Laghman TV

Laghman TV Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Laghman TV, Media/News Company, Center, Laghman.

د لغمان او دافغانستان لپاره راتلونکي ویاړ او افتخار  ياسر سنګروال چې د راشد خان په نقش قدم باندې روان دی، د سپين غر اکيډ...
02/11/2023

د لغمان او دافغانستان لپاره راتلونکي ویاړ او افتخار
ياسر سنګروال چې د راشد خان په نقش قدم باندې روان دی، د سپين غر اکيډمۍ په خلاف يې په 4 اورونو کې د 11 منډو په ورکولو سره 4 لوبغاړي اوټ کړ.
د لا ځلیدلو په هیله ورور جااااانه

بهترين غچ/ غږ بدرګه کړئ!د کونړ د سیند اوبه راګرځول د را ستانه شويو وطنوالو حق او غچ اخیستل دي، هيله ده په دې برخه کې د و...
31/10/2023

بهترين غچ/ غږ بدرګه کړئ!
د کونړ د سیند اوبه راګرځول د را ستانه شويو وطنوالو حق او غچ اخیستل دي، هيله ده په دې برخه کې د ولس په همکارۍ اقدام وشي.

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړيوال جام په نننۍ لوبه کې افغانستان له انګلنډه سيالي په ۶۹ منډو وګټله.
15/10/2023

د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړيوال جام په نننۍ لوبه کې افغانستان له انګلنډه سيالي په ۶۹ منډو وګټله.

هر کله مو چې کوم کس ولید چې ګازی بخارۍ  نیولی څه باید وکړئ؟؟1 - په لومړي قدم کې باید هغه د کوټې څخه بهر و باسئ تر څو پور...
06/01/2023

هر کله مو چې کوم کس ولید چې ګازی بخارۍ نیولی څه باید وکړئ؟؟

1 - په لومړي قدم کې باید هغه د کوټې څخه بهر و باسئ تر څو پوره اوکسیجن واخلي . که ناروغ په هوش و یا ویښ وو نو صافي او خوږې اوبه او یا لیمو او مستې ورکړئ .

2 - یو پلاستیک یا پوقانه ناروغ ته ورکړئ تر څو یې پوف کا ، دا کار د دې سبب کېږي چې د اضافی کاربن غاز له بدن څخه خارج شي او په ځای یې اوکسیجن واخلی او نصب شي .

3 - که ناروغ د بې هوښۍ په حال کې وو هغه په اواره سطحه باندې پریباسئ . خوله په خوله تنفس ورکړئ ، د تازه ژوند ورکړې هڅې CPR پیل کړئ . په دواړو لاسونو د سینې د قفس په چپ لوري باندې یې فشار وارد کړئ .

4 - د بې هوښۍ په حالت کې هیڅکله کوم خوراکي شیان ( اوبه او خواړه ) ور نه کړئ ، ځکه ناروغ کې اسپایریشن ( سږیو ته د معدې او مرۍ د محتویاتو ګرځېدل )صورت نیسي چې دا کار د ناروغ د بېړنۍ او حتمي مړینې سبب ګرځي .

5 - که په لومړنیو مرستو باندې ناروغ ، روغتیا نه مومي نو په ډېره بېړه هغه صحی مرکز یا روغتون ته و لېږدوئ او ژوند یې و ژغورئ .

نوټ : بخارۍ مو د شپې په لومړیو برخو کې بلې کړئ او کله چې خوب پیلوئ نو د بخارۍ له صافېدو ، ګازی بخاریو له ګلیدو او بیرون ته له ایستلو ، د دود له وتو او د هوا له صافوالي څخه ځانونه ډاډمن کړئ او بیا خوب پیل کړئ .

هیله ده د دې پیغام نشرولو کې پوره همکاری وکړئ.

1.      کابل باران او واوره2.      نورستان واوره3.      پکتیا باران او واوره4.      پکتیکا باران او واوره5.      پنجشیر ...
06/01/2023

1. کابل باران او واوره
2. نورستان واوره
3. پکتیا باران او واوره
4. پکتیکا باران او واوره
5. پنجشیر واوره
6. مزار شریف باران او راتلونکو ورځو کې د واورې چانس
7. بامیان واوره
8. میدان وردګ واوره
9. لوګر باران او واوره
10. پروان واوره
11. کاپیسا باران او واوره
12. بادغیس باران خو څو ورځې وروسته د واورې اټکل
13. فاریاب باران
14. تخار واوره او باران
15. سمنګان باران خو څو ورځې وروسته د واورې اټکل
16. بغلان باران خو وروسته د واورې چانس
17. غزنی واوره
18. زابل باران او واوره
19. غور واوره
20. بدخشان باران او واوره
21. کندهار باران
22. ډاکنډي باران او واوره
23. ارزګان باران او واوره
24. کندوز باران خو یوه یا دوې ورځې وروسته واوره
25. جوزجان باران خو وروسته واوره

هغه ولایتونه چې د باران کمزوري اټکلونه لري!

1. خوست د باران چانس
2. کونړ د باران چانس
3. لغمان د باران چانس
4. فراه د باران چانس
5. هلمند د باران چانس
6. سرپُل د باران چانس
7. نیمروز د باران چانس

لومړۍیادونه: په پورته اکثره ولایتونو کې چې د باران او واورې اټکل شوی دی، د یوې نه بلکې 2 یا 3 ورځو پورې بارانونه او واورې لري.

دوهمه یادونه: په اټکل کې تغیر عادي خبره ده، که کوم مهم تغیرات لکه د اورښت تېزوالی، کمزوري اټکلونه قوي کېدل او یا قوي اټکل کمزوری شو نو تاسې حتمي خبروو.

والله اعلم

مهرباني وکړئ ټول هیوادوال درسره خبر کړئ. پوسټ شېر کړئ.
د ولایتونو لیست به په نوي پاڼه کې درته خپریږي.

هـــر   کال   یو ځلی  دا  پوسټ شیر  کوم پدی نیت ګوندي د کوم مشر چارواکی  ورته  پام  شی . دا پۀ نورستان کې د منډول جهیل د...
05/01/2023

هـــر کال یو ځلی دا پوسټ شیر کوم پدی نیت ګوندي د کوم مشر چارواکی ورته پام شی
.

دا پۀ نورستان کې د منډول جهیل دی، دري کلیو متره اوږوالی لرې.
یادش بخیر
د جمهوریت پۀ زمانه کې د چارو یؤ کار پوه د رسنئ سره میلمه ؤ
ویل یې، د نورستان اوبۀ او سیندونه د ۶۰۰۰ زره میګا واټه برښنا د تولید ظرفیت لرې
ویل یې د نورستان پۀ سیند شپږ تر اتۀ ځایه د بند جوړؤلو آسانه او ارزانه امکانات شته
ویل یې، د نورستان اوبۀ بی جنجاله دي، هیڅوک پۀ کې زمونږ سره شراکت او دعوا نۀ لرې
بله خبره یې دا وکړه چې د بندونو جوړؤلو سربیره د سیند اوبه دومره نۀ کمیږې، ځکه نورستان ټول پۀ غرونو پوښل شوی، ځمکه یې اوبۀ نۀ جذبوې
خلاصه دا چې بی تاوانه نسخه ده
تا سو یی هم شیر چی کوم چارواکی ورته پام شی

د افغانانو د بیا ځل لپاره پام وړ: 🙏دغه ښځه د انګلیستان هیواد ځان معرفي کوي څو ورځي ماته میسجونه کوي چې زه په سرطان ناروغ...
03/01/2023

د افغانانو د بیا ځل لپاره پام وړ: 🙏
دغه ښځه د انګلیستان هیواد ځان معرفي کوي څو ورځي ماته میسجونه کوي چې زه په سرطان ناروغۍ اخته یم ما ته وویل چې زه غواړم چې افغانستان کې بې وزلو لپاره دوه میلیونه ډالر مرسته وکړم.
په دې چل زیات افغان تېر باسي او خلکو نه په چل پیسې اخلي دوي د یو ډله ده په هر هیواد کې کسان لري.
په ما یې هم زیات کوشش وکړه خو دغه مخلوق زه د جهاد د وخت نه پیژنم.😊
پوره کوشش کوي اول درته رکویسټ کوي بیا وټساپ شمیره درلیږي.
زیاتو کسان نه پیسې واهلي ځکه زموږ خلک اروپا ته د تګ سخت وږي دي.
مقصد چې پام مو وي زما د مسؤلیت وو چې تاسو خبر کړم.
شیر کولو کې مرسته وکړئ.
Copy

Address

Center
Laghman
2701

Telephone

+93730374427

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Laghman TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Laghman TV:

Share

Nearby media companies


Other Laghman media companies

Show All

You may also like