Daily News د ورځی خبر

Daily News د ورځی خبر د ورځی خبر ﯾﻮﻩ ﺍﺯﺍﺩﻩ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐﻪ ﻭﯦﺐ ﭘﺎڼﻪ ﺩ?

01/09/2021
15/03/2021

حشمت شاهدی ده لوبی غوره لوبغاړی اعلان شو
چي 205رنزونه یې کړي وو
په دی میچ کي
حشمت ته زړونه.ورکړي ❤

19/01/2021
18/01/2021

پوسټ ضروري شيرکړي

نن مي دغه کمنټ ترجمه وکړل تاسو يي وګوري
موږ هروخت محمدنبي عيسي خيل ته په(نبي) وايو او ياهم په انګليسي ژبه په ورته (Nabi) وايو دغه د واړه غلط دي موږ بايد ورته په محمد نبي عيسي خيل ووايو د نبي معنا رسول الله (ص) دي
پوسټ درسره شيرکړي او له دي نامه نوره استفاده مکوي

18/01/2021

ایرلینډ vs امارت دوهمه 50لوبه
امارات سکور 64
اوټ 06
ارونه 24
ټارګيټ 229

که غواړی له لوبی خوند واخلی زمونږ همدا صفحه درسره لایک کړی

 #تازهسیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ په «میر غلام علي» بازار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله ددې و...
29/12/2020

#تازه
سیمه ییز چارواکي وايي، د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ په «میر غلام علي» بازار کې د مقناطیسي ماین چاودنې له کبله ددې ولایت د څارنوالۍ رئیس ټپي شوی دی.

23/12/2020

شاپور ځدراڼ: کرکټ بورډ مې مجبوروي چې له ملي ټلويزيون سره تړون وکړم
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى او د ميليون جام ليګ مشر شاپور ځدراڼ وايي، چې کرکټ بورډ يې دې ته مجبوروي، چې له ملي ټلويزيون سره دې تړون وکړي، نو د ميليون جام ليګ د ترسره کولو اجازه به هم ورکړي.
د ميليون جام ليګ چې سږکال د شاپور ځدراڼ په مشرۍ په لويه کچه په خوست ولايت کې ترسره کېده، د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي يې مخه ونيوله او تراوسه پورې ځنډېدلى دى.
د ميليون جام ليګ د ترسره کېدو نه مخکې شاپور ځدراڼ د دې ليګ د خپراوي لپاره د موبي ګروپ سره تړون کړى و.
د کرکټ بورډ د رسنيو پخوانى منيجر او ورزشي خبريال ابراهيم مومند د شاپور ځدراڼ له قوله ليکلي دي، چې کرکټ بورډ يې د طلوع پر ځاى ملي ټلويزيون سره د تړون لپاره مجبوروي.
هغه ليکي: ((کرکټ بورډ مې اړ باسي چې د طلوع ټلويزيون په ځاى له ملي ټلويزيون سره تړون وکړم، تر څو د ميليون جام اجازه راکړي، خو زه د موبي ګروپ لس کلن تړون ته ژمن يم.))
د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ څخه وروسته ميليون جام ليګ ترسره کېده، چې د شاپور ځدراڼ په وينا، د لوبغاړو په ګډون سلګونه کسانو ته پکې د کار زمينه برابرېده.
د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د دې ليګ مخه ونيوله، چې وروسته په خوست، کابل، کونړ او ځينو نورو ولايتونو کې د فرهان يوسفزي پر ضد احتجاجونه هم ترسره شو، خو د ميليون جام ليګ د ترسره کېدو په اړه تراوسه هېڅ هم نه دي ويل شوي.
د يادولو وړ ده چې ځينې سرچينې دا هم وايي، چې کرکټ بورډ د شاپور ځدراڼ سره کلنى قرارداد ختم کړى دى او د هغه د درې مياشتو معاش يې هم نه دى ورکړى. همدا راز د راتلونکي تمريناتي کمپ کې هم د هغه نوم نشته او د افغانستان غوره ليګ په راتلونکي پړاو ډرافټ کې هم د شاپور ځدراڼ نوم نه دى شامل شوى.

21/12/2020

شیريي کړي
فراه: دولتي عسکرو په فراه رود بازار کې یو تنکی ماشوم په «شهادت» رسولی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۹ل): د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې دولتي عسکرو د یو ماشوم په ګډون ۷ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړولې ده.
د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، نن د دوشنبې په ورځ دولتي عسکرو د فراه ورد بازار کې پر ملکي خلکو ډزې کړي، چې له امله یې یو اته کلن ماشوم «شهید» شوی او ۶ تنه نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په فراه کې پر ولسي خلکو بریدونه کوي او ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته کوي، بلکې تردې وړاندې هم د فراه ولایت په مختلفو برخو کې دولتي عسکرو پر ملکي بریدونه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د هېواد په ۱۶ ولایاتو کې د دولتي عسکرو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۶۵ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی ؤ.
شیر يي کړي

14/12/2020

پر فيسبوک نوي تورونه لګېدلي، واټس اپ او انسټاګرام په خطر کې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ایالاتو فدرالي سوداګرۍ کمیسیون او په ۴۸ ايالتونو کې لویې څارنوالۍ د فيسبوک انحصار پای ته رسولو لپاره محکمه کې دوه قضیې ثبت کړي دي.

د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم، د امريکا فدرالي سوداګرۍ کميسیون او د امريکا ايالتونه ممکن فيسبوک مجبور کړي چې واټس اپ او انسټاګرام وپلوري.

په امریکا کې کې دوه قضیې ثبت شوي چې تور یې لګولی فیسبوک یو انحصاري رول لوبولی دی، په قضیه کې د فیسبوک پر خاوند مارک زورکربرګ تور دی چې د (واخلئ یا پریږدئ) په تګلارې سره خپل کوچني سیالان د اپلیکیشنو خرڅولو ته اړ کړي دي.

د تور لګونکو ډلو د فیسبوک پر ادارې په بازار کې د تسلط څخه د ناسمې لارې په کارولو او په غلطو ګټو اخیستنو تور لګولی دی.

د راپور له مخې، په قضیه کې ویل شوي چې فیسبوک په منظم ډول د خپل تسلط څخه په ګټه اخیستنې خپل سیالان له منځه وړي او ناقانونه انحصارونه یې تاسیس کړي دي.

په محکمه کې ثبتې شوې قضیو غوښتي چې په راتلونکي کې دې فیسبوک له دا ډوله ناقانونه او په ناسمو لارو د نورو شرکتونو له پلورلو منع، او انسټاګرام او واټس اپ دې له یوه بل څخه جلا کړي.

باید وویل شي چې د فیسبوک بنسټګر په فیسبوک کې له غوره پانګونې وروسته د واټس اپ شرکت هم واخیست او له هغه وروسته یې انسټاګرام هم خپل چې په نړۍ کې تر ټولو زیات کاروونکي لري.

11/12/2020

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د یک تلویزون پخوانی او د اریانا نیوز اوسنی ویاند "فردین امیني" په کابل کې وژل شوی دی.

هغه نوي «۹۰» تنه محصلین چې د پاکستان د علامه اقبال په تحصیلي بورسونو کې بریالي شوي وو نن اسلام اباد ته ورسېدل.سږ کال اته...
17/11/2020

هغه نوي «۹۰» تنه محصلین چې د پاکستان د علامه اقبال په تحصیلي بورسونو کې بریالي شوي وو نن اسلام اباد ته ورسېدل.
سږ کال اته سوه افغان محصلینو یادو بورسونو ته لار موندلې وه.

خلیلزاد په تخار کې د دولتي عسکرو لخوا د ماشومانو بمبارول یوه«غمیزه» وبللهد ورځی خبر (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې...
25/10/2020

خلیلزاد په تخار کې د دولتي عسکرو لخوا د ماشومانو بمبارول یوه«غمیزه» وبلله
د ورځی خبر (یکشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۹ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په تخار کې د دولتي عسکرو لخوا د وژل شوو او ټپي شوو زده کوونکو ماشومانو کورنیو سره د غمرازۍ ترڅنګ دا پېښه یوه غمیزه بللې ده.
زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې په تخار کې د دولتي ځواکونو په «هوايي بمبارۍ» کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو پېښې غمیزې بللو ترڅنګ ادعا کړې چې د طالبانو په بریدونو کې هم ملکیانو ته تلفات اوړي او په خبره یې ملکي خلک اړ شوي چې لښکرګاه او نورو سیمو کې له خپلو کورونو وتښتي.
خلیلزاد ددغو پېښو د قربانیانو کورنیو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د ډاکتر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ګواښونه هم بې ځایه بللي چې خبریالان یې د تخار «غمیزې» له رسنیز کولو څخه منع کړي وو.
نوموړي داسې لیکلي: «ډیره مُهمه ده چې د افغانستان خپلواکه رسنۍ او فعاله مدني ټولنه پرېښودل شي چې روانې پېښې مستنده کړي.»
د روانو تاوتریخوالي ډکو حالاتو څخه د خلاصون لپاره زلمي خلیلزاد بیړنی«اورکم» او ورپسې د ټولو ښکېلو لوریو لخوا د داسې «اوربند» پلي کول چې په پایله کې یې سیاسي جوړ جاړی راشي حللارې په توګه وړاندې کړې ده.
نوموړي دغه راز ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه د همدې موخې لپاره پر دواړو غاړو «فشار» اچوي ترڅو «اورکم» عملي او سولې ته ګړندۍ لاره ومومي.
د افغان سولې لپاره امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په داسې مهال په تخار کې د دولتي عسکرو لخوا د زده کوونکو ماشومانو وژل کېدو پېښه غمیزه بولي، چې تردې وړاندې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ټول هغه خبریالان په بند ګواښلي وو، چې دغه پېښه یې رسنیزه کړې وه.
امرالله صالح او د کابل حکومت دفاع وزارت د رسمي اعلامیو له لارې د تالقانو ښار «هزاره قرلق» سیمې پر جومات هوايي برید کې وژل شوي او ټپي شوي زده کوونکي ماشومان د «طالبانو قومندانان» بللي وو، چې په خبره یې د کمانډو عسکرو په غچ کې بمبار شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د اسیا څانګې مشرۍ میرمن ګاسمن هم په تخار ولایت کې د دولتي عسکرو لخوا د زده کوونکو ماشومانو وژلو پېښه جنایت بللی او په دې هکله یې خبریالانو ته د امرالله صالح ګواښونه د بیان د آزادۍ خلاف عم

ښه په نره یې وبایلل افرین پنجاب د محمدنبي قدر به لا ور معلوم سي.۱۲ منډې یې باقیان سول دپنجاب،
25/10/2020

ښه په نره یې وبایلل افرین پنجاب د محمدنبي قدر به لا ور معلوم سي.
۱۲ منډې یې باقیان سول دپنجاب،

حبيب نورمحمدوف تېره شپه خپل امريکايي سيال ته ماته ورکړه او د سر په سر ۲۹ سياليو ګټلو تاريخ يې پرېښود.ياده سيالي د‌ شپې ن...
25/10/2020

حبيب نورمحمدوف تېره شپه خپل امريکايي سيال ته ماته ورکړه او د سر په سر ۲۹ سياليو ګټلو تاريخ يې پرېښود.

ياده سيالي د‌ شپې ناوخته په عربي اماراتو کي ترسره سو، چي نورمحمدوف د راتلونکي لپاره له UPC سياليو څخه مخه ښه وکړه.

ایا د اتلانو مینوال انلاین شته اتلان په کندهار کی ورکړیزړونه❤️❤️❤️ او لایکونه👍👍
21/10/2020

ایا د اتلانو مینوال انلاین شته اتلان په کندهار کی ورکړی
زړونه❤️❤️❤️ او لایکونه👍👍

د ورځی خبر (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل):شاپور زادران داحق لرې چی نرغوندې میلون جام په خوست ولایت کی ترسره کړېځکه ترشاه یې ټ...
21/10/2020

د ورځی خبر (چهارشنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۹ل):شاپور زادران داحق لرې چی نرغوندې میلون جام په خوست ولایت کی ترسره کړې
ځکه ترشاه یې ټول دکرکټ مینوال ولاړدې
دشاپور زادران ملاتړیو په دې پروسه کې چې ترڅو میلون جام لیګ په خوست کې ترسره کړې
قانون به نه ماتوې

21/10/2020

اوس مې يوه ويډيو وکتله چې وحشي او حيوان صفته عسکرو د يوه هلک څخه د پلار په مخ کې پرتوګ ایستلی دی او پلار ته یې وايي چې (۶۰۰۰۰) روپۍ راوړه، که نه ستا د زوی ويډيو او عکسونه مونږ ميډيا ته پورته کوو، د هلک پلار چې له قوارې ډېر غریب او عاجز معلومېږي او دغه ځناورو/وحشيانو ته زارۍ کوي چې روپۍ نه لرم، زوی ته مې پرتوګ ور واغوندئ!😢

له دغسې ځناورو څخه به مونږ څه د خیر توقع او طمعَ وکړو؟ مونږ خو ځکه د اسلامي نظام نعرې وهو چې زمونږ وينې دې توی شي، خو اسلامي نظام دې راشي.

ای د نړۍ بې غیرته وګړو! تاسو مونږ پر دغسې ځناورو او وحشیانو ملامتوئ، د داسې بې غیرتو خو باید مونږ نسل ورختم کړو، دوی خو لا څه کوې، داسې وګړي باید له دې پاکې خاورې څخه ورک شي، په مرګ یې خوند باید واخلو لکه اخلو یې چې، دغه مردار خواره د بخښلو نه دي، دوی باید په سخترین مرګ مړه شي، هيڅ د رحم او ترحم لایق نه دي.

یادونه:دغه فوسته چی هر چاته معلومه وی وه حافظ راشد هلمندی ته دی وښایی
دغه د حافظ راشد هلمندی د ایډی لینک دی

https://www.facebook.com/profile.php?id=100045680505239

مس عینک د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره وموندهد زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیا...
20/10/2020

مس عینک د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په ایلیمینېټر لوبه کې نن مس عینک لوبډلې د بندامیر لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د یادو سیالیو پایلوبې ته یې لاره وموندله.
---
مس عینک تیم بند امیر را شکست داد و به مرحله نهایی رفت

تیم مس عینک امروز در بازی ایلیمینتری جام لیست ای غازی امان الله خان امروز تیم بند امیر را با تفاوت هفت ویکیت شکست داد و به مرحله نهایی این جام راه پیدا کرد. قرعه این بازی را مس عینک برد و فیصله کرد که نخست توپ اندازی نماید.
---
Mis-e-Ainak beat Band-e-Amir to qualify to the final

In the eliminator today between Mis-e-Ainak and Band-e-Amir in GAK Regional One Day Tournament , Mis-e-Ainak beat Band-e-Amir by 7 wickets to

د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی حضرت الله ځاځی او دغه راز چټک توپ اچونکی نوین الحق د لنکا غوره لیګ (LPL) د لومړني پړاو سیالی...
20/10/2020

د ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی حضرت الله ځاځی او دغه راز چټک توپ اچونکی نوین الحق د لنکا غوره لیګ (LPL) د لومړني پړاو سیالیو لپاره غوره شوي چې له ډلې به یې ځاځی د ګال ګلېډېټرز او نوین الحق د کنډي ټسکرز لوبډلې په ګټه لوبه ترسره کړي.
د ا فغانستان کرکټ بورډ اداره هر یوه ته د مبارکۍ ترڅنګ په یاد لیګ کې د غوره او ښه ځلېدو هیله کوي.
------
حضرت الله زازی توپزن و نوین الحق توپ انداز سریع تیم ملی افغانستان برای نخستین مرحله بازی های لیگ برتر لنکا (LPL)انتخاب شده اند که حضرت الله زازی برای تیم گال گلیدیترز و نوین الحق برای تیم کندی تسکرز در این لیگ بازی خواهند کرد.
اداره کرکت بورد افغانستان ضمن تبریکی، به این بازیکنان آرزوی موفقیت می کند.
------
Congratulations to opening batsman Hazratullah Zazai and pacer Naveen ul Haq who are picked as overseas players to participate in the inaugural edition of Lanka Premier League. Zazai will represent Galle Gladiators while Naveen is picked by Kandy Tuskers.

ACB wishes both players best of luck for the tournament.

*زموږ سره غلط څه دی ؟*    *1) کله چې موږ د قهر احساس وکړو؛ موږ د وضو کولو پرځای چیغې کوو* .   *2) کله چې موږ غمجن شو؛ مو...
20/10/2020

*زموږ سره غلط څه دی ؟*
*1) کله چې موږ د قهر احساس وکړو؛ موږ د وضو کولو پرځای چیغې کوو* .
*2) کله چې موږ غمجن شو؛ موږ خپلو ملګرو ته د الله (ج) پرځای ژړل.*
*3) کله چې موږ د فشار احساس کوو؛ موږ قرآن کريم اوريدلو پرځای موسيقي اورو.*
*4) کله چې موږ د فریب احساس کوو؛ موږ د صبر په ځای د غچ اخیستو پلان لرو* .
*5) کله چې موږ تش احساس کوو؛ موږ د الله ذکر په ځای یو فلم ګورو.* *موږ تل په غلط ځایونو کې د سولې او خوښۍ په لټه کې یو ، الله سبحانه وتعالی موږ ته سمې لارې ته لارښوونه کوي.*

*نورو ملګرو سره شریک کړئ.*

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ ولسوال «عبدالحی ځاځی» په وسله وال برید کې وژل شوی.د راپورونو په اساس، د پکتیا-لوګر تر ...
19/10/2020

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ ولسوال «عبدالحی ځاځی» په وسله وال برید کې وژل شوی.
د راپورونو په اساس، د پکتیا-لوګر تر منځ تیري کنډو نومي سیمه کې وسله والو د ځاځي پر موټر ډزې کړې او نوموړی یې له دوو ساتونکو سره یو ځای وژلی.

بلخ کې ۴۴ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شويد ورځی خبر (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله ...
19/10/2020

بلخ کې ۴۴ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي
د ورځی خبر (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په سلسله کې تازه ۴۴ تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیسو د بلخ ولایت کلدار، زارع، دولت آباد، شولګرې، نهرشاهي، کشندې، چاربولک او خاص بلخ ولسوالیو مربوط دي، چې د طالبانو د دعوت او ارشاد مسئولینو لخوا ورته هرکلی ویل شوی دی.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د تسلمېدونکو دولتي عسکرو او پولیسو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.
د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم له زرو څخه زیات دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

د معاش زياتېدل مو د زړه او فالج له ناروغيو ژغورلی او کمېدل مو پرې اخته کولی شيد ورځی خبر (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): څيړنو ...
19/10/2020

د معاش زياتېدل مو د زړه او فالج له ناروغيو ژغورلی او کمېدل مو پرې اخته کولی شي

د ورځی خبر (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۳۹۹ل): څيړنو څرګنده کړې، په معاش کې زياتوالی تاسې د زړه بېلا بېلو ناروغيو او له فالج څخه ژغوري، خو برعکس ددې کموالی مو ددغو ناروغيو د خطر کچه زياتوي.

د ډيلي مېل ورځپاڼې د راپور سره سم هغه څيړونکي چې دغه څيړنه يې ترسره کړې وايي، هغه کسان چې مياشتنی معاش يا تنخواه يې زياته شوې په راتلونکو ۲۵ کلونو کې يې د زړه رنځور ۱۵ سلنه کم شوی، په داسې حال کې چې برعکس د کم شويو معاشونو کسانو کې يادې ناروغۍ ۲۰ سلنه زياتې شوې دي.

د بريګهم د میرمنو روغتون او هارورډ طبي ښوونځي څیړنیزې ډلې څرګنده کړې، د يادو ناروغانو د پايلو موندلو لپاره ډاکټرانو ددوی د مالي شرايطو کتلو غوښتنه هم کړې ده.

پخوانۍ تجربو هم ثابته کړې چې د لوړ عايد درلودل د زړه ناروغۍ خطر کمېدو سره تړاو لري، خو په دې لړ کې څيړونکو څو محدودې څيړنې ترسره کړي دي چې په وينا يې لا زياتو څيړنو ته اړتیا لري.

په دې څيړنه کې د متحده ايالتونو په څلورو مختلفو برخو کې شاوخوا ۹ زره کسان شامل وو چې په اوسط ډول يې ۱۷ کاله دغه پروسه تعقيب کړې ده.

دوی موندلې، په څيړنه کې هغه شرکت کونکي چې معاش يې زيات شوی د زړه ناروغيو او د وينې رګونو خطر يې ۱۴ سلنه ټيټ شوی دی، چې دا په طبيعي شکل د زړه سره تړاو لري.

مګر هغه شرکت کونکي چې معاش يې کم شوی د زړه ناروغۍ او د وينې رګونو خطر کچه يې ۱۷ سلنه لوړه شوې ده، ځکه چې د عايد کموالی د ناسمو خوړو په څېر پر انسان اغيز کوي، کله چې سړی مصنوعي خواړه، سره کړي خوراکونه او داسې نور وخوري کوم چې له شکر او غوړو ډک وي، دا هم د زړه ناروغيو او د فالج خطر زياتوي.

دغه راز ټيټ معاشونه کولی شي انسان د ژور خپګان او اضطراب سره مخ کړي، او دا د سګريټو څکولو او الکول څښلو په څېر دي، چې دا انسان په ژور خپګان اخته کوي، او د کورونري شريانونو په ناروغۍ يې اخته کوي.

Address

Lashkar Gah

Telephone

+93745112140

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Daily News د ورځی خبر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Daily News د ورځی خبر:

Share


Other News & Media Websites in Lashkar Gah

Show All

You may also like