24/08/2024
حتمن یی ولولي😱
ښځې به بار بار خاوند ته ویل چې د کور لپاره یو موباٸل واخله
خاوند یې موباٸل واخستو
بله ورځ یې خاوند ته زنګ راغلو چې اوکې یې کړ هلو هلو یی کول خو له هغه طرفه اواز نه راتلو😁😁
اخر يې ورته وویل چې که ښځه يې یو پوف وکړه او که نر يې دوه پوفه وکړه😁😁
ښځې یو پوف وکړو
سړی ډیر خوشحاله شو چې کار وشو لخیره سره
بیا یې ورته وویل چې که واده شوې يې یو پوف وکړه
او که واده شوې نه یې نو دوه پوفه وکړه😁😁
ښځې یو پوف وکړو😁😁
سړي ځان سره فکر وکړو چې راشه ځای ورسره معلوم کړه چې له نیږدې یې وګورم
نو سړي ورته وویل چې که باغ ( پارک ) ته راتلای شې یو پوف وکړه او که نشې راتلای نو دوه پوفه وکړه😁😁
ښځې یو پوف وکړو😁😁
نو سړی په منډه منډه کور ته راغی او خپلې ښځې ته یې وویل چې
هله ماته پاکې جامې راکړه نن په دفتر کې جلسه ده او د شپې ناوخته راځم ګوره چې تشویش ونه کړې😁
ښځې ورته وویل سمده لاړ شه
خو چې دروازې ته ورسیدو شاته خپلې ښځې ورپسې اواز وکړو چې
که د شپې 9 بجې راځې نو یو پوف وکړه او که 10 بجې راځې نو دوه پوفه وکړه😆😆
خاوند یې هق حیران پاتې شو پوره زندګی یې خپلې ښځې ته له شرمه نشو کتلې
نو اوس تاسو که کیسه خوښه شوي وي یو پوف وکړﺉ
او که مو نه وی خوښه شوی دوه پوفه وکړﺉ😜😝
زموږ فيج فالو کړى❤