منګل ټي وي Mangal TV

منګل ټي وي Mangal TV د معياري كتابونو چاپ او كمپوزنګ دپاره د منګل كتاب كور خ?

16/12/2024
26/10/2024

#محمد #اقبال #بهلول #مروت ښکلی غزل

تلاش گمشدگی۔ محمد عبداللہ ولد اختر رضا سکنہ میچنی حال گڑھی سرفراز نزد باڑہ پل ، آج ورسک پبلک سکول گڑھی شیرداد سکول سے وا...
25/09/2024

تلاش گمشدگی
۔ محمد عبداللہ ولد اختر رضا سکنہ میچنی حال گڑھی سرفراز نزد باڑہ پل ،
آج ورسک پبلک سکول گڑھی شیرداد سکول سے واپس گھر نہیں آیا ۔ گھر والوں نے ہر جگہ ڈھونڈ لیا لیکن کوئی پتا نہیں چلا ۔ خاندان والے بہت پریشان ہے ۔ اگر کس نے دیکھا ہو تو برائے مہربانی اس نمبر پر رابطہ کریں03339945545

15/09/2024

د پښتو او اردو نامتو شاعره، اديبه ،افسانه نګاره او ناول نګاره ډاكټر سبا خان په دواړو ژبو كښې دمعيار ليكل كوي او ښه ډېر ل...
28/08/2024

د پښتو او اردو نامتو شاعره، اديبه ،افسانه نګاره او ناول نګاره ډاكټر سبا خان په دواړو ژبو كښې دمعيار ليكل كوي او ښه ډېر لوستونكي لري اوس اوس د محترمې يوپښتو ناول ''پس له مرګه'' منګل كتاب كور كښې چاپ شو چې د كتابونو هر غټ دكان نه ترلاسه كيدلے شي ـ په دې كتاب ښاغلي باور اۤفريدي او محترمې ګل ارباب مختصر ليكل كړي دي ـ ښاغلے باور په دې ناول داسې ليكي
''د دې ناول بنيادي (Theme) د معاشرې هغه مخونه دي چې په ظاهره خو د ډېر عزت او احترام قابل ګڼل کېږې خو په اصل کښې حقيقت څۀ بل څۀ وي ۔ دغه خلق نۀ يوازې د معاشرې په لمن تور داغ وي بلکه په خپله لمن په خپله هم تور داغ وي ۔''
اداره په دې ښكلي ناول ډاكټر سبا خان ته د زړهٴ د تله مباركي وركوي او زلمي كهول ته خواست كوي چې دا كتاب ضرور ولولي

'ديوان عبيدي'' چې د رحمان بابا مكتب فكر ماذون دويم فاضل ديوبند حضرت مولانا عبدالمنان عبيد تصنيف دے ـ د زلمي شاعر  او ادي...
18/08/2024

'ديوان عبيدي'' چې د رحمان بابا مكتب فكر ماذون دويم فاضل ديوبند حضرت مولانا عبدالمنان عبيد تصنيف دے ـ د زلمي شاعر او اديب ښاغلي عمر فاروق عادل په تحقيق او تدوين منګل كتاب كور پېښور كښې د چاپ پړاونو نه تېر شو ماذون دويم حضرت مولانا عبدالمنان عبيد صيب د علاقې يو ستر ديني عالم شاعر اديب او بزرګ شخصيت وهٴ د دوي په كور كښې يو بل نابغه روزګار شخصيت سعدالله خان حيران هم پښتو ادب ته ډېرې بخښنې كري دي ـ الله دې ورته هغه جهان ښائسته كړي ـ دې كښې هيڅ شك نشته چې دا ټوله كورنۍ د خټكنامې يوه روحاني كورنۍ ده د ديوان عبيدي نه يو څو شعرونه تاسو سره هم شريكوم
څوك چې مست شولو د مينې په صبوح
ترقيامته به ترې ونه وځي روح
زيات له عشقه بل حيات په جهان نشته
شي به تير كه د چا عمر شي د نوح
پاكه خدايه عبيد بچ له زړهٴ بدون كړې
زړهٴ ئې ووهي د مينې په رموح
ګران محمد باسل حميد په دې كتاب ډېر تفصلي ليكل كړي دي چې په كښې ئې د ماذون دويم د ټول ژوند او فن احاطه كړې ده ـ دې نه علاوه په دې كتاب نامتو شاعر او اديب ګران سعيد رهبر،ګران فيروز خان صادق او ګران عمر فاروق عادل ورباندې زړه پورې ليكل كړي دي ـ اداره په دې روحاني كتاب ګران عمر فاروق عادل او د هغه ټولې كورنۍ ته مباركي وركوي الله دې اوكړي چې دغه زيار د ماذون دويم صدقه جاريه وګرځي ـ

د پښتو ژبې تكړه كاتب حبيب الله اماني صيب هم له فاني دنيا نه سترګې پټې كړې الله دې ئې اوبخښي امين
15/08/2024

د پښتو ژبې تكړه كاتب حبيب الله اماني صيب هم له فاني دنيا نه سترګې پټې كړې الله دې ئې اوبخښي امين

30/07/2024

څوك په لارو كښې ازغي كري ن*ك نام شيڅوك تابيا د سرو ګلونو كړي بدنام شيډاكټر پروفېسر راج ولي شاه خټك مرحوم د پښتو ژبې او ا...
28/06/2024

څوك په لارو كښې ازغي كري ن*ك نام شي
څوك تابيا د سرو ګلونو كړي بدنام شي
ډاكټر پروفېسر راج ولي شاه خټك مرحوم د پښتو ژبې او ادب يوه درنه نامه ده چې په تخليق تحقيق او تنقيد كښې ئې يو نه هيريدونكے كردار دے ـ '' سنګزار'' ئې شعري ټولګه ده چې دوه ځله ارواښاد په خپل ژوند كښې چاپ كړې ده ـ او اوس اوس ئې شاعر او اديب بچي ګران رشتين خټك او دينار خټك په اهتمام په دريم ځل چې په كښې ځينې نوے كلام هم شامل دے يعني ''سنګزار د ولي كليات'' منګل كتاب كور پېښور كښې چاپ شو ـ د جواز سر خط د لاندې د ډاكټر راج ولي شاه خټك د خپلې شاعرۍ په حقله ليكل كړي دي ـ د سنګزار قيصه، ډاكټر پروفېسر يار محمد مغموم بيان كړې ده ـ د شاعرانه شاعرۍ جائزه ئې مرحوم اياز داودزۍ اخستې ده او د ولي د كلياتو اميل د لاندې محمد رشتين ولي خټك زړهٴ پورې ليكل كړي دي ـ اداره په دې ګټور كتاب د ارواښاد ډاكټر راج ولي شا خټك زامنو ته مباركي وركوي او زلمو ته دا خواست كوي چې دغه شاعري په لوستو ارزي ـ
د ولي سدابهار خودسره فكر
سپرلے نه دے چې د شپو ورځو غلام شي

''وعظ او خطبې'' د امام عبدالمنعم محمود صيب هغه ګټورې خطبې دي چې دوي په امريكه كښې وخت په وخت د جمعې په مباركه ورځ مونځ ګ...
22/06/2024

''وعظ او خطبې'' د امام عبدالمنعم محمود صيب هغه ګټورې خطبې دي چې دوي په امريكه كښې وخت په وخت د جمعې په مباركه ورځ مونځ ګوزارو ته وئيلي دي دا ګټور كتاب د پښتو ژبې نامتو شاعر اديب او كالم نګار پروفيسر ډاكټر اباسين يوسفزي ترجمه كړے دے ـ دغه ګټور كتاب اوس اوس منګل كتاب كور كښې چاپ شو اداره په دې علمي زيار پروفېسر ډاكټر اباسين يوسفزي صيب ته مباركي وركوي او دا هيله لري چې په ارروان وخت كښې به هم دغسې د علم نه دك كتابونه ژباړلے شي ـ چې لوستونكي ترې نه په خپله مورنۍ ژبه كښې ګټه پورته كړي ـ

''وعظ او خطبې'' د امام عبدالمنعم محمود صيب هغه ګټورې خطبې دي چې دوي په امريكه كښې وخت په وخت د جمعې په مباركه ورځ مونځ ګ...
20/06/2024

''وعظ او خطبې'' د امام عبدالمنعم محمود صيب هغه ګټورې خطبې دي چې دوي په امريكه كښې وخت په وخت د جمعې په مباركه ورځ مونځ ګوزارو ته وئيلي دي دا ګټور كتاب د پښتو ژبې نامتو شاعر اديب او كالم نګار پروفيسر ډاكټر اباسين يوسفزي ترجمه كړے دے ـ دغه ګټور كتاب اوس اوس منګل كتاب كور كښې چاپ شو اداره په دې علمي زيار پروفېسر ډاكټر اباسين يوسفزي صيب ته مباركي وركوي او دا هيله لري چې په روان وخت كښې به هم دغسې د علم نه دك كتابونه ژباړلے شي ـ چې لوستونكي ترې نه په خپله مورنۍ ژبه كښې ګټه پورته كړي ـ

Address

Deans Trade Center Second Floor Shop No FF 596 Peshawar City
Peshawar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when منګل ټي وي Mangal TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category