23/05/2024
د ازمویني ملي اداره: له دې وروسته د کانکو ازموینه په څلورو ژبو اخیستل کېږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): د ازموینو د ملي ادارې سرپرست وايي، له دې وروسته د کانکو ازموینه په څلورو ژبو اخیستل کېږي.
د اسلامي امارت د ازموینو د ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن په کابل کې په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته ویلي، د کانکور ازموینه به د پښتو او دري سربېره په انګلیسي اوعربي ژبو هم اخیستل کېږي.
د حقاني په خبره، دا پرېکړه يې هغو کسانو ته د سهولت برابرولو په موخه کړې چې په دري او پښتو ژبو نه پوهېږي، خو افغانستان ته راستانه شوي او غواړي چې زدهکړو ته دوام ورکړي.