Shinwari Voice شینوارو غږ

Shinwari Voice شینوارو غږ سلامونه او احترامات
قدرمنو دوستانو زمونږ ويډيوګانې خپ?

خوندور پوسټونه ګورم !ست دچایو ورته وکړه چې خفه نشي هر افغان مو ده زړه سر دی .تود هرکلې او د میلمستیه اشر زمونږ یو پخواني...
01/11/2023

خوندور پوسټونه ګورم !

ست دچایو ورته وکړه چې خفه نشي
هر افغان مو ده زړه سر دی .

تود هرکلې او د میلمستیه اشر زمونږ یو پخواني دود دي زمونږ لپاره تر ټولو د خوښي خبره دا ده چې نن ورځ په فیسبوک کې د اسرایل څخه راتلونکو افغانانو په راتګ ستاینه کېږې او همدارنګه مثبت تغیرات ګورم هر افغان خپل خپل مسؤلیت سر ته راسوی چا د خپل کلینک فیسونه وړیا کړې چا خپل کورونه وړیا کړی او چا د مالی مرستو په شمول هری برخی کې د مرستی کمپاین په لار اچولی په فیسبوک کي ددی پوسټونو اشر چې ګورم سخته خوښی راکوی ددغی معلومیږی چې مونږ افغانان په یو اتفاق او اتحاد یو او بل اخیره ځوانان او مشران مو د مثبت کارونو لپاره په دی سخت وخت کې یو صف کې ودریدل
زنداباد زمونږ افغانان او کاش چې نن زه هم وطن کې د ملګرو سره وی او هملته مې خپلو هېوادوالو لپاره دی ستر خدمت کې ونډه اخیستی وی او د اسرایل اولاد پنجاب څخه او محکومه پښتوخوا د ګوډ ګوډ څخه راغلو افغانانو ته مې هرکلي کړي 😔

طاهر اتل شینواری

#افغان #مهاجرت #کډوال

ځوانان باید په هره برخه کې وستایل شي!عادل خان شینواری د (Afghan Life Tv) پۀ نوم یوټیوب چاینل جوړ کړی ترڅو د افغان وطن د ...
06/06/2023

ځوانان باید په هره برخه کې وستایل شي!
عادل خان شینواری د (Afghan Life Tv) پۀ نوم یوټیوب چاینل جوړ کړی ترڅو د افغان وطن د تاریخي سیمو، کلتور او فرهنګ، افغاني خواړه او مشهورې افغاني لوبې خپلو خلکو او نړيوالو ته وښايي.
پۀ (Afghan Life Tv) چاینل کې د ننني افغانستان ریښتنی انځور لېدلی شئ.
نو د خپل هر ځوان د تشویق پۀ خاطر ورته یوټیوب چینل سبسکرایب کړئ!

لاندی لینک کلیک کړی ترڅو یې سبسکرایب کړی!

Welcome to our YouTube channel Afghan Life Tv! Afghan Life Tv is an Afghan community channel with aim to promote & reflect true Afghan culture, will upload,...

https://youtu.be/8na6Sa8exso
03/06/2023

https://youtu.be/8na6Sa8exso

د مـلـنـګ جـان ژونـد لـيـک!ملنګ جان پر ۱۲۹۳ لمريز کال د ننګرهار د بهسودو په چميار کلي کې وزېږېد، پلار يې ملک عبدالشکور نومېد، چې په درې کلنۍ کې ترې يتيم پاتي...

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!مسلمانانو ورونو ،لږ راسره يو دوه دقې،داجر ګټلو لپاره تم شي❗د ننکرهار ولایت د هسکې مېنې  ...
28/05/2023

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

مسلمانانو ورونو ،لږ راسره يو
دوه دقې،داجر ګټلو لپاره تم شي❗

د ننکرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ دګورګوري دقريی چینارو مسجد به ډير
ښه پيژنۍ !.....
درنو او قدرمنو مسلمانانو ورونو لکه څرنګه چي افغانستان همیشه خپل وجود د جنګ لمبو ته نیولي دي او په خپل نازک وجود یی همیشه د زخمونو نښانونه جوړ کړي دي،
د همدغه اور په لمبو کي د چینارو مسجد هم د خپل چاپیریال په شا او خوا کي د جګو جګو چنارونو ځوانۍ ،د مسجد تعمیر ، قرآن کریمونه ، سیپاری او هر څه د همدی جنګ په سره اور کي قربانې کړل او شهيد شو .
دغه مسجد د ګورګورۍ
د سیمې یو مشهور جامع مسجد وو،
چي اوس يو وار بيا د سیمې خلکو دايمانې تقاضا لا امله پر مسجد او ورته راغلې سرک جوړولو باندې هم شروع کړيده، نو موږ په تاسو
شتمنو مسلمانانو ورونو، خیریه بنسټونو او با احساسه عزیزانو په داخل او خارج کې غږ کوو چي د دغه مسجد په آبادولو کي دتير په څير مالي او ځانې مرستې او کومکونه وکړۍ، ترڅو موږ او تاسې ته صدقه جاريه وګرځې ان شاءالله ،

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی :
چاچې دالله تعالی لپاره کور (مسجد)جوړ کړ نو الله تعالی به ورته جنت کې کور جوړ کړې ،(الحديث)
تشريح :
مسجد جوړولو نه مراد که يو نفر ټول مسجد او يا هم د خپل وس مطابق پکې په اخلاص سره برخه اخلې نو په بدل کې به الله تعالی لخوا ورته جنت کې کور جوړېږې دا حديث مبارک دی او زموږ پرې ايمان دی الحمدلله☝ .

د دي مسجد د جوړولو لپاره په مالې برخه کی که څوک مرسته کوی نو د ګورګورې ولس دا دری نفر انتخاب کړی دی،
نصرت الله حاجی صاحب:0785176110
بشر (شینواری):0799607278/0788694348
اخترګل (شینواری):0799096662
نوټ:
پوسټ په اخلاص سره خپور کړۍ ترڅو مسجد تکميل او موږ او تاسې ته صدقه جاريه او فايده يې عامه شې ،

جزاکم الله خيرا.

‏‎د افغانی ټولنې  خلکو  منفی فکر او ذهنیت!‏‎اسلامی قوانینو کې روزی پیدا کول شرط دی چې عبادت کې هم .حسابيږي زمونږه ټولنه ...
23/05/2023

‏‎د افغانی ټولنې خلکو منفی فکر او ذهنیت!

‏‎اسلامی قوانینو کې روزی پیدا کول شرط دی چې عبادت کې هم .حسابيږي
زمونږه ټولنه کې اکثریته خلک دی
‏‎کارونو څخه حلاله روزی پیدا کوی چې تجربه په کې لری لکه ډریوری، هوټل، موچیتوب، سلماني، قولالی، دیقانی او ورته کارونه چې زمونږ منفی فکره ټولنه کې ددی کسانو درجه ډېره ټیټه او ورته د عزت په سترګه نه ګورې ټولو ته اکثریته دغسی کسان چې په دغه کارونو بوخت وی نو افغانی ټولنه کې دا پخوا راهیسی په ټیټو سترګو لیدلو ترڅنګ ورپوری ریشخند هم واهی او ورته وایې چې زه د پلانکی پلانکی ځویه او داسې نوری سپکی سپوری.
‏‎پوښتنه داده که حلاله روزی ددی کارنو څخه پیدا کول ننګ او بی عزتي وی نو بیا د ټولنى 98،9 فیصد خلکو اسلام کې شک دی زکه چې داسې ورته کارونه الحمد الله زمونږ پیغبرانو او صحابه کرامو هم کړې چې هغه ددی نړۍ د وسنی تش په نوم مسلمانانو څخه په لک هاو کرته پاک خلک وو . خو د وسنی وخت مسلمانان دی ځکه دا خلک يوازي ډاکتر، انجینر، قمندان, خبریال او نور داسې خلک ورته ښه ښکاری,
که څه هم په اسلام دین کې ډیګری او نه ماسټری ته ضروروت شته .
نوټ: دا لیکنه مې زکه وکړه چې په هېواد کې یو څو ځوانان د همدی خبرو د لاسه اوس کاچاقی لارو ته مجبور دی او ترڅو دغه ټولنه پریږدې !

د جنازی خبرتیا!دګاګری مرحوم ملا عبدالله جان نیکه  ،حاجی نادرخان پلار ،نعیم خان ،داودخان،نورخان ، طاهر اتل او قاری عابد و...
27/04/2023

د جنازی خبرتیا!

دګاګری مرحوم ملا عبدالله جان نیکه ،حاجی نادرخان پلار ،نعیم خان ،داودخان،نورخان ، طاهر اتل او قاری عابد ورونه ،شمیل خان او مرحوم مطیع الله ترونه ، حاجی نقیب ، ایمل خان ،داکترذاهدالله او اجمل تره ځامن ، داکترمحب خان ، زړورخان او امیدکلیوال اوښی ګان ، حاجی اصف عارف اوحاجی غالب ماماګان د ظاهرخان مشهور په شینواری د مړینی له کبله تاسی دوستانو اوخپلوانو ته خبر درکول کیږی چی دمرحوم جنازه سبا جمعه مبارک ورځ ١٤٠٢\٢\٨ نیټه په نهه (9) بجو د جلال اباد ښار څلورمه ناخیه بیزاکمالاتی غونډی مسجدنبوی کي اداء کیږی او دوهمه جنازه یی د هسکی مینی ولسوالی میابابا هدیره کی په ١١ یوولسو بجو اداء اوهمدی هدیره کی خاورو ته سپارل کیږی
انالله و انا الیه راجعون
اړیکوشمیری 0781150544/0766887186
0789176733/0781994620/

16/04/2023

درنو ملګرو دا ويډيو درسره لايک کړى او مهمه داده چى شير يى کړى ترڅو راشد خان شينوارى ته ورسيږى مننه

05/04/2023

نمایشی کارونه او تر فيسبوکه محدود فعاليتونه او پوسټونه هيڅ ځاى او فايده نه نيسى!

حَكَموا بِغَيْرِ عَدْلٍ اِرْتَفَعَتِ الْبَرَكاتُ؛
برکتونه ورکيږى کله چې په ناحقه عدالت کیږي.

د شتمنو لپاره د روژې یو مهم حکمت دا ښیي چې هغوی د وږو او تږو ستونزي احساس کړي او له هغوی سره خواخوږي او مرسته وکړي نو خه خبره داده چې هغوى مستقیم بيوزله خلک پيدا کړي او مرسته ورسره وکړي او دلته بى اعتماده خلکو په لاس دى نه کوى زکه دلته کيسه بل راکم ده د روژې په ماښام به ځينې خلک په فيسبوک کې پوسټونه شروع کړې چې نن مو دومره خلکو ته روژه ماتي ورکړ دا او ده مو وکړل. البته دغه مرستې هم د بااحساسه خلکو په مټ کوى او په ټولنه کې ځان داسې تعریف کړي چې دا پلانکي پلانکي مرسته ما کړى خو په اصل کې دا ډول کړنې ترسره کونکي هيڅکله هم ټولنه کې د رښتينې خلکو زړونه لاس ته نشي راوړلې زکه دوى د مستحقو کسانو په کيسه کې ندى.

دغه شهرت طلبه خلک په ټولنه کې د ډېر وخته بى عدالتۍ کوى مونږ او تاسې يې په اړه هېڅ قضاوت نه کو خو بس بى قضاوته يې ملاتړ کړو!
اتَّقوا الظُّلمَ، فإنَّ الظُّلمَ ظلماتٌ يومَ القيامةِ . صحیح مسلم
د ظلم څخه ځان وساتئ ځکه چې ظلم د قیامت د ورځی تیاری دی.
یوی میرمنی پیشو وتړله او خوراک ته یې پرې نه ښوده تردې چې مړه شوه. نو پيشو د مړینې له امله دغه ښځه هم دوزخ ته ولاړه.
چې د اسلامی شریعت فیصله ده یوه میرمن د یوی پیشو له امله دوزخ ته ځي نو ای ظالمه ته چې په لسګونو او سلګونو مستحقو کسانو حقونه تر پښو لاندې کوي ستا به په آخرت کې څه حال وي؟

د افغان ځوانانو  لپاره مې پر دی کتاب ( The beginner’s guide to Selling on Amazon ) د پښتو په بڼه  PDF کار پیل کړی دا کتا...
20/11/2022

د افغان ځوانانو لپاره مې پر دی کتاب ( The beginner’s guide to Selling on Amazon ) د پښتو په بڼه PDF کار پیل کړی دا کتاب (کریسټینا کینن لخوا په 2018 کې لیکل شوی. که تاسو هم غواړ په ایمیزون کې د خپل کاروبار پلور پیل کړ نو دا لارښود یا ebook ستاسو لپاره دی.

پدی کتاب کې ګټور موضوعات لکه(Fulfillment by Amazon FBA, Get to know Seller Central, How to list products) او داسې ډېر نور مهم معلومات راټول دی. دا کتاب به ډېر ژر زه تاسو سره شریک کړم او ددی ترڅنګ زه کوښښ کړم چې راتلونکی کې د ویډیو په شکل هم تاسو ته یې وړاندی کړم .

همدارنګه د یاد کتاب څخه هغه نالوستی ځوانان چی د ښوونځی وخت ورڅخه تیر شوی وی هم ګټه اخیستلای شی.
مونږ ټول افغانان باید چې د انټرنیټ څخه مثبته( positive ) ګټه واخلو زکه د افغانستان اقتصادی ستونزو له قبله هر ځوان په کور ناست دی نو دا یې ښه او اسانه لار ده چې د نورو هیوادونو ځوانانو په څېر دوی هم د ایمیزون او نورو اینټرنیټی
ویب پاڼو ګټه واخلی زکه افغان هم د چا کم نه دی.

نوټ: که بل افغان ورور دا کتاب مخکی له مخکی ژباړلی وی نو معلومات دی پریږدی.

په ډېر درنښت طاهر اتل شینواری !
د پرمختللي او اباد افغانستان په هیله🇦🇫!

A very thrilling match was witnessed today Early morning. Ultimately Shinwari Cricket Club Won.That's why we say congrat...
09/10/2022

A very thrilling match was witnessed today Early morning. Ultimately Shinwari Cricket Club Won.
That's why we say congratulations to Everyone And especially to our cricket committee.
It is true that some mistakes have been made By the boys But never mind, this is cricket
We will comment on this later But still our Boys Performed very well and won the match.
It is also a matter of pride for us that our young Boys are engaged in cricket So I would like to
Thank all the cricket management staff. Because these our seniors have suffered a lot In very difficult situations, they have conveyed The voice of their youth To the Government of Afghanistan.
نن سهار یوه ډیره په زړه پوری لوبه ترسره شوه. بالاخره د شینوارو کرکټ کلب بریا خپله کړه. له همدې امله موږ ټولو ته او په ځانګړې توګه زموږ کمیټې ته مبارکي وایو.
دا سمه ده چې له هلکانو ځینې تېروتنې شوې خو هېڅ فکر مه کوه، دا کرکټ دی چې وروسته به پرې تبصره وکړو، خو بیا هم زموږ هلکانو ډېره ښه لوبه وکړه او لوبه یې وګټله.
دا هم زموږ لپاره د وياړ خبره ده چې زموږ ځوان هلکان په کرکټ بوخت دي نو زه غواړم د کرکټ د مديريت له ټولو کارکوونکو څخه مننه وکړم. ځکه زموږ دغو مشرانو په ډېرو سختو حالاتو کې د خپلو ځوانانو غږ د افغانستان حکومت ته رسولی دی.
په درنښت افغان شينواري♥️ 🏏♥️

17/06/2022
19/05/2022
خبرتیا ...! د هسکې مېني ټولو با احساسه مشران او ځوانان دي خبر وي..سبا جمعي ورځ نهه بجې د پاپین لیسه او کلینګ او شاه خوا ...
03/03/2022

خبرتیا ...!
د هسکې مېني ټولو با احساسه مشران او ځوانان دي خبر وي..
سبا جمعي ورځ نهه بجې د پاپین لیسه او کلینګ او شاه خوا ساحو کې د شینوارو اصلاحي ټولنه د نیالکیو اشر لری، تر څنګ د اشر ګډون والو ته یو دیګ وریژو بندو بس هم شوي، ټول با احساسه عزیزان دي خبر وي..
او دوهم اشر د غرمې څخه بعد د ولسوالې څخه لاندي د سرک په غاړو نیالګئ نهال اشر لرو ...
ستاسو د ګډون په هیله

شینوارو اصلاحي ټولنه Shinwari Reformative Society
Adilkhan Shinwary
RafiUllah Kaliwal
Noor Khan Shinwari
Omiad Kaliwal
شینوارو اصلاحي ټولنه
شین ګل انتظار

خبرتیا ....! دا ځل د نیالکیو اشر په اچین او نازيانو ولسواليو کې.........! اچین عبدالخیلو کې د جمعي ورځ 2:00 بجي او ناریا...
23/02/2022

خبرتیا ....!
دا ځل د نیالکیو اشر په اچین او نازيانو ولسواليو کې.........!
اچین عبدالخیلو کې د جمعي ورځ 2:00 بجي او ناریان ولسوالې کې شنبې ورځ دوه بجې ...
د شینوارو اصلاحي ټولنه به د نیالګیو کرلو برنامه شپږ ولسوالیو غځه وی ان شاء الله
دا چې ونې د يوې سيمي په ښکلا کې ځانګړى رول لري نو موږ هم سږ کال د خپلو هڅو په لړۍ کې د نازيانو په ولسوالۍ کې د يو ستر ولسي اشر پر مټ غواړو سلګونه نيالګي وکرو د نازيانو باعزته ولس دې خبر وي

شینوارو اصلاحي ټولنه Shinwari Reformative Society
شینوارو اصلاحي ټولنه

څاڅکې به له چته پريوته په موږ نن مې راته زوړ دالان را ياد شولوشينوارو عزيزانو پخوانی کليوالي انځور
23/02/2022

څاڅکې به له چته پريوته په موږ
نن مې راته زوړ دالان را ياد شولو

شينوارو عزيزانو پخوانی کليوالي انځور

09/02/2022
08/02/2022
03/06/2021

ښالو کلى جامعه جومات د څا ستونزه ان شاﺀالله حل شوه!

الحمد الله ثم الحمدالله يو زل بيا وتوانېدو چې د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته لاړ شو او هلته د ګاګرى قرعه اړوند د ښالو کلى جامعه جومات چې د اوداسه اوبو ستونزې سر مخ ووکار پرې پىيل کړو نو الحمدالله زمونږ بااحساسه ورور داود اففان شينواري په شخصي لګښت مو ورته 71 ميتره واټرپمپ( څا) چې تقریباً ټول مصارف يې 70000 افغانى وشو د الله تعالى په مرسته مو ويسته.
دغه جومات ځينې نورې ستونزې هم لرى افغان ورور څخه نړۍ مننه چې دغه مرسته يې وکړه الله تعالى دى ورته په مال او دولت کې برکت واچوي ان شاﺀالله چې نن يې کار تکميل شو.

(مَنْ بَنَى مَسْجِدًا بَنَى اللَّهُ لَهُ مِثْلَهُ فِي الْجَنَّةِ ) چا چې د الله جل جلا له جومات جوړ کړي الله جل جلا له به دده لپاره په جنت کې ځای جوړ کړي .
که تاسو هم غواړﺉ چې دغه جومات سره په ځينو برخو کې د خپل وس مطابق مرسته وکړي او صدقه جاريه کې برخه واخلي مننه

وټسپ شميره 0783434430
0789176733

22/04/2021

اسلام کې د جومات جوړولو اهميت او فضيلت د دين د قيام او بقا بنسټ کڼل کيږي.

قال الله تبارک وتعالی : إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ. [التوبة:18]
يقيناً د الله جل جلا له جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله جل جلا له او آخرت ايمان ولري لمونځ کوي زکات ورکوي او له الله جل جلا له پرته ( له بل چا څخه ) نه ويريږي نو هيله ده چې دغسې کسان د سمې لارې موندونکي وي.
همدارنګه د جومات جوړول ترميمول هغه که په لږ مبع وي يا ډير صدقه جاريه ده
تيره ورځ د هسکې مېنې ګاګرى کلى جومات ته مو د لينټر لپاره سيمنټ او سيخ و يوړل چې د جومات ودانيز کارونه به ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي د ياد جومات مالي لګښت زمونږ بااحساسه عزيزانو چې په خارج هيوادونو کې د مسافرۍ شپى او ورځې سبا کوي کړي وه ځينو د ډاکټر لالا په همکارۍ چې سباوون او ملګرو يې 500 ډالر او ځينې بااحساسه هيوادوالو چې د نور خان شينواري سره مرسته کړه وه د ټولو مرسته کوونکو د زړه له تله مننه کوم متعال رب العزت د دربار څخه ورته اجر او ثواب غواړم او ان شاﺀالله د جومات ځينو برخو لپاره راسره د حاجي صیب احسان کورنۍ 58300 افغانى نغدې مرسته کړى ډېر ژر به ورته اړتيا وړ سامان واخلو.
0783434430
0789176733

دوستانو دزړه درد!تيره شپه ناوخته ديو دوست (ملګري) د احوال پرسي (پوښتنې) په خاطر ديوتعداد نورو دوستانو او ورونو سره دهغوي...
11/04/2021

دوستانو دزړه درد!تيره شپه ناوخته ديو دوست (ملګري) د احوال پرسي (پوښتنې) په خاطر ديوتعداد نورو دوستانو او ورونو سره دهغوي کورته ورغلم کله مو چې ملګرى دکور څخه را بهر شو د ستړي مشو وروسته يې سمدستي راته وويل چې دهغه کور والا نن دوه ځلې راته وويل چې په کور کې دخوراکي توکو په شمول د ژوند دضرورت هيڅ نلرم زياته يې کړه چې ماسره هم ډېرڅه نه وو، خو دخپل دوس مطابق مې يوڅه ورسره وکړل ولې څومره چې دهغې ضرورت وو ما ور پوره نه کړاى شول، ددغې خبرې کولو لږ ځنډ وروسته د کور په طرف ټول وروان شو د اجازې وروسته کله چې کورته داخل شو، کور د اوسيدو لپاره مساعد نه وو ولې دا چې مجبوري وه نو تير يخ ژمى يې ټول پکې تير کړى وو او دباقي ژوند د شپو او ورځو په هيله پکې اوسېدل وړه لور يې راغله او کړل يې چې پلارمې لېونى دى کله يې چې وضع ښه وي په ښار کې لاس ګاډى چلوي او کنه نو دالله ج او ددغه ګاونډيانو په طمعه يو چې څه به راکړي. قيصه ډېره زړه بوګنوونکې ده 2000 افغاني مې په جيب کې وې ورته مې وويل چې فلحال دا واخلئ او مونږ بيا راځو ماشومې د ډېرې خوښي څخه په سترګو کې اوښکې راغلي او وي ويل چې همدا اوس مو دخوراک څه نه درلودل ګاونډيانو را وړل اوپدې مو فکر کوو چې سبا به بيا څه کوو چې تاسو راغلئ.
درنو دوستانو که هرڅوک غواړي چې مرسته ورسره وکړي دغه لاندې زمونږ د وټسپ شمېرې دي رابطه راسره وکړئ.
الله ج به اجرعظيم درکړي روژه را روانه ده ترڅو ددوي روژه ماتى ورته جوړ کړو.

0783434430
0789176733

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعـد. إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّه...
07/04/2021

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعـد.
إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ. [التوبة:18]
يقيناً د الله جل جلا له جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله جل جلا له او آخرت ايمان ولري لمونځ کوي زکات ورکوي او له الله جل جلا له پرته ( له بل چا څخه ) نه ويريږي نو هيله ده چې دغسې کسان د سمې لارې موندونکي وي.
لکه څنګه چې د انسان د ژوند د بقاء د پاره کور مهم دي تر څو انسان د سختې يخنۍ يا سختې ګرمۍ او نور طبعي آفاتو څخه وساتل شي او همدارنګه د هغه د لمر ، سيورې او نورو آسانتياوو څخه استفاده وکړي همداسې جومات هم د دين د بقاء او قيام د پاره مهم دي جومات د ځمکې پر مخ د دين د نصرت او قيام د پاره اولينه نښه او ځای دی.

نن ورځ يو زل بيا د هسکې مېنې ولسوالۍ ګاګرى کلى ته تللي اوم.
هلته مو نن ددې جومات لپاره سيخ او سمنټ ويوړل چې ياده مرسته زمونږ او ستاسو بااحساسه هيوادوالو او عزيزانو کړه وه چې په داخل کې او ځينې په بهرنیو هیوادونو کې د مسافرى شپى او ورځې سبا کوي د هغو څخه نړۍ مننه الله تعالى دى ورته جنتونه ورکړى
عبدالله محمدي او ډاکټر امان الله شینواري دغه اقدام باندې دومره خوشحاله شوم او شکر مې ادا کړ چې الحمدالله داسې مبارز ځوانان لرو او ترڅنګ يې هغه ټولو کسانو وړو او غټو څخه هم نړۍ مننه چې نن د سخ او سمنټ وړولو کې همکاري وکړه الله جل جلا دي دوی ته ددې نيک اقدام اجر ورکړي.

د پاپين لېسه!دا هغه لېسه ده چې د نوم سره يې ټول اشنا دى او همدارنګه کوم فارغان چې دا لېسه لرى هغوى د افغانستان او د نړۍ ...
05/04/2021

د پاپين لېسه!
دا هغه لېسه ده چې د نوم سره يې ټول اشنا دى او همدارنګه کوم فارغان چې دا لېسه لرى هغوى د افغانستان او د نړۍ په کچه په غټو غټو پوسټونو باندې کار کوى!
درنو عزيزانو تيره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ پاپين لېسې خوا ته زه هم تللې اوم د يو عزيز کره معلوماتو له مخې چې دلته د خوا او شا خلک خپل اولادونه لېسې ته نه لږې ياده لېسه خو په کنډواله بدله شوې خو بیا هم د ځینو کسانو په هلو ځلو او مخلصو استادانو په همکارۍ يې په فعالیت پیل کړي مګر ځينې مشکلات اوس هم لري!
نو ما هم مهمه وبلله چې په دى مورد معلومات راټول کړم چې ستونزه څه ده او ځاى خلک د خپلو اولادونو حق ولى د پخو لاندې کوى!
د ولسي خلکو په وینا چې ياده لېسه کې د پوستو شتون زموږ د اولادونو لپاره خطر دي او د هغوى په وينا چې مخالفین هر وخت کولى شئ چې په ياده پوسته بريد وکړي نو مونږ نه غواړو چې د خپلو اولادونو سرونه په خطر کې واچو او ترڅنګ يې کلينيک هم دى چې د وخت په تېرېدو سره يې د جوړولو کارونه په بشپړېدو دى او ياد کلينيک هم د پوستې سره نيږدې دى او راتلونکي کې به ورته د مريضانو تګ راتګ وى زکه دا دواړه داسې ځايونه دي چې د علم او صحت برخه کې ورته ولس اشد ضرورت لري نو د ځاى خلکو غوښتنه همدا ده چې ياده پوسته دى له دى ځايه انتقال شي ترڅو مونږ وکولى شي چې خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړو او په ډاډه زړه درسونو ته ادامه ورکړۍ!
نو ياده موضوع باید چې جدي تعقیب کړو د اړونده ادارو سره يې باید چې شريک کړو او دى ستونزې ته حل لاره پیدا کړو!

السلام عليکم هيله لرو چې تاسې ټول به ښه ياستئ ان شاﺀالله.الله تعالی په خپل لوی حکمت سره د خیر لارې يې د بشریت د سعادت او...
04/04/2021

السلام عليکم هيله لرو چې تاسې ټول به ښه ياستئ ان شاﺀالله.
الله تعالی په خپل لوی حکمت سره د خیر لارې يې د بشریت د سعادت او نیکمرغۍ لپاره پرانیستي دي یو له دغو ډاليو څخه د روژې مبارکې مياشتې روژه ده چې له شک څخه پرته په دې مياشت کې چې له ښيګڼو او برکت څخه ډکه د نفس د تزکيې او باطنې پاکوالي سربیره د الله تعالی په وړاندې عبادت دی.
په دې میاشت کې د انسان اخلاقي ټولنيز اړخونه او هم د هغه معنویت روزل کيږي او د مسلمانانو تر منځ د ترحم، عاطفې، همغږۍ او خواخوږۍ روحیه رامنځته کيږي.
روژه لرونکی کس په ځانګړي توګه هغه شتمن چې د ایمان او صداقت له مخې روژه ولري هغه مهال چې ولږه او تنده احساس کړي د بيوزلو او ناتوانو کسانو حالت ته يې پام را اوړي.
د بيوزلو او ناتوانو کسانو د درد احساسول په حقیقت کې د الله تعالی او نبي کریم صلی الله علیه وسلم اوامرو ته غاړه ایښودل او له هغوی څخه اطاعت کول دي. د بيوزلو لاسنیوی او محتاجو کسانو سره مرسته ددې میاشتې د فضایلو درک کول دي ځکه دا میاشت بيوزلو ته د مرستې میاشت ده. همدارنګه د عبادت د قبلیدو لپاره غوره ده ترټولو لنډې او اغيزمنې لارې ولټوو چې یو له دغو لارو څخه د الله مخلوق ته خدمت دي له بلې خوا بیوزلو ته مرسته د اسلامي عدالت له مظاهرو څخه دي او دا عمل د اسلامي ټولنې د ستنو د ټینگښت لامل.
عزيزانو لکه څنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د روژې مبارکه میاشت رانيږدې ده او دا مياشت د رحمتونو او ثوابونو څخه ډکه مياشت ده او دا قوم ډېر مشکلاتو سره مخ دي داسې کورنۍ لري چې په اوونيو اوونیو نهاره تيروي خو د ډېر غيرت څخه چاته لاس نه نيسي زکه ستر نوم يعنې (شينوارى) لرى!
خپل ځان په نهاره ساتى خو خپلو بچو ته د يو وخت ډوډۍ ډېر په سختو پيدا کوى.
د نړۍ په هیڅ تاریخ کې به تاسو داسې کوم ثبوت پیدا نکړى چې یو قوم دي دبل قوم په چاندو او مرستو اباد شوي وى بلکي خپل قوم ته به خپل خلک قربانۍ ورکوی او ستونزو ته به يې د حل لاره پیدا کوى.
مونږ په خارج هيوادونو کې په شتمنو عزيزانو غږ کړو چې د روژې مبارکه مياشت راتلونکې ده مونږ او تاسو باید چې د خپل ولس غږ تر ټولو ورسو او مرسته ورسره وکړو زکه د ډېرو جنګونو له امله سخت اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ شوى دي نو تاسې هم خپل يتيم او بيوزله ولس هير نه کړي مرستې مو ترې ونسپموي مونږ هم غواړو چې ستاسې مرستې فقط د شینوارو په شپږ ولسوالیو کې توزیع کړو ځکه خو خپل لاس هم بل چاته نه نيسو نو باید چې د بل چا مرستو ته په طمعه نشو مونږ رضاکارانه خپل ولس ته کارونه کړو لکه مثال دکونډو یتیمانو او بيوزلو لاسنیوی او داسي نورو برخو کې.
که تاسې په هره برخه کې د خپل وس مطابق مرسته کوى نو مونږ یې په همغه برخه کې د یو ښه پلان سره رسو او حق به حقدار ته سپارو ان شاﺀالله نو رازی چې خپل قوم د ابادی لپاره په ګډه کار وکړو او د هرې ستونزې حل لار ورته پيدا کړو او ددی قوم د کونډو او یتیمانو په خوله موسکا راولو او لاسنوي وکړو.
که تاسو چیرته اروپا کې يا دلته په هيواد کې يې او مرسته کوى نو مونږ سره ډېرې داسې کورنۍ شته چې ډېر مستحقى دي او تراوسه پورې ورته کومې ټولنې يا کومو نورو خيريه بنسټونو مرستې ندى رسولي نو د خپل قوم د ابادی لپاره حتما په يو اتحاد او اتفاق کار وکړي زکه په دی وخت کې مونږ شینواری په ډېر لوړ تعداد کونډي یتیمان او بيوزلى کورنۍ لرو مونږ به هم ستاسې مرستې په خه توګه مستحقینو ته رسو ان شاﺀالله مننه.

Whatsapp
Qumandan 0789307478
Omiad Kaliwal 0789176733
Zarawer Izhar 0782507856
Noor Shinwari 0781994620
Tahir Shinwari 0783434430

درنو شتمنو او بااحساسه ملګرو د هسکې مينې نرې اوبو سيمه کې د يوې ديني مدرسې کې چې سلګونه ماشومان تر شنه اسمان لاندې باد ،...
31/03/2021

درنو شتمنو او بااحساسه ملګرو
د هسکې مينې نرې اوبو سيمه کې د يوې ديني مدرسې کې چې سلګونه ماشومان تر شنه اسمان لاندې باد ، باران ، يخنې ، ګرمې کې په ذده کړو بوخت دي کليوالو پخپلو شخصى امکاناتو يو کوهې او د سنګ کارې يو څه اندازه کارونه تر سره کړې اوس د اوبو د نشتون له امله ساختماني چارې په ټپه ولاړې نو درنو شتمنو ورورنو د ياد کوهي لپاره 500 امپايره سولري شيشو او سمرسيبل ته اشد ضرورت دې نو خپلې مرستې او نه سپموې او تر خپلې وسې مرسته وکړې.
زاهد پښتون!

Whatapps 0783434430

29/03/2021

ان شاءالله تعالی دغه مسجد چې د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالې په ګاګرې کلې کې شتون لرې ډیر زر به یې د بااحساسه دینداره تقوادار ه اسلام پاله افغان پاله انسانیت پاله افغانانو لخوا نه د جوړیدو چارې بشپړې شې الله ج دې ټولو هغو مشرانو ، ځوانانو او خویندو ته اجرونه ورکړې کومو چې مالی او ځانی مرسته کړې ده ملګرو په تاسو هم غږ کو چې د باقی پاتې کار په بشپړ کیدو کې د خپل وس اړوند مرسته وکړی الله ج به یې تاسو ته په دې او په هغه
دنیا کې پکار راولې اجرونه او ثوابونه به درته درکړې
0789176733
0783434430

د ننګرهار پوهنې ريس او دروند مشر حسيب الله شينواري سره مو د هسکې مينې او په ځانګړې  توګه د هسکې مينې نرې اوبو سيمې د معا...
27/03/2021

د ننګرهار پوهنې ريس او دروند مشر حسيب الله شينواري سره مو د هسکې مينې او په ځانګړې توګه د هسکې مينې نرې اوبو سيمې د معارف بهير کې په شته ستونزو هر اړخيزه رڼا او ستونزې مو د ملګرو په ملتيا شريکې کړې ريس صيب هر اړخيزه همکارې ډاډ راکړ او نوې زيري يې زړه بخښونکې وو او په ځينو برخو کې له موږ يې هم د همکارې غوښتنه او د معارف بهير د پياوړتيا ښه والي او د څار يادونه وکړه

د تير پوسټ په تعقیب!.حديث شريف!السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَ...
25/03/2021

د تير پوسټ په تعقیب!.
حديث شريف!
السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم).

دکنډو او محتاجو خلکو په کار کې کوښښ کوونکي داسې دي لکه مجاهدين في سبيل الله او په بل روايت کې داسې ثواب لري لکه چې د ورځي روژه او دشپي عبادت کوي.

زمونږ د انسانيت ژغورنې مبارز ملګري ډاکټر زاهد خان چې تل يې د خپل وس مطابق په خيريه کارونو کې د الله ج د رضا په خاطر د بيوزلو هيوادوالو سره همکاري کړې.

درنو هېوادوالو لکه څرنګه چې تاسې ته بهتره معلومه ده چې څو ورځې وړاندې مونږ په دغه ماشوم د مرستې لپاره پوسټ کړى و نو الحمدالله زمونږ بااحساسه او مبارز ورور ډاکټر زاهد خان د تير په څير يو زل بيا ددې مريض ماشوم سره خه په اخلاص منډه ترړه مالي او ځاني همکارۍ وکړه او خوشبختانه چې نن يې په هلوځلو د پيښور يو شخصي روغتون کې عملیات په خير سره تير شو او د ماشوم وضعیت اوس ان شاﺀالله ډېر خه دى د عملیاتو نه نولى ټول مصارف وکړل چې په عمليات يې تقریبا 37000 کلدارې راغلې او نغدې مرسته يې هم ورسره وکړه.
دمسلمان صفت همدادي چې هغه به همیش دژوند په سختو شېبو کې خپل مسلمان ورور ته دهرراز همکارئ لاس ورکوي

ددغى پېژند پاڼې خاوند په موندلو کې مرسته وکړئ.لاندې پيژند پاڼه  په نامه د سرباز د پلار نوم محمد باز  چې رودات ولسوالۍ د ...
24/03/2021

ددغى پېژند پاڼې خاوند په موندلو کې مرسته وکړئ.

لاندې پيژند پاڼه په نامه د سرباز د پلار نوم محمد باز چې رودات ولسوالۍ د کان قرعه اوسيدونکي دى پېژند پاڼه يې نن ما په کابل د پاکستان سفارت کې پيدا کړى که دغه کس په اړه څوک معلومات لرى نو لطفاً په لاندې شمېره دی اړيکه ونيسي مننه
پوسټ مخکې شیر کړي

0783434430

سلامونه اونيکي هيلي دوستانو !په جامعه اهل السنة والجماعة حضرت عثماذوالنوزين کې دقرآنکريم فارغانو شاګردانوته  يوتعداد خول...
16/03/2021

سلامونه اونيکي هيلي دوستانو !
په جامعه اهل السنة والجماعة حضرت عثماذوالنوزين کې دقرآنکريم فارغانو شاګردانوته يوتعداد خولۍ(80)رومالونه(80)او اسکافونه جينکيو ته(45) پکار دي مدرسة يي توان نلري نو له تاسو څخه مو هيله د چې خپل وس مطابق همکارۍ ورسره وکړى دا هم صدقه جاريه ده راتلونکې د حمل مياشتې په 9 تاريخ يې دستاربندی پروګرام دى مننه وسلام.
وټسپ 0783434430

Address

Jalalabad

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shinwari Voice شینوارو غږ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Shinwari Voice شینوارو غږ:

Videos

Share

Category


Other Video Creators in Jalalabad

Show All