19/11/2023
زلزله ځپلو ته ۶۰ کورونه جوړېږي
د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ په اسيا بادک کلي کي د زلزله ځپلو له پاره ۶۰ کورونه جوړېږي.
د یادو کورونو د بنسټ د ډبري د ايږدولو له پاره یوه غونډه هم جوړه سوې وه چي، د هرات د والي په ګډون د یاد ولایت یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون په کښي کړی وو.
د هرات والي په دې غونډه کي له هغو صنعتکارانو څخه مننه کړې چي، د زلزله ځپلو له پاره د دې کورونو په جوړولو کي مرسته کوي.