Tabasum Radio - تبسم راډیو

Tabasum Radio - تبسم راډیو تبسم په کندهار کې خپلواکه راډیو ده چي په ښار او ولسوالی?
(1)

د کندهار محبس مسولینو ویلي درې بندیان یې له بند څخه د تېښتي پر مهال نیولي.سرچینې ویلي دوه نور کسان یې محبس ته د قلمي توپ...
27/06/2024

د کندهار محبس مسولینو ویلي درې بندیان یې له بند څخه د تېښتي پر مهال نیولي.
سرچینې ویلي دوه نور کسان یې محبس ته د قلمي توپنچې او نشه یي توکو د انتقال په تور نیولي.

که د تبسم راډیو له لاري د کرکټ د لوبي په جریان کي خپل سوداګریز اعلانات خپرول غواړئ، همداوس زموږ سره اړیکه ونیسئ!07004410...
26/06/2024

که د تبسم راډیو له لاري د کرکټ د لوبي په جریان کي خپل سوداګریز اعلانات خپرول غواړئ، همداوس زموږ سره اړیکه ونیسئ!

0700441066
0705135100

26/06/2024

د رڼا پر لور ...
نس ناستې یا اسهال څه ډول ناروغي ده؟
مېلمه: ډاکتر عطا الله صیام

ولسمشر حامدکرزی تر شاوخوا ۴۰ ورځو وروسته له بهرنیو سفرونو بېرته کابل ته ستون سوی دی.کرزی د سترګو د عملیات لپاره جرمني ته...
26/06/2024

ولسمشر حامدکرزی تر شاوخوا ۴۰ ورځو وروسته له بهرنیو سفرونو بېرته کابل ته ستون سوی دی.
کرزی د سترګو د عملیات لپاره جرمني ته تللی و او تر هغه وروسته یې د خپل ورور د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا ته هم سفر وکړ.

افغانستان بنګلادېش ته په ۸ منډو ماته ورکړه او په لمړي ځل د نړیوال جام سیمي فاینل ته ووتل.
25/06/2024

افغانستان بنګلادېش ته په ۸ منډو ماته ورکړه او په لمړي ځل د نړیوال جام سیمي فاینل ته ووتل.

23/06/2024

د کانګو ناروغي او خطرونه يې څه شي دي؟

سهار په خیر وطنوالو!د اسټرالیا په وړاندي د افغان اتلانو بریا مو مبارک سه
23/06/2024

سهار په خیر وطنوالو!

د اسټرالیا په وړاندي د افغان اتلانو بریا مو مبارک سه

کندهار کي به نن د تودوخي لوړه درجه ۴۰ او کښته به ۲۴ وي، پر آسمان به لږ ـ لږ وریځ او ګرز هم وي.سبا یکشنبه به هم هوا د نن ...
22/06/2024

کندهار کي به نن د تودوخي لوړه درجه ۴۰ او کښته به ۲۴ وي، پر آسمان به لږ ـ لږ وریځ او ګرز هم وي.
سبا یکشنبه به هم هوا د نن په رقم وي، خو بل سبا دوشنبه ګرمي زیاتیږي او لوړه درجه ۴۲ ته ځي.
د دوبي د ګرمۍ تر ټولو لوړه درجه ۴۷ به د جمعې له ورځي څخه شروع سي.

‏په مکه مکرمه کې نن د شیطان د ویشتلو او د کعبې پر شاوخوا د طواف الوداع وروستۍ ورځ وه چې ورسره د حج مراسم هم پای ته ورسېد...
18/06/2024

‏په مکه مکرمه کې نن د شیطان د ویشتلو او د کعبې پر شاوخوا د طواف الوداع وروستۍ ورځ وه چې ورسره د حج مراسم هم پای ته ورسېدل.

د قرباني اختر مو مبارک سهله خوښیو ډک او له نفرت لیري اختر ولرئ!
16/06/2024

د قرباني اختر مو مبارک سه
له خوښیو ډک او له نفرت لیري اختر ولرئ!

10/06/2024

د رڼا په لور...
سېلاب څه شي دی، لاملونه، خطرونه او د ځان ژغورني لاري – چاري يې څه شي دي؟

پاکستاني ملېشې د ډیورنډ کرښي هاغاړي ته په چمن کي د پرلت پر اعتراض کوونکو له تاوتریخوالي ډک چلند او ډزو وروسته پر بازار و...
07/06/2024

پاکستاني ملېشې د ډیورنډ کرښي هاغاړي ته په چمن کي د پرلت پر اعتراض کوونکو له تاوتریخوالي ډک چلند او ډزو وروسته پر بازار ورغلي، هلته یې خلک محاصره کړي او د نیولو کوښښ یې کوي.
پرون یې په اعتراضونو کي نژدې ۷۵ کساناو نن سهار درې کسان ټپیان سوي.
لږ تر لږ ۵۰ تنه نور په بېلا ـ بېلو سیمو کي نیول سوي او بندیان دي.
د چمن اعتراض له اتو میاشتو ناستي وروسته د هغوئ د غوښتلو د نه منلو له امله په اخ وډب اوښتی دی.
دوی د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورټ نه مني.

د هرې ورځې لمر ختل موږ ته دا يادونه کوي چې همداسې به د ژوند تيارې هم ختمې سي. که خپه یاست، یوه ورځ به د خوشالۍ د لمر روښ...
03/06/2024

د هرې ورځې لمر ختل موږ ته دا يادونه کوي چې همداسې به د ژوند تيارې هم ختمې سي. که خپه یاست، یوه ورځ به د خوشالۍ د لمر روښنايي ستاسو له ژوند د خپګان سيوری له منځه يوسي، همدارنګه نورې ټولې ستونزې هم یوه ورځ پای لري.

سهار دي په خیر کندهاره!

د رڼا په لور...سېلاب څه شي دی، لاملونه، خطرونه او د ځان ژغورني لاري – چاري يې څه شي دي؟په دې اړه سبا دوشنبه سهار 09:30 ب...
02/06/2024

د رڼا په لور...

سېلاب څه شي دی، لاملونه، خطرونه او د ځان ژغورني لاري – چاري يې څه شي دي؟
په دې اړه سبا دوشنبه سهار 09:30 بجې له متخصص ډاکتر احمد الله فیضي سره ځانګړي بحث لرو.
تاسو هم کولائ، چي د تبسم راډیو پر څپو يې واورئ او تر لاسه کړي توصيې د وقايې په توګه له خپلي کورنۍ او خپلوانو سره شریکي کړئ!
تبسم راډیو، ستاسو له ژوند سره تړلي خبري درته کوي.
91.2 او 87.5 ایف ایم – کندهار

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د زنګي اباد د لکڼي په ساحه کې د دوو کورنیو تر مینځ دلفظي شخړه په جنګ بدله سوې ده،  له امله یې...
02/06/2024

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د زنګي اباد د لکڼي په ساحه کې د دوو کورنیو تر مینځ دلفظي شخړه په جنګ بدله سوې ده، له امله یې د یو طرف یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل زخمي سوی دي.
او بل طرف کې هم یو تن د غنمو د لور په واسطه وهل سوی او زخمي سوی دي زخمیان میرویس روغتون ته انتقال سوي دي.

30/05/2024

د مشرتابه د امر مطابق په جنوبي ولایتونو کي د تاریاکو د خرڅولو بارازونه وتړل سول.
دې ویډیو کي مسولین د هلمند د سنګین ولسوالۍ د شرافت بازار دوکاندرانو ته وایي، چي نور په بازار کي د تاریاک خرڅول بند دي.
شرافت په جنوب کي د تاریاکو د خرڅولو تر ټولو لوی بازار ګڼل کیږي.

د خیبر پښتونخوا په تېراه سیمه کي د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې برید سوی، پنځه پوځیان یې وژلي او شپږ نور یې مرګوني ټپیا...
27/05/2024

د خیبر پښتونخوا په تېراه سیمه کي د پاکستاني پوځیانو پر یوې پوستې برید سوی، پنځه پوځیان یې وژلي او شپږ نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.
پرون د پېښور په حسن خېلو کي هم د پوځ یو افسر له دوو ساتونکو سره وژل سوی وو.

بلوڅ ازادي غوښتونکو د کیچ ولسوالي په تجابان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کیمپ برید کړی، چې په پایله کې یې څلور تنه وژلي...
26/05/2024

بلوڅ ازادي غوښتونکو د کیچ ولسوالي په تجابان سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر کیمپ برید کړی، چې په پایله کې یې څلور تنه وژلي او پنځه نور ټپیان دي.
‏د یادې ډلې ویاند ویلي، چې برید کې د پوځیانو یو شمېر تجهیزات هم له منځه وړل سوي.

نن شنبه د ۱۴۰۳ د جوزا ۵ مه، د ۲۰۲۴ د مې ۲۵ مه او د ۱۴۴۵ د ذوالقعدې ۱۶ مه نېټه ده.نن به کندهار کي د تودوخي درجه ۴۰ او کښت...
25/05/2024

نن شنبه د ۱۴۰۳ د جوزا ۵ مه، د ۲۰۲۴ د مې ۲۵ مه او د ۱۴۴۵ د ذوالقعدې ۱۶ مه نېټه ده.
نن به کندهار کي د تودوخي درجه ۴۰ او کښته به ۲۳ وي.

24/05/2024

په کندهار کي یو سوداګر له پاکستان څخه د راغلو کډوالو په مرسته د واسکټ جوړولو کارخونه پرانیستې.
د لسو تنو په شمېر دغه راستانه سوي افغان کډوال د ورځي پنځوس دانې واسکټونه جوړوي، چي له هر پلوه خپل کار تر پاکستان ښه بولي.
پر همدې مهال د کندهار د صنعت مسولین وايي په دې برخه کي له ټولو هغه راستانه سوي کډوالو استفاده کوي چي مسلکي وي.

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او نور لوړپوړي چارواکي، چي په څرخي چورلکو کي په سفر روان وه، له تېرو څلورو ساعتونو را...
19/05/2024

د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او نور لوړپوړي چارواکي، چي په څرخي چورلکو کي په سفر روان وه، له تېرو څلورو ساعتونو راهیسي ورک دي.
د ایران مذهبي مشر د نظامي ځواکونو عاجله ناسته رابللې او لا هم دوام لري او ددې هیواد پر ډېرو رسمي ادرسونو دعاګاني او د قرانکریم آیتونه خپریږي.

د دفاع وزارت یوه څرخي الوتکه له هرات څخه غور ته پر لاري په فیروزکوه ښار کي لوېدلې ده.دغه څرخکه د سیلاب ځپلو سره مرستي ته...
15/05/2024

د دفاع وزارت یوه څرخي الوتکه له هرات څخه غور ته پر لاري په فیروزکوه ښار کي لوېدلې ده.
دغه څرخکه د سیلاب ځپلو سره مرستي ته روان وه، چي د یوه مکتب سره نژدې لوېدلې ده.
د زیان او تلفاتو جزئیات یې نسته.

10/05/2024

د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په ارهډ مانده سیمه کي یوه پخواني ماین پر شپږو کوچنیانو چاودنه کړې، یو اته کلن هلک یې وژلی او پنځه نور یې مرګوني ټپیان کړي.

‏د افغانستان د اوسپنې پټلۍ  ادارې د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د ۹۶ کېلو متره پټلۍ د جوړولو خبر ورکړی.ددې پر...
08/05/2024

‏د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالۍ ترمنځ د ۹۶ کېلو متره پټلۍ د جوړولو خبر ورکړی.
ددې پروژې د سروې له مخي دا پټلۍ کندهار ښار له سپین بولدک ولسوالۍ او بیا په چمن کي د پاکستان له پټلۍ سره نښلول کیږي.

‏په کندهار کي پر ۱۰۰ جریبه مځکه د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سمینټو د یوې لويي کارخوني د جوړېدو کارونه پیل سوي.دا فابری...
08/05/2024

‏په کندهار کي پر ۱۰۰ جریبه مځکه د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د سمینټو د یوې لويي کارخوني د جوړېدو کارونه پیل سوي.
دا فابریکه به په ورځ کي د پنځه زره ټنه سمینټ تولید ولري.

سهار په خیر کندهاره!
08/05/2024

سهار په خیر کندهاره!

07/05/2024

کندهار کي د اسعارو نرخونه:

▪️یو ډالر ۷۲.۳۰ افغانۍ
▫️یو ډالر ۲۷۷.۸۰ کلداري
▪️زر افغانۍ ۳۸۴۲ کلداري

په هند کې د افغانستان جنرال قونسل ذکیه وردک وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا وکړه چې د هند د ګمرکونو له خوا د سرو زرو پ...
04/05/2024

په هند کې د افغانستان جنرال قونسل ذکیه وردک وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا وکړه چې د هند د ګمرکونو له خوا د سرو زرو په قاچاق کې د لاس لرلو په اړه راپورونه خپاره سول.
هغې په اکس کې د خپلې استعفا د متن په خپرولو سره، هغه وویل چې هغه د تیر کال په اوږدو کې "د محرمیت او بدنامۍ له بریدونو" سره مخ سوی دی.
په همدې حال کې د هند د ګمرکونو چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د افغانستان قونسل ذکیه وردګ په داسې حال کې نیول سوې، چې ۲۵ کیلو ګرامه سره زر دغه هېواد ته قاچاق کول.

د کار موندني خبرتیا! افغان بېسم مخابراتي شرکت په کندهار کي یو تن سینیر IPO انجنیر ته اړتیا لري، چي اړوند اسناد او په خپل...
03/05/2024

د کار موندني خبرتیا!

افغان بېسم مخابراتي شرکت په کندهار کي یو تن سینیر IPO انجنیر ته اړتیا لري، چي اړوند اسناد او په خپل کار کي تجربه ولري.
د کار غوښتونکي دي خپل غوښتنلیک او سي وي د ۱۴۰۳ د ثور د میاشتي له ۱۳ مي نېټې څخه بیا تر ۲۵ نېټې پوري او د مېلادي کال د می له دوهمي بیا تر ۱۴ نېټې پوري په کندهار کي د افغان بيسيم مخابراتي شرکت مرکزي دفتر ته ور وړي او يا دي هم په لاندي شماره تماس ونيسي.

0700838303
آدرس: سردار مدد خان مدد چوک، ميرويس مارکيټ، څلورم منزل د افغان بيسيم مخابراتي شرکت ساحوي دفتر

Address

13th
Kandahar
3802

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tabasum Radio - تبسم راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Tabasum Radio - تبسم راډیو:

Videos

Share

Category