26/07/2022
⭕ تاسو څه شي غواړئ ؟ که غواړئ چې ...
① هوښیار و اوسی نو : خبري لږی وکړئ ، غوږ ډېر ونیسئ او مطالعه زیاته کړئ .
② بریالي شئ نو : غرور مه کوئ ، د ملګرتیا خیال وساتئ او د خلکو په خبرو خوا مه بدوئ .
③ پرمختګ وکړئ نو : پر ځان باور ولرئ ، کارونو کي مشوره کوئ او د خلکو احسان منئ .
④ کارونه مو آسانه شی نو : نورو ته خنډونه مه جوړوئ ، ملګرو باندي ږغ وکړئ او پر الله توکُل وکړئ .
⑤ عزت ولرئ نو : د تقوادارو خلکو سره ناسته ډېره کړئ ، لمونځ وکړئ او استغفار وایاست .
⑥ خلک و بیروئ نو : نو خپلي کمزوری او رازونه مه ورته وایاست او ډېر ور نژدې کېږی مه .
⑦ هیڅکله مات نه شی نو : پر هرچا باور مه کوی ، خصوصا بیا پر هغو خلکو چي د الله څخه لیري وي .
⑧ که غواړئ د خلکو مینه ترلاسه کړئ نو : زړه د اخلاصه مُسکا وکړئ د منافقت نه ، او د خلکو مرسته وکړئ .
Khializay