ستا ارماني

ستا ارماني خاص خدف مې دې مینې شیندل دي
(3)

 ، ! #فَانكِحُوا_مَا_طَابَ_لَكُم_مِّنَ_النِّسَآءِ_مَثْنٰى_وَثُلٰثَ_وَرُبٰعَ ۖ ○   ! #دې وخت کې ښځې خپل غږ ټيټ کړ او په ...
24/05/2023

،
!

#فَانكِحُوا_مَا_طَابَ_لَكُم_مِّنَ_النِّسَآءِ_مَثْنٰى_وَثُلٰثَ_وَرُبٰعَ ۖ ○

!

#دې وخت کې ښځې خپل غږ ټيټ کړ او په خندا #شوه، او خاوند یې هم ورته مسکی شو!

#اسلام د میني محبت دین دی.💖💖

. . . . #زموږ فیج فالوکړی دنور #ښکلیو معلوماتو دپاره

هر څـــــوک وایي چې دنیـــا مطلبــــي ده!  🫡خو هیچاء هم دا ونه ویل چې زه مطلبي یم! 😌
14/05/2023

هر څـــــوک وایي چې دنیـــا مطلبــــي ده! 🫡
خو هیچاء هم دا ونه ویل چې زه مطلبي یم! 😌

 #کیسه.  #لنډژوند______________________________ملګرو لایک او کومنټ مو هیر نه شي کیسه.   د انجونو ډلې په منځ کي روانه وه،...
05/01/2023

#کیسه.
#لنډژوند
______________________________

ملګرو لایک او کومنټ مو هیر نه شي

کیسه. د انجونو ډلې په منځ کي روانه وه، شیبه په شیبه یی شاته کتل، دنګ نری ځوان یی تر شا روان وو ، هرې خوا د ښوونځې انجونې وي د نرګس زړه ډاډه وو، خو کله به,چې د انجونو څه جدا کیدله له زړه به یې یو الله خبر وو، غټ، غټ قدمونه به یې اخیستل، په تیزۍ به د کور خوا ته روانه شوه، یو ورځ چې له انجونو څخه د کور په لور یواځې روانه شوه په لاره کي ځوان ورسره یو ځاي شو، نرګس به له ډاره کله ورو شوه او کله به چټکه تله، ځوان ورته وویل! مینه درسره لرم، نرګس پښو حرکت پریښود يو خوا بلخوا یې وکتل کوڅه کې څوک هم نه وو، ستونې یې وچ شو ځان یې خولې وو وجود یې داسې رپیده لکه پاڼه چې باد خوروې، ځوان، چې د نرګس دې حالت ته پام شو جیب ته یی لاس کړ ، له جیبه یی یو لیک راوویست، نرګس ته یې ونیوه ، خو نرګس لکه بې روحه جسد ځاي پر ځاې ولاړه وه، تورې غټې سترکي یې له اوښکو ډکي وي، ګلابې اننګې یې خولې وو، تور پیکی یې سپیره باد یوخوا بل خوا وړه او راوړه ، ځوان لاس په خپل زړه کیښود په ترخه مسکا یې وویل! دا ډیره موده کیږې ته مې خواښیږی خو د دې لپاره چي ته خفه نشي درته مې نه ویل، خو زما هم همدا اخیري هیله وه چې د خپل زړه خبر درته وکړم ، ځوان سترګې نمجنې شوي لیک یې په ځمکه کیښود، ویی ویل! زه ستا د ځواب په تمه یم خو په ژوند باور نلرم ، لیک یې پر ځمکه پریښود او لاړ، نرګس چې لاسونو او پښو یې کار پریښي وو لیک یې د دې له ډاره له ځمکې پورته کړ چې بل څوک یې ونه وینې ځکه د دوي په کوڅه کې يواځې نرګس ښوونځې ته تله، که لیک د هر چا لاس ته ورشي په هغې شک کوي، سبا سهار د دې له ډاره، چې ځوان یې بیا په لار کي ونه دروي ښوونځې ته ورنه راغله، بل سبا زړه نا زړه ښوونځې ته لاړه، چي رخصت شوه له ډاره یې یوخوا بلخوا کتل، خوشحاله په دې شوه چي هغه هلک یې ونه لیده، بله ورځ چي رخصت شوه هلک بیا نه وو نرګس له خوشالې نه انجونو ته د خبرو کولو نوبت نه ورکولو، ورځې تیریدې نرګس به پرته له ډاره ښوونځې څخه کور ته راتله ، د هلک لټول او څارل یې هم هیر کړل، څه موده وروسته نرګس د امتحانونو لپاره تیاري نیوله، د ښوونځې بکس یې خلاص کړ او ټول کتابونه او کتابچې یې رواخیست، چې په دې وخت کي یې سترګې په هغه لیک ولږيدې، چې هغه ځوان هلک ورکړی وو، یو ځل بیا ډار واخیسته په ورخطایې پورته شوه د کوټې دروازه یې بنده کړه لیک یې رواخیست، د لیک په شروع کي یې لیکلې وو


نرګس له دې بیت لوستلو وروسته دیوال ته تکیه وکړه او لیک لوستلو ته یې ادامه ورکړه
له سلام وروسته یې لیکلې وو،
ای د ښایست مالکئ، ای د ښکلو میرې ، ای د حورو ذاته، له هغې ورځې مې، چې ته لیدلې یې زړه درزا مې زیاته شوي، ژوند کولو هیله راته پیدا شوي، ای د ښایست ښاپیرۍ ستا تورې سترګي، تور زلفان، سره اننګې سپین رخصار او شونډی د پاسه تور خال دا ټول قدرتونه د رب ستا په ساده جمال کې.
بیا یې دا بیت لیکلې وو


له دې بیت وروسته نرګس هیندارې ته وکتل، خپل خال یې ولیده مسکۍ شوه ، لیک یې له همدې بیت څخه بیا پیل کړ، بیا یې لیکلې وو، کله، چې خاندې ګل ګل اننګو کې دې کندې وشي، او د زلفو دا توره حلقه ستا په سپین مخ لکه د لمر په مخ توره کرښه


نرګس هینداري ته وویل! زه په رښتیا دومره ښکلې یم؟
له بیت وروسته یې لیکلې وو
ای د ښایسته خزانې، زړه مې غواړې تر قیامته ستا په تمه پاتې شم خو ژوند راسره دوکه وکړه، د زړه په ناروغې اخته شوم یو خوا ستا مینه لکه د ژوند هومره ښکلې
بلخوا ژوند لکه د خوب لیدل دومره لنډ دی
دا شپږمه میاشت ده، چې سرطان لرم، ډاکټرانو شپږ میاشتې وخت راکړي، چې ژوندې پاتې کیداې شي خو دا دي شپږ میاشتي پوره شوي زه اوس هم ژوندې یم، ښایې ستا مینه مې مرګ ته نه پریږدې، خو بیا هم په ژوند اعتبار نشته د لیک ځواب ژر راکړه،


د بیت لاندې یې لیکلې وو، که کومه ورځ دې ښوونځې مخه کې ونه لیدم حق دې را وبخښه ښایې مړ شوي وم.
په احتــــرام: ستا لیونی " ...... "
نرګس بې اختیاره په ژړا شوه، لیک یې زړه پوري ونیوه، دا دریم کال دې، چې د ښوونځې مخې ته هغه لټوي...
خو هغه له تورو خاورو لاندې ژوند کوي .

ـــــــ ❤️🥀 ستا ارماني
مینې ته کمپیان

    ______________________________ #ملالۍ چي ښایست پرې تمام وو،  هر ځاي کي به یی د ښایست صفتونه کیدل،  هره ورځ به یی د غ...
26/12/2022



______________________________
#ملالۍ چي ښایست پرې تمام وو، هر ځاي کي به یی د ښایست صفتونه کیدل، هره ورځ به یی د غوښتلو لپاره مرکې راتللې، خو د ملالۍ مور او پلار به مرکي پرته له حیښي کولو استولې ځکه د ملالۍ مشره خور مدینه هم له تر اوسه پیغله جینۍ وه پلار به یی ویل! چي مشره لورکۍ مې واده نه یی کړي ملالۍ چاته نه ورکوم، د حمید هم د انجینرې پوهنځې څلورم سمستر وو، حمید به د ماما ښځې ته زنګ وهلو په همدې بهانې به هفته کي یوځل له ملالۍ سره غږیده، ملالۍ به تل ورته وویل! له خیره ته چي فاریغیږي مدینې به واده کړي وي بیا زما او ستا نوبت ده، حمید به په ځواب کی ورته وویل! مدینه ستا مخه کي ښه ده کنې اوس به وختي د یو چا په نامې نساته وي، د وخت په تیریدو ملالۍ حمید ته زنګ ووهلو له سلام دمخه یی وویل! یو ښه زیرې درته لرم حمید په ورخطایی وویل څه خبر شوي؟ ملالۍ وویل! مدینه خور مې د کمال کاکا انګور شوه، حمید چي د دې خبري په اوریدو خوشاله شوو ویی ویل! زما هم دا اخیری سمستر ده که خیر وی دوه میاشتي وروسته فاریغ کیږم بیا نو ته به هم زما د مور انګور شي، ملالۍ په خندا وویل! مړ شی او موبایل یی پرې بند کړ
حمید له کابل څخه کلې ته راغې خپلو خپلوانو یی په غاړه کي ګلان اچول او د فاریع کیدو مبارکي یی ورکوله، ملالۍ هم ګل ور په غاړه کړ لاس یی ورکړ حمید د ملالۍ لاس ته زور ورکړو ، دواړو یو بل ته په سترګو کي مسکې شول، ملالۍ او مور یی نن شپه د حمیدوکره ول، مدینه او پلار یی په خپل کور کي پاتې شول، نیمه شپه وه زلزلې زمکه وښوروله او ټول یی له خوبه پاڅول یوه شيبه ورسته د زلزلې دوهم ډیر تیز شړک شو چي ټول کورنه یی وښورول او له دیوالو څخه یی انځور نه راخطا کړل، خلک یو څو شیبې له کورنو د باندې ووتل، سهار شو مانځه وخت وو چي کلې کي شور شو چي د آدم خان کاکا یوه کوټه زلزلې چپه کړي، حمید ملالۍ مور یی او نور ټولو د کوز کلې په لور منډه کړه، کور ته ورسیدل څوک نه وو، له ګونډیانو څخه یی د آدم خان کاکا او مدینې پوښتن وکړه خو ګونډیانو وویل! سهار چي راپورته شو د آدم خان کاکا د کور دروازه خلاصه وه مخامخ کوټه یی چپه شوي وه خو خپله آدم خان کاکا کور کي نه وو، ساعت وروسته له لیري ځایه د امبولانس غږ راغې خلکو د امبولانس غږ پسي سترګې غړولې چي شیبه وروسته امبولانس راورسیدو آدم خان کاکا تری ښکته شوو، خلکو یی خواته قدمونه واخیستل، د امبولانس شا ډاله خلاصه شوه، څلور نفر تري راښکته شول په اوږو یی تابوت ایښې وو، خلکو یو بل ته وکتل آدم خان کاکا وویل! څه چي د خداې راضا وه مدینه لورکۍ مې پرون زلزلې کي مړه شوه، کال پوره شو د مدینې خسرګنۍ راغله له آدم خان کاکا یی د مدینې پر ځاي ملالۍ وغوښتله دا چي آدم خان کاکا هم چاره نه لرله ملالۍ یی ورته په نامې کړه، یوې پیښې دري کسان مړه کړه، مدینه خو بیا هم ښه وه یو ځل مړه شوه، ملالۍ او حمید هره ورځ او هره شیبه مرې.
پاي

څنګه کیسه وه خپل نظرونه مو کمنټ کی
ولیکی
ستا ارماني
مینې ته کمپیان

25/12/2022

 ❤️ #وايي چې په پخوا زمانې کې يوې ښځې د واده لپاره شرط ايښې وي، چې يوازې له هغه چا سره به واده کوی، چې نوموړې زماپرده وس...
25/12/2022

❤️

#وايي چې په پخوا زمانې کې يوې ښځې د واده لپاره شرط ايښې وي، چې يوازې له هغه چا سره به واده کوی، چې نوموړې زماپرده وساتي، له ډېرو هڅو وروسته يو ځوان د دې شرط منلو ته غاړه کېښوده او له نوموړې ښځې سره يې واده وکړ، له کال تېرېدو وروسته الله پاک هغوی ته يو زوی ورکړ، خاوند يوه ورځ نوموړې ته وويل: ګرانې! زه ټوله ورځ په پټو کې کار کوم او د ډوډۍ خوړلو ته چې کور ته راځم، نو وخت مې ضاېع کېږي، داسې وکړه، چې ډوډۍ را پسې نوره پټي ته راوړه، ښځه راضي شوه او پټي ته به يې د خاوند پسې ډوډۍ ور وړله، څه موده وروسته نوموړې ته الله پاک يو بل زوی ورکړ، دا ځل يې خاوند ور څخه غوښتنه وکړه، چې ګرانې! په پټو کې کار ډېر شوی، نور يې زه په يوازې ځان نه شم کولای، ته هم راځه او له ما سره په پټي کې مرسته کوه، ښځې د خاوند دا غوښتنه هم ومنله او په پټي کې يې له خاوند سره کار پيل کړ، خو دا ځلې د نوموړې پوره پرده چې لا له مخکې څخه پټي ته په تللو سره يو څه کمه شوې وه، له منځه لاړه او د يوې مودې له تېرېدو وروسته يې درېیم زوی هم پيدا شو.
يو وخت چې يې زامن ځوانان شول، خاوند په خندا، خندا کې ښځې ته وويل، تا پرده، پرده کوله، آخر دې هم پرده ختمه شوه، ښه په بې پردګۍ سره څه فرق راغئ، ژوند خو لا هم روان دی.

ښځې وويل، ته دې کوټې ته لاړه شه، زه تا د پردې او بې پردګۍ په فرق پوهوم، خاوند په کوټې کې پټ شو، ښځې خپل ويښتان ګډوډ کړل او په ژړا يې پيل وکړ، مشر زوی یې راغئ، پوښتنه يې وکړه، چې مور جانې! ولې ژاړې؟ مور وويل: پلار دې ووهلم، مشر زوی يې د مور د پوهلو لپاره وويل، که يې وهلې يې، نو څه خبره نشته دی، هغه خو له تا سره مينه هم کوي، پام هم در باندي کوي، نور يې څه ونه ويل او په خپله مخه لاړه.
ښځه غلې نشوه او د ژړا تمثيل ته يې لا پسې دوام او زور ورکړ، منځنی زوی يې چې راغئ، نو د ژړا په علت باندې له پوهېدو وروسته يې په پلار پسې کنځلې او ردې، بدې وويلې او آخر په خپله مخه روان شو، درېيم او کشر زوی چې د مور ژړا وليدله، نو سخت غوسه شو، په زوره، زوره يې کنځلې پيل کړې، بيا يې لرګی را واخيسته او ويل يې چې د پلار سره به وګوري، خو مور يې په يوه بهانه هغه غلی کړ او له کور يې وويسته، بيا يې خاوند را وغوښت او ورته يې وويل، چې مشر زوی مې د پردې په حالت کې پيدا شوی و، نو پر تا يې پرده واچوله، منځنی زوی مې چې د نيمه پردې په حالت کې پيدا شوی و، نو ستا يې نيمچه غوندې خيال وساته او پوره يې بې پرده نه کړې، خو درېيم او کشر زوی مې چې د بې پردګۍ په حالت کې پيدا شوی و، ستا د عزت پرده او جنازه يې پورته کړه.
درنو لوستونکو! پرده که له یوې خوا الهي حکم دی، نو له بلې خوا د ژوند په حالاتو هم ژوره اغېزه لري، لهذا مؤمنانو مېرمنو ته ښایي، چې په هر حال کې د پردې خیال وساتي.
که مو پوره لوستی وی نو کمنت کی ولیکی چی ولوستل شوه
ستا ارماني

حتماً یې ولولئ👇👇دجریر بن عبدالله(رض) څخه روایت دي چې ما د رسول اللهﷺڅخه واوریدل چې ویې فرمایل:په کوم قوم کې چې څوګ دګناه...
12/11/2022

حتماً یې ولولئ👇👇

دجریر بن عبدالله(رض) څخه روایت دي چې ما د رسول اللهﷺڅخه واوریدل چې ویې فرمایل:په کوم قوم کې چې څوګ دګناه کار کوي اوهغه قوم یې دقدرت باوجود نه منع کوي،هغوی ته دې اللهﷻدمرګ څخه وړاندې په دنیاکې غذاب ورکړي.

زما د ایمام محلصووروڼو!داسلام دترقی امیدلرونکو!

نن سبامسلمانان ورځ تربلې دتباهۍ په لور روان دي،پکار ده چې هر سړی خپلوبچیانو،دخپل کورخلکو،خپلو کشرانو او خپل حکم لاندې خلکو ته دلږوخت لپاره چې هغوی په څومره ګناهونوکې اخته دي. آیاتاسوکله هغوی منع کړي دي،منع کول خو لیري خبره ده. آیاتاسوکله مو ددې اراده کړي ده چې هغوی دغلطو کارونو څخه منع کړم. آیاستاسوپه زړه کې دا ویره تیره شوي ده چې د خپل نازولي زوي څخه د هغه د کارونو پوښتنه وکړم،که ستاسو زوی په دولتي چاروکې لاسوهنه وکړي؛نوڅومره به زوریږئ چې کوم غم راته ونه ګوري،داسې نه چې دهغه په کار کې موږ لاړ نه شو،هغه ته زورونه ورکوئ چې زویه!درڅخه بیزار به شم،د خپلې باکی کوشش کوئ؛خوکله مو د احکم الحاکمین ذات دمجرم سره داسې معامله کړي ده؟ ته په دې ښه پوهیږې چې نازولی زوی مې دشطرنج،تاش او لډو شوقي ده،څوڅو لمونځونه ورباندې تیرشي ته یې هیڅ پروا نه ساتې،ستا دخولې څخه چیرته په غلطی سره هم هغه ته دا نه وځي چې دا څه کار کوې؟دمسلمان دشان سره خو دا نه ښایي نو اې مسلمانه!تاته پکار ده چې دداسې زوی سره خوراک،څښاک پریږدي.

یادونه:ګرانو مسلمانانو وروڼو!لږفکراو پلټنه خو دا خپل زوی په باره کې وکړه چې څه کوي دچاسره یې ملګرتیا ده او څنګه کولی شم چې زوی مې دینداره شي داللهﷻاو داللهﷻدرسولﷺاوامرو ته غاړه کیښږدي.
ستا ارماني

یو ملګري پوښتنه کړي وه وایل ما سره دې خبرو په کولو کې هم مني ځي داغه څه خبره دهــــــــــــــــــــــــــــــــد څه کار ...
30/10/2022

یو ملګري پوښتنه کړي وه
وایل ما سره دې خبرو په کولو کې هم مني ځي داغه څه خبره ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

د څه کار نه پرته د بولو مخکې، وروسته او یا د بولو په منځ کې د مني وتلو ته جریان وایي. داسي هم کیدلای سي چي په کار کولو، شهواني خیالونو او فکرونو او یا یو چا ته تش په کتلو هم د شخص څخه مني اخراج سي.

:
* د بولو سستي.
* موټۍ یعني جرق وهل.
* د منـیو ډیـــــــروالی.
* د بدن کــــــــــــــمزورتیا.
* شهواني خیالونه او فکرونه.
* د شهوت پاروونکو مناظرو لیدل.
* محرک شیان لکه: قهوه، غوښه، پلوونه او نور.

:

* ناهضمي.
* د سر درد.
* وړي خصیې.
* د دماغ کمزوي.
* د بدن کمزوري.
* د بدن ډنګروالۍ.
* د تناسلي آلې کوچنیوالۍ.
* ناروغ همیش خفه یي.
* ناروغ په ویره کي وي.
ناروغ ډیر کم جرأته وي.
ناروغ غمجن او سست وي.
* ناروغ یوازیتوب خوښوي.
* د بولو پر مهال د مني وتل.
کومه دې تشویش خبره نه ده فقط خپل نفس او خوایشات کمزوري کړئ
ــــــــــــــــ

ستا ارماني

 . #لورې! دلته چې دې څه خوړلي او څکلي، هیڅکله یې د خاوند کور کې یادونه مۀ کوه چې پلار کور کې مې ښۀ خوراک درلود او دلته خ...
28/10/2022

.

#لورې! دلته چې دې څه خوړلي او څکلي، هیڅکله یې د خاوند کور کې یادونه مۀ کوه چې پلار کور کې مې ښۀ خوراک درلود او دلته خراب، هر څه چې وخورې وروسته دې هیریږي نو په خوړو بحث مۀ کوه او څه چې مخې ته درتلل خوره یې شکر پرې وباسه!

لورې! لکه څنګه چې دې دا خپل کور ګڼلو او صفت دې کولو همدغسې هغه خپل کور وګڼه او صفت یې کوه، بد یې مۀ وایه بې له شکه چې اوس هغه هم ستا خپل کور دی.

لورې! تا د لسانس تر کچې زده کړې کړي دي مګر خپل تعلیم د خسر په کورنۍ مۀ خرڅوه! هیڅکله هغوی ته داسې څه مه وایه چې زه تر تاسو زیاته پوهیږمه، بې شکه چې هر څوک د خپل کور په کارونو تر نورو ښۀ پوهیږي ځکه چې هره کورنۍ خپل ځانګړي اصول لري.

لورې! د خپل خاوند نه هیڅکله مه خفه کیږه ځکه الله تعالی پر دې کار سخت ناراضه کیږي، که کله خفه هم شوې نو په لومړي ځل پخلا کولو یې بیرته پخلا کیږه او که خاوند دې درنه خفه شو نو بیرته یې حتما پخلا کوه.

لورې! د خاوند نه دې هیڅکله داسې غوښتنه مۀ کوه چې د هغۀ د حیثیت نه لوړه وي، د هغۀ د مجبوریو احساس ولره او تر څو چې د خسر د کورنۍ په ټولو اصولو پوهه شوې نه اوسې د هر کار د مخه ترې پوښتنه کوه.

د هغه کور د خلکو همداسې خیال ساته لکه د دې کور د خلکو خیال دې چې ساتلو ځکه هغه دې هم اوس خپل کور دی.
لورې!! زما نصیحتونه خپل ټیکري پورې کلک وتړه! نه دې ټیکری د سر نه لرې کړې او نه هم دا نصیحت

  مهمه موضوع ده لږ فکر ورته وکړﺉای کاش ما کولای شوای چی دا نسخه می ټولو مسلمانانو ته رسولای واید زړونو یو متخصص وایې که ...
24/10/2022


مهمه موضوع ده لږ فکر ورته وکړﺉ
ای کاش ما کولای شوای چی دا نسخه می ټولو مسلمانانو ته رسولای وای
د زړونو یو متخصص وایې که تاسو کې یو څوک دغه نسخه یو مریض ته ورسوی نو د هغه د نجات او ژغورنې سبب کیدای شي
د ګرمو اوبو پواسطه د مرضونو علاج . ستاسو به باور نه راځي چی سنګه د ګرمو اوبو پواسطه د مرضونو علاج کیدای شي ، نو که الله ج وغواړی هغه تاسو ته په اوبو هم شفا درکوی ،
د ګرمو اوبو پواسطه تاسو د لاندې مرضونو علاج کولای شي ، شدید سر دردی ، د وینې فشار ، کم خونې ، د هډوکو او بندونو دردونو لپاره ، د زړه د شدید ضربانونو لپاره ، د وازدې د اوبو کولو لپاره ، د ستونې د التهاباتو لپاره ، د شریانونو د التهاب لپاره ، او د هغو مرضونو لپاره چی د ادرارو په مجرا پورې مربوط وی ، د معدې د تیزابو او د معدې د التهاب لپاره ، د کم اشتهایی لپاره ، او د هغو مرضونو لپاره چې له سترګو ، غوږونو ، او حنجرې پورې مربوط وی هم کار کوی
طریقه :: هره ورځ سهار وختی چی کله له خوبه راپاسیدﺉ نو څلور ګیلاسه اوبه به تاسو جوش کړﺉ ، کله چې جوش شوی نو د لږ وخت لپاره یی پریدﺉ چی لږ یخی شي ، ډیرې یی مه یخوﺉ یعنی دومره بایده ګرمی وی چی ستاسو ژبه او شونډی ونه سوزوی یعنی برابری ګرمی وی ، نو همدا څلور ګیلاسه اوبه به په نهاره وڅکۍ او تر 45 د قیقو پورې باید تاسو هیڅ خوراک ونکړﺉ . بعد له 45 دقیقو تاسو کولای شي چې خوراک وکړﺉ ، خو په یاد ولرﺉ هر کله مو چی خوراک کاوه نو تر دوه ساعتو پورې به اوبه ورپسې نه څکۍ . بعضی کسان وی چی سهار په نهاره له اوبو څکلو سره عادت نه وی او که وی هم نو څلور ګیلاسه ورته لوی مشکل ښکاری خو دوﺉ دې کوشش وکړﺉ چی په اوایلو کی لږ لږ او ورپسې همداسې تر څلورو ګیلاسو اوبو پورې باید ځان ورسوی

د دې مرضونو نتیجه د ګرمو اوبو پواسطه په لاندې ورځو کی ترلاسه کولای شي
د شکر مرض والا 30 ورځو کې
فشار مرض والا 30ورځو کې
د معدې مرض والا 10 ورځو کې
د سرطان مرض والا 9 میاشتو کې
د شریانونو التهاب والا 6 میاشتو کې
بی اشتهایی مرض والا 10 ورځو کې
د ادرارو مجرا پورې مربوط مرض والا 10 ورځو کې
د غوږ پوزې او ستونې مرضونو والا 20 ورځو
د زنانه وو میاشتنۍ مریضی پورې مربوط مرض والا 15 ورځو کې
د زړه مرض والا 30 ورځو کې
د کم خونۍ مرض والا 30 ورځو کې
د زیات وزن لرونکو اشخاصو او وازده لرونکو کسانو د وازدی یا چربی اوبه کول 4 میاشتو کې
فلج مرض والا 9 میاشتو کې
د شدید سردردی مرض والا 3 ورځو کې
او د تنفسی مرضونو والا 4 میاشتو کې
هر څه می واضح واضح لیکلی دي هیله ده چی ښه ورباندې پوه شۍ ستاسو د روغ صحت په هیله ستا خندا
درسره شیر یی کړﺉ چې نور خلک هم ورڅخه استفاده وکړی او الله ج به تاسو ته هم ثواب درنصیب کړی ، او الله ج د زمونږ ټولو مریضانو ته شفا کامله نصیب کړي او ما هم په خپلو دعاګانو کی درسره یاد ساتۍ ، الله ج مو خوشحاله ، اباد او سوکاله لره ، د مینې او تشویق څخه مو نړۍ نړۍ مننه ،
د نورو معلوماتو لپاره زما صفحه فالو کړئ.
ستا ارماني

 ! پۀ دې خو موږ ټولو ته اګاهي شته  چې پر نورو اغېز یا تأثر زموږ لۀ شخصیت سره نۀ شلېدونکې اړیکې لري.یا که ووایو:( زموږ د ...
02/09/2022

!

پۀ دې خو موږ ټولو ته اګاهي شته چې پر نورو اغېز یا تأثر زموږ لۀ شخصیت سره نۀ شلېدونکې اړیکې لري.
یا که ووایو:( زموږ د اغېز(تأثر) اندازه زموږ لۀ بریالیتوب سره مساوي ده) هم بد بۀ مو نۀ وي وېلي.

جان ماکسوېل (د بریالیتوب ۲۲اصول) کتاب کې يوځای ډېره خوږه کرښه کښلي، هغه لیکي:((رهبري پۀ نورو اغېز یا تاثر ته وایي)).
اوس کۀ د ماکسوېل خبرې ته دقیق نظر واچوو؛ پایله یې دا راخيژي چې ستاسو د اغېزمنتوب اندازه د رهبرۍ لۀ اندازې سره مساوي ده. یاپر نورو ستاسې د شخصیت اغېز ستاسې د بریالیتوب لپاره پوله یا سرحد ټاکي.
دا چې پر نورو زموږ اغېز رهبري شوه، نو همدا اغېز، تاثر یا جاذبیت د رهبرۍ لومړی اصل هم ګڼلی شو.
او لۀ اغېزمنتوب پرته رهبري صورت نۀ نیسي.

نو اوس تاسې خپله اټکل وکړئ!!! پر نورو مو د اغېز کچه څومره ده؟

یو حقیقت باید ومنئ! چې بریالیتوب، خوښي، پیسې رهبري، عزت ... موږ ټول غواړو؛ او مطمئین یم چې تاسو یې هم غواړئ؛ خو دې ته د راسیدو لپاره ډېر کم کسان هڅه، کار، رقابت(سیالي) کوي. او بریالي کیږي.
همدا ډول پر نورو اغېز یاتأثر هم دی.
چې غواړي یې ټول؛ خو ډېر کم کسان بیا دغه اصولو ته غاړه ږدي؛ پالي یې، او بې لۀ اخېره یې عادت ګرځي.
او د رهبرۍ، بریالیتوب او خوښیو پر وړاندې لومړی ګام اخلي.

     د ماښام لمونځ مې د هدیرې تر څنګ وڪړ ! تر لمانځه وروسته ، ڪرار ڪرار تیاره او هوا ساړه ڪېدله. ما چي کله شاوخوا په هدی...
18/08/2022



د ماښام لمونځ مې د هدیرې تر څنګ وڪړ !

تر لمانځه وروسته ، ڪرار ڪرار تیاره او هوا ساړه ڪېدله. ما چي کله شاوخوا په هدیرې نظر تېر ڪړ، دلته علماء، پوهان، قومندانان، د جګړې د ډګر اتلان، قومي مشران، ځوانان، سپین ږیري، ښځې او ماشومان.... خښ و، خو چوپه چوپتیا وه، چا سره د شپې د ښه خوراڪ، څښاڪ، پوښاڪ او ګرمې بسترې غم نه وو. څوڪ د اولاد په غم ڪې نه وو، څوڪ د امنيت په تلاش ڪې نه وو ...

زه د هدیرې د چوپې خولې وعظ ته غوږ وم. هدیرې راته د حال په ژبه ویل: یوه شپه به داسې هم راځي چې ته به هم زموږ ميلمه شې او ستا شپه به د دوی د شپې په څېر شي.

ای د ځمڪو آسمانونو، د دنیا او آخرت، د جنت او جهنم او د ټولو ڪائناتو مالڪه! موږ ته د آخرت سخت سفر آسانه ڪړه، موږ ډېر ګناهګار یو، موږ خپل ځان سره ډېر ظلم ڪړی دی، پر مونږ باندې رحم وڪړه. اللهم امین

که مو لوستلی وی هیله کوم شیر یی ڪړی او ولیکۍ چی ولوستل شوه شوخ ستومان

          #یوہ ورحٌ  جبرایل علیه السلام  د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چی وکته جبرا...
20/07/2022



#یوہ ورحٌ جبرایل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چی وکته

جبرایل علیه السلام ورته پریشانه ښکاره شو

نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل

یا جبرایل عليه سلام څه خبره ده نن ډیرخفه ښکاری

جبرایل علیه السلام ورته عرض وکړه ای د ټول جهان محبوبه
نن ماته الله تعالی حکــم کړی دی چی جهنم وګوره د هغه په کتلو سره ما باندی خفګان اثرات را پیدا شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ماته د جهنم حالات ووایه جبرایل وویل.
د جهنم اووه(۷) درجی دی ترټولو لاندینی درجه کی منافقین اچول کیږی شپږمه
(۶) طبقه کی الله تعالی مشرکین اچوی پنځمه
(۵) طبقه کی د لمر او سپوږمی عبادت کوونکی اچول کیږی څلورمه
(۴) طبقه کی د اور عبادت کوونکی اچول کیږی په دریمه
(۳) طبقه کی یهود اچول کیږی په دوهمه
(۲) طبقه کی الله تعالی عیسوایان جهنم ته اچوی د دی نه

روسته جبرایل علیه السلام خاموش شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم تری پوښتنه وکړه چی جبرایله! ولی غلی شوی اوله طبقه کی سوک اچول کیږی ؟ جبرایل علیه السلام عرض وکړه ای د الله رسوله په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوی کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا

خبره واوریده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کیږی نونبی کریم صلی الله علیه وسلم بی حده ډیر غمجن شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضورکی دعا شروع کړه دری ورځي هم داسی تیریدی نبی علیه السلام به جومات ته راتللو لمانځه پس به بیرته خپلی حجری ته تشریف وړه او دروازه به یی بندوله او د الله تعالی په حضورکی به یی ژړا فریاد کوو
صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم حیران شول چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم چی کله جومات ته تشریف راوړی بیا کور ته هم نه ځی حجری ته ځي کله چی دریمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغی او دروازه یی ووهله بیا یی سلام واچوو لیکن د سلام ځواب رانغی هغه په ژړا شو
عمر رضی الله خواله راغی وی ویل ما سلام وکړه خو سلام ځواب نه راځی لحاظه تاسی ورشۍ کیدای شی ستاسی ته ځواب درکړی هغه هم ورغلی هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن سلام ځواب رانغی عمر رضی الله عنه حضرت سلمان فارسی ته راغی سلمان فارسی د دی واقعی یادوونه علی کرم الله وجه ته وکړه هغه سوچ وکړه چی د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغی ماته هلته تګ نه دی پکار بلکی زه دهغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضی الله تعالی عنها دننه لیږم هغه همداسی وکړه چی فاطمه رضی الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایی هغه دحجری دروازی ته راغله باباجانه! السلام علیکم کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپلی لور اواز واوریده راوچت شو دروازه یی خلاصه کړه د سلام جواب یی ورکړه بیا ورته بی بی فاطمی وویل باباجانه ! څه خبره ده چی دری ورځي کیږی چی دلته تشریف راوړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی جبرایل زه خبرکړم چی زما امت به هم جهنم ته ځي فاطمی لوری زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کی ډوب یم او خپل مالک نه دعا غواړم چی هغه معاف کړی او د جهنم د اوره یی خلاص کړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پریوته اوپه ژړا یی شروع کړه .
یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغه د جهنم د اوره خلاص کړه
الله تعالی حکم وکړو : (ولسوف یعطیک ربک فترضی)ای زما دوسته غم مه کوه تاله به دومره څه درکړم چی ته به ورباندی خوشحاله یی هغه په خوشحالۍ راپاڅیده اوویی فرمایل خلکو الله تعالی ماسره وعده کړی چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسی معامله وکړم چی ته به پری خوشحاله یی او زه ترهغی نه خوشحالیږم ترڅو چی زما اخرنی امتی جنت ته نه وی داخل شوی زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مونږ باندی دومره مشفق اومهربان وو او تل زمونږ په غم کی وو زه ستاسی نه په عاجزانه ډول خواهش کوم چی د خپل نبی کریم صلی الله علیه وسلم شفقت او مهربانۍ پیغام نورو مسلمانانو ته ورسوۍ او په محمد صلى الله عليه وسلم درود شريف ووایی. مونږمسلمانان ټوله ورځ یو وبل وځنو بس کړی زمونږ پیغمبر ص ته وګوری اومونږته چی سه کوه
د ثواب په خاطر یی شیر کړی. اودالله ج نه ماته هم دعا وغواړی کاپی

 !دنيا ته د يو ځنګل نظر وکړئ.ځنګل کې هر ډول څاروي وسي : اهلي، داړونکي، ښکار کوونکي.ژوند د تودو سړو يوه مجموعه ده.د چا کډ...
03/07/2022

!

دنيا ته د يو ځنګل نظر وکړئ.ځنګل کې هر ډول څاروي وسي : اهلي، داړونکي، ښکار کوونکي.ژوند د تودو سړو يوه مجموعه ده.د چا کډه بار شي او څوک نوي راشي.څوک دومره وخوري چې د بېرته ګرځېدلو احساس کوي، څوک د لوږې نه چغې وهي. د چا به ارمانونه ځنې پوره کېږي او د چا به رژېږي؛ چې همدغه حال ته ددې دنيا ژوند وايي.چا پورې زړه مه تړئ.زړه يواځې د رب حقيقي مينې ته ميلان کړئ.دنيا کې د ناترسو او په زړونو لوبې کوونکي کسان وجود لري.د سبا پښېمانۍ نه نن سوچ غوره دى.مجاز پسې مه ځئ.حقيقت تل په نظر کې ونيسئ.انسانان چې په څېروو مختلف دي، اذهان يې هم مختلف دي.دا فکر مه کوئ.هېڅوک هم ستاسې غوندې زړه او فکر نه لري.نورو ته د ځان غوندې نظر کول ناپوهي ده.که هر چا پرېښودئ دا ياد ولرئ چې يو رب لرو هغه مو هېڅکله نه پرېږدي.په رب توکل او ورته ځانونه سپارل د خوشاليوو اخستل يقني کول دي.رب په حقيقي مانا وپېژنئ او زړونه مو ورته حواله کړئ.مينه تر دومره حده مه رسوئ چې انساني کرامت مو تر پښو لاندې شي.هر چاسره معيار وټاکئ.د معياره مه وځئ.هر څوک چې د معيار مراعات نه کوي؛ ډېر خواشينى کېږي.که چا پرېښودئ دا دومره جدي مسئله نه ده.کېسه کې مه اوسئ.تاسې يواځې د خپلې خوشالئ ټاکوونکي يئ.دا اجازه مه ورکوئ چې د نورو خفګان ستاسې خوشالئ ژوبلې کړي.ژوند ستاسې قانوني حق دى.هغه لارې چې تاسې پوهېږئ چې خفګان درته راوړي هلته د اوسپنوو کلک دېوالونه جوړ کړئ.خپله خوشاله شئ.نور به ډېر کم خلک وي، نن زمانه کې چې تاسې ته خوښي وبښي.په ځان ډاډه اوسئ.ژوند مه پرېږدئ چې درنه بلې خوا ته لاړ شي.جلب يې کلک ونيسئ.د ژوند آس پخپله خوښه وځغلوئ.ژوند ته وخاندئ داسې خندا وکړئ چې مايوسي، مايوسه شي. ژوند کې ستونزې هر څوک لري.څوک مبارزه کوي او څوک لاس تر زنې کېني.

#ژوند کېږي! کتاب څخه

ستا ارماني

  😪 #ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــیوه ملګری خپله کیسه داسی کوی😭😭 دیوی ایډی لخوا ریکویست راته وش...
29/06/2022


😪
#ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یوه ملګری خپله کیسه داسی کوی😭😭
دیوی ایډی لخوا ریکویست راته وشوه د ایډی نوم پختون یار په نامه وه مایی هم ریکویست قبول که چی سم دستی یی مسیج راته وکه سلام سنګه یی مننه چی زما ریکوست دی قبول که ما هم د سلام جواب ورکه ورته می وویل چی د مننی وړ نده هغه رانه د ولایت پوښتنه وکړه ما هم ورته وویل چی د ننګر هار یم ما ورته وویل چی ته د کوم ځای یی هغه وویل چی زه د پکتیا یم خو زه مصروف وم د مو بیل می بند که چی سباته می موبیل خلاص که ومی لیدال چی هماغی ایډی نه ماته بیا مسیج شوی وه لیکلی یی وه چی ګرانه ډیر مغرور یی په اول مسیج کی یی دی موبیل را باندی بند که ما ورته وویل چی بښنه غواړم لږ مصروف وم وی ویل خیر سنګه یی ومی لیکل چی شکر ده راته یی وویل چی زه جینی یم نوم می ګل پری ده د قندهار ولایت یم ما بیرته مسیج ورته وکه ما وویل چی تا خو ویل چی زه د پکتیا یم او اوس وایی چی د قندا هار یم وی ویل بس نو ومی ویل خدای شته ماته لږ غوسه راغله مسیجونه یی کول خو مسیجونو ته می هیس جواب ور نه که ماښام می چی ولیدال مسیجونه یی دیر راغلی وه لیکلی یی وه چی خیر ده جواب راکه خیر ده یوه خبر درته کوم خیر ده نور یی هم دیر مسیجونه کړی وه خو مایی بس دی جواب ته جواب ورکړ چی یوه خبر درته کوم ما ورته وویل چی ووایه سه وایی وی ویل چی مینه درسره لرم ما ورته وخاندل ومی ویل ته سه وایی داسنګه مینه ده چی په یو څو مسیجونو دی مینه راسره پیدا شوه وی ویل چی ما ستا عکسونه ستا په ایډی کی هر وخت لیدال نو یو میاشت کیږی چی وایم چی نن به درته ریکویست کوم سبا به درته ریکویست کوم خو هیس می جرعت نه شوی کولی خو اوس می دا جرعت وکه و ته دیر مغروره یی ما ورته وخاندل ورته می وویل ګوره مینه د ماشومانو لوبی ندی ګوره مینه کول ډیره قربانی غواړی په مینه کی باید رښتینی اووسی باید یوبل ښه وپیژنی وی خاندل چی زه تا غونتی نه یم چی په دونه کیسو پسی ګرځم زه غلی پاتی شو نو دا به هر وخت شله وه ویل به یی چی خیر ده یو وار چانس راکه چی درته یی سابته کړم ما ورته وویل چی ګوره له دی خبرو تیره شه مینه مینه په درد نه خوری زه درسونه وایم له دی مینی نه تیره شه بس ده خو هغه لیونی هیس نه تیریده ورځی تیریدی دی به وهر وخت مسیجونه کول او مابه یی هیس مسیج ته جواب نه ورکوه یوه ورځ کورکی ناسته وم دی مسیجونه کول ماهم ورته کتل خدای شته چی کرګه کی وشوه ومی ویل چی دا دونه مینه کی او ته بس ورته ګور دا وخت می موبایل را وخیست مسیج می ورته وکه ومی ویل ګوره هیس وخت به هم راسره دوکه نه کی هیس وخت به راته دروغ نه وایی ځکه چی زه له دروغو نه ډیره کرګه لرم وی ویل چی شکر ده خدایه چی د یو سخت انسان زړه دی نرم که ومی ویل چی داشرتونه منی که نا وی ویل چی هو هر سه چی ته وایی زه یی منم قسم کوم بس وختونه تیریده مینه مو یو بل سره بیخی زیاته شوه خو هیس وخت مو ویدیو کال ونه که خو عکسونه به مو هر وخت یو بل ته لیږل هغه دیره ښایسته وه ډیری خوږی خبری یی کولی دیره مینه ناکه وه زما هم ورسره بیخی زیاته مینه پیدا شوی وه چی به می یو ورځ ورسره مسیجونه ونه کړل نو ورځ به راباندی یو کال تیریده هیڅ به راباندی وخت نه تیریده بس وختونه وه تیریده یو ورځ یی مسیج راته وکه لیکلی یی وه چی خیر ده خفه کیږه مه ورختا شوم ومی ویل ولی سه شوی دی وی ویل هیس هم ندی شوی خوبس ژمنه راسره وکه چی خبر به می منی ومی ویل سمه ده منم یی زر خبر وکه چی زړه می چوی یو داسی مسیج یی وکه چی دونیا یی راباندی وکرځوله موبیل می له لاسه پریوته په کوټه کی ناست وم خو کوټه ټوله تاویده هیڅ په ځان نه وم پو شوی چی می سترکی خلاصی کړی ومی لیدال چی شفاخانه کی وم خبریی چی څه یی ویلی وه لیکلی وه چی خیر ده مه خفه کیږه زه نور له تاسره نه شم کولی چی نور ژوند مخکی یو سم زما دسمال یی بل ته ورکړی ده زه نوره ستا نه د بل یم نه شم کولی چی تاسره دا اړیکه مخ ته یو سم خدای پامان او هو نور ماته هیس مسیج ونه کی چی می شفا خانه کی دا مسیج راپه یاد شو نو زر می ورور ته وویل چی زما موبیل راکه وی ویل خیرت خو ده وروره ما ورته وویل چی خیرت چیرته ده خوبس موبیل راکه ورور می چی موبایل راکه زر می د موبایل ډیټا خلاصه کړه او ګل پری ته می مسیج وکه چی تا سه وویل چی نور نه شم کولی چی له تاسره ژوند وکم خو زما مسیج ته یی هیس جواب را نه که زنګ می پسی ووهه زنګ یی هم نه جواب کوه دوه دری زنګه می ووهل څلورم زنګ یی اوچت که په غوسه یی وویل چی تاته ما ونه ویل چی نور زنګ ونه وهی ما ورته وویل چی خیر ده داسی مه کوه تا خو راسره ژمنه کړی وه چی هیس دی یوازی نه پریږدم وی ویل هو کړی می وه خو ونه شوه ورته می دیر ژړل ډیری چغی می ورته وکړی ومی ویل چی خیر ده داسی مه کوه شروع هم تا کړی وه اوس یی ته هم مه ختمه وه خیر ده وزر می ورته وکه ډیری زاری می ورته وکړی خو هغی به بس یوه خبرکوله چی نه شم کولی وی ویل چی واوره دا به مو اخیرینی خبری یی چی نور هیڅ زما ژوند ته را نه شی هیڅ راته زنګ ونه وهی نور یی تلیفون بند که او بلاک یی کړم ډیر زنګونه می ورته ووهل خو زه یی ایډی کی هم بلاک کړی وم او زما نمبر یی هم بلاک کړی وه ډیر وخت ووته خو د هغی خوږی خبری می هیس له یاده نه وځی هر وخت به می ذهن کی ګرزیدالی بیخی می له زندګی نه زړه تور شوی وه ومی غوښتل چی له افغانستان نه لاړ شم د هغی له یادونه ځان ورک کړم له افغانستان نه هم راغلم دوه کاله ووته خو هیڅ می نه هیریږی هره ورځ یی خبری راته یادیږی چی هر چیر ته وی خوشحاله دی وی خیری نشم ورته کولی ځکه چی ډیره مینه می ورسره درلودله بس د مسافری ورځی شپی دی تیرو یی

(پای)

او تر اوسه دی انتظار په هیله ده شاید هغه یی هم ولولی او بیرته راته زنګ ووهی هغه می ډیره یادیږی
#ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانه وروره او خورې که د تر اخره مو لوستی وي کمنټ کې ولیکه چې ولوستل شو.
که مو لیکنه خوښه شوه نو حتمن یې شیر کړه چې نور مسلمانان یې ولولي او پند ترې واخلي او په الله ﷻ باندې یې عقیده نوره هم مضبوطه شي.
زماداکیسورامزا

ستا ارماني

 .ډېرو ملګرو د پیر په اړه معلومات غوښتي و دلته یې راسره ولولۍ او تر هغو یې ورسوئ چې دې جاهلانو پسې روان و او دي.دا سړی ن...
21/06/2022

.
ډېرو ملګرو د پیر په اړه معلومات غوښتي و دلته یې راسره ولولۍ او تر هغو یې ورسوئ چې دې جاهلانو پسې روان و او دي.
دا سړی نن سبا په افغانستان کې ګرځي راګرځي ۔ ډېر په تجسس کې وم چې دا اخر دی څوک ؟ تر دم ګړي چې مې کوم مالومات تر لاسه کړي دي نو دا سړی پير ابراهيم اغا نومېږي او د پير سيد احمد ګيلاني له خاندان څخه دی ۔ د دې خاندان سياسي تاريخ دونه ککڼ دی چې ککڼ به هم ورڅخه وشرمېږي ۔

دوی درې وروڼه دي او مشر ئې هم دغه پير ابراهيم دی
کشر ئې پير پهټان دی او په جهنګ (پنجاب) کي ژوند کوي ۔ د دويم ورور په اړه يې مالومات نه لرم ۔
پير ابراهيم په لندن کي استوګنه لري او وئيل کېږي چې په اسلام اباد کي يې د کروړو روپو جايداد دی ۔ دوی وايي چې موږ د پير عبدالقادر ګيلاني د 23م پښت څخه يو ۔

د ځايي خلکو په وينا چې پير ابراهيم هر کال افغانستان ته د لسو دولس ورځو لپاره راځي او په کروړو روپۍ ټولوي بيا ځي ۔ د کم چا کره چې ميلمه کيږي هغه به خامخا لږ تر لږه 15 لکه او زياتي چې هر څومره وي هغه روپۍ به د شکرانې په طور ور کوي ځکه چې پير د دوی کور ته د ورتګ شرف بخښلی دی ۔ او هغه کوربه به درې څلور سوه کسه به هم ميلمانه کوي
دا پير پهټان ( د جهنګ سيمه کي) هر کال د مارچ د مياشتي 17-15 درې ورځي ميله جوړوي ۔ حلقې کوي او د افغانستان څخه په زرګونو خلک ورته راځي ۔ دلته نږدې کلي ورته خالي کيږي او دوی بیا دغه په کرايه اخلي ۔ دومره رش وي چې په يوه کمره کي لس لس تنه هم دغه درې ورځي تيروي
پير پهټان خپل تر ټولو لويه سرمايه د ادارو سره په ښه تعلق کې ګوري ۔

د دوی د کورنۍ په اړه مې يو څه نور مالومات هم تر لاسه کړل او هغه دا چې دا پير صاحب مبارک د يوې يهودۍ مبارکي څخه پيدا دی چې تاراماريختر نومېدله ۔

تاراماريختر يهودۍ د پىر سيد احمد ګيلاني خيلو سکه مور وه د جرمني تابعت (شهريت) لرونکې وه چې ورسته د انګلستان تابعت (شهريت) يې اخيستى وه او د انګلستان د استخباراتو پر مټ د پير صاب ګل ميرمن شوه او دغه شيان ئې وزيږول چي اوس زموږ ساده ولس داسي لوبوي۔

نالوستي ناپوهي ستر جهالت دى

یوه غوښتنه: که لیکنه مو پوره لوستې وې، کمینت کې ولیکئ چي ولوستل شو او پوست درسره مښکې شیر کړئ.

ستا ارماني

     ♥
16/06/2022

 !ᝨ..ᗅ  خپله رمه باندې ډیر مهربان و، هر وخت به یې د خپلو میږو ساتنه کوله، مازیګر به چې رمه له غر نه راوسته نو د کور ټولې...
13/06/2022

!ᝨ..ᗅ

خپله رمه باندې ډیر مهربان و، هر وخت به یې د خپلو میږو ساتنه کوله، مازیګر به چې رمه له غر نه راوسته نو د کور ټولې دروازې به یې قلف کړې، ترڅو چې لیوان رانشي او میږو ته څه ضرر ونه رسوي.

یوه شپه چې لیوان ډیر وږي شول نو د شپونکي کور ته ورغلل ترڅو چې د خپلو خیټو چاره وکړي، کله چې د کور دروازې قلف ولیدلې نو ډیر مایوسه شول، بیا یې مشوره وکړه چې راځئ همدلته به لاریون وکړو چې ولې شپونکي میږې او بزې بندې کړې دي؟ د میږو حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي، میږې او بزې باید خپلې خوښې ته پریښودل شي ترڅو چو آزاده فضاء کې خپل ژوند څخه خوند واخلي.

میږو او بزو چې د لیوانو چیغې واوریدې نو زړونه یې باغ باغ شول، چې رښتیا هم لیوانو سره زمونږ د حقوقو غم دی، شپونکي خو مونږ ټول عمر بندیانې کړې یو، یوه ورځ مو هم خپلې خوښې ته نه پریږدي، نو راځئ چې نور د لیوانو په څېر آزاد ژوند وکړو، اوس خو هسې هم ډیموکراسي ده لیوان مونږ باندې کار نه لري.

دوهمه ورځ میږو او بزو هم چیغې شروع کړې، د لیوانو له دروغجنو شعارونو څخه متأثره شوې، نو په خپلو ښکرونو باندې یې دروازې ماتې کړې، تر دې چې د غر په لوري روانې شوې او لیوان وروسته ورپسې روان شول، شپونکي بیچاره ډیرې چیغې وکړې چې لیوان ستاسې دښمنان دي، غواړي چې دوکه درسره وکړي او د خپلو خیټو کار یې وشي، مګر میږو او بزو د شپونکي خبرو ته غوږ ونه نیوه، بالآخره شپونکی هم مایوسه شو.

کله چې میږې او بزې د غر لمنې ته ورسیدلې نو لیوانو د خپل پلان مطابق عملیات شروع کړل، د ډیر وخت راهیسې چې وږي ګرځیدل نن یې خپل زړونه یخ کړل، میږو او بزو باندې یې برید وکړ، ټولې میږې او بزې یې د سترګو په رپ کې ختم کړې، یوازې هډوکي یې پاتې شول.

نن ورځ چې غربیان او ډیموکراټان د ښځو د حقوقو او آزادۍ دروغجن شعارونه زمزمه کوي، له دوي سره هیڅکله د مسلمانو خویندو غم نشته دی، بلکې د دوي یوازینۍ موخه د مسلمانو خویندو عزت او عفت لوټل دي، ترڅو چې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې د مسلمانو ښځو عزت هم د غربیانو ښځو په څېر لیلام شي، مسلمانه ښځه هم د هغه غربي ښځې په څېر یوازې د جنسي غریزې وسیله وګرځي، د مسلمانې ښځې عزت ته هر څوک لاس رسی ولري، ترڅو په ډیره آسانۍ سره اسلامي ټولنه په اخلاقي فساد باندې ککړه شي.
نو هر مسلمان باید پدې پوه شي چې د ښځو حقوق یوازې اسلام خوندي کړي دي، ...
👈 که مو چېري پوره لوستلې وي نو کمینټ ولیکي چي ولوستل شو . مننه☑

Address

Kabul

Telephone

+93783879934

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ستا ارماني posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share


Other Modeling Agencies in Kabul

Show All