29/07/2019
ولې د الله جل جلاله نافرمانې کوو...؟
ابراهیم ابن ادهم ته یو سړې راغې او ورته ویې ویل:
اې ابو اسحاقه! زه خپل ځان له ګناه څخه نه شم بندولای، مهربانې وکړه زما سره پدې اړه مرسته وکړه.
ابراهیم ورته وویل: که ته پینځه خبرې ومنې او عمل پرې وکړې، نو ستا نافرمانې به تاته کومه ستونزه جوړه نه کړي، سړي په لیوالتیا ورته وویل: اې ابو اسحاقه راته ووایه، هغه پینځه خبرې کومې دي...؟
اوله خبره داده:
چې هر کله غواړې د الله نافرمانې وکړې، نو هر هغه شې چې الله یې درکوي مه خوره.
سړي وویل: نو بیا به زه څه شې خورم، ځکه په نړۍ کې چې هرڅه دي د هغه له طرفه دي.
ابراهیم ورته وویل: ایا دا به مناسبه وي، چې د هغه درکړی رزق خورې او بیا د هغه نافرماني هم کوې...؟
سړي وویل: نه، دا مناسبه نه ده.
دوهمه خبره:
ابراهیم وویل: کله چې غواړې د الله نافرماني وکړې، د هغه له ځمکې څخه بل ځای ولاړ شه.
سړي په حیرانتیا سره وویل: دا خو نوره هم سخته خبره ده، نو چیرې به ولاړ شم...؟
ابراهیم وویل: ایا دا به مناسبه وي، چې د هغه روزي خورې او د هغه په ځمکه اوسیږې او بیا هم د هغه نافرمانې کوې...؟
سړي وویل، نه، دا سمه نه ده.
دریمه خبره:
ابراهیم وویل: سره له دې چې د هغه روزي خورې او د هغه پر ځمکه اوسې او بیا هم غواړې نافرمانې یې وکړې، نو په داسې یو ځاې کې یې وکړه، چې هغه دې ونه ګورې.
سړي وویل: ابراهیمه دا څه وایې؟ هغه په هر څه خبرېږي، که په یو ډیر پټ ځای کې هم وي.
ابراهیم وويل: نو ایا دا مناسبه ده، چې د هغه روزي خورې، د هغه پر ځمکه ګرځې او پدې پوهیږې چې هرڅه کوې هغه یې ګوري او بیا هم نافرمانې کوې...؟
سړي وویل: نه، هېڅکله هم مناسبه نه ده.
څلورمه خبره:
ابراهیم وويل: هغه داده، چې کله د مرګ فرښته درته راشې او روح درڅخه اخلې، نو ورته ووایه، ماته لږ مهلت راکړه، ترڅو توبه وباسم او نیک عمل وکړم.
سړي وویل: هغه به هېڅکله هم ماته غوږ و نه نیسې.
ابراهیم وویل: نو کله چې ته خپل مرګ دومره نه شې ځنډولای، ترڅو توبه وباسې او په دې هم پوهیږې، چې کله مرګ راشې نو هېڅ مهلت به درنه کړي، نو بیا څنګه امید لرې چې خلاص به شې...؟
پینځمه خبره:
ابراهیم وویل: هغه داده، چې کله د اور فرښتې راشي او تا دوزخ ته بیایې، نو ته مه ورسره ځه.
سړي وویل، هغوی به ما بوځي! که زما خوښه وي او که نه.
ابراهیم وويل: نو بیا څه تمه لرې چې خلاص به شې...؟
سړي وویل، بس بس ابراهیمه! زه د الله څخه بخښنه غواړم او هم هغه ته مې ورتګ دی.
د نوموړي سړي توبه رښتينې وه او له هغه وروسته به یې په عبادت کې ډیر زیار ایستې او تر مرګه یې له نافرمانې څخه ځان وساتې.