Afghanistan Post

Afghanistan Post Freelance journalist

10/11/2023

اسرائیل- انګلېنډ

د برتانیا هغه وګړي چې په اسرائیلو کې بند پاتې ، د تښتېدو سخت کوشش روان کړی دی او له حکومته شکایت لري چې د طیارې ټکټونه له ١٢٠٠ پونډو نه ګران شوي دي.

افغانستان- هندوستانتمه ده چې نن افغانستان د کرېکټ نړیوال جام لوبو کې د کوربه هېواد هندوستان سره لوبه وکړي. افغانستان تر ...
10/11/2023

افغانستان- هندوستان

تمه ده چې نن افغانستان د کرېکټ نړیوال جام لوبو کې د کوربه هېواد هندوستان سره لوبه وکړي. افغانستان تر دې وړاندې یوه لوبه کړې؛ پر بنګله دېش یې بایللې ده او هندوستان له اسټرالیا بیا یوه لوبه ګټلې ده.

10/11/2023

سوریه - اسرائیل

اسرايلي رسنۍ :
اسرائیل په سوریې هم بمبارد کړی دی ؛ وایې بشار الاسد پر موږ ډزې کړي او د امريکا اخطارونو ته یې هيڅ اهميت نه دی ورکړی.

10/11/2023

نایجر - فرانس

فرانسوي پوځیان له دې هېواده ووتل او بل افریقایي هېواد چاډ کې یې واړه ول.
د نایجر پوځي حکومت له فرانسې غوښتي و چې له دې هېواده ووځي او اوس یې د دې خبر تائېد کړی دی.

10/11/2023

فلسطین - اسرائیل

په غزه کې روغتیا وزارت وایي چې اسرائيلي ځواکونه په قصدي توګه طبي پرسونل، روغتیايي موسسې او امبولانسونه په نښه کوي.

هرات - افغانستاند افغانستان غربي برخه هرات، فراه او بادغیس کې نن سهار بیا د رېختر په کچه ٦.٣ زلزله شوې ده او دا وار د زل...
10/11/2023

هرات - افغانستان

د افغانستان غربي برخه هرات، فراه او بادغیس کې نن سهار بیا د رېختر په کچه ٦.٣ زلزله شوې ده او دا وار د زلزلې مرکز د رباط سنګي سیمه ښودلی شوې ده ده.
نن درېمه ورځ ده چې د زلزلې شوک په دې ولایتونو کې روان دی.

پاکستانپاکستانیان وایې؛ نور وخت دی چې باید له پاکستان نه وتښتو!دوې ځکه دا خبره کوي چې په یوه ورځ د تیلو بیه کې یې ٢٦ روپ...
09/17/2023

پاکستان

پاکستانیان وایې؛ نور وخت دی چې باید له پاکستان نه وتښتو!

دوې ځکه دا خبره کوي چې په یوه ورځ د تیلو بیه کې یې ٢٦ روپۍ زیات والی راغلی دی، پاکستان کوښښ کوي چي د تیلو په پیسو څه سپما وکړي خو له وړاندې دومره په قرضونو کې ډوب دی چې په دې پیسو به یې چاره ونشي.

ډانیل توپان - لیبیاد لیبیا لوی څارنوال امر کړی چې د بندونو په اړه دې څېړني وشي، که د بند په جوړولو کې ناغیړي شوي وي نو ج...
09/16/2023

ډانیل توپان - لیبیا

د لیبیا لوی څارنوال امر کړی چې د بندونو په اړه دې څېړني وشي، که د بند په جوړولو کې ناغیړي شوي وي نو جوړونکو ته به یې سخته سزا اعلان کړي.
تېره اونۍ لیبیا کې یو سمندري توپان راغی او د اوبو دوه بنده یې مات کړل، ١١٠٠٠ یوولس زره انسانان یې مړه او ١٠٠٠٠ لس زره یې تري تم کړل.

کراچۍ - پاکستاند پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شهیر شهریاری:د پاکستان چارواکو د ټولو انساني او اسلامي حقونو برخلاف بې ګناه افغ...
09/16/2023

کراچۍ - پاکستان

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شهیر شهریاری:
د پاکستان چارواکو د ټولو انساني او اسلامي حقونو برخلاف بې ګناه افغانان چې ډېری برخه یې ښځې او ماشومان دي؛ زندان ته اچولي دي او نه پوهېږي چې په کابل کې حاکم حکومت تر اوسه په دې اړه ولې چپه خوله دی.

فلوريډا - امریکاد امریکې په میامي کې امنیتي کمرو کې هغه مسؤل کس ښودلی کېږي چې د سفر پر مهال د خلکو له بکسونو غلا کوي. تر...
09/16/2023

فلوريډا - امریکا

د امریکې په میامي کې امنیتي کمرو کې هغه مسؤل کس ښودلی کېږي چې د سفر پر مهال د خلکو له بکسونو غلا کوي. تر دې وړاندې افغانستان کې خلکو شکایت کاوه چې د سفر پر مهال یې له بکسونو د هوایي شرکت کارکوونکي غلا کوي.

هندوستان - سریلنکاتمه ده چې سبا د اسیا کپ کرېکټ سیالیو کې هندوستان او سریلنکا په فاینل کې سره مخامخ شي. یاده دې وي چې سر...
09/16/2023

هندوستان - سریلنکا

تمه ده چې سبا د اسیا کپ کرېکټ سیالیو کې هندوستان او سریلنکا په فاینل کې سره مخامخ شي. یاده دې وي چې سریلنکا مخکني مېچ کې پاکستان ته سخته ماتې ورکړې وه.

برېټانیاانګلستان په رسمي ډول د واګنر ګروپ په تروریستي ډلو کې شامل کړو له دې وړاندې امریکا یاد ګروپ د جنایتي ګروپ په نوم ...
09/16/2023

برېټانیا

انګلستان په رسمي ډول د واګنر ګروپ په تروریستي ډلو کې شامل کړو له دې وړاندې امریکا یاد ګروپ د جنایتي ګروپ په نوم پېژندلی و.

شمالی کوریا - روسیهولادیمیر پوټین د شمالي کوریا د مشر ، شمالي کوریا ته د سفر بلنه منلې ده او تمه ده چې په راتلونکي کې دې...
09/16/2023

شمالی کوریا - روسیه

ولادیمیر پوټین د شمالي کوریا د مشر ، شمالي کوریا ته د سفر بلنه منلې ده او تمه ده چې په راتلونکي کې دې هیواد ته سفر وکړي.

کلمبیا - امریکاد کلمبیا مشهور هنرمند فېرنېنډو باټېرو د ٩١ کلو په عمر ومړ، هغه نه یوازې د جنوبي امریکې منلی هنرمند و بلکې...
09/16/2023

کلمبیا - امریکا

د کلمبیا مشهور هنرمند فېرنېنډو باټېرو د ٩١ کلو په عمر ومړ، هغه نه یوازې د جنوبي امریکې منلی هنرمند و بلکې ځینې اثار یې نړیوال ریکارډ لري.

پکتیکا - افغانستانځایي خلک وایې چې په ٢٢ ولسوالیو کې ښځینه ډاکټرانې نشته، او ښځې په ځان سخت کړاو تېروي خو نارینه ډاکټر ت...
09/16/2023

پکتیکا - افغانستان

ځایي خلک وایې چې په ٢٢ ولسوالیو کې ښځینه ډاکټرانې نشته، او ښځې په ځان سخت کړاو تېروي خو نارینه ډاکټر ته زړه نه ښه کوي. یاده دې وي چې د یاد ولایت په مرکز کې هم د ښځینه ډاکټرانو او بې کیفیته درملو ستونزې ډېرې جدي دي.

پنجشیر - افغانستاند افغانستان پنجشېر ولایت کې د زمردو قانوني استخراج پیل شو، پنجشېر د زمردو نړیوال برېنډ لري.
09/16/2023

پنجشیر - افغانستان

د افغانستان پنجشېر ولایت کې د زمردو قانوني استخراج پیل شو، پنجشېر د زمردو نړیوال برېنډ لري.

سعودي - فوټبالد الاتحاد ګروپ د لیورپول مسلمان لوبغاړي محمد صلاح ته د رېکارډ تر کچې ٢٧٠ میلیون ډالر ورکوي تر څو ورسره د س...
09/16/2023

سعودي - فوټبال

د الاتحاد ګروپ د لیورپول مسلمان لوبغاړي محمد صلاح ته د رېکارډ تر کچې ٢٧٠ میلیون ډالر ورکوي تر څو ورسره د سعودي په لیګ کې ولوبېږي.

نیویارک - امریکانیویارک غرقېږي په واورو نه بلکې د خپلو اسمان څکو ودانیو له امله.ګارډین برېټانیا چاپ ورځپاڼې خبر ورکړی چې...
05/20/2023

نیویارک - امریکا

نیویارک غرقېږي په واورو نه بلکې د خپلو اسمان څکو ودانیو له امله.

ګارډین برېټانیا چاپ ورځپاڼې خبر ورکړی چې نیویارک ښار د اسمان څکو ودانیو د وزن له امله د ځمکې لاندې ننوځي او اوبه مخ په ورپورته کېدو روانې دي.
د څېړنو په اساس نیویارک هر کال په اوسط ډول ١ نه واله تر ٢ میلي مترو پورې د ځمکې لاندې روان دی او حتی ځینې برخې دوه چنده دا حالت تجربه کوي.

Address

New York, NY

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghanistan Post posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghanistan Post:

Share

Category