nunn.barya نن ټکی بريا

nunn.barya نن ټکی بريا نن ټکی بريا ازاده او خپلواکه خبرې فيسبوک پاڼه ده چې د افغانستان او نړۍ څخه تازه هراړخيزه خبرونه خپروي

نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په بازارونو کې د خارجي اسعارو بیې د افغانيو پر وړاندې
12/06/2024

نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په بازارونو کې د خارجي اسعارو بیې د افغانيو پر وړاندې

د نن ورځې نېټه ورځ چهارشنبه د غبرګولي ۲۳ مه نېټه
12/06/2024

د نن ورځې نېټه ورځ چهارشنبه د غبرګولي ۲۳ مه نېټه

د ايران اير هوايي شرکت الوتکه په لومړي ځل کابل هوايي ډګر کې راښکته شوهنن ټکی بریا (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۳مه، ۱۴۰۳ل): د ا...
12/06/2024

د ايران اير هوايي شرکت الوتکه په لومړي ځل کابل هوايي ډګر کې راښکته شوه

نن ټکی بریا (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۳مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ایران ایر هوايي شرکت دا الوتکه نن چهارشنبه په لومړي ځل کابل هوايي ‌ډګر کې راښکته شوه.

د سرچېنې په لېکنه، وړاندې تر دې د ایران ماهان، کېش او یزد هوايي شرکتونو الوتکو کابل ته تګ راتګ درلود خو د ایران ایر شرکت الوتکو پرواز سره یو بل هوايي شرکت هم اضافه شو.

ایران ایر هوايي شرکت به اوونۍ کې کابل ته یوه الوتنه ولري.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې ترکش ایرلاین نړیوال هوایي شرکت هم تر نږدې درې کلن ځنډ وروسته بیرته کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.

11/06/2024

د نن ورځی خبرونه

نن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د نن ورځی خبرونه له نن ټکی بریا فيسبوک پاڼي څخه

د مالاوي مرستیال ولسمشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوینن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا سي ان ان ټل...
11/06/2024

د مالاوي مرستیال ولسمشر د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوی

نن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا سي ان ان ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د مالاوي مرستیال ولسمشر سائولوس چلیما او ورسره نهه کسیز پلاوی د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.

د مالاوي مرستیال ولسمشر الوتکه وروسته له هغې لادرکه شوه، چې د پلازمینې لیلونګوی شمال ته د سفر پرمهال يې له رادار سره اړېکه پرې شوه.

الوتکه کې د سپرو د ژغورنې تر عملیاتو وروسته د مالاوي ولسمشر چکویرا دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او دا یې یوه خطرناکه تراژیدې بللې ده.

الوتکه د چکنګوا ځنګل کې نسکوره شوې، چې په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غزه کې د اوربند پرېکړه ليک تصويب کړنن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د ملګرو مل...
11/06/2024

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غزه کې د اوربند پرېکړه ليک تصويب کړ

نن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ (دونۍ/دوشنبه د غبرګولې ۲۱مه د جون ۱۰مه) په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ.

دغې شورا له حماس وغوښتل چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا هغه وړاندیز شوی درې پړاویز پلان ومني چې د اسرائیلو له خوا متل شوی دی.

دغه پرېکړه ليک د دې سازمان د ۱۵ غړو لخوا څخه په ۱۴ موافقو رايو سره تصويب شو، يوازي د روسيې له لوري ممتنع (سپينه) رايه وکارول شوه.

د مالاوي مرستیال ولسمشر الوتکه لا درکه شوېنن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د راپورونو له مخې تېره ورځ د افر...
11/06/2024

د مالاوي مرستیال ولسمشر الوتکه لا درکه شوې

نن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د راپورونو له مخې تېره ورځ د افریقا ختیځ کې پروت مالاوي هېواد د مرستیال ولسمشر الوتکه له رادرا وتلې او بې درکه شوې ده.

د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ د دې خبر په تائید سره ویلي، دغه الوتکه، چې پکې پر مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما او د هغه پخوانۍ مېرمنې سربېره ټول ۱۰ کسان سپاره وو، له پلان سره سم په مزوزو هوایي ډګر کې نه ده ښکته شوې او نا درکه شوې ده.

خبر زیاتوي، چې له الوتکې سره د اړیکو نیولو هڅه شوې خو کومه مثبته پایله یې نده لرلې او د سپرلۍ د مرګ او ژوند په تړاو تر اوسه هېڅ ډول مالومات نشته.

د یاد هېواد چارواکي وایي، سلګونه پولیس او پوځي مامورین په غرونو او ځنګلونو کې د بې درکه الوتکې پلټنه کوي.

بلوچستان کې ناپېژاندو وسله والو دوه پاکستاني عسکر تښتولي دينن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): په بلوچستان کې ...
11/06/2024

بلوچستان کې ناپېژاندو وسله والو دوه پاکستاني عسکر تښتولي دي

نن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): په بلوچستان کې ناپېژاندو وسله والو دوه پاکستاني عسکر د ځان سره تښتولي دي.

‏د راپورونو پر بنسټ، ناپېژاندو وسله والو پرون دونۍ/دوشنبه د غبرګولې ۲۱مه د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ د تربت له آبشار ساحې څخه دوه پاکستاني عسکر تښتولي دي.

که څه هم په دې سيمه کې د بلوڅ بېلتونپالو وسله وال فعاله دي څو تر اوسه د دغو عسکرو د تښتولو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د کابينې غونډه: د کابل ښار ماسټر پلان د پلي کولو پريکړه وشوهنن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان اس...
11/06/2024

د کابينې غونډه: د کابل ښار ماسټر پلان د پلي کولو پريکړه وشوه

نن ټکی بریا (سه شنبه، د غبرګولي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۲۳مې غونډې کې د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کولو پرېکړه وشوه.

د کابینې غوڼدې کې د کابل ښار د ماسټر پلان پلي کولو طرزالعمل ته په کتو ادارې مکلفې ګڼل شوې، چې دې برخه کې خپلې چارې او مسئولیتونه ترسره کړي.

دې غونډه کې همدا راز د هېواد د سرحدي ولسوالیو په اړه د پوهنې، عامې روغتیا، ټولګټو چارو، کلیو پراختیا او بیا رغونې مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي.

زاخارووا: د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ايستلو او د اړيکو ور سره ټينګولو په لټه يونن ټکی بریا (دوشنب...
10/06/2024

زاخارووا: د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ايستلو او د اړيکو ور سره ټينګولو په لټه يو

نن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، مسکو د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم پر وېستلو څېړنه کوي.

تاس خبري اژانس د ماریا زخاروا له قوله ویلي، د اسلامي امارت نوم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اړیکو د اړتیا له کبله څېړل کېږي.

اغلې زخاروا له اسلامي امارت سره د روسیې تعامل د خپل هېواد په ګټه بللې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې قزاقستان د اقتصادي همکاریو په پلمه د اسلامي امارت نوم د ممنوعه سازمانونو له لیست څخه وویست.

بلخ کې دوه وسله وال غله ووژل شولنن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د بلخ امنیه قومانداني وايي، د څلورو وسله والو ...
10/06/2024

بلخ کې دوه وسله وال غله ووژل شول

نن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د بلخ امنیه قومانداني وايي، د څلورو وسله والو غلو له ډلې، دوه یې امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي او دوه نور تښتیدلي دي.

د سرچېنې په لېکنه، وسله وال غله تېره ورځ د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په نوم د تلاشۍ په پلمه یو کور ته ورغلي و، چې د ځايي امنیتي سرتېرو له لوري له پېژندنې وروسته یې دوه تنه ووژل شول او دوه تښتیدلي دي.

د بلخ امنیه قومانداني وایي، د تښتېدلو دوه نورو غلو د موندلو هڅې هم روانې دي.

له وژل شویو دوو غلو دوه میله کلاشنکوف هم امنیتي ځواکونو ته پاتې دي.

اسټرالیا افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شویو وحشتونو څېړنه کوينن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د اروزګان ولایت م...
10/06/2024

اسټرالیا افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شویو وحشتونو څېړنه کوي

نن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د اروزګان ولایت مقام خبر ورکړی چې د اسټرالیا هېواد ژورنالیسته او د جنګي جنایتونو متخصصه میشال جاسمین د اروزګان والي سره کتنه کې دغه هوډ څرګند کړی دی.

میشال جاسمین ویلي، اروزګان ته یې د سفر موخه دې ولایت کې د تېر شل کلن اشغال پر مهال د امریکایي او اسټرالیایي پوځیانو له لوري د شویو وحشتونو څېړنه ده.

د اروزګان والي د اسټرالیايي ځواکونو له لوري دې ولایت کې د شویو وحشتونو په اړه د شفافي څېړنې غوښتنه کړې او د هر راز مرستې ډاډ یې ورکړی.

مولوي عنایت الله شجاع همداراز غوښتنه کړې، چې نړۍ دې افغانستان ته د دښمن په سترګه نه ګوري او د افغانستان حقیقت دې درک کړي.

دغه اسټرالیایي خبرياله او د جنګي جنایتونو څېړونکې داسې مهال روزګان کې د خپلو پوځیانو د شویو ظلمونو په اړه څېړنه کوي، چې هغه مهال په وار وار کورنیو او نړیوالو رسنیو ارزګان کې د اسټرالیایي پوځیانو له لوري د ملګي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکړي دي.

داسټرلیا د ځانګړو ځواکونو یو شمیر غړو د ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶ پورې ارزګان ولایت کې لسګونه کروندګر او عام خلک چې په خپلو شخصي کارونو بوخت و، د شپې او ورځې له لوري په نښه کړي دي.

کابل کې د ترکیې په مرسته هوايي پلونه جوړیږينن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): کابل کې د هوايي پلونو د جوړولو او ډ...
10/06/2024

کابل کې د ترکیې په مرسته هوايي پلونه جوړیږي

نن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): کابل کې د هوايي پلونو د جوړولو او ډېزاین دا ژمنه د ترکیې ټېکا موسسې رییس فاضل اکین اردوغان د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید سره لېدنه کې کړې ده.

د کابل ښاروالۍ له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، فاضل اکین اردوغان همداراز د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو ظرفیت لوړونې او ښاري اسانتیاوو برابرولو برخو کې له کابل ښاروالۍ سره د مرستې ټټر وهلی دی.

د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د ښاري وضعیت ښه والي، د پراختیايي پلانونو پلي کولو او د تجربو پر تبادله خبرې کړې دي
کابل چې شاوخوا ۷میلیونه نفوس لري د هوایي پلونو جوړول به یې د ګڼې ګوڼې په راکمولو کې مرسته وکړي.

د‌ هندوستان لوبډلې تېره شپه د پاکستان لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړهنن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د کرکټ په ...
10/06/2024

د‌ هندوستان لوبډلې تېره شپه د پاکستان لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د کرکټ په نړيوال شل اوريز نړيوال جام کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ لوبه کې د هندوستان ملي لوبډلې پاکستان ته د ۷ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دا لوبه تېره ورځ يکشنبه ماښام د جوزا په ۲۰مه نېټه د کابل پر وخت د شپې ۸:۰۰ بجې پيل شوه چې پچه پاکستان وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه، هندوستان د توپوهنې پرمهال په ۱۹ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او پاکستان ته يې د ۱۲۰ منډو هدف ورکړ.

په دوهمه پاڼۍ کې پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ونشوه کولی چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او په روانو سياليو کې يې خپله دوهمه لوبه هم وبايلله.

د اسراييلو د جګړې وزير له نتنیاهو څخه خپله لاره جلا کړهنن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا سي ان ان تلوېز...
10/06/2024

د اسراييلو د جګړې وزير له نتنیاهو څخه خپله لاره جلا کړه

نن ټکی بریا (دوشنبه، د جوزا ۲۱مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا سي ان ان تلوېزیون راپور ورکړی، چې د اسراییلو د جګړې د کابینې وزیر بیني ګانټز له خپلې دندې استعفا وکړه.

بیني ګانټز همدراز په نتنیاهو تور پورې کړی، چې د غزې جګړې ترستراژۍ د مخه خپل شخصي سیاسي ملاحضات ځای پر ځای کوي.

بیني ګانټز په راتلونکو څو میاشتو کې پر ټاکنو ټېنګار درلود.

ګانټز تر استعفا وروسته له یرغمل شویو کورنیو بخښنه غوښتې او د غزې په جګړه کې یې خپله ناکامې منلې.

هغه زیاته کړې، چې په ازموینه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لري.

ګانتز په داسې مهال استعفا ورکوي، چې نتنیاهو له نوموړي د اسراییلو په اضطراري حکومت کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې وه او ویلی یې و، دا د یووالي وخت دی ، نه د وېش.

د فلسطين په ملاتړ زرګونو لاريون کوونکو سپينه ماڼۍ کلابند کړينن ټکی بریا (يکشنبه، د غبرګولي ۲۰مه، ۱۴۰۳ل): زرګونه لاریون ک...
09/06/2024

د فلسطين په ملاتړ زرګونو لاريون کوونکو سپينه ماڼۍ کلابند کړي

نن ټکی بریا (يکشنبه، د غبرګولي ۲۰مه، ۱۴۰۳ل): زرګونه لاریون کوونکي د فلسطین په ملاتړ د سپېنې مانۍ مخ ته راټول او له بایډن یې وغوښتل، چې د اسراییلو له ملاتړ دې نور لاس واخلي.

ګارډین ورځپاڼۍ لیکلي، لاریون کوونکو له ځانونو سره هغه تختې هم لېږدولې، چې پرې لېکل شوي و، بایډنه ستا لاسونه په وېنو لړل شوي او فلسطین ازاد کړئ.

لاریون کوونکو همداراز په غزه کې د نسل وژنې پر ضد شعارونه ورکول.

بلخوا پولیسو د لاریون کوونکو تیت پرک کولو لپاره له مرچ لرونکې سپرې استفاده کړې او ځېنې لاریون کوونکي یې نیولي دي.

د سپېنې مانۍ مخ ته لاریون وروسته له هغې تر سره شو، چې بایډن په خپله وروستۍ بیانیه کې پر رفح ښار د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون وویل، دا بریدونه اسراییلو سره د امریکا ملاتړ سره کرښه نه نقض کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ساعتونو کې پر غزه د اشغالګرو اسراییلو په بریدونو کې ۲۱۰ تنه شهیدان او ۴۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د هندوستان لوبډله د پاکستان لوبډلې پر وړاندېنن ټکی بریا (يکشنبه، د غبرګولي ۲۰مه، ۱۴۰۳ل): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ټاس ګ...
09/06/2024

د هندوستان لوبډله د پاکستان لوبډلې پر وړاندې

نن ټکی بریا (يکشنبه، د غبرګولي ۲۰مه، ۱۴۰۳ل): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ټاس ګټلي لومړي توپ اچونه کوي‌.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله توپ وهنه کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې د نيوزيلنډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپير ماتې ورکړهنن ټکی بریا (شنبه، د غبرګولي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): د کرک...
08/06/2024

افغان کرکټ ملي لوبډلې د نيوزيلنډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپير ماتې ورکړه

نن ټکی بریا (شنبه، د غبرګولي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): د کرکټ په نړيوال شل اوريز جام سیالیو کې افغان ملي لوبډلې دويمه لوبه نن سهار د نیوزیلنډ سره پيل کړه چې لومړی افغان لوبډلې توپوهنه وکړه او سيالې لوبډلې ته يې د ۶ لوبغاړو په زيان سره ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.

خو د لوبې په دويمه پاڼۍ کې د نيوزيلنډ لوبډلې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره ونشوه کولی چې ورکړل شوی هدف پوره کړې او د ۸۴ منډو او څلورو ویکټو په توپير يې لوبه وبايلل.

په دې لوبه کې راشد خان په پرلپسې توګه د سيالې لوبډلې د ډېرو لوبغاړو په سوځولو سره هيټريک جوړ کړ.

دا په روانو سياليو کې د افغان ملي لوبډلې دويمه بريا ده چې لومړۍ لوبه يې د يوګانډا څخه په ستر توپير ګټلې وه.

سترې محکمي نن د ذوالحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلاننن ټکی بریا (شنبه، د غبرګولي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان اسلامي امارت سترې م...
08/06/2024

سترې محکمي نن د ذوالحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان

نن ټکی بریا (شنبه، د غبرګولي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې تازه خبر ورکړی، چې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې زياتو كسانو د ذو الحجة الحرام يا لوى اختر میاشت ليدلې او نن د ذو الحجې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان سترې محکمې زیاته کړې، چې دوشنبه د ذو الحجة الحرام مياشتې ١٠ مه نېټه، چې روان لمریز کال د غبرګولي یا جوزا میاشتې ۲۸ مې نېټې سره برابره ده، د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان سترې محکمې داسې حال کې سبا د ذوالحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه، چې سعودي عربستان تېره ورځ د ذوالحجې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې وه.

نیوزیلنډ د لوبې پچه وګټله لومړي توپ اچونه کوينن ټکی بریا (شنبه، د غبرګولي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): نيوزيلنډ د افغانستان پر وړاندې ټ...
07/06/2024

نیوزیلنډ د لوبې پچه وګټله لومړي توپ اچونه کوي

نن ټکی بریا (شنبه، د غبرګولي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): نيوزيلنډ د افغانستان پر وړاندې ټاس ګټلي لومړي توپ اچونه کوي.

افغانستان کرکټ ملی لوبډله لومړي توپ وهنه کوي.

د افغانستان لپاره په نن لوبه کي لوبيدونکي لوبغاړي
رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدران، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزي، نجيب االله ځدران، محمد نبي، کريم جنت، راشد خان، نوين الحق، نور احمد، فضل الحق.

د افغان اتلانو د بریا په هيله

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا سهار وختي د نيوزيلنډ هېواد د لوبډلې سره مخامخ کېږينن ټکی بریا (جمعه، د غبرګولي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د...
07/06/2024

افغان کرکټ ملي لوبډله سبا سهار وختي د نيوزيلنډ هېواد د لوبډلې سره مخامخ کېږي

نن ټکی بریا (جمعه، د غبرګولي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به سبا د خالي/شنبې په ورځ سهار وختي ۴:۰۰ بجې د شل اوریز نړیوال جام په دویمه لوبه کې له نیوزیلنډ سره مخامخ شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په (C) ګروپ کې له یوګانډا، ویسټ انډیز، پی‌ان‌جي او نیوزیلنډ سره دي.

د نړیوال شل اوريز جام سیالۍ به د امریکا او ویسټ انډیز په کوربه توب د افغانستان په ګډون د ۲۰ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

اسراييلو ته د امریکا خبرداری: له لبنان سره محدوده جګړه به ایران مستقيمې جګړې ته اړ کړينن ټکی بریا (جمعه، د غبرګولي ۱۸مه،...
07/06/2024

اسراييلو ته د امریکا خبرداری: له لبنان سره محدوده جګړه به ایران مستقيمې جګړې ته اړ کړي

نن ټکی بریا (جمعه، د غبرګولي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): ایرو نیوز د اکسیوس خبري ویب پاڼې د راپور په اساس لیکلي، دوو امریکايي او یو اسرائیلي چارواکي Axios ته ویلي دي، چې د اسرائیلو او د لبنان د حزب الله ډلې تر منځ د کړکېچ په زیاتیدو سره امریکا اسرائیلو ته د ایران د مستقیمې مداخلې په اړه خبردارۍ ورکړی.

د راپورونو په اساس د بایډن ادارې اسرائیلي چارواکو ته ویلي، چې په لبنان کې "محدود جنګ" به ممکن ایران دې ته اړ کړي چې په جګړه کې مستقیمه مداخله وکړي.

اکسیوس لیکلي، چې امریکا او فرانسه هڅه کوي د اسرائیلو او لبنان پر پوله د کړکېچ د کمولو لپاره یوه ډیپلوماټیک حل ومومي، خو تر اوسه یې په دې برخه کې پرمختګ نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د اسراییلو او د لبنان د حزب الله ډلې وسلو تر منځ په سرحدي سیمو کې پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

د خصوصي سکتور د ملاټر صندوق پرانيستل شونن ټکی بریا (جمعه، د جوزا ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دې صندو...
07/06/2024

د خصوصي سکتور د ملاټر صندوق پرانيستل شو

نن ټکی بریا (جمعه، د جوزا ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دې صندوق د پرانېستي مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت د خصوصي سکټور کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې یې عملي ګامونه پورته کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند د کورني صنعت پرمختګ ته لومړیتوب ورکول د حکومت مکلفیت ګڼلی.

برادر وايي، دهټېوالو او کسبګرو ثابتو مالیاتو کې کمښت یا معافیت، د شرکتونو تضمیناتو او تامیناتو ورکړې پیل، په هغو وارداتي اقلامو د ګمرکې تعرفي لوړول چې په کور دننه تولیدیږي او د خلکو اړتیاوې پوره کولی شي او په تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول د خصوصي سکټور څخه د ملاتړ په برخه کې د دوی عملي ګامونه دي.

له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ صندوق ،د دوامداره اقتصادي پراختیا، بیکارۍ د له منځه وړلو، سوداګریز بيلانس کې تعادل، خصوصي سکټور فعالیت پر وړاندې د خنډونو د له منځه وړلو، سوداګرۍ او ټرانزیټ کې استانتیاوو برابرولو په موخه جوړ شوی.

د اوبو او بريښنا وزارت: ميدان وردګو کې د قره قل اوبو بند پر جوړولو کار پیل شونن ټکی بریا (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۷مه، ۱۴۰۳ل...
06/06/2024

د اوبو او بريښنا وزارت: ميدان وردګو کې د قره قل اوبو بند پر جوړولو کار پیل شو

نن ټکی بریا (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۷مه، ۱۴۰۳ل): د اوبو او برښنا وزارت ویلي، د اوبو دا ذخیروي بند، چې ټول مالي لګښت یې ۷،۳ میلیونه افغانۍ دی، د میدان وردګو بهسود ولسوالۍ مرکز کې جوړیږي.

د سرچېنې د مالوماتو له مخې دا بند د ۷ متره لوړوالي او ۸۴ مترو په اوږدوالي سره کولی شي ۷۰ زره متر مکعب اوبه ذخېره کړي.

د قره قل بند په جوړېدو به د بهسودو ولسوالۍ اوبه مدیریت شي، کرنیزو ځمکو د خړوب سربېره به د ځمکې لاندې اوبه تقویه او د باراني اوبو د زېرمه کولو لپاره به ګټور تمام شي.

وړاندې تر دې هم د میدان وردګو ولایت په پنځو ولسوالیو کې، پنځه ذخېروي بندونه جوړ شوي او ټاکل شوې چې روان کال کې به بهسودو، بهسودو لومړۍ حصې او دایمیرداد ولسوالیو کې ذخېروي بندونه جوړ شي.

ملي تدارکاتو کمیسیون: څه د پاسه ۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړېنن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۳...
05/06/2024

ملي تدارکاتو کمیسیون: څه د پاسه ۴ ميليارده افغانيو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړې

نن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د ملي تدارکاتو کمېسیون وایي، بېلابېلو برخو کې یې د شاوخوا ۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظور او تعدیل کړې دي.

یاد کمېسیون ویلي، په منظور او تعدیل شویو پروژو کې د کابل او کندهار لویې لارې د پاتې برخو بیارغونې چارو بشپړول، د برېښنا شرکت د اړتیا وړ توکو پېرل، د کابل ښار یو شمېر لارو اساسي رغول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د یادولو ده، چې د دې پروژو په پلي کولو سره به سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.

پاکستاني لوبغاړی: عماد وسيم په نړيوال شل اوريز جام کې له لومړنی سيالۍ بهر شونن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۳ل):...
05/06/2024

پاکستاني لوبغاړی: عماد وسيم په نړيوال شل اوريز جام کې له لومړنی سيالۍ بهر شو

نن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې (الراونډر) لوبغاړی عماد وسيم په روان ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام کې د پاکستان په لومړۍ لوبه کې، چې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې ده نه شي لوبېدای.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډ‌لې لوبډلمشر بابر اعظم رسنیو ته ویلي، عماد وسیم د بغل عضلاتو له درد سره مخ دی، چې له امله یې د امریکا پر وړاندې لوبه کې نه شي لوبېداې.

عماد وسيم مخکي له کرکټ څخه استعفا هم اعلان کړي وه چي وروسته د نړيوال جام په سکواډ کي شامل کړئ شو.

پاکستان به په روان شل اوریز جام کې خپله لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه د امریکا پر وړاندې ترسره کړي.

نتنیاهو ته د بايډن خبرداری: هغه تېروتنی مه تکراروي لکه امريکا چي په افغانستان کي وکړېنن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه...
05/06/2024

نتنیاهو ته د بايډن خبرداری: هغه تېروتنی مه تکراروي لکه امريکا چي په افغانستان کي وکړې

نن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا ولسمشر جوبایډن غزه کې د اسراییلو وحشتونو ته په اشارې سره بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی، چې هغه تېروتنې دې نه تکراروي چې امریکا د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان کې وکړې او په اوږدو جګړو کې ښکېل شو.

نوموړي ویلي، چې د امریکا له‌خوا د افغانستان د اشغال مفکوره چې د نه ختمېدونکو جګړو لامل شوه، یوه لویه تېروتنه وه.

د بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نتانیاهو د خپل سیاسي دریځ د ساتلو لپاره په غزه کې د جګړې د دوام هڅه کوي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو د پای ته رسولو تازه وړاندېز هم اعلان کړی و.

په لبنان کي د امريکا پر سفارت برید شوي دينن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): یو شمېر سرچېنو خبر ورکړی، دا برید ...
05/06/2024

په لبنان کي د امريکا پر سفارت برید شوي دي

نن ټکی بریا (چهار شنبه، د جوزا ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): یو شمېر سرچېنو خبر ورکړی، دا برید نن سهار درېیو وسله والو د لبنان پلازمېنه بیروت کې د امریکا پر سفارت کړی.

برید کې له سپکو وسلو کار اخېستل شوی دی.

د راپورونو له مخې دې برید نیم ساعت دوام کړی، یو بریدګر وژل شوی، یو ټپي حالت کې نیول شوی او بل یې په تېښته بریالی شوی دی.

لبنان کې د امریکا سفارت په ایکس پاڼه لیکلي، د سفارت کارکوونکو او ودانۍ ته کوم زیان نه دی رسیدلی
د برید مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

بلخوا د لبنان پوځ ویلي، نیول شوی کس د سوریې اوسېدونکی دی، چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ټپي شوی دی.

جنتن ټراټ: په يوه قوي ګروپ کې لوړ نېټ‌ رنرېټ جوړول خورا ګټور وينن ټکی بریا (چهار شنبه، د غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د افغانست...
05/06/2024

جنتن ټراټ: په يوه قوي ګروپ کې لوړ نېټ‌ رنرېټ جوړول خورا ګټور وي

نن ټکی بریا (چهار شنبه، د غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي جنتن‌ ټرات یوګانډا ته له ماتې ورکولو وروسته په خبري ناسته کې ویلي، چې په يوه قوي ګروپ کې لوړ نېټ‌ رنرېټ جوړول خورا ګټور وي.

ټرات د خپلې لوبډلې پرمختګ مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې په ځینو حالاتو کې لوړ نېټ رنرېټ خورا مهم تمامېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډلې د یوګانډا پر وړاندې په خپلې لومړۍ بریا سره ۶.۲۵۰ لوړ نېټ رنرېټ جوړ کړ.

د امریکا استازو جرګې د جزا پر نړيوالې محکمې د بنديزونو طرحه تصويب کړهنن ټکی بریا (چهار شنبه، د غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): ورو...
05/06/2024

د امریکا استازو جرګې د جزا پر نړيوالې محکمې د بنديزونو طرحه تصويب کړه

نن ټکی بریا (چهار شنبه، د غبرګولي ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): وروسته له هغه چې د جزا نړیوالې محکمې د اسرائیلو له لوري غزه کې د نسل وژنې له کبله د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو امر صادر کړ، تازه د امریکا استازو جرګې پر یادې محکمې د بندیزونو لګولو طرحه تصویب کړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه طرحه چې د جمهوري غوښتونکو له لوري وړاندې شوې وه، د امریکا د استازو جرګې ډيموکراټانو یې هم ملاتړ کړی دی.

د جزا پر نړیوالې محکمې د امریکا استازو جرګې له لوري د بندیزونو دغه طرحه په داسې حال کې تصویب کېږي، چې څه موده وړاندې د نړیوالې جنايي محکمې یوه لوړ پوړي څارنوال کریم خان د اسراييلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جنګي جنایتونو په تور د نیولو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا له ښکاره ملاتړه برخمن نتنیاهو د یادې محکمې له لوري فلسطین کې پر نسل وژنې تورن دی.

Address

Lashkar Gah
3902

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when nunn.barya نن ټکی بريا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to nunn.barya نن ټکی بريا:

Videos

Share


Other News & Media Websites in Lashkar Gah

Show All