Haseen Radio حسین راډیو

Haseen Radio   حسین راډیو حَسین راډیو د بیلابیلو خپرونو په وړاندې کولو سره په لغمان ولایت کې ستاسې په چوپړ کې

Permanently closed.
‏شمالي کوریا په روان میلادي کال کې خپل اتم توغندی هم ازمویلی دی. د جنوبي کوریا دفاعي چارواکي وايي چې شمالي کوریا نن سهار...
05/03/2022

‏شمالي کوریا په روان میلادي کال کې خپل اتم توغندی هم ازمویلی دی. د جنوبي کوریا دفاعي چارواکي وايي چې شمالي کوریا نن سهار وختي یو لرې واټن وېشتونکی توغندی ازمویلی دی خو تر دې دمه ددې توغندي نور جزیات روښانه شوي نه دي.

‏په ننګرهار کې له ۱۵۰ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.چارواکي وایي،اچين ولسوالۍ کې د کوارډيډ موسسې له لوري ۱۵۰ کورنيو سره د د...
04/03/2022

‏په ننګرهار کې له ۱۵۰ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
چارواکي وایي،اچين ولسوالۍ کې د کوارډيډ موسسې له لوري ۱۵۰ کورنيو سره د دوه ميليونه او ۶۵۵ زره نغدو افغانيو نغدي مرسته وشوه.
دوی وایي، هرې کورنۍ ته ۱۷۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

‏د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب وايي، چې افغان پوځ ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او ا.ا د یوه منظم، مجهز او پیاوړي پوځ جوړولو او ...
04/03/2022

‏د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب وايي، چې افغان پوځ ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او ا.ا د یوه منظم، مجهز او پیاوړي پوځ جوړولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو ته ژمن دی. نوموړی وايي که افغانستان پیاوړی پوځ ولري، هیڅوک به پر دې هېواد یرغل ته زړه ښه نه کړي. :

‏په پولنډ کې د افغانستان سفیر طاهرقادري وايي، تر اوسه پورې له اوکراین څخه نژدې ۲ زره افغانان پولنډ ته ورغلي دي.
04/03/2022

‏په پولنډ کې د افغانستان سفیر طاهرقادري وايي، تر اوسه پورې له اوکراین څخه نژدې ۲ زره افغانان پولنډ ته ورغلي دي.

د لغمان مرکز اړوند علي خیلو سیمې د نن ورځې تصویرونه.
04/03/2022

د لغمان مرکز اړوند علي خیلو سیمې د نن ورځې تصویرونه.

‏اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې ده. مخکې راپورونه خپاره شول چې دا بټۍ د روسي ځواکونو تر...
04/03/2022

‏اوکرایني چارواکو ډاډ ورکړی چې د زاپروژیا اټمي بټۍ اوس خوندي شوې ده. مخکې راپورونه خپاره شول چې دا بټۍ د روسي ځواکونو تر برید لاندې راغلې او اور یې اخیستی. ګواښ شوی وو که اور مهار نه شي او د دې بټۍ د چاودېدو لامل شي ښايي د چرنوبېل تر چاودنې لس چنده زوروره چاودنه وشي.

‏د امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پيښې د قربانیانو کورنیو له خپل حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي. د ...
04/03/2022

‏د امریکا د سپټمبر د ۱۱مې پيښې د قربانیانو کورنیو له خپل حکومت څخه غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دې خوشې کړي. د یادې پيښې د قربانیانو کورنیو له امریکا څخه غوښتي دي چې یادې پيسې خوشې کړي. دوی ویلي، چې دغه کار اخلاقي اړتیا لري، دغه راز د امریکا د ملي امنیت په ګټه هم ده.

‏په افغانستان کې د نږدې سلو سیمه ییزو راډیوګانو او ټلوېزېونونو استازي وایي، نړیوال بانک یې باید د جمهوري نظام له سقوط مخ...
04/03/2022

‏په افغانستان کې د نږدې سلو سیمه ییزو راډیوګانو او ټلوېزېونونو استازي وایي، نړیوال بانک یې باید د جمهوري نظام له سقوط مخکې د ملي دسترخوان لپاره د عامه پوهاوي د اعلاناتو پیسې ورکړي.

‏انس حقاني تصفیوي عملیاتو ته په اشارې وایي، چې امنیتي ځواکونه باید اوس د خلکو زړونه وګټي. د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس ...
03/03/2022

‏انس حقاني تصفیوي عملیاتو ته په اشارې وایي، چې امنیتي ځواکونه باید اوس د خلکو زړونه وګټي. د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني وایي د اسلامي امارت ځواکونه په میړانه جهاد کې بریالي شول او اوس ددې وخت دی چې خلکو سره د ښه چلند له لارې زړونه وګټي.

‏سپینه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان په مسئله د خبرو کولو لپاره وخت نه درلود.د امریکا ولسمشر ج...
03/03/2022

‏سپینه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان په مسئله د خبرو کولو لپاره وخت نه درلود.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان پر مسئلې هیڅ خبرې ونه کړې چې دې کار غبرګونونه زیات کړي.

03/03/2022

‏کندوز کې ډاکتران وایي، جګړې له امله د قربانیانو پېښې صفر شوي دي.

په لغمان ولایت کې په یتیمو زده کوونکو مرسته وویشل شوهدلغمان ولایت د پوهنې ریاست واېي چې نن د HHRD موسسې له لورې په 242 ی...
03/03/2022

په لغمان ولایت کې په یتیمو زده کوونکو مرسته وویشل شوه
دلغمان ولایت د پوهنې ریاست واېي چې نن د HHRD موسسې له لورې په 242 یتیمو زده کوونکو مرسته وویشل شوه
په یاده مرسته کې هریو یتیم زده کوونکي ته مکمل یوبنډل قرطاسیه، یوه جوړه جامې،یوه بکسه ،یو بوتل پنځه لیتره غوړي او د بوټانو لپاره(800) افغانی نقدې پیسې پکې شامل وې وویشل شوه
د یادونی وړده چې دقره کشۍ په اساس درې عراده بایسکلونه اودرې دانې دخیاطۍ ماشینونه هم وویشل

‏ملا عبدالغني برادر:"افغانستان کې سوله راغلې، امنیت تامین شوی، نجونې او هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، نو افغانان او...
03/03/2022

‏ملا عبدالغني برادر:
"افغانستان کې سوله راغلې، امنیت تامین شوی، نجونې او هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، نو افغانان او افغان پانګه وال ولې نورو هیوادونو کې ژوند کوي؟ له دوی غواړم څو بېرته خپل هیواد ته راشي قدر او عزت یي دلته ډېر دی."

‏په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي چې یو ماشوم یې د یرغملګرو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته سپارلی...
03/03/2022

‏په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي چې یو ماشوم یې د یرغملګرو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

‏په کندز ولایت کې یو شمېر موټر پلورونکي وايي، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، نو له امله یې د دوی کارونه په ...
03/03/2022

‏په کندز ولایت کې یو شمېر موټر پلورونکي وايي، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، نو له امله یې د دوی کارونه په ټپه درېدلی دی.

‏د کويټې ښار په فاطمه جناح سړک چاودنه شوې.دغه چاودنه د پولیس د یوه موټر سره شوې او له امله یې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي
02/03/2022

‏د کويټې ښار په فاطمه جناح سړک چاودنه شوې.
دغه چاودنه د پولیس د یوه موټر سره شوې او له امله یې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې امریکا به پر طا لبانو فشار راوړي څو د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی و...
02/03/2022

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې امریکا به پر طا لبانو فشار راوړي څو د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې د معترضو ښځینه کارکوونکو او خبریالانو ناحقه نیونې او غچ اخیستل پای ته ورسوي.

‏د امریکا متحده ایالتونو، هغه يو افغان چې د «تخلیې پروګرام» له لارې امریکا ته لېږدول شوی و، د «جرمي سابقې لرلو» له امله ...
02/03/2022

‏د امریکا متحده ایالتونو، هغه يو افغان چې د «تخلیې پروګرام» له لارې امریکا ته لېږدول شوی و، د «جرمي سابقې لرلو» له امله له دغه هېواده ایستلی او بېرته یې افغانستان ته رالېږلی دی.

په لغمان کې د خیبر نوښت راډیو نشرات بند شول.د خیبر نوښت راډیو مسولین وایي چې د مالي او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی چ...
02/03/2022

په لغمان کې د خیبر نوښت راډیو نشرات بند شول.

د خیبر نوښت راډیو مسولین وایي چې د مالي او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی چې نور د دغې راډیو رسنیز فعالیتونه پرمخ یوسي.
خیبر نوښت راډیو له شاوخوا تېرو لسو کلونو را پدیخوا د لغمان ولایت له مهترلام ښار څخه 94.5FM څپو نشرات کول، چې اوس مهال د مالي او اقتصادي ستونزو له امله بنده شوه او نور به رسنیز فعالیت ونه لري.
یاده دې وي چې له تحوالاتو وروسته په لغمان کې دا دوهمه راډیې شبکه ده، چې د اقتصادي ستونزو او مالي امکاناتو د نشتون له امله بندېږي.

امریکايي ديپلومات:امریکا په اوکراین کې افغان جنګیالیو ته اړتیا لريپه کوزو کې د امریکا پخوانی سفیر او ددغه هېواد ديپلومات...
02/03/2022

امریکايي ديپلومات:
امریکا په اوکراین کې افغان جنګیالیو ته اړتیا لري

په کوزو کې د امریکا پخوانی سفیر او ددغه هېواد ديپلومات فلیپ کازنت وایي، ددې احتمال شته چې امریکا د خپل پوځ په لیکو کې د افغان جنګیالیو یوه ډله رامنځ ته کړي. دده په وینا ښايي امریکا د افغان جنګیالیو او ځانګړو ځواکونو یوه پياوړې ډله رامنځ ته کړي چې هغه له ځان سره وساتي او د اوکراین په څېر هېوادونو ته یې د جګړې لپاره ولېږي. فليپ وایي دوی هغه کسان دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې خطرناکې جګړې تېرې کړې دي نو په اوکراین کې امریکا ددوی وړتیا ته اړتیا لري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه افغان سرتېري چې د ځانګړو قطعاتو او کومانډو غړي وو له ځان سره بېولي او ډېری یې په امریکا کې مېشت دي.

‏. د نړیوال بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له افغانستان سره په دې سخت وضعیت کې د بشردوستانه مرستو په موخه ...
02/03/2022

‏. د نړیوال بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له افغانستان سره په دې سخت وضعیت کې د بشردوستانه مرستو په موخه یو میلیارد ډالر نړیوالو بنسټونو ته ورکوي څو دوی وکړی شي له رامنځ ته شوي ناوړه وضعیت سره مبارزه وکړي.

01/03/2022

‏د اوکراین پارلمان ویلي، چې د اوکراین پلازمینه کییف کې د تلویزیونونو برج د روسي ځواکونو له خوا په نښه شوی دی.
سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی، چې څو چاودنې وشوې او لږ وروسته د اوکراین تلویزیوني چینلونو خپرونې بندې کړې.

‏د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته او ۶ نور یې له امله مړه شوي دي.
01/03/2022

‏د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۱ کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته او ۶ نور یې له امله مړه شوي دي.

‏کلمبیا کې یوې چاودنې ۱۵ کان کیندونکي وژلي.د کلمبیا کان کیندنې ادارې ویلي، یاده چاودنه په ټایسکو سیمه کې رامنځته شوې ده....
01/03/2022

‏کلمبیا کې یوې چاودنې ۱۵ کان کیندونکي وژلي.
د کلمبیا کان کیندنې ادارې ویلي، یاده چاودنه په ټایسکو سیمه کې رامنځته شوې ده. د دې ادارې چارواکي وایي، چاودنه وروسته له هغې رامنځته شوه چې په کان کې د میتان ګاز راټول شوی و.

01/03/2022

‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، بهر ته د هغو هېوادوالو تګ منعه دی چې قانوني اسناد نه لري او په غیراصولي او قاچاقي توګه سفر کوي.
نوموړی وايي هغه هیوادوال چې قانوني اسناد یا دعوت نامې ورسره وي له هیواده د باندي سفر کولای شي.

‏د امریکا او ا.ا ترمنځ د دوحې توافقنامې د لاسلیک دوه کاله پوره شول.د ا.ا غړی انس حقاني دا توافقنانه تاریخي بولي او وایي،...
01/03/2022

‏د امریکا او ا.ا ترمنځ د دوحې توافقنامې د لاسلیک دوه کاله پوره شول.
د ا.ا غړی انس حقاني دا توافقنانه تاریخي بولي او وایي، چې ددې توافقنامې په اساس بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او جګړه پای ته ورسیده.
دغه هوکړه دوه کاله مخکې د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک شوه.

‏روسیې ویلي سر له نن یې د آلمان په شمول د ۳۵ نورو امریکایي او اروپایي هیوادونو د الوتکو پر مخ خپل هوایي حریم تړلی دی،ملګ...
28/02/2022

‏روسیې ویلي سر له نن یې د آلمان په شمول د ۳۵ نورو امریکایي او اروپایي هیوادونو د الوتکو پر مخ خپل هوایي حریم تړلی دی،ملګرو ملتونو د امریکا او روسیې د تازه ټکرونو په اړه اندیښنه ښودلې او دا یې د نړیوال نظم لپاره ستره ګډوډي بللې ده.

‏د اوکراین د کړکېچ پر سر د روسي او اوکرایني پلاوي ترمنځ مذاکرات پیل شوي دي. راپورونه وایي چې دواړه لوري اوسمهال په بلارو...
28/02/2022

‏د اوکراین د کړکېچ پر سر د روسي او اوکرایني پلاوي ترمنځ مذاکرات پیل شوي دي. راپورونه وایي چې دواړه لوري اوسمهال په بلاروس کې د خبرو مېز ته حاضر شوي دي او هڅه کوي چې دا کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کړي.

28/02/2022

‏د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ویلي چې ښایي د اوکراین جګړه څو کاله دوام ومومي. نوموړې له سکای نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته په اوکراین کې د روسیې جګړه ونه درېږي نو ممکن دا مسئله له ناټو سره په یوه اوږده جګړه واوړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان وايي که افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړشي نو هېواد به یې په رسمیت وپېژني.
28/02/2022

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان وايي که افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړشي نو هېواد به یې په رسمیت وپېژني.

‏د طالبانو د حکومت ویاند وايي‌ په تصفیوي عملیاتو کې یې نهه سړي تښتوونکي، ۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي نیولي دي.
28/02/2022

‏د طالبانو د حکومت ویاند وايي‌ په تصفیوي عملیاتو کې یې نهه سړي تښتوونکي، ۵۳ غله او د داعش ډلې ۶ غړي نیولي دي.

یو نیالګی د ځان لپاره او بل د خپل ګران افغانستان د سمسورتیا  په خاطر  کښینوه!                                           ...
28/02/2022

یو نیالګی د ځان لپاره او بل د خپل ګران افغانستان د سمسورتیا په خاطر کښینوه!
🌴🌷🌱

‏افغان او پاکستانی لوری نن د سوداګرۍ پر اسانتیا خبرې کوي. د افغان حکومت ویاندویانو ویلي چې د پاکستان او افغانستان د سودا...
28/02/2022

‏افغان او پاکستانی لوری نن د سوداګرۍ پر اسانتیا خبرې کوي. د افغان حکومت ویاندویانو ویلي چې د پاکستان او افغانستان د سوداګریزو ادارو مشران به نن په تورخم کې د سوداګرۍ پر اسانتیا او نورو مهمو مسایلو خبرې ولري.

12/02/2022

سوداګرۍ او پانګونې خونې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګریزې هوکړې د لاسلیک غوښتنه کړې.
یاده خونه وایي، په کابل کې د ترکیې سفارت له چارواکو سره غږېدلي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ دګډې سوداګریزې هوکړې په رامنځته کېدو او د افغان او ترکي پانګه والو پر ګډې پانګونې یې خبرې کړې

12/02/2022

‏امریکا وایي روسیه پر اوکراین برید ته نږدې شوې ده. د امریکا ولسمشر جو بایډن رسنیو ته ویلي روسیې پر اوکراین د برید لپاره ټول تیاری نیولی دی له همدې امله له دغه هېواد د امریکایي وګړو د ایستلو لړۍ پيل شوې ده.

Address

Laghman

Telephone

+93784554440

Website

Products

حَسین راډیو د بیلابیلو خپرونو په وړاندې کولو سره په لغمان ولایت کې ستاسې په چوپړ کې!

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Haseen Radio حسین راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Haseen Radio حسین راډیو:

Share

Category


Other Laghman media companies

Show All

You may also like