لوی پکتیا

لوی پکتیا لویه پکتیا پاڼه ستاسو ده، موږ ته خپل کلتوري، تاریخي، تازه او په زړه پورې معلوماتې مطالب راولیږئ
(4)

29/04/2023

🥀🥀 💔💔

زه هیڅ امتیاز نه غواړم الله رضا په خاطر مرسته کوم راشی په یو هفته کی دننه مخ سپین کړیګرانو خویندو او ورونو یوه کورنی نسخ...
16/02/2022

زه هیڅ امتیاز نه غواړم الله رضا په خاطر مرسته کوم راشی په یو هفته کی دننه مخ سپین کړی
ګرانو خویندو او ورونو یوه کورنی نسخه درته خایم که غواړئ مخ مو تک سپین شی
یوه کورنی نسخه درته خایم که په یو هفته کی دننه دننه ستاسی د مخ توسری او رټو نه هوار او سپین نشو مخ ته لاړی راتوف کړې
که غواړئ دغه نسخه فقت دغه پیچ خوښ کړئ ډاریک به درسنډ کیږی

14/09/2021

د کونړ په لرګو دغسې چور چپاول روان دی.
د وزیر اکبرخان او شیر پور په دنګو ماڼیو کې ناست څو اشخاصو دغه وطن وخوړ،بس دلته غریب ورځ ترې ورځې خواریږي او وژل کیدو ته پيدا دي.
شیر یی کړﺉ تر څو یی دا غاټ خره وګوري وطن مو د بربادﺉ
په لور راون دی

06/08/2021

" طالبه ستا د جګړې مخنیوي په موخه له سیاسي، مدني، ولسي، اجتماعي غږ وروسته د الله اکبر نعره پورته شوه"

• له اوږدو کلونو راهیسې چې کله هم د پردیو په لمسون دې، ټوپک په اوږه کړی، د ولسونو ژوند دې له تباهۍ او بربادۍ سره مخ کړی دی.

• زرګونه علماوو په مرکز او ولایاتو کې د جګړې خلاف غږ پورته کړی او ټېنګار يي داوو چې باید له افغانانو سره د سولې مېزته کینۍ خو له بده مرغه چې یو شمېر ته مو درواغجنې وعدې ورکړې او یو شمېر علمای کرام مو یا وګواښل او یامو په بې زړه سویه توګه شهیدان کړل.

• سلګونه ځوانان له سویلي ولایتونو څخه شمالي او نور ګڼ شمېر ولایتونو ته پلي تګ سره د جګړې بندیدو غږ بدرګه او د ولسونو پيغامونه يي کلي په کلي ولیږدول.

• د جګړې بندیدو په موخه ګڼ شمېر اعتراضیه غونډې ترسره شوې، د طالبانو د جنایتونو د ختمولو پروړاندې پرېکړه لیکونه نشر شول خو عدالت غوښتني یا ترور یا مو په مرګ وګواښل.

• حتا په سعودي عربستان کې مو د سولې کنفرانس تحریم کړ.

• همدا شان د نبوي مسجد، مصر، مالیزیا او اندونیز دیني علمای کرامو درباندې غږ وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده باید د تفاهم ژبه وکاروئ او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شئ.

• په غرور سره مو د جګړه غوښتونکو ډلو د خوشحالۍ لپاره مو چاودنو، بریدونو او وژنو ته زور ورکړی او وايئ چې یو شمېر ولسوالۍ مو ونیوې، ښه تاسو دا پوښتنه ځواب کړئ، چې د طالب تر ولکې لاندې سیمو کې اوس مهال چې تباهي، بربادي، وینې توېدنې، انکشاف مخنیوی، روغتیايي، ښوونیز او بشري خداماتو لړۍ په ټپه دریدل به ترکله دوام کوي؟ آيا تاسو همدا غواړئ چې کليوالي سیمې په هدیرو بدلې شي؟ نه هېڅکله هم ولس ته دا د منلو نه ده چې پخوانیو لسیزو ته ور وګرځي، ځکه خو د تاسو د جګړې خلاف د الله اکبر نعره د مرکز په شمول چې په ولایتونو کې دوامداره بدرګه کیږي نو تاسو ته پکارده چې له فرعوني فکر او کبر تېرشئ! افغان وژنه بس کړئ!

” تالبه تا خو خپل وطن برباد او ولس دې، له تباهۍ او بر بادۍ سره مخ کړ“ستا جګړې ولسونه له فقر، تباهۍ او بر بادۍ سره مخ کړي...
03/08/2021

” تالبه تا خو خپل وطن برباد او ولس دې، له تباهۍ او بر بادۍ سره مخ کړ“

ستا جګړې ولسونه له فقر، تباهۍ او بر بادۍ سره مخ کړي، ستاجنګ ولس تباه کړی ، فقر ته یې مجبورکړی، زخمي زخمي حالت کې دی، شفاخانې په ډکې کړي، د خلکو د عزت کورونه دې وران کړل، له خپل کور څخه دې کډه کولو ته مجبور کړي، ماشومان، خویندې او ميندې دې وژړول، له مکتبونه دې ورته سنګرونه جوړ کړل او یا دې وسوزول او له زدکړو دې محروم کړل، یوه مړۍ ډوډی دې پر ټول ولس ودروله، تاجر دې له هېواده تېښتې ته مجبور کړل او تجارت دې ورخراب کړ.
په نړی کې دې اسلام بدنام کړ، افغانان دې درپه دره کړل، دښمنان دې ورباندې وخندول، خو ته خبر نه یی چې استعمالېږې?
او ته خو مخکې هم پر90 فیصده خاوره حاکم وې څه توره دې وکړه? بیا غواړې چې ته به حاکم شې او نړی به تا ستا د يادو ټولو عملونو سره رسمي اړیکې ولري؟
ته په دې پوه شه چې نن نړۍ د یوه ګډ کور او کلي حالت غوره کړی دی. دلته نړیوال میثاقونه وجود لري، تړنونه مو جود دي، هیڅ وخت به ستا دغه قتل عام تا ته ونه بخښي، هیڅ وخت به تاسره د مکتبونو بندول ونه مني هیڅ وخت به تاسره صحرایي محکمې ونه مني، هیڅ وخت به تا سره پر ښځو او ماشومانو ظلمونه ونه مني خو یوه خبره هغه دا چې تاسره به خامخا حساب کیږي.

دوحه  کې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د سولې خبرې پيل شوي.شمشاد
11/07/2021

دوحه کې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د سولې خبرې پيل شوي.
شمشاد

مهم پرمختګ مبارک مو شه.....خلک خوښ شول او   وایي چې نور نو د  تېرو دورو له توغنذیزو بریدونو خوندي شوو. کابل ښار کې د هوا...
11/07/2021

مهم پرمختګ
مبارک مو شه.....
خلک خوښ شول او وایي چې نور نو د تېرو دورو له توغنذیزو بریدونو خوندي شوو.

کابل ښار کې د هوایي دفاع نوی سیستم نن فعال شو.
دا سیستم ټول هېواد تر پوښښ لاندې راوستی شي؛ دا راز په منځنۍ کچه د الوتکو، توغندیوو، چارج لرونکي توغندي، بې پیلوټه الوتکو او د داسې نورو خطرناکو عناصرو د دفاع کولو وړتیا لري.
د ویلو ده چې دا s4 سیستم دی او د افغانستان ګاونډیان خدای ترې بې برخې کړي.
د خلکو تبصرې!
تاریخ بیا نه تکراریږي اوس پروني مجاهدین هم د کابل په جګړو پښیمانه دي دا یې وخت دی چې پاکستان د وروري لاس راکړي. دا نو اوس لمر غوندې ښکاره خبره ده چې پاکستان موږ سره جنګ کې دی. پاکستان نه غواړي چې افغانان آرام ژوند ولري خو افغانانو یو ځل ټکه سر خوړلی اوس نو نه غواړي لومړنیو پیړیو ته ور وګرځي چې حتی شخصي حریم یې هم خوندي نه وي.
طالبان د جګړې دوام له لارې فرصتونه بایلي. دوي اوس له امریکا او ناټو سره نه بلکې له خلکو سره طرف دي. سیدالشهدا ښوونځی نیویارک کې نه و، کابل کې و.
پل علم کې پر زده کوونکو برید ته څه ډول پرتوګ جوړوئ؟
افغانان اوس بیداره شوي.
هیڅوک نه غواړي د نړۍ له دې چټک کاروان شاته شي دا مو حق دی او خپل حق ته رسېدل غواړو.

10/07/2021

ولسمشر غني طالبانو ته: راشئ د نورو نوکري پریږدئ، د امریکا د موافقې پرځای شریعت ومنئ.

امنیتي ځواکونو د بدخشان یفتل‌پایین ولسوالۍ له طالبانو ونیوهد بدخشان ځايي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو نن د یفتل‌پایین ول...
10/07/2021

امنیتي ځواکونو د بدخشان یفتل‌پایین ولسوالۍ له طالبانو ونیوه

د بدخشان ځايي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو نن د یفتل‌پایین ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیوله.
د دوی په خبره، د دې ولسوالۍ نیولو عملیاتو کې له امنیتي ځواکونو سره ولسي پاڅونونو هم برخه اخیستې وه.

ولسمشر غني: د هوایي ځواک تجهیزاتو د ترمیم لپاره په عربي امارتو کې ځای جوړ شویولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر پر...
10/07/2021

ولسمشر غني:
د هوایي ځواک تجهیزاتو د ترمیم لپاره په عربي امارتو کې ځای جوړ شوی

ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر پرمهال امنیتي غونډې ته وویل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د امکاناتو کمی نشته، د دې ځواک د تجهیز او تمویل لپاره نړیوالې ژمنې پخپل ځای دي او د هوایي ځواک د تجهیزاتو د ترمیم لپاره په متحده عربي اماراتو کې ځای جوړ شوی دی.

د بدخشان “یفتل پایین” ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له ولکې ازاده شوهملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بدخشان ولایت یفتل پایین ول...
10/07/2021

د بدخشان “یفتل پایین” ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له ولکې ازاده شوه

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بدخشان ولایت یفتل پایین ولسوالۍ د ترهګرو طالبانو له کنتروله ازاده کړه.
په دې عملیاتو کې ځینې وسلې او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
#کورنيو چارو وزارت

افغان کمانډو ځواکونو د پکتیا ولایت د سید کرم او میرزکې ولسوالیو ترمنځ سیمه کې پر طالبانو عملیات کړي، چې په پایله کې یې د...
10/07/2021

افغان کمانډو ځواکونو د پکتیا ولایت د سید کرم او میرزکې ولسوالیو ترمنځ سیمه کې پر طالبانو عملیات کړي، چې په پایله کې یې د احمد ابا ولسوالي لپاره د طالبانو نظامي مسول« قاري جنت ګل مشهور په مصطفی» له ۴۰ نورو جنګیالیو سره یو ځای وژلی دی.

قاري جنت ګل د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي د « خوشحال خېلو» سیمې اوسېدونکی و. د سرچینې په خبره نوموړي تر دې وړاندې د څمکنیو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسول په توګه دنده ترسره کوله.

#دریځ

زموږ افغان ولس پر یو سخت ازمایښتي پړاو کې دی روانه جګړه کې ددې سربېره چې انساني تلفات اوړي، د څو کلونو خواري، ابادي چې س...
07/07/2021

زموږ افغان ولس پر یو سخت ازمایښتي پړاو کې دی

روانه جګړه کې ددې سربېره چې انساني تلفات اوړي، د څو کلونو خواري، ابادي چې ستر مالي لګښتونه پرې راغلي بشري قوې پرې خولې تویې کړې دي له کوم دلیل پرته لوټې لوټې کیږي، د بیت المال په پيسو اخیستل شوې ټکنالوژي او پرمختللي وسایط په بې زړه سویه توګه دړې وړې کیږي، ولې؟ د چا په خوښه؟

دا خو څرګنده ده چې جنګیاليو ته ملي ارزښتونه مهم نه دي او دا سې انګېرل کیږي چې دغه ډلې به د جګړې پرمټ امتیازترلاسه او واک ته رسیږي، نه!! هېڅکله هم امکان نه لري، ځکه ددې جنګیالیو ترشا چې کومې ډلې ټپلې ولاړې دي، هغوی له افغانانو سره دښمني کوي چې نه جبرانېدونکي انساني تلفات، مالي زیانونه افغانانو ته په مېراث پاتې دي.

په لنډه توګه وایم چې، خپل منځي اختلافاتو پرېښودل، د وژونو او ورانیو پروړاندې په کور دننه او بهر د یو افغان یو ملت او یو موټي کېدو غږ پورته کول به د دغو ننګونو دپای یوازینۍ لاربولم. په درنښت

05/07/2021

زنده اباد

04/07/2021

زنده اباد

ټالیبه زویه ! ← اسلامي حمارت دې په کندهار کي د استاد سیاف یوه سیمئیز قومندان او ملا اومر تر مینځ د یوه هلک پر سر له شخړې...
16/06/2021

ټالیبه زویه !

← اسلامي حمارت دې په کندهار کي د استاد سیاف یوه سیمئیز قومندان او ملا اومر تر مینځ د یوه هلک پر سر له شخړې را پیل شو.

← مفتي عبدالقوي دې د لیلة القدر پر شپه له یوې ډمې سره په زنا سپور ونیول شو.

← د حقانیه منډ‌رسې غټ مفتي او ستاسو پلار مولانا سمیع الحق خپل هلک د معاملې پر وخت په تخت کې په چړو سوری سوری کړ.

← ستا د فتوا مرکز او سياسي قبلې پکیستان تر ټولو ستر اسلامي حزب مفتي دې په رڼا ورځ د جومات په مینځ کې هلکان سړپوي.

← د جهادونو مصرف دې د هېرا منډيي، دوبۍ، ترکيې او روسيې د فاحشه خانو له ټيکسټ څخه راځي.

← سلګونه دې دغسي نوري کیسې شته خو ته دې بیا پخپلو داسې مفعولو او ورستو ریښو سره را ولاړېږي او مونږ ته دینداري، اخلاق او سړېبود را ښیې؟ ته دې پدې داسې تیاره تاریخ مونږ ته د خدای ج دین ګټې؟ خدای ج دومره کمزوری درته ښکاري چي پر تا غوندې مفعول او زاني خپل دین وګټي او وساتي؟

زویه بخت دي بیداره دی چې خدای ښه هوښیار بادار او ښه سرناخلاصه ملت په لاس درکړی، په مرداري چې هم د دین ټاپه ورته ولګوې دوۍ یې د تبرُک لپاره ستا دلاسه خوري.

وښښښښښښښښ ! کاشکي خو چي دا ملت لږ هوښیار وای، پرتا غوندې ګړنګن او مفعول باندې دین خو څه ولاکه یې خپله ټټۍ هم لا ساتلې وای :(

شاه محمود قريشي دا ځل امرالله  #صالح ته خوله اچولې. وايي د هغه خبرو هم خپه کړو. صالح تېره ورځ ويلي وه چي طالبانو ته امون...
16/06/2021

شاه محمود قريشي دا ځل امرالله #صالح ته خوله اچولې. وايي د هغه خبرو هم خپه کړو. صالح تېره ورځ ويلي وه چي طالبانو ته امونيم نايتريټ له پاکستانه راځي. ويل يې د طالبانو سره په روانه جګړه کي د پاکستان همکاري تر بل هر هيواد زياته ده. دا يې هم ويلي وه که پاکستان ۲۰۰ کاله نور هم د تروریستي ډلو په واسطه افغانستان وځپي، هیڅ افغان به د ډیورنډ کرښي منلو ته چمتو نسي. ول هیڅ افغان چمتو نه دی چي د رسمي سرحد په منلو یې ځان د تاریخ په پاڼو کې #خاین ثبت کړي. نور ګندمک تړونونه نه کیږي. دا يې هم پر اضافه کړه چي پاکستان وایي زموږ پاليسي بدله سوې، خو موږ ورته وایو عمل کي یې باید ثابته کړئ.

بس دغه خبرو نازولی قريشي خپه کړی دی. بيخي جالبه ده، دوی له موږ څه تمه لري؟ څه فکر يې کړی؟ دوی به باروت راليږي، دوی به ترهګر راليږي، دوی به زموږ وژونکو ته پنا ځای ورکوي، دوی به زموږ د وژونکو درملنه کوي، ټرينينګ مرکزونه به ورته جوړوي، او موږ به صرف دومره لا نه وايو چي دا هر څه پاکستان کوي!!! ايا دا منطقي ده، يو سالم فکر به دا ومني؟ اصلا خبره چرته ده، ولي؟ د افغان زعامت هره لويه او وړه خبره نازولی قريشي مرور کړي؟
تاسي ګورئ له ډاکټر نجيب را وروسته بيا تر ولسمشر غني پوري هيڅ افغان چارواکي؟ پاکستان ته د ملامتۍ ګوته نه وه نېولې، هيڅکله يې نوم او #اصليت دومره واضح واضح پر ملي او نړيوالو سټېجونو نه وو بيان کړی، داسي د دښمنۍ او دوستۍ ښکاره وړانديزونه يې نه وه ورته کړي، خو اوس چي يې له ولسمشر، محب يا صالح اوري جالب ورته ښکاري، بد وړي او د قريشي پر ملايم او نازک دماغ ښه نه لګيږي، ډېر ژر يې غوسه او خپه کړي. لوی لامل يې همدا دی. چي خلګ ورسره نابلده او نااشنا دي. خو نور بايد له دې هر څه سره اموخت ونيسي. دا اوس بیخي واضح سوې، اسلام اباد مجبوره دی چي نور د افغان وطن او افغان انسان په اړه خپله ناولې پاليسي بدله کړي، ده زموږ د اوسني نسل په اړه غلطه محاسبه کړې، بيخي غلطه. بايد پوه سي چي دا نسل نه د مجايدنيو د وخت نسل دی، چي مسلمان نجيب مو ورته کافر کړ او نه د طالب د وخت دی، چي ملا؟ عمر مو ورته امرالمومنين؟ کړ. خو دا نسل د هغوی برعکس شعوري، بيدار او باخبره دی. نه غني ورته کافر کولی سي او نه #هيبت په منلی سي. دا بيخي ليکلې واخلئ. جګړه چي د دوی د بقا يوازنۍ وسيله ده، شايد اوږده يې کړي، خو دا ارمان به يې هيڅکله پوره نه سي چي په افغان وطن کي به خپلو ستراتيژيک عمقونه وپالي.

خپه سئ، غوسه سئ او اړيکي پرې کړئ!
احمدشاه ساحل(غير ډيورنډ)

د مفتي په غیږ کې ناست چڼی انصاف غواړيد طالبانو د پاکستاني بامبړانو په رسوايۍ کې برخه واخلئ. خپل ملت ته وښایاست چې پاکستا...
16/06/2021

د مفتي په غیږ کې ناست چڼی انصاف غواړي
د طالبانو د پاکستاني بامبړانو په رسوايۍ کې برخه واخلئ. خپل ملت ته وښایاست چې پاکستانی شیخ الحدیث، شیخ التفسیر او مفتي اعظم دغه شی دی. چڼی، ملا او عسکر به یې لا څومره پلیت وي. پاکستان د ملاوټ او منافقت دوهم نوم دی. هوښیار شئ. خپله خاوره، خپلې ګټې، خپل حیثیت، تاریخ او هویت له دوی مه قربانوئ.
پاکستان مردود دی. مزدور یې مردود دی.

  يوه ورځ   په يو مجلس   وليد، نو صحابه وو ته يې وویل چې:زه به حتما داسې يوه خبره کوم چې رسول الله ص وخندوي : له دغه حدي...
01/03/2021

يوه ورځ په يو مجلس وليد، نو صحابه وو ته يې وویل چې:
زه به حتما داسې يوه خبره کوم چې رسول الله ص وخندوي
: له دغه حديث څخه معلوميږي څوک چې خپل ملګری غمجن او خفه وويني نو باید داسې يو څه ورته ووايي چې د هغه غم ورباندې لرې کړي او خوشحاله شي او دا يو مستحب او ښه کار دى.

13/02/2021

د بریالي ماموریت یادښتونه( شپږمه برخه، میدان ښار)
له ۲۰۰۵ کال وړاندې په ټول میدان ښار او آن د ولایت مقام کې د اودس اوبه نه پيداکیدې.
خبره د تعجب ده، خو حقیقت ده، میدان ښار همداسې یو ښار ؤ چې نه يې ښار درلود او نه هم د میدان ښار په نوم دغه تش په نوم ښار کې د څښاک او اودس اوبه موندل کیدې، کله چې عبدالجبارنعیمي په ۲۰۰۵ کې د میدان ښار والي وټاکل شو، لومړۍ عمده ستونزه چې موږ ورسره مخ شو، هغه د اوبو نه شتون ؤ، موږ چې کله د اوبو په اړه پوښتنه وکړه سیمه ییزو مامورینو ویل چې په ټول میدان ښار کې اوبه نشته، دڅښاک او ضرورت وړ ټولې اوبه د شیخ اباد په نوم سیمې له یوې ویالې څخه په ټانکر کې راوړل کیږي چې له میدان ښار شا وخوا پنځه کیلومتره لرې پرته سیمه ده .
اوبه د ژوند لومړۍ او حیاتي اړتیا او ضرورت دی، کله چې ښاغلي نعیمي دغه ستونزه په دومره لویه پیمانه درک کړه ، نو د حل لپاره يې له یو دولتي مامور چې انجنیر هم ؤ او پخوانی سړی ؤ پوښتنه وکړه چې څنګه کولی شو د اوبو موجوده ستونزه په سیمه کې په اسانۍ سره حل کړو؟؟ د دغه انجنیر په خبره چې پخوا میدان ښار د اوبو رسولو شبکه لرله، خو اوس په بشپړه توګه له منځه وړل شوې او فعالیت نه لري.
دغه وخت داسې و چې موږ په میدان ښار کې د اوبو رسولو د یوې داسې شبکې د جوړلو لپاره هیڅ بودجه نه لرله او نه مو ورته امکانات لرل، دا یوه لویه ستونزه وه، خو د میدان ښار د ابادۍ لپاره د شوې ژمنې پراساس د ولایت رهبري همداسې کېنه ناست او دغه ستونزه يې د هغه وخت د انکشاف دهات له وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر سره شریکه کړه، که څه هم دغه برخه په دوی پورې مربوط نه وه، خو ولې ښآغلي اتمر سره ستونزه په داسې الفاظو شریکه شوه چې هغه يې هم د حل په برخه کې لیوالتیا وښوده او ژمنه يې وکړه چې میدان ښار ته د اوبو رسولو په برخه کې به مرسته وکړې او د ولایت غوښتنې ته به رسیده ګي وکړي.
مخکې تردې چې میدان ښار ته د انکشاف دهات پلاوی راشي، د ولایت رهبري د سکتوري ادارو تخنیکي ټیم ته دنده وسپارله چې په دغه برخه کې خپل لومړني معلومات برابر کړي، همغه ؤ چې کله له مرکزه دوه هفتې وروسته د انکشاف دهات تخنیکې ډله راورسیده نو د ولایتي ټیم سره يې په ګډه کار پيل کړ او د خورا ښې همغږۍ په صورت کې د اوبو دغه ستونزه حل شوه او ټولو ادارو ته د څښاک، اړتیا او د ونو د اوبه کولو لپاره د اوبو رسولو شبکې برابرې شوې.
وختونه تیر شول، خو دادی د خدمت یادونه لاپاتې او همغسې تاند دی، لومړی له نعیمي صاحب او بیاله قدرمن اتمر صاحب څخه د زړه له کومې مننه کوو چې دغې برخې ته يې رسیده ګي وکړه، د دغه ستر قدم بنیادونه يې کېښودل او دواړو قدرمنو مشرانو په خپلو لاسونو د اوبو رسولو ددغې سترې شبکې د ګټې اخیستنې پټۍ پرې کړه.
هغه لاسونه دې په جنت وې چې د وطن د ابادۍ لپاره کار کوي او د هېواد والو د ژوند ژغورنې او بشریت پالنې لپاره په نه ستړي کیدونکي توګه کار او خدمت کوي.
نور بیا ...

27/12/2020

بېغيرتو!

خور مو په نارينه ډاکټر معاينه کوۍ، لور مو په نارينه پوليس تلاشي کوۍ، مېرمن مو د نارينه قاضي فيصلې ته ناسته وي او مور مو له نارينه ملا تعويذونه اخلي. که په تاسې کې غيرت وای او د کور په ښځمنو مو درس ويلی وای نن به مو د مجبوريت په نامه دغه د بېغيرتي زهر نه خوړل.

- چا چې خپله خور، لور او مېرمن ښوونځي او پوهنځي ته نه وي پرېښي هغه بد کوي چې د ښځو حقونو او په ټولنه کې د ښځو ونډې په اړه پر پېسبوک مونږ ته لکچرونه راکوي.

د تنها صاحب د وال څخه

💪🏻🇦🇫
More power to 🇦🇫❤️🤲🏻
✌🏻🇦🇫

27/12/2020

نیروهای امنیتی و دفاعی کشور ۱۹۵ تروریست را بازداشت کردند

شنبه، ۶ جدی، کابل ـ افغانستان

در نشست مقامات ارشد سکتور امنیتی دولت جمهوری اسلامی افغانستان به رهبری داکتر حمدالله محب مشاور امنیت ملی وضعیت عمومی امنیتی کشور مورد ارزیابی قرار گرفت.

مسوولین سکتور امنیتی در گزارش های شان بیان داشتند که در هفته گذشته ۱۹۵ تن توسط نیروهای امنیتی و دفاعی کشور دستگیر شده که از آن جمله ۱۴۳ تن آن ها در فعالیت های تروریستی دست دارند.

در پایان جلسه به سکتور امنیتی هدایت داده شد تا جزئیات اخیر وضعیت امنیتی کشور را با مردم نیز شریک سازند.

------

امنیتي او دفاعي سرتېريو تېره اوونۍ ۱۹۵ تروریستان نیولي

شنبه، د مرغومي ۶مه، کابل ـ افغانستان

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د امنیتي سکتور لوړپوړو مقاماتو په غونډه کې چې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشري دایره شوې وه، د هېواد عمومي امنیتي وضعيت و ارزول شو.

غونډې ته د امنیتي سکتور مسوولانو په خپل راپور کې وویل چې تېره اوونۍ د هېواد په کچه ۱۹۵ کسان نيول شوي چې له ډلې يې ۱۴۳ تنه په تروريستي فعاليتونو کې ښکېل دي.

د غونډې په پای کې امنیتي سکتور ته هدايت ورکړل شو چې د هېواد د وروستي امنيتي وضعيت په اړه جزئیات دې له ولس سره هم شريک کړي.

Address

Sharan
2401

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when لوی پکتیا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share