Al Jazeera Pashto

Al Jazeera Pashto صفحه سیاسی

The WHO says at least 413 people have been killed, and more than 3,500 people injured since fighting broke out last week...
21/04/2023

The WHO says at least 413 people have been killed, and more than 3,500 people injured since fighting broke out last week between the Sudanese army and the paramilitary Rapid Support Forces group. 🔴 LIVE updates:

Some 3,500 people have been injured in the fighting between the army and paramilitary group RSF in nearly a week.

د کابل خيرخانه کې جګړه روانه ده. تر اوسه پرلپسې د ۱۴ چاودنو غږونه اورېدل شوي. د نورو جزياتو لپاره موږ سره اوسئ.
26/02/2023

د کابل خيرخانه کې جګړه روانه ده. تر اوسه پرلپسې د ۱۴ چاودنو غږونه اورېدل شوي. د نورو جزياتو لپاره موږ سره اوسئ.

21/02/2023

د پاکستاني رسنيو د معلوماتو پر اساس، ټاکل شوې سبا (چهارشنبه) يو پاکستانی پلاوی پر تورخم، ټي ټي پي سره د مذاکراتو بېرته پيلولو او سوداګريزو مسايلو د خبرو لپاره کابل ته راشي. دا چې په پلاوي کې څوک دي او چا سره به وګوري، لا يې په اړه ټول جزيات نه دي خپاره شوي.

ترکيه او سوريه په داسې حال کې دوه نوي زورورې زلزلې ځپلي دي چې دواړه هېوادونه د فبرورۍ په شپږمه د زلزلې له امله چې لږ تر ...
20/02/2023

ترکيه او سوريه په داسې حال کې دوه نوي زورورې زلزلې ځپلي دي چې دواړه هېوادونه د فبرورۍ په شپږمه د زلزلې له امله چې لږ تر لږه ٤٧٠٠٠ کسان يې وژلي وو، لا هم په ټپه ولاړ دي. تعقیب کړئ

د کابل ښار اتمې حوزې مربوطاتو کې پرلپسې څو چاودنې وشوې. لا هم ډزې روانې دي. د جزياتو لپاره موږ سره اوسئ.
13/02/2023

د کابل ښار اتمې حوزې مربوطاتو کې پرلپسې څو چاودنې وشوې. لا هم ډزې روانې دي. د جزياتو لپاره موږ سره اوسئ.

تازه او بد خبر همدا اوس د کابل ميدان هوايي ډګر کې درنه چاودنه وشوه نور جزیات ورورسته....
10/02/2023

تازه او بد خبر
همدا اوس د کابل ميدان هوايي ډګر کې درنه چاودنه وشوه نور جزیات ورورسته....

. په ځايي وخت د دوشنبې په ماښام د نیویارک په شمال لوېدیځ کې د بفیلو ښار د ریښتر په کچه د ۳.۸ درجې یوې زلزلې ولړزاوه. د س...
07/02/2023

. په ځايي وخت د دوشنبې په ماښام د نیویارک په شمال لوېدیځ کې د بفیلو ښار د ریښتر په کچه د ۳.۸ درجې یوې زلزلې ولړزاوه. د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې، دغې نرمې زلزلې لږ مالي زيانونه اړولي دي.

سوریایي وګړي چې د کلونو جګړو، بې ځایه کیدو او وحشیانه هوا له امله رنځ وړل اوس د یوې ویجاړونکې زلزلې وروسته چې په سلګونو ...
07/02/2023

سوریایي وګړي چې د کلونو جګړو، بې ځایه کیدو او وحشیانه هوا له امله رنځ وړل اوس د یوې ویجاړونکې زلزلې وروسته چې په سلګونو کسان یې وژلي دي سره مخ دي.

نوی د کابل د مرکز پښتونستان واټ په سیمه کې د چاودنې غږ واورېدل شو. نور جزیات وروسته
04/02/2023

نوی د کابل د مرکز پښتونستان واټ په سیمه کې د چاودنې غږ واورېدل شو. نور جزیات وروسته

پېښور: پولیس لاين کې چادونه وشوه، ګڼ کسان پکې ژوبل شويد خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په پوليس لاين کې چاودنه وشوه،...
30/01/2023

پېښور: پولیس لاين کې چادونه وشوه، ګڼ کسان پکې ژوبل شوي
د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په پوليس لاين کې چاودنه وشوه، د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] ترمخه د پېښې د ځای څخه د 20 پورې ژوبل کسان منتقل کړی شو.
د ځايي مطبوعاتو ترمخه چاودنه په پولیس لاين کې دننه د ماسپښين د نمانځه په مهال شوې ده.
پولیس چارواکو تراوسه پورې په رسمي ډول د چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.
د پېښور د لېډي ريډنګ روغتون ویاند محمد عاصم ويلي، روغتون ته تراوسه پورې د 50 پورې ژوبل کسان وړل شوي دي چې د ځينو روغتيايي حالت پکې سخت دی.
هغه ويلي په ژوبلو کې پوليس والا هم شامل دي.
د چاودنې زمه واري په سمدستي ډول چا نه ده منلې.
[د دې پېښې نور جزيات درسره شريکوو]

30/01/2023

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي پرېکړې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې یاده پرېکړه به د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار د حاکمو چارواکو لخوا لګول شوي پراخ محدودیتونه نور هم سخت کړي.

د پاکستان سيند صوبې چارواکي وايي چې يو بل افغان بندي په يو زندان کې مړ شوی دی.د کراچۍد لانډي جیل مشر ارشد حسين د جنورۍ پ...
29/01/2023

د پاکستان سيند صوبې چارواکي وايي چې يو بل افغان بندي په يو زندان کې مړ شوی دی.
د کراچۍد لانډي جیل مشر ارشد حسين د جنورۍ پر ۲۸ مه مشال راډيو ته وويل چې د ولي خان په نوم دغه افغان وګړی د جنورۍ په ۲۲ مه په زندان کې ناروغه شوی وو. هغه زیاته کړه چې نوموړی یې د درملنې لپاره جناح روغتون ته ويوړ خو هلته یې ساه ورکړه.
حسین زیاته کړه: "د ولي خان جسد په کراچۍ ښار کې د خير ښېګړې ادارې،‌ چېپا، په مرده خانه کې پروت دی."
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا د کراچۍ کونسلګرۍ لپاره ټاکل شوي کونسلر، سید عبدالجبار وايي چې خپل وطن ته یې د ولي خان جسد استولو لپاره هڅې پيل کړې دي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۹مه،‌ مشال راډيو ته وويل چې دا وخت په سيند کې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور خوا او شا ۱۰۰۰ افغانان په زندانونو کې دي.
په دغو بنديانو کې د مړ شوي‌ ولي خان لور هم ده. د نیول شویو افغانانو وکیلې، منیزې کاکړ د جنورۍ پر ۲۸مه، مشال راډيو ته وويل چې د سیند پوليسو، ولي خان او د هغه لور تير کال د نومبر په مياشت کې په اورنګي ټاون کې د قانوني اسنادو د نه درلودلو په تور نیولي وو. د هغې په وينا کوښښ کوي چې د ولي خان لور له زندانه خوشې کړي.
د سيند پولیسو د صوبې په بېلابېلو برخو کې له تېر کال راهیسې د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې هغه افغانان نيولي چې د دوی په وينا وېزه او د اوسېدو اسناد نه لري. له دغو څخه، تیر کال دوه افغانان په دوو بېلابېلو زندانونو کې مړه شوي وو. ځيني افغانان د بند مودې تر تيرولو او جرمانې تر ادا کولو وروسته، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ څو ځل په کراچۍ کې د پولیسو د کړنو په خلاف مظاهرې کړې او د افغانانو د نه نيولو غوښتنې یې تکرار کړې دي. دوی ادعا کوي چې د سیند پوليسو د پښتنو او افغانانو سره توپيري چلند کوي. د سیند صوبايي حکومت، د ملګرو ملتونو، بشري حقونو ادارو او د ټولنيزو رسنيوو کاروونکو د نيوکو سربیره هم، د پولیسو لخوا د افغانانو د نيولو دفاع کړې ده.‌
د صوبې د اطلاعاتو وزير، شرجيل مېمن د جنورۍ پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته ويلي‌وو هر څوک چې قانوني اسناد او وېزه نه لري، هغه به نيول کيږي. خو په پاکستان کې د کډوالو سره مرسته کوونکې، يوې غيرسرکاري ادارې، شارپ چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې ځيني افغان د اسنادو په درلودو سربیره هم نيول شوي دي چې د پاکستان له قوانينو او له بشري حقونو سرغړونه ده.

د لوړو زده کړو وزارت په یوه مکتوب کې پوهنتونونو او خصوصي تعلیمي موسسو ته لارښوونه کړې چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره د کانکو...
28/01/2023

د لوړو زده کړو وزارت په یوه مکتوب کې پوهنتونونو او خصوصي تعلیمي موسسو ته لارښوونه کړې چې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره دې ښځې راجستر نه کړي.

د افغانستان لپاره د سویډن کميټې د سکرټر جنرال بيانيه: د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د قران کریم سوځول په کلکه غندي. د ...
26/01/2023

د افغانستان لپاره د سویډن کميټې د سکرټر جنرال بيانيه:
د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د قران کریم سوځول په کلکه غندي. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه هغو ټکو ته چې د خلکو په ژوند کې مذهبي ارزښت لري، پوره درناوی لري او مونږ په سویډن کې شوې پیښه ډیره ځورونکي او مسلمانې ټولنې ته بی احترامي ګڼو. د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې د یوې غیر دولتي موسسې په توګه له ۴۰ کلونو را په دیخوا د افغانانو سره اوږه په اوږه په بی طرفی او احترام سره کار کړی دی. مونږ د قران کریم د سوځولو څخه په بشپړ توګه فاصله اخلو او لیرې کیږو. د خپلو۸۰۰۰ افغان کارکونکو سره، مونږ د افغانستان د خلکو سره د ملاتړ دوام ته ژمن یو. ...........................................................

Statement from the Secretary General of SCA:
SCA strongly condemns the burning of the Holy Quran. SCA has full respect for the importance that religious values have in people’s lives, and we find the recent event in Sweden extremely disturbing and disrespectful to the Muslim community. SCA as a non-governmental organization has worked impartially and respectfully with and for the Afghan people for 40 years. We fully distance and disassociate ourselves from the burning of the Holy Quran. With our 8000 Afghan staff, we remain committed to continue supporting the people of Afghanistan.

د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سرمنشي پیغام: "اوس د دې وخت دی چې ټول هغه تبعیضي قوانین او کړنې پای ته...
24/01/2023

د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سرمنشي پیغام: "اوس د دې وخت دی چې ټول هغه تبعیضي قوانین او کړنې پای ته ورسوو چې زده کړو ته د لاسرسي خنډ ګرځي. زه په ځانګړې توګه د افغانستان په واکمنو چارواکو غږ کوم چې ثانوي او دریمې درجې زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په اړه ظالمانه او ناکام بندیز لرې کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده‌ ایالات له طالبانو سره په تعامل کې د بدلون په اړه له خپلو متحدانو سره د مشورې پ...
24/01/2023

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده‌ ایالات له طالبانو سره په تعامل کې د بدلون په اړه له خپلو متحدانو سره د مشورې په حال کې دي.
د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانانو پر وړاندې د طالبانو اوسنی چلند بې ځوابه نه پاتې کېږي او دوی به له ټولو هغو وسیلو کار واخلي چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د نقض مخه ونیسي.

په راتلونکو 24 ساعتونو کې به تر 250 میګاواټه پورې  #ازبکستان بریښنا بیرته وصل شي .
24/01/2023

په راتلونکو 24 ساعتونو کې به تر 250 میګاواټه پورې #ازبکستان بریښنا بیرته وصل شي .

د کاناډا د پخوانیو پوځیانو د شبکې غړی ټیم لاډلر وايي هغه افغانان چې په لوړ خطر کې دي باید مستقیم کاناډا ته راوړل شي او ب...
23/01/2023

د کاناډا د پخوانیو پوځیانو د شبکې غړی ټیم لاډلر وايي هغه افغانان چې په لوړ خطر کې دي باید مستقیم کاناډا ته راوړل شي او بیا د پناه غوښتنې پروسې لکه د هویت تصدیق او د ګوتو نښان ته لاړ شي.
نوموړي د افغان کډوالو د لېږد په برخه کې پر اداري خنډونو نیوکه وکړه.

19/01/2023

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي‌ اداره په ځانګړي‌‌ ډول د هغو بې ځایه شویو ښځو په اړه اندېښمنه ده چې د کار موندنې لپاره یې لنډمهالې زدکړې کړې دي او اوس په کور کېنول شوې دي.

تازه: د اوکراین د کورنیو چارو وزیر له پلازمېنې کییف بهر یوې سیمې تر څېرمه د چورلکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی.
18/01/2023

تازه: د اوکراین د کورنیو چارو وزیر له پلازمېنې کییف بهر یوې سیمې تر څېرمه د چورلکې د لوېدو په پېښه کې مړ شوی.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار ولایت په احمدشاهي سپورټي میدان کې د "لواطت او غلا" په تور ۹ تنو ته په عام...
17/01/2023

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار ولایت په احمدشاهي سپورټي میدان کې د "لواطت او غلا" په تور ۹ تنو ته په عام محضر کی سزا ورکړل شوي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت ناروغانو او هغو کسانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه چې مخکې یې د پا...
16/01/2023

د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د دغه ولایت ناروغانو او هغو کسانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوه چې مخکې یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره پیسې تحویل کړې وې او بانکي اوېز لري.

نوی څو شېبې وړاندې کابل – د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې چاودنه وشوه.
11/01/2023

نوی
څو شېبې وړاندې کابل – د بهرنیو چارو وزارت په دروازه کې چاودنه وشوه.

د پوهنې د سرپرست وزیر د مکتوب له مخې، له شپږم تولګي ښکته د زدکړو هغه ټولګي چې د مؤسسو لخوا تطبیقېږي او د پوهنې وزارت لخو...
09/01/2023

د پوهنې د سرپرست وزیر د مکتوب له مخې، له شپږم تولګي ښکته د زدکړو هغه ټولګي چې د مؤسسو لخوا تطبیقېږي او د پوهنې وزارت لخوا د فعالیت جواز لري، د هغوی ښځینه زدکوونکې خپلو زدکړو او ښځینه ښوونکې یې خپلو دندو ته د شرعي حجاب په مراعتولو دوام ورکولی شي.

Address

Mehtarlam
Laghman
2601

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00

Telephone

+93783309692

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al Jazeera Pashto posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Al Jazeera Pashto:

Videos

Share

Category


Other Laghman media companies

Show All