IMRAN S N خبر

IMRAN S N خبر تازه او پر وخت خبر تر لاسه کړئ د همدې صفحې څخه

10/03/2024

په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې سبا دوشنبه په دغه هېواد کې هم د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده. تر دې مخکې د افغانستان ملي تلویزیون او باختر خبري اژانس د سترې محکمې په حواله خبر ورکړی و، چې د دې محکمې هلال کمېټه به د دوشنبې ماښام ناسته وکړي چې له مخې به يې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ معلومه شي.

06/02/2024

د‏الر کلد‏ار 290.60 ــ 290.70
د‏الر ا‏‌فغانی 73.95 ــ 74.00
افغانی کلدار 3927 ــ3930

06/02/2024

د افغانستان لپاره د عمرې سیسټم تېره ورځ ماځیګر ۴:۳۰ بجې تر امرثاني پوري بند شو

06/02/2024

پنځو غير دولتي نړيوالو سازمانونو (انجيوګانو) په افغانستان کې د اقليمي وضعيت او وچکالۍ د بدتر کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

09/12/2023

د پاکستان جیوز نیوز ویلي، په روان ۲۰۲۳ کال کي د خیبر پښتونخوا په ګڼو سیمو کي ۱۰۵۰ امنیتي پېښي سوي او پر مهال يې ۴۷۰ ملکي او نظامي کسان وژل سوي.

09/12/2023

د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، د کونړ پر سیند د بندونو جوړولو سروې بشپړه شوې، له یو ترکي شرکت سره هوکړې ته نږدې شوي، نژدې راتلونکي کې به کار په خپله بودیجه پیل کړو.

24/10/2023

‏د پاکستان حکومت وایي، که د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له پاکستانه ناقانونه کډوال ونه وځي، د قانون له مخې به ونیول شي او بندي به شي.
‏د بلوچستان ایالت حکومتي‌ ویاند جان اڅکزی وايي، ناقانونه کډوالو ته د ورکول شوي مهلت یوه اونۍ پاتې ده چې له دې مودې وروسته به کډوال یو یو ونیول شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه ویلي، د ناقانونه کډوالو په اړه اندېښنه لري چې ناقانونه کړنو کې به ښکېل به وي.

24/10/2023

پاکستاني پولیسو د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې هغه بازار نړولی، چې د کوچني کابل په نامه یادېده. دغه بازار چې د بورډ بازار په نامه هم یادېده شاوخوا څلور لسېزې مخکې جوړ شوی و، چې ګڼ کاروباریان یې افغانان وو او هغه توکي په کې پلورل کېده، چې افغانانو ورته اړتیا لرله.

24/10/2023

ټاکل شوې په کابل کې د پاکستان اوسنی شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په افغانستان کې ددغه هېواد د سفیر په توګه ګمارل کېږي.

یو مایکروسکوپي لاسي کڅوړه، چې اندازه یې د مالګې د دانې څخه کوچنۍ ده، په آنلاین لیلام کې په 63,750 کې پلورل کیږي.ډالر خرڅ...
01/07/2023

یو مایکروسکوپي لاسي کڅوړه، چې اندازه یې د مالګې د دانې څخه کوچنۍ ده، په آنلاین لیلام کې په 63,750 کې پلورل کیږي.

ډالر خرڅ شول. د انسان سترګو ته په سختۍ سره لیدل کیږي، دا فلوروسینټ ژیړ شنه کڅوړه د نیویارک د آرټ ګالري لخوا د لوئس ویټون د مشهور ډیزاین پر بنسټ جوړه شوې او د برانډ سره هیڅ تړاو نلري. او هغه د خپلو متنازع ډیزاینونو لپاره پیژندل کیږي. هغه دا کڅوړه "" د مایکروسکوپي دستګاه" او د هغې د اندازې په اړه یې وویل چې دا کڅوړه دومره کوچنۍ ده چې د ستنې د سترګو څخه تیریږي او تاسو یې د لیدلو لپاره مایکروسکوپ ته اړتیا لرئ.

د دې دستګاه د لیدلو لپاره، چې د 3D چاپ کولو ټیکنالوژۍ په کارولو سره جوړ شوی او د 65 x 222 x 700 مایکرو میټرو اندازه لري، یو ځانګړی مایکروسکوپ د واحد سکرین سره ډیجیټل ډیزاین شوی. دا پلور د آنلاین لیلام کور "Jupiter" لخوا رامینځته شوی ، کوم چې د امریکایی میوزیک تولید کونکي او ډیزاینر ، فیریل ویلیمز لخوا تاسیس شوی. ویلیامز اوس مهال د لوئس ویټون نارینه جامو تخلیقي رییس په توګه کار کوي.

05/06/2023

‏نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې ناروې به د جون میاشتې په نیمایي کې د افغانستان په اړه د یوې لویې غونډې کوربه وي، چې د لویدیځو هېوادونو او سیمې لوړپوړي استازي به پکې ګډون وکړي.

د پاکستان صدراعظم د قرض او خوږو اړیکو په بهانه د اردغان مبارکۍ ته ځان رسولی.‏خپره شوې ویډیو کې شهباز شریف بیا ـ بیا اردغ...
05/06/2023

د پاکستان صدراعظم د قرض او خوږو اړیکو په بهانه د اردغان مبارکۍ ته ځان رسولی.
‏خپره شوې ویډیو کې شهباز شریف بیا ـ بیا اردغان ته وایي ما تاته امونه هم راوړي، نیم ستا ـ نیم دې د مېرمنې.

06/02/2023

په ترکیه کي د زلزلې له امله ۷۶ تنه مړه سوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان دي.
ددې ترڅنګ سوریه کي ۶۲ تنه مړه سوي.

04/02/2023

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اعلان وکړ، چې د امنیتي ګواښونو له امله نور په کابل کې ددغه ګوند د مرکزي دفتر په جومات کې د جمعې لمونځونه د موقت وخت لپاره نه کېږي.
د حزب اسلامي مرکزي دفتر د کابل ښار د دارالامان پر سړک موقعیت لري او دغلته په ایمان مسجد کې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار د هرې جمعې په ورځ خطبه ورکوي او سلګونه کسان پکې ګډون کوي.

04/02/2023

‏د جمهوري نظام لومړی مرستيال امرالله صالح ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منير اکرم وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، "پښتون د تعليم ضد بلل، د ټولنې نه د ISI ادبيات دي".

04/02/2023

امکان سته، چي هند په نژدې ورځو کي افغانستان ته د میډیکل یا ناروغانو لپاره وېزې صادرولو ته اجازه ورکړي.

04/02/2023

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د افغانستان په تړاو د بشردوستانه غونډې په بهیر کې د خپلو څرګندونو له امله بخښنه غوښتې.
ښاغلی اکرم وايي د هغه په خبرو چې د خوابدي لامل سوي بښنه غواړي.
هغه وايي خبرې یې سمې نه وې او ده د پاکستان دریځ منعکس نه سو کړای.
منیر اکرم په خپله ټوېټر پاڼه خپاره سوي پیغام کې ویلي زه پښتني کلتور ته ژور درناوی لرم، زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور.

02/02/2023

‏د ایران ولسمشر وایي وټساپ او انسټاګرام به یې په هېواد کې همداسې بند وي.

31/01/2023

‏ډنمارک ویلي، د افغانستان زیانمنو مېرمنو ته د پناه ورکولو او قانوني کډوالۍ زمینه برابروي.
د ډنمارک د کډوالۍ کمېټې پرون ویلي، دوی دغه پرېکړه وروسته تر دې کړې چې په افغانستان کې پر افغان ښځو او نجونو د فشار کړۍ تنګه سوې.

31/01/2023

د پښتون ژغورنې غورځنګ ( پي ټي اېم) مشر منظور پښتون د پېښور چاودنې په غبرګون کې ویلي، له چین او امریکا څخه د پیسو ترلاسه کولو په موخه د پښتنو په سیمو کې اور بل کړی سوی دی.

31/01/2023

تازه خبر

د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کي چاودنه سوې ده، خو نور جزئیات معلوم نه دي.

30/01/2023

‏د اسلامي همکاریو ټولنې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د نجونو او ښځو له تعلیم څخه د محرومیت او د هغې د پراخو ټولنیزو او اقتصادي پایلو د مخنیوي په موخه دې په وروستۍ پرېکړه او پخوانیو ورته فرمانونو له سره غور وکړي.

30/01/2023

‏د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو نیوکه کړې او ویلي دي چې ط البان اوس د امریکايي ځواکونو پر مختللي تجهیزات او وسلې لري، چې د شپې دوربینونه هم پکې شامل دي.

د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې په ۱۰۰۰ جرېبه امارتي ځکمه د یو خصوصي پانګوال له خوا باغونه جوړېږي. شنبه، سلواغه، ۸، ...
29/01/2023

د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې په ۱۰۰۰ جرېبه امارتي ځکمه د یو خصوصي پانګوال له خوا باغونه جوړېږي.
شنبه، سلواغه، ۸، ۱۴۰۱ ،هــ ش
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د یو افغان سوداګر له خوا په په زره جرېبه امارتي ځمکه د ۵۰ میلیونه افغانیو پانګونه کېږي، چې راتلونکې به تر ۴۰۰ میلیونه لوړه شي.
له همدې امله جوړ شویو مراسیمو کې د کونړ والي مولوي احمد طه، مرستیال والي مولوي عبدالله حقــ اني، امنیه قومندان عبدالحق حقـ اني، استخباراتو رییس مولوي محمد حذېفه، کرنې رییس پیر مولوي حبیب الرحمان، د اخلاص مومند شرکت رییس حاجي مجید او نورو مسوولینو برخه اخیتسې وه، چې د یادې پروژې پیل یې د خلکو اقتصادي پرمختګ لپار مهم وباله.
کونړ والي وویل د دغې پروژې څخه به نه یواځې داچې میلیونونه افغانۍ د ا.ا خزانې ته راشي بلکې ترڅنګ به یې خلکو ته کاري فرصتونه برابر ، روغتیا او اقتصادي وده کې به یې مهم رول ادا کړي.
هغه په کونړ کې موجوده وضعیت د پانګونې ښه فرصت وباله او له نورو سوداګرو یې په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګې اچونې غوښتنه وکړه.

29/01/2023

‏په سالنګونو کې د درنې واورې له امله لویه لار د لویو موټرو پرمخ تړل سوې ده.

29/01/2023

افغانستان بانک نن د افغانۍ د ارزښت لپاره ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي.

29/01/2023

د لوړو زده کړو وزارت شخصي پوهنتونونو ته ویلي، چي د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازمویني کي دي نجونو ته د ګډون اجازه نه ورکوي.

28/01/2023

لاندې اکثريت ولايتونه په يکشنبه او دوشنبه اټکلونه لري، او پاتې نور د اوونۍ په پاتې ورځو کې!!
🌨️کابل واوره
🌨️لوګر واوره
🌨️ميدان وردګ واوره
🌨️پنجشېر واوره
🌨️بدخشان واوره
🌨️نورستان واوره
🌨️غزنی واوره
🌨️باميان واوره
🌨️پکتیا واوره
🌨️پکتیکا واوره
🌨️زابل واوره
🌨️کاپيسا واوره
🌨️پروان واوره
🌨️ارزګان کمزورې واوره
🌨️دايکندي کمزورې واوره

لاندې ولايتونه د باران اټکلونه لري خو د ځينو يې کمزورې دي چې ممکن ميس هم شي.

🌧️کونړ باران
🌧️لغمان باران
🌦️ننګرهار باران
🌦️کندهار باران
🌦️کندوز باران
🌦️تخار باران

يادونه: پورته ولايتونه چې واوره پکې اټکل شوې اکثره يې قوي اټکل لري، خو کومو ولايتونو کې چې باران اټکل شوی تر يو حده کمزوری اټکل دی خو ډېره هيله داده ده چې بارانونه پکې وشي.

والله اعلم .

28/01/2023

‏ازبکستان افغانستان ته د برښنا د لېږد چارې له سره پیل کړې، خو د پخوا په پرتله یې کمه کړې ده.
‏د کابل برښنا رییس وویل چې ازبکستان د دوه سوه پنځوس مېګاواټه برښنا په ځای اوس سل مېګاواټه برښنا افغانستان ته صادروي چې له دې سره ستونزه نه سي حل کېدای.

28/01/2023

افغان حکومت او امریکا هغه ادعا رد کړې، چي ګواکي روسیې په افغانستان کي له امریکا د پاته سویو وسلو د رانیولو غوښتنه کړې ده.
په افغانستان کي د امریکا د اوو بیلیونو وسله پاته سوې، خو امریکا ویلي، دا د تېر سقوط سوي حکومت لپاره وه او په دوی اړه نه لري.

Address

Kabul
1995

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when IMRAN S N خبر posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to IMRAN S N خبر:

Videos

Share