09/04/2020
دوستانو بياهم دپښتو ژبي نامتو شاعر عبدالهادي عطايي مشهور په عبدالهادي ملا يو ښکلی شعر درسره شريکوم
شیخ یې څاري د پله نښي ، مایې کور لیدلی دی
ده کتلي د عشق تـــــــوري ، مایې زور لیدلی دی
دا اوږده کیسه د زلـــــفو، دا لنډۍ دعـــــــوه د زهد
ده یې تار لیدلـــــــی نه دی ، ما یې تور لیدلی دی
چاته وژاړم چي څــوک مي ، سوځوي د خاطر خونه
نه یې دود ، نه یې لمبه شته ، نې چا اور لیدلی دی
عقل خوار سو سودایي ګرځي ، جنون مست موج دخندا
یـــــــو اور بل تر لاندي ، او بل خـــــــپور لیدلــــــــــی دی
( پښتنې په کتو نه دي ) ګرانــــــــــــــــي ! زما ابۍ ویل
( ورور یې ګوره خور یې غواړه) مـــــا دې ورور لیدلی دی
پنــــــــــجابي تیل یې وهلي ، لاس یــې نه ټینګوي لاس
ربه ! خیر مــــــــــو کړې پښتو ته ، خان لاهور لیدلی دی
زمانې ! موسا دي څه سو؟ محراب ونیو سحر ګرو
سامري ته په سجده مي ( دلدل سپور) لیدلی دی
ورځ منبر عتاب او وعـــــظ ، شپه بدنام بازار د حـــــــسن
( سپین پګړی) مي په سیاه سرو کي سرتور لیدلی دی
د دې ښار غسل واجب دی ، د قدرت شیطاني خوب
هم قاضي، هم محتسب ، هم ملا تور لیدلی دی