حتماً به ستاسو ورته پام وي خو احتياطا وايم چي په را روانو څو شپو کي ځينو خبرو ته متوجه سئ!
يو:
د افغانستان حاجيان په منی کي تقریبا د مسجد خيف څخه څلور کيلومتره (۴٫۹) ليري دي لطفاً د تللو هڅه مه کوئ ، سخته ګرمي ده، د ورکېدو خطره ده، ممکن سبا او بل سبا چي کومي ستړياوي سته بيا به مو انرژي خلاصه وي د تکليف سره به مخ سی.
دوه:
دوهمه ورځ چي شيطانان ولی په ډېره اسانۍ سره مسجد خيف ته ورتللای سی ، لطفاً په هغه ورځ ورسی.
درې:
که فرضا څوک وزي لطفاً د خپلي خيمې لوکيشن دي واخلي د لاري د ورکېدو په صورت کي لار په پيدا کولای سي که څوک وتلی وي لوکيش يې هير سوی وي زه يې په کمنټ کي ايږدم.
څلور:
ان شاء الله سبا عرفات ته ځو ، بیا به ډير ملګري جبل رحمت ته د تګ کوشش کوي سبا چي ورسېدو اندازه به يې معلومه کړو که نژدې وو پروا نه کوي او که ليري لطفاً پرهيز وکړی مه ځی، د عرفات د ورځي اړوند احکام به سبا سره شريک کړو.
پنځه:
په منی کي اوسېدونکي حاجيان دي تهليل ، تحميد او تکبير ډېر وايي ، تلاوت ، نفل او درود شريف ويل فضيلت لري، د حديث الفاظ مو د حاجيانو د واتساف په ګروپ کي نشر کړي دي.
شپږ:
نن او راتلونکي څلور ورځي ډيري مهمي دي لطفاً د بې ځايه مجلسو څخه ځانونه وساتی ، وخت په عبادت تېر کړئ.

مولوی عبدالهادي حماد

24/02/2023

دا اوس چې دوکانداران د افغانۍ په رایجولو کې درګرده میټینګونه کوي،دا خپل خیر په کې ویني،کنه خدایکه د خپلې ملي کرنسۍ دونه مینوال وي، موږ وایو، دا ښه کار دی چې افغانۍ رایجه شي؛خو خدای دې وکړي چې د نرخونو د کنترول یوه چاره هم وشي او الله مه کړه داسې نه شي،چې هاغه د کلدارې د چلښت په وخت کې مو کوم جنس په شل کلدارې اخیست راباندې اتلس افغانۍ نه شي. اړونده مسؤلینو لرله بویه،چې نرخونه هم کنترول کړي،هسې نه ولس تر تېغ تېر شي.

#توجه

Address

Sharan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حسن خان احسان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category