17/01/2023
امرالله صالح د خپلې ټویټر پاڼې په بیا فعالولو سره ځان د افغانستان د جمهوري ریاست د سرپرست په توګه معرفي کړي.
تېره ورځ د امرالله صالح ټویټر پاڼه غیر فعاله شوه او ۲۴ ساعته وروسته بیا فعاله شوه، چې بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول.
دقيق، تازه او پر وخت خبرونه!
امرالله صالح د خپلې ټویټر پاڼې په بیا فعالولو سره ځان د افغانستان د جمهوري ریاست د سرپرست په توګه معرفي کړي.
تېره ورځ د امرالله صالح ټویټر پاڼه غیر فعاله شوه او ۲۴ ساعته وروسته بیا فعاله شوه، چې بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول.
د خوست ولایتي روغتون کې یوې ښځې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي .
په غزني ښارکې یو تن غل ونیول شو.
د غزني امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي د دغه ښار د دوهمي امنیتي حوزې سرتېرو د دریم پلان په ساحه کې د جاوید په نوم یوتن غل نیولی دی.
د امنیه قوماندانۍ مسؤلین وايي یاد کس د غزني ښار شهر کهنه اصلی اوسیدونکي دی چې له یو عراده بایسکل او دوه د اوبو له بیلرانو سره لاس په لاس نیول شوی .
مسؤلین وايي یاد کس خپل جرم منلی او د ورستیو کړنو په موخه به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
د بادغیس والي ویاند احمد جان حنظله طلوعنیوز ته وايي، تېره شپه د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې د سړې هوا له کبله پنځه کسان مړه شوي دي.
د ښاغلي حنظله په وینا، په مړو شویو کې څلور ماشومان او یو لوړ عمر سړی شامل دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، په جوزجان کې یې ۱۴ کسان او په هرات کې یې د څلورو ایراني انجنیرانو په ګډون ۹ کسان- چې په واوره کې ایسار پاتې وو- د چورلکو په وسیله ژغورل شوي دي.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، د ولسي جرګې پخوانی غړی مرسل نبيزاده نن غرمه مهال د دولسمې امنیتي حوزې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا له خپل ساتونکي سره په ډزو وژل شوی دی.
خالد ځدراڼ زياته کړه، چې په دې پېښه کې د مېرمن نبيزاده ورور هم ټپي شوى دى.
د خالد ځدراڼ په وينا، د دې پېښې د عاملينو د نيولو هڅې پيل شوې دي.
د سرپل د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس سيد صفتالله سرپلي په دې ولايت کې د سړې هوا له امله د لږ تر لږه ٢٣٠ پسونو د مړه کېدو خبر ورکوي.
ښاغلی سرپلي زیاتوي، د سړې هوا له کبله د دې ولایت د سانچارک ولسوالۍ په یوه کلي په نشه يي توکو یو روږدی کس هم مړ شوی دی.
د پروان د لوا ویاند صفتالله یاسر وايي، په سویلي سالنګ کې له خوراکي توکو یو ډک موټر د تخنیکي ستونزو له کبله اور اخیستی.
ښاغلی یاسر زیاتوي، دا پېښه نن (شنبه) له غرمې مخکې رامنځته شوې او چا ته پهکې زیان نهدی رسېدلی.
د غزنی د امنیه قومنداني رسنیز دفتر وایې، چې نن د روضې کوتل په سیمه کې یو تن هغه مهال وژل شوی چې غوښتل یې له موټره کته شي خو د موټروان د بې احتیاطي له امله له موټره لوېدلی او تر موټر لاندي شوی.
رسنیز دفتر زیاته کړي چې وژل شوی کس د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالي اوسېدونکی وو
او موټروان هم د سرتېرو له لوري نیول شوی او د ترافیکو مدیرېت ته سپارل شوی
د سالنګ لویه لار له یوشې شپې ورځې بندېدو وروسته د تګ-راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رییس ابو حافظ محمد یعقوب د دې خبر په تایید سره موټر چلوونکو ته سپارښتنه کوي چې له ځنځیر (چین) پرته تګ-راتګ و نهکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا نن مازدیګر ۰۴:۰۰ بجې په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوه.
د دې شرکت پر ټویټر لیکل شوي، مسوولانو د برېښنا پرچاوۍ ستونزې د بېړني حل په موخه د تاجکستان ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا له کابل سره ونښلوله.
د بغلان سیمهییزو مسوولانو په پلخمري ولسوالۍ خواجه الوان دښتې، چشمه شير، شمرق او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د هوايي مرغانو لپاره غنم او وریجې پاشلې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر ټویټر لیکلي، هوایي مرغان د واورې د اورښت له کبله له لوږې سره مخ شوي وو.
محمد نبي د امرالله صالح خبرو ته په غبرګون کې ويلي چې دوی اوس هم تر هماغه بیرغ او سرود لاندې کرکټ کوي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هېواد د رښتینو ارزښتونو استازولي کوي.
نوموړي صالح ته په اشاره زیاته کړې، ملت چې اوس له کوم حالته تېریږي، دا ټول ستاسې د فاسد نظام له امله دي.
له دې مخکې امرالله صالح پر افغان کرکټ لوبډله موقتي او دایمي بندیزونه مثبت ګام بللی و او نیوکه یې کړې وه چې افغان لوبغاړي د نجونو زدهکړو په ګډون د نورو «بېعدالتیو» په اړه غلي دي.
د کندهار والي ویاند حاجي زید رسنيو ته وایي، د دې ولایت په شاولیکوټ او خاکریز ولسوالیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون هغه ۲۱ کسان چې د سړې هوا له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وو، ژغورل شوي او ولایتي روغتون ته لېږدول شوې دي.
غزني ښار؛
رالېږونکی: ميرويس احرار
د غزني ولایت سیمه اییز مسئولین وایې، چې دوی په دغه ولایت کې دوې میاشتې وړاندې د امیرالمومنین د فرمان او د دغه ولایت د والي له لارښوونې سره سم، د سوالګرو د راټولولو لړۍ پیل کړه، چې په کې ۱۶۵ مستحق سوالګر وپيژندل شول او حرفه اې سوالګر یې خپلو کورونه ته استولي دي.
چې تېره ورځ د مخکینیو مرستو په دوام له یادو ۱۶۵ مستحقو سوالګرو او ۳۰ نورو بېوزلو کورنیو سره چې ۱۹۵ کورنۍ کیږي د ژمي په رارسېدو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
غزني ولایت کې د دولتي ځمکو د تثبیت او غصب څخه د مخینوي او استرداد کمېټې تخنیکي ټیم وايي چې څه باندې ۶۱ زره جربیه ځمکه له غصب څخه ژغورل شوې ده.
اسلام اباد هوایي ډګر کې دوه افغانان چې په جعلي اسنادو کاناډا ته روان وو نیول شوي.
ورسره دوه د ایف آی اې ادارې پاکستاني افسران هم نیول شوي، چې د رشوت بدل کې یې دوی سره د وتلو مرسته کوله.
سړه هوا له شمال ختیځ څخه افغانستان ته داخله شوې، دا ځل به مرکزي ولایتونه تر ټولو سړه هوا تجربه کړي.
د هېواد لوېديځ او سوېلي ولايتونه به هم له دې سړې هوا اغېزمن شی
په ورته وخت کې، سبا به د هیواد په ۲۳ ولایتونو کی واوره وي.
خو د کندهار ولايت د تودوخې درجه به په بې ساري ډول سړه وي، ده همدی حال کی به راتلونکې اونۍ تر ټولو لوړه درجه منفي يو او تر ټولو ټيټه به منفي لس درجې وي.
د دغو ولایتونو له جملې څخه بامیان هم د ډېری سړې هوا له امله د څو کلونو ریکارډ مات کړی دی.
غور ،غزني، بدخشان، او دایکندي به هم د نورو ولایتونو په پرتله ساړه وي.
تازه خبر !
افغان لوبغاړی فريد ملک د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې له يوه بريده روغ وتلی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ وايي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی فرید ملک یې له غلو ژغورلی.
شپږ تنه غلو چې غوښتل یې د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې له فرید ملک څخه غلا وکړي، موخې تر تر رسېدو وړاندې نیول شوي.
غلو هم په خپل جرم اعتراف کړی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېتر لیکلي چې د اسلامي امارت د مشر په فرمان، کابل کې د علماوو شورا جوړه شوې ده.
په دغه فرمان کې راغلي دي چې په دغې شورا کې عالمان مسوولیت لري چې اړوندو مسوولانو ته د شریعت پر بنسټ مشوره ورکړي او مسوولان هم مکلف دي چې د دندو د لایحې پر مطابق د علماوو پر مشورو عمل وکړي.
ملګري ملتونه وایې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږد ته دوام ورکوو.
د غزني ولايت اندړو ولسوالي کښته ناني سيمه کي يو کس عبدالصمد ، د خپل وراره له لوري د چاړې په ګذار وژل شوی دی. د يادونې وړ ده چې د قاتل نوم يوسف ښودل شوی او سمدلاسه له سيمي څخه په تېښته بريالی شوی دی.
د تخار امنیتي ځواکونو لس کسان د بچهبازي تور نیولي دي.
د تخار امنیې قومندانۍ ویاند مبین ساپي وايي، دا کسان د دې ولایت په ینګيکلا ولسوالۍ کې د "بچهبازۍ نامشروع" عمل او له نشهيي توکو څخه د کارونې په تور نیول شوي او له پوښتنو ګروېږنو وروسته به عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.
د افغانستان هوا پېژندنې ریاست د روانې اوونۍ سهشنبې او چهار شنبې ورځې په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، غزني، پکتیکا، بامیان، دایکندي، روزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې د باران او وارې ورېدو اټکل کړی دی.
د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د يوه روغتون ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د بدخشان اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وايي، تېره شپه د فیضاباد څلورمې امنیتي حوزې اړوند بتاش سیمه کې د ګاز نیونې له کبله درې کسان مړه شوي دي.
د هغه په وینا، دغه کسان د دې ولایت د شغنان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي.
د خوست ولایت د استخباراتو ریاست وايي، چې د دې ریاست ځواکونو د یاد ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې هغه ۶ کسیزه ډله نیولې، چې د پیسو اخیستلو په بدل کې به یې قتلونه کول.
نیول شویو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی او اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.
څه باندې ۶۰ مسافر چې د واورې اورېدو له امله د غور - کابل لویې لارې د «بُکک کوتل» کې ګیر پاتې وو، ژغورل شوي دي.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس طلوع نیوز ته وايي چې دغه مسافر له دوو ورځو راهیسې په دغې لار کې ګیر پاتې وو چې نن مازدیګر یوې امنې سیمې ته لېږدول شوي.
ښاغلی حماس زیاتوي د هغو مسافرو د ژغورنې لپاره هم هڅې روانې دي چې د بامیانو په یکاولنګ ولسوالۍ کې ګیر پاتې دي.
د ابوظهبۍ ټي ټېن لیګ نه د قمار بازۍ راپورونه ورکړل شوي
د بریتانوي رسنیو د راپور له مخې، د کرېکټ نړیوالې شورا د فساد ضد څانګې ته له ټي ټېن لیګ څخه د مشکوکو فعالیتونو ۱۲ راپورونه رسیدلي، چې لږ تر لږه ۶ یې جدي بلل شوي دي.
چارواکي وايي، د ابوظهبۍ ټي ټېن سیالیو پر مهال د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د توپ وهنه په برخه کې معامله شوې ده او آی سي سي لېدلي چې د لوبډلو مالکانو به د توپ وهنې او توپ اچونې پرمهال خپلو لوبغاړو ته لارښوونې کوي او ستوري لوبغاړي به له لوبډلې کېنول کېدل.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رییس ابو محمد حافظ په سالنګ لویې لارې کې د سختې واورې ورېدو خبر ورکوي او زیاتوي، دا لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده، خو "ټرېلر" موټر د تګ-راتګ اجازه نهلري.
بي ایم ډبلیو کمپنۍ داسې موټر جوړ کړ چې د ډرېور د مزاج سره سم هر ډول او هره برخه یې رنګ بدلوي.
تېر کال یې هم داسې موټر جوړ کړی و خو هغې یوازې یو رنګ بدلاوه.
بدخشان:
د سرو زرو په ښوییدلي کان کې بند درې کارګر له دریو شپو ورځو وروسته ژوندي وژغورل شول.
د غزني ولایت مقام د رسنیو دفتر وایې، چې د ناوې ولسوالۍ اړوند په ملک الدین سیمه کې یې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعاله کړی چې د ناوې تر څنګ به د پکتیکا په یو شمېر سیمو کې هم له دې وروسته سلام شبکه کار وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د مصر، سوډان، لېبیا او فلسطین له یو شمېر علماوو سره وکتل. پهدې لېدنه کې ښاغلي ندیم له یادو علماوو وغوښتل چې د افغانستان حالت د نړۍ له علماوو سره شریک کړي.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، د اسلامي نړۍ د علماوو پلاوي د نړۍ د مسلمانانو پر یووالي ټنګار وکړ او په بېلابېلو علمي برخو کې یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتوالی وښود.
سیمهییزې سرچینې وایي، د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې تر خاورو لاندې ایسار یو کانکیندونکی له څلوېښتو ساعتونو وروسته ژغورل شوی او هیله شته چې دوه نور بند پاتې کسان هم وژغورل شي.
سوډان حکومت هغه شپږ خبریالان نیولي چې په یوې رسمي غونډه کې یې ددغه هیواد د ولسمشر هغه ويډیو په رسنیو کې خپره کړې چې له نوموړي څخه په پتلون کې بولې بهیږي.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د یونیسف او پوهنې وزارت له لوري د سل زرو امریکايي ډالرو او یو نیم میلیون افغانیو په لګښت د دوولسو ښوونځیو ودانۍ ورغول شوې.
د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه د یوې داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي. د افغانستان بانک ویلي، ګټونکي بانکونه او شرکتونه باید د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي او د ضمانت ټولې پیسې هم په یوه وار دغه بانک ته وسپاري.
د پکتيا امنيې قومندانۍ وياند عبدالباري منيب وايي، د دې ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د يوې ټرافيکي پېښې پر مهال درې کسان ټپيان شوې دي.
نوموړی زیاتوي، دا پېښه د دوو موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې او لامل يې د موټر چلوونکو بېاحتياطي بلل شوې ده.
Sarawzawal Market Near Khatmol-Morsalin Masque Kalah/Sabz
Ghazni
0326
Be the first to know and let us send you an email when Anzoor News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.