Bost Radio/بُست راډیو

Bost Radio/بُست راډیو بُست راډیو یوه ناپیلې رسنۍ ده
بُست راډیو ۸۹،۸ ایف ایم

26/04/2022

په کاناډاکي د یوه اوسیدونکي افغان مرسته نن هلمند لښکرګاه ښار کي وویشل سوه.
راپور: نعمت الله همت

هلمند کي د کرني او وترنرۍ انستيتیوت محصلینو ته د نباتاتو په اړه په عملي شکل معلومات ورکړل سوه!
27/02/2022

هلمند کي د کرني او وترنرۍ انستيتیوت محصلینو ته د نباتاتو په اړه په عملي شکل معلومات ورکړل سوه!

15/02/2022

د هلمند د معتادینو په ۱۰۰ بستریز روغتون کې له تېرو ۵ میاشتو راهیسې د ۴۶۰ تنو تداوي سوې ده.
راپور: نعمت الله همت...

د هلمند خبریالانو ټولنې اجراییوي بورډ ناسته کړې!هلمند د ازادو خبریالانو ټولنه چي د کلونو راهیسي هلمند کي د خبریالانو د م...
12/01/2022

د هلمند خبریالانو ټولنې اجراییوي بورډ ناسته کړې!

هلمند د ازادو خبریالانو ټولنه چي د کلونو راهیسي هلمند کي د خبریالانو د ملاتړ او د هغوي د حقوقو د دفاع په برخه کي کار کوي ( ۲ ) اونۍ وړاندي یې د خپل منځني ټاکنو له لاري نعمت الله همت د رئیس په توګه وټاکي او نن یې د اجراییوی بورډ ناسته ترسره سوه.
یاده ناسته کې هلمند کې د میشتو خبریالانو پر ستونزو، غوښتنو، اطلاعاتو د خبریالانو پر لاس رسي، هلمند کي دمحلي رسنیو او خبریالانو ترمنځ د همږغۍ پر رامنځته کولو او په راتلوونکو پلانونو باندي د بورډ د غړو له لوري هر اړخیز بحث او خبري وسوې.

په هلمند کې خبریالانو تر خپل منځي تاکنو وروسته د اتحادیې لپاره نوی رئیس وټاکي!دهلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د خبریالانو ...
30/12/2021

په هلمند کې خبریالانو تر خپل منځي تاکنو وروسته د اتحادیې لپاره نوی رئیس وټاکي!

دهلمند په مرکز لښکرګاه ښار کي د خبریالانو اتحادیې د ازادو ټاکنو له لاري نعمت الله همت د خپل مسؤل په توګه وټاکئ.

ددې ټاکنو پرمهال د ازادو خبریالانو داتحادیې مسؤل نعمت الله همت وویل؛ دسیاسي بدلون پرمهال یاده اتحادیه بنده وه خو په دغه ورسیتو کې خبریالان د یولړ ستونزو سره لاس او ګریوان وه نوځکه خبریالان اړه سوه چې یاده اتحادیه بیا فعاله کړي او ورځني کارونه یې چټک سې. نوموړی وایي؛ اوس هڅه داده ترڅو هغه خبریالان چې د خبر جوړولو په برخه کې کار کوې هغوي له کومو خنډونو سره چې مخ وې دهغه خنډونو د لیري کولو لپاره کاروسي. (( په هلمند کې د خبریالانو او رسینو لپاره عمده ستونزه داده چې اطلاعاتو ته لاس رسی په نشتون حساب دی که کوم خبریال وغواړي چې راپور جوړکړي یو مسول چارواکي په ډ یرو هلو څلو مرکي لپاره نه حاضریږي ))
په ورته وخت کې بیا په دغه ولایت کې د سکون په نوم د یوسیمه ییزي راډیو مسؤل حافظ احمد نصرت هم وویل؛ هر بنسټ یو همایوي ملا تړ ته اړتیا لري نو خبریالان هم د خپل کارونو د چټکوالي لپاره دغه اتحادیې ته اړتیا لرله ترڅو هغه خبریالان چې د راپور جوړولو په برخه کې کار کوې له دې لارې پرتې ستونزي هواري کړي.
(( داچي د هلمند دازدو خبریالانو ټولنه په ټپه د ریدلي وه اوس بیا فعالیت پیل کوي دا فعالیت به یو ځل بیا دهغه سیمه ییزو خبریالانود راپور جوړونې په برخه کې هغوي تقویه کړي هغوي ته مرال ورکړي داسي ټولني مخکي هم ګټورې ثابتي شوي دې اوس به هم ګټوري وې ))
بل خوا بیا ددې ولایت داطلاعاتو او فرهنګ ریاست مطبوعاتي امر مولوي محمد قاسم ریاض هم ددغه اتحادیي څخه خپل ملاتړ وکړ ، نوموړی غوښتنه وکړه چې ټول خبریالان باید د ژونالیزم د اصولو مطابق خپل راپورنه جوړ کړې او بي طرفه پاته سي.
(( موږ ا ا ا داصولو مطابق ددغه اتحادیې سره خپل هیڅ راز مرسته نه سپموو او غوښتنه مو دخبریالانو څخه داده چي لا خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي او بي طرفه پاته سي ))
په داسې حال کي د هلمند ازادو خبریالانو خپل د اتحادي لپاره نوي مسؤل وټاکي چې پدي ورستیو کې په دغه ولایت کې خبریالان د معلوماتو دنه لاس رسي په برخه کې د یولړ ستونزو سره مخ دې.
ټاکل سوې رئیس نعمت الله همت په هلمندکي شاوخوا ۴ کاله کیږي چي له رسنیو او ۲ کاله کیږي چي د راپور جوړوني په برخه کي کار کوي.

په تېرو سلو ورځوکي په افغانستان کي ۲۵۷ رسنۍ تړل سوې!
23/11/2021

په تېرو سلو ورځوکي په افغانستان کي ۲۵۷ رسنۍ تړل سوې!

هلمند بُست خصوصي پوهنتون له نارینه او ښځینه دولسم ټولګۍ فارغ سوو زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیسته!راپور: نعمت الل...
22/10/2021

هلمند بُست خصوصي پوهنتون له نارینه او ښځینه دولسم ټولګۍ فارغ سوو زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیسته!

راپور: نعمت الله همت ...

نن جمعه هلمند ولایت لښکرګاه ښار کي بُست خصوصي پوهنتون له ۱۶۵ نارینه او ښځینه کډون والو څخه د کال خزاني کانکور ازموینه واخیسته، چي له جملې څخه ۲۵ زنانه او ۱۴۰ تنه مردانه ګډون کړې وو.

یاده ازموینه کي د دریو څانګو (کمپیوټر ساینس، معلیجوي طب او اقتصاد پوهنځیو لپاره محصیلین مني.
د یاد خزاني امتحان پر محال یو شمېر کډون والو وویل؛ غواړو چي یاد پوهنتون کي خپلي لوړي زده کړي وکړو، تر څو راتلونکي کي د خپل وطن لپاره خدمت وکړو.

د بُست خصوصي پوهنتون رئیس محمود سنګین وویل؛ د یاد پوهنتون ټولي چاري د پخوا په شکل رواني دي، مګر زیاتره محصلینو د زیاتو سته ستونزو له امله پوهنتون پرېښود او یا یې هم شاید پرېږدي.

دا په داسي حال کي ده چي هلمند کي ۲ نورو خصوصي پوهنتونونو اراکوزیا او وادي هلمند خپلي کانکور ازمویني اخیستي.

04/10/2021

بُست راډیو د هلمند د ولس ږغ او د خلکو د نظرونو هنداره.
بُست راډیو ۸۹،۸ ایف ایم.

هلمند جریده ۲۴مه ګڼه هم چاپ اوترلوستونکوپوري ورسول سوه!دهلمند داطلاعاتو اوفرهنک ریاست اړوند دهلمند اوونیزه جریده ۲۴ مه ګ...
26/09/2021

هلمند جریده ۲۴مه ګڼه هم چاپ اوترلوستونکوپوري ورسول سوه!
دهلمند داطلاعاتو اوفرهنک ریاست اړوند دهلمند اوونیزه جریده ۲۴ مه ګڼه هم پرخپل وخت چاپ اولوستونکوته ته وړاندي سوه.
دیادوني وړده چی هلمند جریده په هلمند کي اـ اـ ا په راتګ سره دا(۵) مه ګڼه ده چي بېله ځنډه پرخپل وخت چاپیږي اوترلوستونکوپوری رسول کیږي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه؛ ګڼو هېوادونو بشري مرستې اعلان کړې!په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستا...
13/09/2021

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه؛ ګڼو هېوادونو بشري مرستې اعلان کړې!

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان لپاره د بشري مرستو راټولولو نړیوال کنفرانس د سرمنشي انتونیو ګوتیریش په وینا پیل شو.

ښاغلي ګوتیریش خپله وینا کې وویل، افغانستان کې وضعیت بشري ناورین ته ورته دی او نړیواله ټولنه باید په عاجله توګه ۶۰۶ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي.

نوموړي همدا راز غوښتنه وکړه چې د دې مرستو رسولو لپاره باید له افغانستان سره هوایي دهلېز پرانیستی وي.

یادې غونډې ته د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو استازو هم خبرې وکړې

10/09/2021

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره او د بشري ناورین په مخنیوي کې د مرستې لپاره په راتلونکو ورځو کې پاکستان به د کندهار ، خوست او هرات په ګډون نورو افغان ښارونو ته د الوتکو بار وړونکو موترو په مرسته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

عام خلک د تاریخي ابداتو د ساتني غوښتنه کوي.
08/09/2021

عام خلک د تاریخي ابداتو د ساتني غوښتنه کوي.

Address

Lashkar Gah
3902

Telephone

+93705212269

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bost Radio/بُست راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Bost Radio/بُست راډیو:

Videos

Share

Category


Other Radio Stations in Lashkar Gah

Show All