Tahir Shinwari

Tahir Shinwari �لااِلهَ ِالااللّهُ مُحمّدُرَسُولّ اللهْ�
Social Activist!Hu

01/11/2023
29/10/2023
د عمر مې 25 کاله بشپړ شو او په ژوند کې مې یو بل پسرلی هم شروع شو یعنی شپږ ویشتم پسرلی!ژوند مې داهتتام په لور ډیر په تیزی...
24/07/2023

د عمر مې 25 کاله بشپړ شو او په ژوند کې مې یو بل پسرلی هم شروع شو یعنی شپږ ویشتم پسرلی!
ژوند مې داهتتام په لور ډیر په تیزی سره قدمونه ږدی ډېری لوړی او جوری مې والیدلی او هره ورځ مې ده ژوند نوی درس زده کړو خو ده د الله تعالی نه ډیر شکر ګذار یم چې په یوه دین داره اومسلمانه کورنی کې پیدا کړی یم او دخپل قدرمن پلار حاجی صاحب ( نادر خان )څخه په ډېر درنښت مننه کوم چې زما په غوږ کې د الله اکبر الله اکبر کلیمات ویلی الله تعالی دی ورته د ټولو مشرانو ډېر عمر ورکړی امین هېله مند يم چې د ژوند د کتاب دا پنځه ویشتمه پاڼه به مې تر هغو تیرو ډیر ښایسته او رنګین خاطرات ولري زه په دې باوری یم چې ژوند هغه ژوند دې چې د نورو خلکو سره پکې مرسته او خير ورته ورسو زه د هغه الله پاک په در کې لاسونه لپه کوم چی هغه عزت او زلت ورکونکې ذات دی او دعا ورڅخه غواړم چی الله ج زما فامیل او دوستانو ته نیکې بدلی ورکړی چی د ژوند په هر ډګر کې ماسره دوستی او په هر هالت کې ماسره مرسته او ښی مشوری راکړی الله ج دی ماته او ټولو مسلمانانو ته داسې ژوند رانصیب کړی چې هر يو ورڅخه راضی وی او ښه عمال پکې وکړو امین ثم امین تاسې ته د خوښیو ډک او اوږد ژوند غواړم مننه طاهر اتل شینواری!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!مسلمانانو ورونو ،لږ راسره يو دوه دقې،داجر ګټلو لپاره تم شي❗د ننکرهار ولایت د هسکې مېنې  ...
28/05/2023

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

مسلمانانو ورونو ،لږ راسره يو
دوه دقې،داجر ګټلو لپاره تم شي❗

د ننکرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ دګورګوري دقريی چینارو مسجد به ډير
ښه پيژنۍ !.....
درنو او قدرمنو مسلمانانو ورونو لکه څرنګه چي افغانستان همیشه خپل وجود د جنګ لمبو ته نیولي دي او په خپل نازک وجود یی همیشه د زخمونو نښانونه جوړ کړي دي،
د همدغه اور په لمبو کي د چینارو مسجد هم د خپل چاپیریال په شا او خوا کي د جګو جګو چنارونو ځوانۍ ،د مسجد تعمیر ، قرآن کریمونه ، سیپاری او هر څه د همدی جنګ په سره اور کي قربانې کړل او شهيد شو .
دغه مسجد د ګورګورۍ
د سیمې یو مشهور جامع مسجد وو،
چي اوس يو وار بيا د سیمې خلکو دايمانې تقاضا لا امله پر مسجد او ورته راغلې سرک جوړولو باندې هم شروع کړيده، نو موږ په تاسو
شتمنو مسلمانانو ورونو، خیریه بنسټونو او با احساسه عزیزانو په داخل او خارج کې غږ کوو چي د دغه مسجد په آبادولو کي دتير په څير مالي او ځانې مرستې او کومکونه وکړۍ، ترڅو موږ او تاسې ته صدقه جاريه وګرځې ان شاءالله ،

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی :
چاچې دالله تعالی لپاره کور (مسجد)جوړ کړ نو الله تعالی به ورته جنت کې کور جوړ کړې ،(الحديث)
تشريح :
مسجد جوړولو نه مراد که يو نفر ټول مسجد او يا هم د خپل وس مطابق پکې په اخلاص سره برخه اخلې نو په بدل کې به الله تعالی لخوا ورته جنت کې کور جوړېږې دا حديث مبارک دی او زموږ پرې ايمان دی الحمدلله☝ .

د دي مسجد د جوړولو لپاره په مالې برخه کی که څوک مرسته کوی نو د ګورګورې ولس دا دری نفر انتخاب کړی دی،
نصرت الله حاجی صاحب:0785176110
بشر (شینواری):0799607278/0788694348
اخترګل (شینواری):0799096662
نوټ:
پوسټ په اخلاص سره خپور کړۍ ترڅو مسجد تکميل او موږ او تاسې ته صدقه جاريه او فايده يې عامه شې ،

جزاکم الله خيرا.

حق د الله نوم دی  باید هر یو مومن مسلمان حق ووايي! آلمان په دغه تبلیغاتو چې رسنی دَ دوی دَ قوانینو تابیع دي د خلکو څخه پ...
26/05/2023

حق د الله نوم دی باید هر یو مومن مسلمان حق ووايي!

آلمان په دغه تبلیغاتو چې رسنی دَ دوی دَ قوانینو تابیع دي د خلکو څخه پیسي اوباسي ځکه غرب کې کپیتالیزم یا سرمایه داری نظام دی سرمایه داره هیوادنه یو داسې قوانین لري چې دَ دروغو تبلیغاتو په شکل دَ خلکو دَ احساساتو څخه او څنګه د جیبونو نه پيسی اوباسي.

د بېلګی په ډول کله چې دغه خبر د افغانانو په شمول د نړۍ نورو هېوادنو خلک واوری هغوی مسقیم ددی مسلکی ويزو په خاطر سفارت ته مراجعه کوی لکه د مثال په ډول که 5 لکه کسان دغه ویزو اینټرویو لپاره سفارت ته لاړ شي هغلته د هر پروسس جلا جلا مصرف پری رازي
نو دا مالوم داره ده چې داسې کوم تضمين هم د ویزی نشته چې یو څوک دی ویزه په آساني ترلاسه کړی

اما دغه 5 لکه کسانو څخه دغه ویزو پیسی اول کې اخلی که دغه ویزه په 60 ایرو هم شی نو ټولټال 30.000.000 ایرو کېږی نو دی ویزی روپی هم بیرته نه ورکول کیږې چې دا د آلمان دولت ګټه شوه

ځکه دا سرمایداری هېوادونه د غریبو هېوادنو خلکو د احساساتو څخه په دغه رقم دَ دروغو او تبلیغاتی بڼه باندی سوی استفاده کوی نو تاسو هم کوښښ وکړی چې د افغانانانو احساسات مه راپاروی ځکه خلک غریب دی څنګه دی سرمایداره هېوادنو ته پیسی ورکړی هغوی مجبور دي قاچاقي لارو ته وهڅول شي
یوازی د افغانستان څخه دی وروستيو کلنو کې ډېری افغانان همدوی په تخلیه پروګرام کې راوستل چې دی کې مسلک یې تر لسانس او ماسټری او دوکتوراه ده

اما ما خپله په سترګو ولیدل همدغه تحصیل کونکي کسان دلته آلمان کې په رسټورانټونو , ډریوری , چوکیداری, ,او پمپرونو بدلونو او داسي نور کارونو کې بوخت دي

او داسې ډېر نور غېر مسلکی ګټی ترې اخلی چې ددغه ځوان شان سره په دی علم چې لری ښه نه ښکارې

نو معنا دا چې دوی د صفر 0 سره ضرب * دی دلته زیاتره مهاجر چې مسلکي هم دي خو قانون یې ورته دومره سخت ټاکلی چې آلمان ګټه ترې نه اخلي ځکه دلته سرمایه داری قانون دی

او هغه مهاجر چې راغلي ډیر وخت اسنادو ته انتظار کوي دا پروسه خپله آلمان خپله ضعیفه کړي ده چې دوی مسلک باندي هم پوهيږى دا قصدي کار دی باید آلمان دی مسلکلي کسانو کمښت سره هم برابریږي .

‏‎د افغانی ټولنې  خلکو  منفی فکر او ذهنیت!‏‎اسلامی قوانینو کې روزی پیدا کول شرط دی چې عبادت کې هم .حسابيږي زمونږه ټولنه ...
23/05/2023

‏‎د افغانی ټولنې خلکو منفی فکر او ذهنیت!

‏‎اسلامی قوانینو کې روزی پیدا کول شرط دی چې عبادت کې هم .حسابيږي
زمونږه ټولنه کې اکثریته خلک دی
‏‎کارونو څخه حلاله روزی پیدا کوی چې تجربه په کې لری لکه ډریوری، هوټل، موچیتوب، سلماني، قولالی، دیقانی او ورته کارونه چې زمونږ منفی فکره ټولنه کې ددی کسانو درجه ډېره ټیټه او ورته د عزت په سترګه نه ګورې ټولو ته اکثریته دغسی کسان چې په دغه کارونو بوخت وی نو افغانی ټولنه کې دا پخوا راهیسی په ټیټو سترګو لیدلو ترڅنګ ورپوری ریشخند هم واهی او ورته وایې چې زه د پلانکی پلانکی ځویه او داسې نوری سپکی سپوری.
‏‎پوښتنه داده که حلاله روزی ددی کارنو څخه پیدا کول ننګ او بی عزتي وی نو بیا د ټولنى 98،9 فیصد خلکو اسلام کې شک دی زکه چې داسې ورته کارونه الحمد الله زمونږ پیغبرانو او صحابه کرامو هم کړې چې هغه ددی نړۍ د وسنی تش په نوم مسلمانانو څخه په لک هاو کرته پاک خلک وو . خو د وسنی وخت مسلمانان دی ځکه دا خلک يوازي ډاکتر، انجینر، قمندان, خبریال او نور داسې خلک ورته ښه ښکاری,
که څه هم په اسلام دین کې ډیګری او نه ماسټری ته ضروروت شته .
نوټ: دا لیکنه مې زکه وکړه چې په هېواد کې یو څو ځوانان د همدی خبرو د لاسه اوس کاچاقی لارو ته مجبور دی او ترڅو دغه ټولنه پریږدې !

کنډر کنډر اُغز کې د لیک او لوست کورس څخه لیدنه ....! د هسکې مینې په جنګ ځپلې سیمه اُغز کې شینوارو اصلاحي ټولنې تیره اونې...
21/05/2023

کنډر کنډر اُغز کې د لیک او لوست کورس څخه لیدنه ....!
د هسکې مینې په جنګ ځپلې سیمه اُغز کې شینوارو اصلاحي ټولنې تیره اونې د لیک او لوست د کورس پرانیست، نن ورځ د یاد کورس د ارزیابې په خاطر شینوارو اصلاحي ټولنې ا ټیم اُغز ته سفر وکړ، خوشبختانه چې دغه جنګ ځپلې سیمه کې کوچنې ماشومان او د اُغز مشران د زده کړو په اهمیت پوره پوره پوهه شوي، په یاد کورس کې 250 زده کونکې په دري جلا جلا وختونو کې زده کړې کوې، یادو زده کونکو ته کتابچې او قلمونه هم ورکول شوو ..

د یاد لیک او لوست کورس یو لړ ستونزې هم درلودې چې په لاندې ډول دي..!
①لمړې یاد کورس یو استاذ لرې چې فقط او فقط ورته 1500 افغاني معاش ورکول کیږې خو یاد استاذ دري صنفونو ته په جلال جلا وختونو کې درس ورکوي.
حل لار یې داده چي باید هر پنځوس 50 شاګردانو ته یو استاذ ونیسو او معاش ورکول شې، یعنې مونږ 4 نورو استاذانو ته اړتیا لرو دې برخې ته د با احساسه عزیزانو څخه د همکارې غوښتنه کړو ..

② دوهم یاد کورس شاکردان د لیک او لوست 250 کتابونو ته اړتیا لرې او هم د انګلیسې 250 کتابونو ته اړتیا لرې.
③ داچې اُغز جنګ ځپلې سیمه د غربت کچه یې ډیره لوړه ده او د پښتو لیک لوست ترڅنګ شاګردانو ته انګلیش درس هم ورکول کیږي 250 د انګلش کتابچو ته اړتیا لرو ..

د ګران هیواد ټولو ستونزو یوازینې حل لاره تعلیم ده، رازې چې په ګډه ورته کار وکړو

يا ❤️الله ❤️ستا د مقدس قرآن کریم په خاطر زموږ دواړه شهيدان وبخښي سره د ټولو مسلمانانو.يا ❤️الله ❤️جلاله په خپل رحم او فض...
28/04/2023

يا ❤️الله ❤️ستا د مقدس قرآن کریم په خاطر زموږ دواړه شهيدان وبخښي سره د ټولو مسلمانانو.
يا ❤️الله ❤️جلاله په خپل رحم او فضل سره وبخښي.

https://youtu.be/bokIgq8YBLEوړاندې یې درسره شېر کړئ.
26/04/2023

https://youtu.be/bokIgq8YBLE

وړاندې یې درسره شېر کړئ.

Adil Shinwari went to the Memla Bagh khogyani District area of ​​Nangarhar, the province of Afghanistan.Here you will see interviews with people ...

دا تفریحي خپرونه مې درته جوړه کړي هیله ده خوښه مو شي او وړاندې یې درسره شېر کړئ.
24/04/2023

دا تفریحي خپرونه مې درته جوړه کړي هیله ده خوښه مو شي او
وړاندې یې درسره شېر کړئ.


Adil Shinwari went to the Khogyani District area of ​​Nangarhar, the province of Afghanistan.Here you will see interviews with people ...

هسکه مېنه او اختر!  هیله ده خوښه مو شي او وړاندې یې درسره شېر کړئ.
23/04/2023

هسکه مېنه او اختر!
هیله ده خوښه مو شي او وړاندې یې درسره شېر کړئ.

Adil Shinwari went to the Haska Mina area of ​​Nangarhar, the province of Afghanistan.Here you will see interviews with people along with the Eid celebration...

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت تاسي او ستاسو درنو عزتمنو او پتمنو کورنیو ته د مبارک وی!هر کال، هره میاشت،هره و...
21/04/2023

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسيدو په مناسبت تاسي او ستاسو درنو عزتمنو او پتمنو کورنیو ته د مبارک وی!
هر کال، هره میاشت،هره ورځ،هر ساعت،هره ثانيه او هر ځای مو اختر شه اختر
روژې، تراويح طاعات عبادتونه،صدقې، مو د سپيڅلي رب تعالی په دربار کې قبولې او منظورې شه.
د رب د سپيڅلي دربار څخه درته د ګناهونو د مغفرت او د عباداتو د قبوليدو غوښتنه کوم .
د يو سولييز، پرمختللي او سمسور افغانستان په هيله!❤️
مننه او مينه🥰

ستاسو ورور طاهر اتل شینواری !

پوره ويډیو لیدلو لپاره لاندې د يوټوب لینک کلیک کړی مننه 👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇https://youtu.be/MiJVJlwRE_kزمونږ د يوټوب چاینیل...
21/04/2023

پوره ويډیو لیدلو لپاره لاندې د يوټوب لینک کلیک کړی مننه
👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇👇

https://youtu.be/MiJVJlwRE_k

زمونږ د يوټوب چاینیل درسره سبسکریب کړی ترڅو نوری پو زړه پوری ويډیوګانی په اسانه سره وګوری !

Welcome to our YouTube channel Afghan Life Tv! Join us all over Afghanistan for vlogs, travel, history, street food and other videos. We will share personal ...

05/04/2023

نمایشی کارونه او تر فيسبوکه محدود فعاليتونه او پوسټونه هيڅ ځاى او فايده نه نيسى!

حَكَموا بِغَيْرِ عَدْلٍ اِرْتَفَعَتِ الْبَرَكاتُ؛
برکتونه ورکيږى کله چې په ناحقه عدالت کیږي.

د شتمنو لپاره د روژې یو مهم حکمت دا ښیي چې هغوی د وږو او تږو ستونزي احساس کړي او له هغوی سره خواخوږي او مرسته وکړي نو خه خبره داده چې هغوى مستقیم بيوزله خلک پيدا کړي او مرسته ورسره وکړي او دلته بى اعتماده خلکو په لاس دى نه کوى زکه دلته کيسه بل راکم ده د روژې په ماښام به ځينې خلک په فيسبوک کې پوسټونه شروع کړې چې نن مو دومره خلکو ته روژه ماتي ورکړ دا او ده مو وکړل. البته دغه مرستې هم د بااحساسه خلکو په مټ کوى او په ټولنه کې ځان داسې تعریف کړي چې دا پلانکي پلانکي مرسته ما کړى خو په اصل کې دا ډول کړنې ترسره کونکي هيڅکله هم ټولنه کې د رښتينې خلکو زړونه لاس ته نشي راوړلې زکه دوى د مستحقو کسانو په کيسه کې ندى.

دغه شهرت طلبه خلک په ټولنه کې د ډېر وخته بى عدالتۍ کوى مونږ او تاسې يې په اړه هېڅ قضاوت نه کو خو بس بى قضاوته يې ملاتړ کړو!
اتَّقوا الظُّلمَ، فإنَّ الظُّلمَ ظلماتٌ يومَ القيامةِ . صحیح مسلم
د ظلم څخه ځان وساتئ ځکه چې ظلم د قیامت د ورځی تیاری دی.
یوی میرمنی پیشو وتړله او خوراک ته یې پرې نه ښوده تردې چې مړه شوه. نو پيشو د مړینې له امله دغه ښځه هم دوزخ ته ولاړه.
چې د اسلامی شریعت فیصله ده یوه میرمن د یوی پیشو له امله دوزخ ته ځي نو ای ظالمه ته چې په لسګونو او سلګونو مستحقو کسانو حقونه تر پښو لاندې کوي ستا به په آخرت کې څه حال وي؟

د افغان ځوانانو  لپاره مې پر دی کتاب ( The beginner’s guide to Selling on Amazon ) د پښتو په بڼه  PDF کار پیل کړی دا کتا...
20/11/2022

د افغان ځوانانو لپاره مې پر دی کتاب ( The beginner’s guide to Selling on Amazon ) د پښتو په بڼه PDF کار پیل کړی دا کتاب (کریسټینا کینن لخوا په 2018 کې لیکل شوی. که تاسو هم غواړ په ایمیزون کې د خپل کاروبار پلور پیل کړ نو دا لارښود یا ebook ستاسو لپاره دی.

پدی کتاب کې ګټور موضوعات لکه(Fulfillment by Amazon FBA, Get to know Seller Central, How to list products) او داسې ډېر نور مهم معلومات راټول دی. دا کتاب به ډېر ژر زه تاسو سره شریک کړم او ددی ترڅنګ زه کوښښ کړم چې راتلونکی کې د ویډیو په شکل هم تاسو ته یې وړاندی کړم .

همدارنګه د یاد کتاب څخه هغه نالوستی ځوانان چی د ښوونځی وخت ورڅخه تیر شوی وی هم ګټه اخیستلای شی.
مونږ ټول افغانان باید چې د انټرنیټ څخه مثبته( positive ) ګټه واخلو زکه د افغانستان اقتصادی ستونزو له قبله هر ځوان په کور ناست دی نو دا یې ښه او اسانه لار ده چې د نورو هیوادونو ځوانانو په څېر دوی هم د ایمیزون او نورو اینټرنیټی
ویب پاڼو ګټه واخلی زکه افغان هم د چا کم نه دی.

نوټ: که بل افغان ورور دا کتاب مخکی له مخکی ژباړلی وی نو معلومات دی پریږدی.

په ډېر درنښت طاهر اتل شینواری !
د پرمختللي او اباد افغانستان په هیله🇦🇫!

09/10/2022

Address

Shinwari Village Biz Ekmalty شينوارو کلى بيز اکمالاتي
Jalalabad
2601

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Tahir Shinwari posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Tahir Shinwari:

Videos

Share

Category