SAAR News

SAAR News SAAR News is a digital media house based in Kabul, Afghanistan
(5)

دا پر نشه‌يي توکو د یو هغه روږدي کس ماشومه لور ده چې خپله او مېرمن یې پر نشه‌يي توکو روږدي وو او تر پل سوخته لاندې یې د ...
29/03/2023

دا پر نشه‌يي توکو د یو هغه روږدي کس ماشومه لور ده چې خپله او مېرمن یې پر نشه‌يي توکو روږدي وو او تر پل سوخته لاندې یې د خپل ژوند ترخې ورځې، شپې له خپلو ماشومانو سره یوځای تېرولي.
وروسته له هغې چې د دولت له لوري پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درمنله پیل شوه، ورسره جوخت یې ماشومانو ته د زده کړو زمینه هم برابره شوه.

د ننګرهار ولایت دره‌نور ولسواليعکس رالېږوونکی: عبدالغفور پشه‌یي
29/03/2023

د ننګرهار ولایت دره‌نور ولسوالي
عکس رالېږوونکی: عبدالغفور پشه‌یي

لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي.عکسونه: بیدار ساپیتاسې هم د خپلو سیمو عکسونه لاندې وټساپ شمېرې ته رالېږلی شئ!0730800183
28/03/2023

لغمان ولایت الیشنګ ولسوالي.
عکسونه: بیدار ساپی
تاسې هم د خپلو سیمو عکسونه لاندې وټساپ شمېرې ته رالېږلی شئ!
0730800183

څارنیوز(۷وری۱۴۰۲)د ملي لوبډلې پیاوړي الرونډر ګلبدین نایب خبري غونډې ته ویلي چې نسیم شاه یوازې د لوبغاړو نه؛ بلکې د ټول ا...
27/03/2023

څارنیوز(۷وری۱۴۰۲)د ملي لوبډلې پیاوړي الرونډر ګلبدین نایب خبري غونډې ته ویلي چې نسیم شاه یوازې د لوبغاړو نه؛ بلکې د ټول افغانستان هدف وو.
هغه زیاته کړې، نوموړي په اسیا جام سیالیو کې له افغانستان څخه بایللې لوبه بېرته وګټله؛ نو ځکه یې پام هغه ته وو.
په تېرو دوه سیالیو کې پاکستانی تېز بالر د افغان توپوهونکو له لوري په سم ډول ولوبول شو، چې زیاتې منډې هم پرې راغلي.

څار نیوز اداره درته د دې تاریخي بریا مبارکي وایي!وطن دې ځلاند او هېوادوال دې خوښ وي!
24/03/2023

څار نیوز اداره درته د دې تاریخي بریا مبارکي وایي!
وطن دې ځلاند او هېوادوال دې خوښ وي!

څار نیوز(۳وری۱۴۰۲) ‏د پکتيا په مرکز ګردېز او ددغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د څه باندې ۴۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوب...
23/03/2023

څار نیوز(۳وری۱۴۰۲) ‏د پکتيا په مرکز ګردېز او ددغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د څه باندې ۴۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو اوه شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
تر دې وړاندې هلته خلک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

څارنیوز(۳وری۱۴۰۲) پښتون سیاستوال علي وزیر وایي، پنجابیان د پښتونو پر خاوره حکومت کوي او مونږ پښتانه ورته ګورو.هغه ویلي، ...
23/03/2023

څارنیوز(۳وری۱۴۰۲) پښتون سیاستوال علي وزیر وایي، پنجابیان د پښتونو پر خاوره حکومت کوي او مونږ پښتانه ورته ګورو.
هغه ویلي، له ټولې پښتونخوا څخه به د پنجاب د حکومت لاسونه لنډوي او له پښتونو سره د کړي ظلم حساب به ورنه اخلي.
نوموړي زیاته کړې، چېود پنجاب ریاست په زندان کې پر ډېرو سیاستوالو توبې وویستې چې نورې به پر دوی نېوکې نه کوي؛ خو زه پر خپل ځای ولاړ یم.

څارنیوز(۳وری۱۴۰۲)د جنیوا د بشري حقونو نړیوالې ناستې ته  پښتون سیاسي فعال فضل الرحمن اپریدي ویلي، چې د پاکستان حکومت هڅه ...
23/03/2023

څارنیوز(۳وری۱۴۰۲)د جنیوا د بشري حقونو نړیوالې ناستې ته پښتون سیاسي فعال فضل الرحمن اپریدي ویلي، چې د پاکستان حکومت هڅه کوي، ترڅو د ټي ټي پي ۴۴ زره جنګیالیو او د هغوی کورنیو ته په پښتونخوا کې د اوسېدو اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي ویلي، دا ډله د پاکستان تر ټولو نژدې ملګرې ده.

څار نیوز(۳وری۱۴۰۲) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله خان ویلي، چې د پاکستان حکومت او ولس ته ټولې بدبختۍ د عمران خ...
23/03/2023

څار نیوز(۳وری۱۴۰۲) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله خان ویلي، چې د پاکستان حکومت او ولس ته ټولې بدبختۍ د عمران خان له لاسه پېښې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې ملک کې روان کړکېچ خطرناک دی او د مخنیوي لپاره یې باید د عمران خان مخه ونیول شي.

د افغان لوبغاړو د لومړي پېشنمي ګډ انځور
22/03/2023

د افغان لوبغاړو د لومړي پېشنمي ګډ انځور

18/03/2023

#تاز
د ا.ا ویاند وایي، چې په بلخ کې یې د "د/ع" ډلې پر درېیو پټنځایونو عملیات کړي، چې د یادې ډلې ګڼ شمېر جنګیالي یې وژلي.

حشمت غني له خپل ورور محمد اشرف غني سره په دوبۍ کې کتلي.
15/03/2023

حشمت غني له خپل ورور محمد اشرف غني سره په دوبۍ کې کتلي.

څارنیوز (۲۴کب۱۴۰۱) په تخار ولایت کې د سرو زرو کان د کارګرو موټر چپه شوی، چې په کې سپاره ۱۷ کاګر مړه شوي او ۷ نور ژوبل دي...
15/03/2023

څارنیوز (۲۴کب۱۴۰۱) په تخار ولایت کې د سرو زرو کان د کارګرو موټر چپه شوی، چې په کې سپاره ۱۷ کاګر مړه شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځ‌ته شوه، چې د دوى لېږدونکی موټر د چاه‌آب ولسوالۍ له مرکزه کان ته پر لاره و، چې له سړک واوښت.

څارنیوز (۲۳کب۱۴۰۱) د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، دمګړۍ افغانستان پر پوځي تجهیزاتو سمبال ۱۵۰ زره روزل شوي دفاعي ځواکونه لر...
14/03/2023

څارنیوز (۲۳کب۱۴۰۱) د ملي دفاع وزارت ویاند ویلي، دمګړۍ افغانستان پر پوځي تجهیزاتو سمبال ۱۵۰ زره روزل شوي دفاعي ځواکونه لري، چې له خپلې خاورې او خلکو بشپړه ساتنه کولی شي.
د نوموړي دا څرګندونې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر هغو خبرو په ځواب کې دي، چې ویلي یې وو، افغانستان منظم پوځ نه لري او نه هم په‌کې د سرحدونو د کنټرول او مدیریت ځواک شته.

څارنیوز (۲۳کب۱۴۰۱) له افغانستان سره د مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو نوې کڅوړه نن کابل ته را رسېدلې ده. د اف...
14/03/2023

څارنیوز (۲۳کب۱۴۰۱) له افغانستان سره د مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو نوې کڅوړه نن کابل ته را رسېدلې ده.
د افغانستان بانک د دې مرستې د هر کلي تر څنګ هیله ښودلې، چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.

څارنیوز (۲۲کب۱۴۰۱) له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند ویلي، ا، ا د هغو بېرته راستانه شویو کسانو په دندو ګمارلو ...
13/03/2023

څارنیوز (۲۲کب۱۴۰۱) له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویاند ویلي، ا، ا د هغو بېرته راستانه شویو کسانو په دندو ګمارلو ته ژمن دی، چې وړ او رېښتیني وي.
نوموړي طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي، د پخواني حکومت په لکونو مامورین اوس هم د حکومت یوه برخه ده او معاشونه اخلي.

 #تازهپاکستان د شاداب په مشري؛ له افغانستان سره د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.
13/03/2023

#تازه
پاکستان د شاداب په مشري؛ له افغانستان سره د لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

څارنیوز (۲۲کب۱۴۰۱) پر اټومي وسلو سمبالې شمالي کوریا له خپل اوبتله دوه ستراتیژیک کروز توغندي توغولي دي. دا توغندي له هغې ...
13/03/2023

څارنیوز (۲۲کب۱۴۰۱) پر اټومي وسلو سمبالې شمالي کوریا له خپل اوبتله دوه ستراتیژیک کروز توغندي توغولي دي.
دا توغندي له هغې څو ساعته دمخه توغول شوي، چې امریکا او جنوبي کوریا د تېرو کلونو په پرتله پرون تر ټولو لوی ګډ پوځي تمرینات پیل کړل.

د اوسکار سینمايي جایزو په مراسمو کې ملالې یوسفزۍ د پخواني پاچا غازي امان الله خان د مېرمنې ملکې ثریا په څېر ګاڼۍ او جامې...
13/03/2023

د اوسکار سینمايي جایزو په مراسمو کې ملالې یوسفزۍ د پخواني پاچا غازي امان الله خان د مېرمنې ملکې ثریا په څېر ګاڼۍ او جامې پر تن کړي.
امریکايي مجلې« ټاون اینډ کنټري» لیکلي، یوسفزۍ پر دې جامو کې جذابه او ښکلې ښکاري.

څار نیوز ته رسېدلي مالومات ښيي چې د دېره اسماعیل خان په باچا اباد سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې وسله والو د پاکستاني پو...
13/03/2023

څار نیوز ته رسېدلي مالومات ښيي چې د دېره اسماعیل خان په باچا اباد سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې وسله والو د پاکستاني پوځیانو پر پوسته برید کړی چې په پایله کې یې درې تنه وژلي او دوه نور یې مرګوني ټپیان کړي دي.
د معلوماتو له مخې، دا برید وروسته له هغې شوی چې د دې پوستې عسکرو تېره ورځ مازیګر په سیمه کې د کلي دوه سپینږي وهلي وو.
د برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو هلته ډېری وخت ورته بریدونه د « TTP» اړوند کسان ترسره کوي.

څارنیوز (۲۱کب۱۴۰۱) د فنلنډ لومړۍ وزیرې سانا مارین د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په کتنه کې ویلي، چې دا جګړه ب...
12/03/2023

څارنیوز (۲۱کب۱۴۰۱) د فنلنډ لومړۍ وزیرې سانا مارین د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په کتنه کې ویلي، چې دا جګړه به یو اتل ولري او هغه به روسیه نه وي.
د هغې په خبره، زیلنسکي د دې جګړې اتل دی او پوتین یوازې ځان او روسیه تباه کوي.
د راپورونو له مخې، اوسمهال د کییف او مسکو ترمنځ روانه جګړه د اوکراین په ختیځ باخموت ښار کې توده ده.

څارنیوز (۲۰کب۱۴۰۱) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې افغان حکومت باید ...
11/03/2023

څارنیوز (۲۰کب۱۴۰۱) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې افغان حکومت باید له خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي.
د زرداري په خبره، که افغان حکومت ناکامېږي، یا خپلې ژمنې ماتوي، لومړنی قرباني به یې افغان ولس او ورپسې پاکستان وي.

11/03/2023

دویم تعقیب:
د بلخ په چاودنه کې ۱۵ تنه ټپیان شوي او دوه نور وژل شوي.
په ټپیانو کې د بېلابېلو رسنیو لس خبریالان هم شامل دي.

څار نیوز (۲۰کب۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر مایک پامپیو ویلي، واشنګټن د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې افغانس...
11/03/2023

څار نیوز (۲۰کب۱۴۰۱) د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر مایک پامپیو ویلي، واشنګټن د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې افغانستان ته پرېښودې، چې دا یوه ستراتیژیکه تېروتنه وه.
نوموړي همدا راز زیاته کړې، ا، ا د امریکا سر سختی مخالف دی او زیات احمتال شته، چې په دې وسلو سره پرې برید وکړي.

11/03/2023

#بېړنی‌خبر
څو شېبې وړاندې په بلخ ولایت کې چاودنه شوې.
ویل کېږي چې په چاودنه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
جزیات وروسته...

څارنیوز(۲۰کب۱۴۰۱) د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د ایران او سعودي ترمنځ د هغې هوکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې دواړه هېوا...
11/03/2023

څارنیوز(۲۰کب۱۴۰۱) د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د ایران او سعودي ترمنځ د هغې هوکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې دواړه هېوادونه خپلې دیپلوماتیکې اړیکې بېرته ورغوي.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی دا اقدام په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم ګڼي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیک پرمختګ په سیمه کې د څو اړخیزو اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي.
تېره ورځ د سعودي او ایران ترمنځ هوکړه شوې چې دواړه هېوادونه به خپلې دیپلوماتیکې اړیکې بېرته رغوي او په تهران او ریاض کې به خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
یادې اړیکې له نن شاوخوا اووه کاله وړاندې په تهران کې د سعودي پر سفارت او مشهد کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ له برید وروسته خړې پړې شوې وې.

څارنیوز(۲۰کب ۱۴۰۱) د پخواني حکومت د پوځ جنرال« سمیع سادات» په یوه مرکه کې ویلي چې د کابل د سقوط په ورځ یې غوښتل خپل سر ل...
11/03/2023

څارنیوز(۲۰کب ۱۴۰۱) د پخواني حکومت د پوځ جنرال« سمیع سادات» په یوه مرکه کې ویلي چې د کابل د سقوط په ورځ یې غوښتل خپل سر له وطنه قربان کړي؛ خو وروسته یې خپل ژوند د وطن ازادۍ ته وقف کړ.
نوموړي ویلي، د ا.ا نظام به هم ډېر ژر نسکور کړي.
جنرال سادات تېر کال هم ویلي وو چې له کوچني اختر وروسته به پراخ بریدونه پیل کړي.

څارنیوز(۱۹ کب ۱۴۰۱) پخواني حکومت کې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي، له افغان مېرمنو زړورې مېرمنې نشته.هغې په خپلې ورو...
10/03/2023

څارنیوز(۱۹ کب ۱۴۰۱) پخواني حکومت کې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وایي، له افغان مېرمنو زړورې مېرمنې نشته.
هغې په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، تېرو شلو کلونو کې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې لکه لمر روښانه دي.

څارنیوز(۱۹کب ۱۴۰۱)د ا.ا مشر د کندهار والي حاجي داوود وفا ته دنده سپارلې چې د بلخ ولایت چارې هم سمبال کړي.د کندهار د والي...
10/03/2023

څارنیوز(۱۹کب ۱۴۰۱)د ا.ا مشر د کندهار والي حاجي داوود وفا ته دنده سپارلې چې د بلخ ولایت چارې هم سمبال کړي.
د کندهار د والي ویاند وایي، تر هغې چې دې ولایت ته نوی والي ورپېژندل کېږي، نو چارې به یې والي وفا سمبالوي.
د بلخ والي د جمعې په ورځ په یوه چاودنه کې ووژل شو.

څارنیوز (۱۹کب۱۴۰۱) سرپرست حکومت یو وار بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ ورسپارلو غوښتنه کړې ده.د سرپرس...
10/03/2023

څارنیوز (۱۹کب۱۴۰۱) سرپرست حکومت یو وار بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ ورسپارلو غوښتنه کړې ده.
د سرپرست حکومت ویاند تازه مرکه کې ویلي، چې د پخواني حکومت استازی ورته د منلو نه دی او دا له افغان ولس سره ستره جفا ده.

څارنیوز (۱۹کب۱۴۰۱) ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو پر بیا پیلولو هوکړه کړې ده.د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې...
10/03/2023

څارنیوز (۱۹کب۱۴۰۱) ایران او سعودي عربستان د دوه اړخیزو اړیکو پر بیا پیلولو هوکړه کړې ده.
د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه هوکړه د چین په منځګړیتوب شوې ده.

څارنیوز(۱۹کب ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې افغانستان تر ټولو سخت بشري کړکېچ سره ...
10/03/2023

څارنیوز(۱۹کب ۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، چې افغانستان تر ټولو سخت بشري کړکېچ سره مخ دی.
یادې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې اوس مهال ۲۸.۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

څار نیوز(۱۹ کب ۱۴۰۱) پخواني حکومت کې د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې د ا.ا اوسنۍ پا...
10/03/2023

څار نیوز(۱۹ کب ۱۴۰۱) پخواني حکومت کې د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې د ا.ا اوسنۍ پالیسي به د دوی د له منځه تللو سبب شي.
نوموړي ویلي، پکار وه، چې د داسې حکومت پر جوړېدو خبرې شوې وی، چې ټولو لورو په کې خپل ځانونه لیدلی.

څارنیوز(۲۳تله۱۴۰۱) پرځېدلي حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، چې له سیاسي اشخاصو سره د لیدنو پر دوام یې له ...
15/10/2022

څارنیوز(۲۳تله۱۴۰۱) پرځېدلي حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، چې له سیاسي اشخاصو سره د لیدنو پر دوام یې له احمد مسعود سره کتلي دي.
نوموړي ویلي، په دې لیدنه کې جمهوري نظام ته د بېرته ور ګرځېدو په اړه خبرې کړې دي.
د جمهوریت له ړنګېدو وروسته؛ دا لومړی ځل دی چې محب له مسعود سره ګوري.

بلوچ ځواکونو په هرنایي سیمه کې د پاکستان یوه الوتکه نسکوره کړې.د دغې ډلې ویاند څار نیوز ته ویلي، چې په دې پېښه کې د دوه ...
26/09/2022

بلوچ ځواکونو په هرنایي سیمه کې د پاکستان یوه الوتکه نسکوره کړې.
د دغې ډلې ویاند څار نیوز ته ویلي، چې په دې پېښه کې د دوه قومندانانو په شمول ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي.
لاهم د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

 #بېړنی‌خبر څو شېبې وړاندې د هرات "ګذرګاه" جومات کې چاودنې شوې دي.د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د یاد...
02/09/2022

#بېړنی‌خبر
څو شېبې وړاندې د هرات "ګذرګاه" جومات کې چاودنې شوې دي.
د ځایي سرچینو د مالوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د یاد جومات مولا
مولوي مجیب الرحمان انصاري له خپلو څو ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی.

د پکتیا د والي مرستیال عزیزالرحمن منصور نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ویلي، چې ام...
19/08/2022

د پکتیا د والي مرستیال عزیزالرحمن منصور نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې ویلي، چې امان الله خان افغانستان ته بې دیني راوړه او له دې خاورې سره یې لوی خیانت وکړ.
نوموړي ویلي، غازي امان الله خان اتل نه؛ بلکې یو لوی خاین و.

17/08/2022

د کابل د خیرخانې په یو جومات کې د چاودنې له کبله ۲۰تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

څارنیوز (۲۵زمری۱۴۰۱) د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې افغانان نور له جګړو ستړې دي ا...
16/08/2022

څارنیوز (۲۵زمری۱۴۰۱) د جنبش ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې افغانان نور له جګړو ستړې دي او باید یو بل ومنل شي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې د ا.ا مشرتابه ته یې پیغام استولی، چې جګړه د حل لار نه ده او باید د دواړو خواوو ترمنځ خبرې پیل شي.

 #تازهد خیبرپښتونخوا د ټانګ ولسوالي په کوټ اعظم سیمه کې نامالومو وسله ولو پر پاکستانۍ پوځیانو حمله کړې، چې دوه یې وژلي ا...
16/08/2022

#تازه
د خیبرپښتونخوا د ټانګ ولسوالي په کوټ اعظم سیمه کې نامالومو وسله ولو پر پاکستانۍ پوځیانو حمله کړې، چې دوه یې وژلي او یو بل یې مرګونی ټپي کړی.
د برید مسؤلیت چا نه دی منلی؛ خو هلته اکثره وخت دا ډول غلچکي بریدونه ټي ټي پي کوي.

Address

13
Kabul
1012

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SAAR News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to SAAR News:

Share

Nearby media companies

  • Hashemi Mobile

    Hashemi Mobile

    مقابل مسجد پل خشتی، افضل مارکیت دوکان نمبر


You may also like