26/04/2022
.
#تمديد
د جنوبي اسيا پوهنتون د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو نوم ليکنه تمديد د روانې اپرېل مياشتې تر دېرشمې نېټې تمديد شوه، تاسو کولای شئ چې تر راتلونکو اتو ورځو پورې نوم ليکنه وکړئ او خپل اپليکېشن سبمېټ کړئ.
د جنوبي اسيا پوهنتون يو نړيوال پوهنتون دی چې د جنوبي اسيا د اتو هېوادونو ( هندوستان، بنگله دېش، پاکستان، نیپال، مالدیف، بوتان، سريلانکا او افغانستان) يا هم د سارک سازمان د غړو هېوادونو له خوا په ۲۰۱۰ کال کې جوړ شوی دی، په پوهنتون کې اوسمهال تر ۸۰ افغان محصلان د ماسټري او دکتورا په کچه زده کړې کوي، ياد پوهنتون د هندوستان په نوي ډهلي ښار کې موقعيت لري.
يواځې تېر کال په بېلابېلو څانګو کې تر څلوېښت افغان محصلان پوهنتون ته بریالي شوي دي.
د زده کړو کچه: ماسټري او دکتورا
د نوم ليکنې پيل: د روان ۲۰۲۲ کال د مارچ مياشتې ۶مه نېټه
د نوم ليکنې پای: د روان ۲۰۲۲ کال د اپرېل مياشتې ۲۱مه نېټه
د ازموینې نېټه: د ۲۰۲۲ کال د May میاشتې ۱۴مه او ۱۵مه نېټه
د نوم لیکنې بڼه: انلاین
هغه کسان چې د پوهنتون په وروستي سمستر کې دي او تر راتلونکي جولای میاشتې پورې فارغېږي هم نوم لیکنه کولای شي.
په لاندې ځانګړو څانګو کې په انلاين ډول ورته غوښتنليکونه (اپليکېشن) وړاندې کېږي.
د زده کړو څانګې:
تطبيقي رياضي Applied Mathematics
کمپيوټرساينس Computer Science
بايو تکنالوجيBio Technology
نړيوال حقوقInternational law
نړيوالې اړيکېInternational Relations
ټولنپوهنهSociology
پراختيايي اقتصاد Development Economics
د ماسټري کچې لپاره شرايط:
• د لېسانس سند درلودل يا هم لږ تر لږه تر جولای مياشت پورې د لېسانس سند تر لاسه کول
• هغه کانديدان چې د ( پراختيايي اقتصاد, نړيوال حقوق, نړيوالې اړيکې او ټولنوپوهنې) څانګو ته غوښتنليکونه ورکوي د نمرو فيصدي يې لږ تر لږه په کلني سيستم کې %50، په سمستر سيستم کې %55 او په کرېډېټ سيستم کې %60 وي.
• هغه کانديدان چې د ( تطبيقي رياضي, کمپيوټرساينس او بايو تکنالوجي) څانګو ته غوښتنليکونه ورکوي د نمرو فيصدي به يې لږ تر لږه په کلني سيستم کې %55 , په سمستر سيستم کې %60 او په کرېډېټ سيستم کې %65 وي.
• د سارک سازمان د غړو هېوادونو څخه د يوه هېواد يعنې لکه د افغانستان تابعيت ولري.
• د کانديد عمر له 15 کلونو کم نه وي.
دا معلومات د Win Scholarship د ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.
لاندې اسنادونه په سکن توګه له ځان سره ولرئ:
• د تذکرې يا پاسپورټ سکن
• سکن شوی عکس
• سکن شوی لاسلیک
• د پوهنتون اسنادونو ته اوسمهال اړتیا نشته ده،
وروسته له ازموينې به یواځې له بریالیو کسانو وغوښتل شي.
د نوم لیکنې پر مهال مو نوم، د زوکړې نېټه(ورځ، میاشت او کال) باید په ټولو اسنادونو کې لکه ديپلوم او ترانسکرېپټ کې یو شان وي، د نوم لیکنې په اپلیکېشن کې مو نوم د ديپلوم او ټرانسکرېپټ سره سم ولیکئ.
یادونه: د نوم لیکنې بر مهال پاسپورټ ته اړتیا نشته ده.
پوهنتون کې زده کړې کاملاً وړيا دي او له لاندې سکالرشيپونو به بريالي کسان مستفيد کېږي، همدارنګه د وړ کسانو سره مالي مرسته هم کوي تر څو يې زده کړې په بشپړ ډول وړيا او يوه اندازه جېب خرڅ هم تر لاسه کړي.
1. President's Scholarship:
دا بورسونه چې په هره څانګه کې به هغه کسانو ته ورکول کېږي چې د شموليت په ازموينه کې يې د خپلو هېوادوالو منځ کې لوړه نمره اخيستې وي.
د دې بورس امتيازات:
د محصل مکمل د زده کړو فيس، ليليه او همدارنګه مياشتنۍ 7000 هندي روپۍ.
2. SAARC India Silver Jubilee Scholarships:
دا بورسونه د افغاستان, بنګله دېش, نيپال, بوتان او مالديف هېوادونو محصلانو ته ورکول کېږي چې د 75 په شمېر د ماسټري او 25 د دکتورا بورسونه دي.
د دې بورس امتيازات:
د زده کړو مکمل فيس همدارنګه وړيا ليليه او مياشتنۍ 7000 هندي روپۍ.
3. SAU Merit Scholarship (SAU Merit):
دا بورس هم په هره څانګه کې پنځه محصلانو ته ورکول کېږي چې د شموليت په ازموينه کې لوړې نمرې ولري.
د دې بورس امتيازات:
د زده کړو مکمل فيس، وړيا ليليه او 5000 هندي روپۍ.
4. SAU Freeships:
څلورم ډول بورس هغه محصلینو ته ورکول کېږي چې اقتصادي وضعیت يې ښه نه وي او په دې اړه پوهنتون ته اسناد وړاندې کړي. ددغه کټيګورۍ سکالرشپ اخيستونکي ته پوهنتون د زده کړو فيس، ليليې فيس او د مياشتې 5000 هندۍ کلدارې جيب خرڅ ورکوي.
دکتورا لپاره ځانګړی سکالرشيپ ورکول کېږي.
Scholarship for Doctoral Students:
دا بورسونه يواځې د دکتورا لپاره ځانګړي شوي دي.
د دې بورس امتيازات:
د زده کړو فيس، وړيا ليليه او ۲۵ زره هندي روپۍ.
همدارنګه هغه کسان چې ليليه کې اوسېدل نه غواړي نو په مياشتني ډول به ورته ۸ زره هندي روپۍ ورکول کېږي.
د جنوبي اسيا پوهنتون د شموليت ازموينه د سږ کال لپاره ۹۲۰ افغانۍ فيس هم اخلي چې دا به تاسو د پوهنتون له لوري مشخص شوي اکونټ ته لېږئ، جزييات يې په وېبپاڼه کې د نوم ليکنې پر مهال کتلی شئ.
يادونه:
د ازموينې فيس اوس په افغانستان کې په ټولو ولايتونو کې د اسلامي بانک د نمايندګيو له لارې تحويلېږي.
www.sau.int