
24/01/2025
د قام وکيل او سفير امن پۀ نوم
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې د هغه ذهنيت د بدلولو هڅې کوۍ
کوم ذهنيت باندې چې د انګرېز نه رانيولي تر موجوده امريکايي، پنجابي او عربي سامراج پورې د خپلو ناوړه ګټو دپاره شپه او ورځ کاراو بلا مصرف شوېدی،او دادې د پاره نيبراسکا پوهتون کښې باقاعده يو منظم نصاب جوړ کړی شوی وو.
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
تاسې هغو خلقو ته د عدم تشدد ، امن او پرمختګ درس ورکوۍ
د چا پۀ سوچ ، فکر ، رويه ، لهجه ، او وينه کښې چې تشدد او د خپل قام سره غېر اعلانيه دشمني شامله ده،
او مشغوله يې د سپيو، مړزانو، چرګانو او انسانانو جنګول دي،
او پېشه يې پردي کورونه ورانول، ميندې بورول، خويندې سرتورول، او ماشومان يتيمان کول دي.
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې هغو خلقو ته پوهنتون راړوی او قلم ، کتاب ورکول غواړۍ،
کوم خلق چې زامن د ټوپک زنو ډېرولو پۀ نوم پيدا کوي،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې هغو خلقو ته سياسي او قامي شعور ورکول غواړۍ
پۀ کومو خلقو چې قبائيلي ذهنيت او مذهبي شدت پسندي د افيمو د نشې پۀ څېر غالبه ده،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې پۀ لر او بر کښې تقسيم شوی هغه قام يو کول غواړۍ
څوک چې دادې جديد دور باوجود هم بغېر د فيسبوک نه پۀ عملي ژوند کښې تش د څو لمحو د پاره هم د قبیلوي تعصب د دايرو نه بهر را وتلو ته تيار نۀ دی ،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې د هغه قام د وسائيلو او مسائيلو خبره کوۍ
د کوم قام اجتماعي نفسيات او ترجيحات چې تش خپل جیبونه ډکول او وسائيل لوټل دي، کوم قام کښې چې تاسې پۀ شمول خپل ټول قامي مشران غېر محفوظ دي او د وزيرستان، کرک، لکي مروت نه ګيس پايپ لاينونه پنجاپ ته محفوظ روان دی
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې د غېرسياسي هجوم نه د سياسي قام جوړولو هڅې کوۍ او قامي او اجتماعي شعور ورکول غواړۍ،
چې دغه کار نړۍ ته کله هم د منلو او زغملو وړ نۀ دی
هو
تاسو حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې پۀ موجوده قامي صورتحال د درستې پښتونخوا !
نا غلط شوم د لر او بر افغان د خاموشۍ او رضامندۍ باوجود هم تاسې د ترهه ګرۍ برملا مخالفت او مزامت کوۍ، قام ته امن غواړۍ ٫
خو تاسې تا دې معلومه وي چې امن د پښتون افغان اولس اجتماعي او قامي غوښتنه نۀ مخکښې پاتې شوېده او نۀ اوس ،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
تاسې پينځۀ کاله مسلسل پۀ قامي اسمبلۍ کښې د پښتنو او بلوڅانو نه پرته د ټولو مظلومو، محکومو او محرومو طبقو او قامونو د پاره غږ پورته کړی دی
او د دوي سره روان غېر انساني او غېر ائينيچلند تور مو هر وخت د رياستي ادارو پۀ مقدسو لمنو لګولی دی،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه !
چې تاسې باجوه ته رايې نۀ ده ورکړې او د عمران خان حکومت پۀ رانيسکولو کښې مو بنيادي کردار لوبولی دی،
چې پۀ دې مو د پښتون اولس پۀ شمول د سرکاري او غېرسرکاري ټوپک زنو زرونو ته سخت درد رسولی دی،
او د هغه درد علاج يوازې ستاسو مرګ دی
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
تاسې پينځۀ کاله پرله پسې د پاکستان پارليمان کښې د افغانستان د جمهوري، انساني او بنيادي حقونو دفاع کړېده او د افغان کډوالو سره کېدونکيو ظلمونو باندې به د رياستي فشار باوجود هم خاموش نۀ پاتې کېدۍ،
تاسې د رياستي ادارو خود ساخته پاليسۍ بربنډې کړې او نړۍ ته مو ښودلې دي،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې د افغانستان د رانسکور کړې شوي جمهوري حکومت لا اوس هم دفاع او طرفداري کوۍ ، باوجود دادې چې هغه ټول افغانان هم ورباندې خاموش دي، کومو چې د اشرف غني حکومت کښې دندې ، وزارتونه او لوړ لوړ منصبونه لرل.
پۀ جلسو او پارليمان کښې ستا تقريرونه او اشرفي غني سره ملاقات ژوندی ثبوتونه دي،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې د ډېرو بنديزونو باوجود هم کابل کښې د اشرف غني دلوړې مراسم کښې برخه اخيستې وه،
او بيا پۀ خپله وينا کښې مو برملا دغه خبره کړې وه ، چې جغرافې بدلېږي خو قامونه نۀ بدلېږي ، زۀ افغان وم، افغان يم او افغان به اوسم،
تاسې حق لرې چې وۀ وژل شۍ
تاسې چې د کرښې بلې غاړې ته افغان دوبي سیمه ، پسه میله ميرسپر او اوس تازه پکتيکا کښې د پاکستاني جنکي الوتکو بريدونه پۀ کوم ډول غندلي دي، نۀ مو يوازې پاکستان نړۍ ته د يو ظالم پۀ توګه ښودلی دی بلکې افغانانو ته مو دخپلواکۍ احساس ورکولو او افغاني ننګ راپورته کولو پوره پوره هڅه کړېده،
هو
تاسو حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې پۀ همدې ګناه غازي امان الله خان هم د افغانستان نه شړل شوی وو، چې يو مترقي فکر يې خپل کړی وو او د افغانستان نجونې يې هم د نړۍ سره د علم او تعليم ميدان کښې سيالې ليدلې غوښتلې،
چې پۀ جلاوطنۍ کښې د مړینې نه پس تر ننه پورې هم هغه سزا ورته ملاوېږي ، چې ژوندی مثال يې تېر کال څلی مسح کول او مخ ورتورول دي ، او بيا د افغانستان موجوده چارواکیو د ځينو ذمه وارو کسانو لخوا پۀ فيسبوک او ټيک ټاک ورته کنځل کول دي ،
بل خوا تاسې هر وخت د غازي امان د پروژې مخ پۀ وړاندې بوتلو هڅه کوۍ او د افغانۍ نجونو دپاره د تعليمي دروازو خلاصولو غوښتنه کوۍ،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې باچاخان هم نور د چانه پلارونه او نيکونه نۀ وو وژلي
پۀ باچا خان هم د غدارۍ د ټپو او د کفر د فتوو بنيادي وجوهات همدغه وو، چې قام ته يې تعليمي شعور ورکولو او د تشدد پۀ ځايي يې د عدم تشدد فلسفه ورښودله ،
د لښکر کشۍ پۀ ځايي يې د جلوس او جلسې کلتور ورته راوړی وو،
مدرسې او ازاد سکولونه يې جوړول، او تاسې هم پۀ دې لړ کښې د پېروښان پوهتون ، ټينيکل کالج او تعليمي ادارو عام کولو ، فعال کولو او بيا د تعليمي ادارې د دورو کولو پۀ شکل کښې د هغوي پۀ قدم خپل قدم کېښودی دی،
چې دادې سره قام کښې شعور راځی ؟؟ او د پښتون قام شعور د نړۍ او رياستي ادارو پۀ تاوان تمامېږي ،
ځکه چې دادې سره قام د خپل حق غوښتلو، جغرافيې پېژندلو ، وسائيلو باندې اختيار حاصلولو، او ستاسې پۀ شان پۀ هر پليټ فارم باندې د خبرو کولو جوګه جوړېدی شي.
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې خان شهيد هم بل هيڅ ګناه نۀ وو کړۍ
دخان شهيد پۀ شهادت رسولو هم دغه وجه وه
چې قام ته يې سياسي، قامي شعور او قلم ، کتاب ورکول غوښتل ،
د قبائيلي ذهنيت لرونکي قام نه يې يو سياسي او اجتماعي سوچ لرونکی قام جوړول غوښتل،
د چمن درازه کښې يې تلاشۍ او پاسپورټونه نۀ منل،
او تاسې هم د هغوي پۀ شان هر وخت د قامي ، سياسي او تعليمي شعور خبره کوۍ، او د لر او بر افغان د تلو راتلو لارو کښې پۀ خودسخته دروازو روان چلند يو غېر انساني او غیر ائيني ګام بولۍ او برملا يې غندنه کوۍ،
چې دغه عمل د رياست د جنګي پاليسو پرضد دی.
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې شهيد ډاکټر نجیب هم پۀ همدغه تور ، همدغه قامي مينه ، همدغه افغاني هوډ ، همدغه د خپلواکۍ پۀ ناره ، همدغه شان قام ته د افغانيت احساس ورکولو او د کرښې پرضد د اولس ذهنيت جوړلو او نۀ منلو پۀ تور پۀ کابل کښې د ننه پۀ دار کړې شو ، هم سنګسار کړې شو ، هم کافر او هم ګناهګار کړې شو،
چې له تر ننه پورې هم هغسې ګناهګار او کافر يادېږي، د فغانيت ډېر دعوېداران يې پۀ ايکس او فيسبوک تش د تلين پوسټ نۀ کوي او نۀ يې کولی شي؟
د نيبراسکا پوهتون د جوړ شوي نصاب نه متاثره زياتره افغانان اوس هم ورته پۀ فخر سره کنځلې کوي،
هو
تاسو حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ستا سو وژنه لا د خړ کمر پېښه کښې پکار وه
خو قسمت مو ښۀ وو چې معجزانه طور ژوندي پاتې شوۍ .
تاسې هلته هم قامي او سياسي شعور رسول غوښتل
او احتجاجونونه مو کول،
چرته چې د جنګي پاليسيو پر مخ وړلو، افغانستان کښې د جنګ اور بل ساتلو د پاره ټول عمر ديو منظم پلان لاندې خلق پۀ شعور توګه ناخبر او قبائيلي ساتل شوي دي .
کوم قام ته چې بکاخېل کډوالو کېمپ کښې دننه هم د عصري علومو پۀ ځايی يوازې مدرسو کښې د زده کړې ورکولی شي .
خو تاسې نۀ خړ کمر کښې پۀ ژوندي پاتې کېدو شکريه اوويسته او نۀ مو د رياست د پاليسو پرضد د مبارزې کولو نه لاس واخيستو ،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې باندې د سرکاري روپو او د وزيرستانيانو پۀ چندو اخيستې شوې ډېرې ګولۍ مصرف شوې دي
تاسې د انتخابي مهم پۀ دوران کښې د تپي پۀ سيمه کښې معجزانه طور بچ پاتې شوئ ،
ګني ستاسو د وژنې مکمل او يو منظم پلان پۀ پام کښې نيول شوی وو
خو خداي حصوصي مهرباني درباندې وکړه
ستاسو ، سره د پوليس ځوابي ډزو او خپل بلټ پروف ګاډي
د غټو او سپکو وسلو او بې رحمه خلقو د ولقې نه ژوندی را او ويستۍ،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې پۀ دريم ځل رياست ګټلی اليکشن کوم وخت مولانا مصباح دين صېب درنه ورکړو، هغه وخت ستاسو د وژنې پرېکړه هم شوې وه،
ځکه پۀ رڼا ورځ د ميرامشاه قلعه مخې ته ستاسو پۀ پرامنه احتجاج باندې سرکاري ټوپک زنو پخپله مرګونی بريد وکړو،
چې څلور ملګري يې درته پکښې شهيدان کړل
او ستاسو پۀ ګډون شلو پورې يې نور درته ژوبل کړل،
خو تاسې بيا هم پۀ رياستي پاليسو د تنقيد کولو نه پۀ شاه نۀ شوئ
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې هر وخت د رياست پاکستان او پاکستاني وسله والو تر مينځه شوې معاهده قام او نړۍ ته مخې مخې ته کوۍ ،
که چرته جنګ اودرېږی نو رياست پاکستان ته به ډالر د کومې خوا نه رادرومي؟
نورې د پيدا وار وسیلې خو نۀ لري
همدغه يو موثر او اسان کاروبار ورپاتې دی او تاسې دغه کاروبار هم ځنې شوکوۍ
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې کله ځونيخیل کښې احتجاجي پرلت ناست وو
هر خوا نه پوليس لارې ور بندې کړې وې، بهر نه څوک نۀ ور پرېښودل شول ،
بل هرچاته د لارې بندېدو يو بهانه هم جوړه وه،
ولې تاسې قسم کړی وو چې زۀ پۀ دې سختو حالاتو کښې خامخا ځونيخیل ته ځان رسوم،
او بيا مو پۀ ډېرو ګډو وډو او خطرناکو لارو ځونيخیل ته ځان ورسولو،
ماته راياد شي چې پۀ لاره څو ځله درته وائيل شول چې واپس به شو ، لاره خطر ناکه ده ، څۀ مشکل هم پېښېدلی شي ، خو تاسې نۀ منله،
چې ستاسې د ورتلو نه پس د ځونیخېلو پر لت ته ټول سياسي او قامي مشران پۀ ورتلو مجبور شول،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې چرته به هم څوک پۀ ظلم مړ کړی شوو
يا به رياستي ادارې دچا پۀ وژنه کښې ککړې وې
نو د هر چانه وړاندې به يې تاسې
جنازه ته اوږه ورکړې وه،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې نظر لرۍ، دليل لرۍ ، پوهه لرۍ ، دکيس او کيسې نه خبر يۍ ، د قام د يو کولو او شعور ورکولو صلاحيت او لياقت لرۍ،
او دغه عمل ،
دغه نظر
دغه سوچ دلته ممنوع دی،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې هغه قام ته ژوند غواړۍ ، کوم چې خپل مشران، خپل اتلان او خپل بابا ګان د قام او ژبې سره د مينې او خدمت پۀ تور پس له مرګه هم نۀ معاف کوي ، او قبرونه ورته پۀ بمونو الوزوي،
زمونږ پۀ وړاندې د رحمان بابا، اجمل خټک ، اميرحمزه شينواري ، موسي نيکۀ او دغسې د نورو قامي مشرانو ، اتلانو او بابا ګانو قبرونه د مثال پۀ توګه موجود دي، چې پۀ بمونو الوزول شوي دي،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه چې تاسې د پاکستان پارليمان ته مزاحمتي لهجه او ژبه ورکړېده، نن هر څوک هلته ستاسو پۀ رنګ خبرو کولو کوشش کوي.
تاسې پښتونو او نورو مظلومو اولسونو ته سياسي انقلابي شعور ورکوۍ ، اولس د مبارزې د پاره پۀ تنظيمي ډنچه کښې اچول غواړۍ،
بل پۀ قبائيلي سيمو او خاصه توګه وزيرستان کښې مو د ملک او ملا د رعب او دبدبې بتان مات کړي دي،
نن ځوانان پخپله داولس نمايندګي کوي،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې د شهيد لطيف لالا هم بل جرم نۀ وو
همدغه د مظلومو او محکومو خلقو نمايندګي او خبره يې کوله، هم پۀ عدالت کښې
هم پۀ سټيج او هم پۀ نورو پليټ فارمونو،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
ځکه
چې تاسې د پښتنو د ذهنونو نه قبیلوي تعصب ، تنګ نظري، ميراثی مشري، او د جنګونو، قتلونواو چاودنو پۀ شکل کښې مذهبي شدت پسندي ويستل غواړۍ،
تاسې حق لرۍ چې وۀ وژل شۍ
خو …….
که غواړۍ چې ژوندي او وسۍ
بيا يوازينۍ لاره دغه ده،
چې خپله تګ لاره پرېږۍ
مصلحت او خاموشۍ نه کار واخلۍ
د تحريک ت ال بان او امارت اسلامي متعلق خپلې واضح بيانيې نه پۀ شاه شۍ،
مکين پتم جلسه کښې خپله کړې وينا باندې معافۍ او غواړۍ
د افغانستان متعلق خپل موقف بدل کړۍ،
د وزيرستان پۀ راتلونکي صورتحال خاموشي اختيار کړۍ
د ډېورنډ کرښې متعلق تاسې هم يو غېر واضح موقف خپل کړۍ
د افغانستان د نمايندګۍ کولو نه پۀ جلسو او رسنيو کښې لاس واخلۍ،
د پارليمان پۀ تقريرونو مشتمل کتاب قوم کامقدمه اورته واچوۍ،
نړېوالو رسنيو سره خپل نظر او نظریه شريکو او خپل قامي او مترقي فکر بيانولو پرېږدي،
يو روايتي سياست دان يا قامي مشر شکل خپل کړۍ،
د دوي فکرونه خنډ د ژوند د پرمختګ د لارې
د دوي د شر نه نۀ يم زۀ او نۀ جانان محفوظ
ګوهر وزير
۲۳ جنوري ۲۰۴۵
يادګیرنه
پرون پۀ ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ د پاکستان استخبارتي ادارو محسن داوړ ته پۀ سم لاسي توګه پېښور نه وتلو خبر داری ورکړی
چې ستاسو باندې د ځان مرګي بريد د پاره افغانستان کښې پلان جوړ کړې شوی دی
دومره دومره روپۍ درباندې اخيستې شوې دي
ځان مرګی بريد درباندې کېدونکی دی
يو موټر کښې بارود ځاي پۀ ځاي کړې شوي دي
او ځان مرګی تن سره د موټر حيات اباد کښې موجود دي،