Zakir ullah Mehsud

Zakir ullah Mehsud Learner, Civil Engineer, Vloger, Nationalist, , Chaii Lover 🍵, Ex Uetian & Gandaharian Uet Lahore student

I have reached 500 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
29/09/2023

I have reached 500 followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉

Happy EidulAdha Mubarak to you and your family ❤️🥀✨️  |   |   |
29/06/2023

Happy EidulAdha Mubarak to you and your family ❤️🥀✨️

| | |

24/04/2023

‏خدای ته به وایم
زه د دوزخ وم
داسې دوزخ چې
یو لوی زندان و
نه ـ نه غلط شوم
افغانستان و
د وینو ډنډ و
خو موږ ته ګران و
ستا د لښکرو
د لاسه وران و
نه یې مرهم و
نه یې درمان وو
‏خدای ته به وایم
چې مونږه څوک وو؟؟
که انسانان وو!؟
کلمه ګوی وو!؟
مسلمانان وو!؟
اشرف الخلق وو!؟
ستا بنده ګان وو!؟
نو ولې بېرته؟
له مسلمانه!
ستا له انسانه!
په خپله خاوره!
هم شهیدان وو!
هم یتیمان وو!
ژوند نه محروم وو!
وږي او تږي
په ډکو سترګو
له مور وطن نه
اواره ګان وو!

سعيد شينواری

اجلاس ختم مسجد قاسم علی خان میں جاری اجلاس اختتام پذیر ہوا ۔ شوال المکرم کی کوئی بھی مصدقہ شہادت موصول نہیں ہوئی ۔ لہذا ...
20/04/2023

اجلاس ختم

مسجد قاسم علی خان میں جاری اجلاس اختتام پذیر ہوا ۔ شوال المکرم کی کوئی بھی مصدقہ شہادت موصول نہیں ہوئی ۔ لہذا یہ کمیٹی اعلان کرتی ہے کہ کل 30 واں رمضان المبارک ہوگا۔
اور عید الفطر 22 اپریل بروز ہفتہ 2023 کو ہوگا ۔

اللہ عزوجل ہمارے اعمال قبول فرمائے

M***i Shahabuddin Popalzai

مفتی شہاب الدین پوپلزئی کے زیر نگرانی رویت ہلال کمیٹی کا اجلاس جاری  #رمضان٢٠٢٣  #رمضان٢٠٢٣كريم
20/04/2023

مفتی شہاب الدین پوپلزئی کے زیر نگرانی رویت ہلال کمیٹی کا اجلاس جاری

#رمضان٢٠٢٣
#رمضان٢٠٢٣كريم

20/04/2023

علماء سے مشاورت کے بعد کل عید نہیں ہو گی 😁 اور ایڈوانس میں آپ سب لوگوں کو 22 اپریل 2023 کو عید مبارک ہو۔
نوٹ: عید سادگی سے منائیں۔

منجانب: رویت ہلال کمیٹی کشمیر

16/04/2023

Anger & jealousy are common human traits. But they are displeasing & self-destructing if they get out of control. You’ll only be hurting yourself before others when you get angry or jealous. You’ll end up unhappy & dissatisfied. Let go of such feelings. Learn to forgive & heal! ‬
***i Menk

پښتون اتل اېپي فقير  .‏⁦‪ ‬⁩ ‏⁦‪ راټولې په ګوروېک د حاجې صاحب لښکرې ديجنګ  د ازادۍ  له پشتنو اغوستې  زغري دي جنګ دې په ګ...
16/04/2023

پښتون اتل اېپي فقير .

‏⁦‪ ‬⁩
‏⁦‪

راټولې په ګوروېک د حاجې صاحب لښکرې دي
جنګ د ازادۍ له پشتنو اغوستې زغري دي
جنګ دې په ګوروېک !!!!

فقير اېپي چې خپل نوم ئې علي خان وو په ،پښتون چی ګوېرا ،هم د خپلو ، چيريکي جګړو ، د مهارت په وجه ېادېږي په خټه اتمانزئې ،توري خېل ، وزير وو د کهجورې سره نزدې په ،کړته بانډه ،نوم ئې کلي کښې په ۱۸۹۷ ېا ۱۹۰۱ کښې زېږېدلې وو د پلار نوم ئې ،ارسلا خان ،او د ،نيکه نوم ئې ،آېاز خان ،وو د دوړو په اېپي کلي کښې د امام په حېثيت استوګن پاتي شوې وو ځکه ئې نسبت ،اېپي ،ته شوې مرزا ورته د ،ارمړو ،په ګړدود کښې د ،رورولې ، په نسبت وائل شوې د ډاکټر ایاز ايسپزي د څېړنې ترمخه اېپي په اصل کښې ،ايوبي ،کلې وو خو په وېنا کښې په اېپي بدل شوې ځکه داوړ ، ايوب ،ته ،آييپ ، وائي .
ړومبې ايزده کړې د بنو په فاطمه خېلو کښې د ،قاضي حېات الدين عرف شېرزاد ،نه کړې وې هغه ورته خپله لور هم ورکړې وه د بنو نه ،اېپي ،ته چې کله رالې نو د مولوي ،عالم‌جان ،سره مېشت شو په ۱۹۲۸ کښې چې د حج نه راستون شو نو د ېو روحاني مشر په توګه ېاد شو او د خپل نوم په ځائې په ،فقير اېپي ئې شهرت اوموند .
په ۱۹۳۴ کښې د جلال آباد د سيمې ېو پير ،حسن ګېلاني ،چی په نقيب صېب ېاد وو لاس نيوه ئې تې اوکړه په اېپي کښې لنګر هم ورکول شروع کړل د تصوف په رياضتونو کښې به بوخت وو چې د اسلام بي بي پېښه مخې ته راله .
دغه راز د فقير مبارزه د اوس وخت د افراطي فکر سره پرتله کول د فقير د شخصيت نه د نابلدتيا سره د خپل تاريخ سره جبر دې فقير که هرڅومره مذهبي سړې وو خو بل لوري ته هغه د قامي تاريخ ېو وياړلې باب دې کاميابي او ناکامي د چا د ذات نه د تاريخ او دهغه وخت د پېښ معروض سره د ددې منطقې د جيو پوليټيکل ارزښت په اساس څېړل پکار دي.
فقير اېپي ېو پښتون اتل او قامي مبارز دې په وسلواله مبارزه ئې باور وو او تر آخره د دغه اړخ سره پاتي شوې د اسلام آباد په سیکټر ایچ الیون سرینګر ہائی وې د راولپنډۍ او اسلام آباد په سينه د ېو رابطه سرک نوم هم دده په نوم کېښودل شوې . د فقير مبارزه په دوه برخو ويشل کېدې شي.
ېو هغه پېښه ده چې په کال ۱۹۳۴ کښې په بنو کښې د ېو هندوې جينې ،رام کوري ، چې مسلمانه شوې وه او په اسلام بي بي ېادېږي د شير علي خان نوم ئې کس سره ئې نکاح کړې وه او دهغې نه بېا د هندوانو او مسلمانانو ترمېنځ ېوه لوېه شخړه جوړه شوه .
فقير اېپي هم ددغه پېښې نه په سياسي ډګر را څرګند شو او دغه پېښه په راتلونکي کښې ددې لامل شوه چې فقير د څلور زره پښتنو وسلوال لښکر د ځان سره جوړ کړو او وخت په وخت به ئې په پيرنګي پټ چپاؤنه ،ګوريلا بريدونه ، کول چې په لوئي شمېر کښې پکښې پيرنګي ته مالي او ځاني زېانونه به رسېدل .هم د دغه واقعې په ترڅ کښې فقير اېپي راپاڅېدو او په ۱۱م اپرېل ۱۹۳۶م ټول مشران د ټوچي په مقام راټول شو، لويه جرګه وشوه او د انګرېز په ضد د وسله والې مبارزې پرېکړه وشوه۔د ډلې توب مشري ئې لومړې مولوي الله بخش داوړ ته ورکړه او هغه وروستو بيا فقير اېپي ته د مشرتابه دستار وتړلو.
فقير په پيرنګېانو ړومبې غټ چيريکي بريد په ۲۵ نومبر ۱۹۳۴ کښې کړې وو چې کله د سويلي وزيرستان نه د پولیټکل ايجنټ ،کرېکټن ، په مشرۍ کښې د شمالي وزيرستان خېسوره په لور تلونکې ېو پوځي ډلې باندې په بريد کښې دوه سوه اوېا پوځېان اووژل چې ،مېجر ټېنډال ، او، کېپټن بائډ ،هم پکښې اووژل شو . په ۱۹۳۷ کښې د رزمک په لار کښې د شمالي وزیرستان انګرېز اسسټنټ پولټيکل ايجنټ ، اېن آر بيټني ، ئې سره د خپلو ساتونکو اووژلو دغه بريدونه تر د پيرنګي د کډې په سر کېدو روان وو او ورسره د وزيرستان په مختلفو سیمو وخت په وخت به د الوتکو نه درنې بمبارې په سيمه کښې پوځونه ننوتل کلي ورانول به هم روان وو .
په کال ۱۹۳۸ کښې د فقير وسلوالو په درويشتمه نېټه د جولائي د شير علي په مشرۍ کښې د بنو ښار د پيرنګېانو نه اونيولو د پيرنګېانو نه ښار نيول فقير ته نړې وال شهرت ورکړو هم دغه راز د دوېمې نړې والې جګړې په ترڅ کښې پيرنګېان د ډېرو سختو سره په ، شمالي سویلي وزیرستان ، ،ډېره اسماعيل خان ،او ، بنو ،کښې مخ کړې وو د فقير اغېز تر وزيرستان د لرو پرتو سيمو او د افغانستان په لور سيمو کښې هم خور وو ېو وخت کښې پيرنګېانو د فقير د نيولو لپاره په ۱۹۳۸ کښې ،خيسوره ، ته څلوېښت زره پوځ رالېږلې وو خو د فقير په نيولو کښې ناکام شوي وو . پيرنګي وخت په وخت د ،کربوغه پير ، په ذریعه د خبرو اترو د لارې هڅه کوله چې د فقير سره روغه جوړه اوشي څو دغه خبرو کله هم کم سمې نه کوو د فقير په سترو ګوريلا جګړو کښې د ، تیارزې قلا جګړه ، د ،الېکزنډر په پيکټ بريد ، د ،تجوړې ،په تهانړه بريد د ،پهاړ پوره ،بريد په ،رزمک کښې انښته ، په ،ابلنکي بريد ، او په ،ګړيوم کېمپ بريد ، د ېادونې وړ سترې جګړې دي .
فقير به د جګړو په مهال ځان هم ساتلو او زياتره وخت به ئې د ډېورنډ کرښې په خؤاشا سيمو کښې تېرولو .
فقير چې به کمې سيمې ته لاړې نو څه وخت پس به په هغه کلي پيرنګېانو بمباري کوله چې عامو خلکو ته به پکښې زېان رسېدو د عامو خلکو د زېان نه ده ژغورنې لپاره فقير د اپرېل په نورلسمه په کال ۱۹۳۸ کښې د ډېورنډ کرښې ته څېلمه د شمالي وزيرستان په ، ګوروېخت / ګوروېک ، په ېو تنګه دره کښې خپل ېو ستر مرکز جوړ کړو دغه ځائې د پيرنګي د اغېز نه هم لرې وو ورسره ددغه ځائې غونډې د خاورو ،پانډونه ،وو چې په لوئي کچ پکښې د فقير خلکو ، سمڅې ، اوکنستلې دغه راز جومات ، د اوسېدو کوټې ،د څاروو غوژلې ، او د وسلې جوړلو ېو ،کارخانه ،هم وه د افغانستان نه به د وسلې لپاره اوسپنه راوړل شوه ېو د ،چاپ مشين ،هم پکښې لږول شوې وو چې د ، آزاد پښتون ،په نامه په پښتو کښې رساله به تې ويستل شوه ددې سمڅو ګټه دا وه چې پدې د الوتکو د بمبارو ګولو هم هیڅ کم اغېز نشو کولې نو ځکه دا ځائې د مرکز په ډول ډېر ارزښتناک وو چې تر پښتونستان تحريک او د خپل مرګ پورې پکښې فقير پاتي شو .

فقير ته به د جنګ لپاره د افغانستان او جرمني نه د پيرنګېانو په ضد او روسته د پښتونستان د تحريک په وخت کښې هم په لوئي کچ پېسې او وسله رالېږل شوه ، د خپل لښکر لپاره ئې درويشت کرنېلان د وزيرو او څلور د مسيدو نه ټاکلي وو خو د پېسو د کمي له کبله به ورته وخت په وخت ستوتزې جوړې وې ، چاته به چې تنخا په وخت ميلاؤ نشوه هغه به خفه وو او لښکر بې پرېښود .ګورویخت ېوه ورشو ځائې وو ، کابل خېل، پيپالي، او ،مچه ، قبيلو په ګډه کارولو ، دې سيمه باندې د ، خرسين ،او ،مچه ، قبيلو لانجه وه ټوله سيمه د ورشو په توګه کارول شوه.
کله چې د هندوستان د ازادۍ په درئم د جون ۱۹۴۷ کښې پرېکړه اوشوه نو د پښتنو ټولو مشرانو په ۲۱ جون په بنو ښار کښې د ،ملک اکبر علي ،په اوجره کښې د محمد خان هوتي په مشرۍ کښې مازيګر پينځه بجې ېوه ستره جرګه اوکړه پدغه جرګه کښې ، باچا خان ، اودل سمد خان ، کاکا جي صنوبر حسېن ، فقير اېپي ، او ګڼ شمېر خلکو ګډون اوکړو او د ېو پرېکړه ليک په ذريعه ئې غوښتنه اوکړه چې پښتنو ته دې د پاکستان او هندوستان نه جلا آزاد خپل وطن ورکړې شي خو دغه خبره پيرنګي اونه منله او په اګست کښې د ازادۍ خبره بشپړ کړې شوه په پښتونخوا کښې په جولائي کښې د دروغو ،ريفرنډم ، اوشو پښتنو د ازادۍ ګوښتنه خو اوکړه خو اوبه د ورخه تېرې وې کانګرس د پښتنو سره بېکاري اوکړه ګاندهي جي د پښتنو په حالت ډېر خفه وو خو پنډت نهرو ،سردار پټېل د پيرنګېانو سره پټ په لار وو سردار پټېل د پښتنو جلا وطن د هند دننه د نورو رياستونو د بېلېدو له ېرې د هند ماتول انګېرل ، باچاخان تې پدغه خبرو ډېر خفه شو او دا ئې ورته اووئل چې مونږ مو ليوانو ته پرېښودو . بل اړخ ته د پښتنو پدغه وخت کښې د وسله والې مبارزې دومره توان نه وو ځکه چې پښتانه بې اتفاقه او دویش ښکار يو د پيرانو او مسلم ليګيانو په بېرغ پسې روان وو وو کم بارنې کلکې مرستې وې نه دغه راز د هند وېش په درېم جون د نړۍ وال زورورو په خوښه شوې وو ځکه د هند نه تر افغانستان دا جغرافيه کله هم د استعماري طاقتونو د لاس وهنې بچه نه ده پاتي د پاکستان جوړونه هم د راتلونکي لپاره نړۍ وال موخې لرلې دلته د پښتنو جلا قامي رياست چرې هم سامراجي طاقتونه پخپلو موخو کښې خنډ ګنړي .د پاکستان د مرستې لپاره پير مانکي وزيرستان ته واستول شو په ۱۵ نومبر ۱۹۴۶ کښی مانکي پير د فقير اېپي سره په ګورویخت کښې د کتنې وړاندې ،واڼا ،ته لاړې په واڼا کښې پير مانکي د اولس نه په مسلم ليګ کښې د ګډون خواست اوکړو ، د مسيدو او بيټنهي قبيلې دوه کسانو جرګه ورسره د مولا فضل دين، پرمانا خان شمن خېل او موسی خان عبد الائي ،په مشرۍ کښې ميلاؤ شوه د وزيرستان جرګې پير مانکي ته اووئل وزيرستان نه د پاکستان سره ګډون کوي او نه د هندوستان سره مونږ آزاد اوسیږو.
په ۱۹۵۰ کښې د شمالي وزیرستان پوليټيکل ايجنټ فقير ته ېو ليک لېږلی وو ، ليک کښې د فقير نه خواست کړل شوې وو چې د حکومت په نمايندګۍ دعلماوو د ېو جرګې سره خبرې اوکړه! پدې ليک باندې د ېو وويشت علماؤ او شپیته ملکانو لاس ليک وو ، فقير ورته جواب اوليکو چې په ۱۹۴۸؛ کښی می درسره خبرې کولې ، د ګوویخت اتلس علماء مې د ملک اژدر زيارت ته د جرګې لپاره درليږلي وو خو تاسې خيانت اوکړو په جرګه مو بمباري اوکړه او ټول علماء مو هلته اووژل ، خو بېا زه خبرو ته تيار ېم خو شرط به دا وي چې کمه جرګه راځي نو ګورنر جرنل ،‌وزير اعظم ، او د پنجاپ د واليانو له خؤا ليکلې واک به راوړي ددې سره په خبرو کښې به درېم ګړې منصف هم کينؤو ، دغه جرګه بېا اونه شوه ، په اګست ۱۹۵۳ کښې ېو ځل بېا د پوليټيکل ايجنټ په واسطه د پاکستان سره د خبرو وړاندیز شوې وو جرګه هم شوې وه خو کمه نتيجه ئې نه وه ورکړې ، دغه راز د سکندر مرزا په وخت کښې په ۱۹۵۷ کښی اوګده جرګه د فقير او پاکستاني واکمنو ترمېنځ شوی وه نزدې وه چې کمې نتيجې ته رسيدلي وې خو په ۱۹۵۸ کښی چې جرنل ايوب خان مارشل لا اولږوله نو بېا تر مرګه فقير د پاکستان سره نوری جرګې اونه کړې.په شپاړسم اپرېل 1960 کښی چې فقير اېپي مړ شو نوپه شلم د اپرېل د لندن ،دی ټائمز ، ورځ پانړې خبر لږولې وو ، ېو نه ېرېدونکې باتور او ډېر د احترام وړ سړې د نړۍ لاړې ، د خپلو اصولو پابند او ېو دروېش ملنګ ګوريلا کمانډر وو چې چې د قبائلي سيمو په جګړو کښې ورسره چا مقابله نه شوه کولې.د فقير د کانګرس سره هم نزدې اړیکې وې په ۱۹۳۸ کښې فقير د نهرو لور ،اندرا ګاندهي ، ته ېو ليک هم لیږلی وو ، په نهمه فرورې ۱۹۳۸ کښې کله چې نهرو دپښتونخوا په دوره راغلې وو فقير ورته د ، اکبر علي خان ،په لاس ېو ليک رالېږلی وو نهرو د ليک کتو نه پس مسلمانو او هندوانو نه د فقير سره د مالي مرستې خواست اوکړو چې بېا چنده هم اوکړل شوه.
( د پښتونستان قيسه )
حقيقت دا دې چې د پښتونستان تحريک روستو هسې ېو افسانه پاتي شوې څومره چې زمونږ شاعرانو دا ارمان ستائلې نو په حقيقي بنړه ددې لپاره هغه وجود نه دې ورکړې شوې چې کم ارمان دې ، سعد الله جان برق وائي دا هسې د حسن میمندي او څه نورو خلکو لوبه وه چې ېو اړخ ته ئې د مېنځنې پښتونخوا پښتانه کارول خو بلخوا هم د ظاهر شاه په وخت کښې په پېښور کښې قونسلېټ جوړ کړو او په بېن الملل کښې د پاکستان په ضد خپل وړانديز هم بېرته واخيست . د پښتنو ملي مرام لراوبر ېو افغان دې پښتونستان منل په بل اړخ د ډېورنډ استعماري کرښه منل دي په قامي تاريخ کښې ډېورنډ ېوه استعماري کرښه ګنړل شي چې د بده مرغه د نړۍ وال استعمار او د افغان د شاهانو له کبله په پښتنو تپل شوې.
د ډاکټر محب وزير د څېړنې ترمخه د بنو په قراداد کښې د پښتونستان ټکې په ليکلې بنړه نه وو بلکې د پښتنو د آزاد وطن خبره پکښې شوې ، دغه راز ډاکټر فضل رحيم مروت وائي چې د پښتونستان ،وۍ ، د ۱۹۴۷ نه وړاندې هډول وجود نه دې موندلې دا هرڅه پدغه وخت کښې راڅرګند شو داسې مالومیږي چې د پښتنو د مشرانو ترمېنځ پدغه وخت کښې هغه تړون د ېو بل سره نه وو چې په وخت ئې د خپلې خاورې په اړه د ازادۍ په برخه کښې د هر ممکن پلانونو تیارې کړې وې ، وسلوالې جګړې خو کېدې خو د خپلې کم منظم ارادي منزل نه وو ټاکل شوې دغه د سياسي مبارزين په کانګرس ډاډه وو خو د مسلم ليګ د کبله داسې چاپېريال جوړ کړې شو چې ېو اړخ ته د هندوانو نمائنده کانګرس اومنل شو او بلخوا د مسلمانانو مسلم ليګ پښتانه په مېنځه کښې په ډېر نازک کښې په ېو ، پېچومي ، کښې اونښتل ، ددې وخت احساس مولانا فضل محمود مخفي لس کاله وړاندې کړې وو چې هسې نه وينه د پښتنو توئيږي او ګټې راباندې بل څوک اونه کړي د مخفي صېب خبرې ته چا غوږ نه وو ايښی آخر هم هغه اوشوه .
د پښتونستان د تحريک دوه اړخونه دي ېو د ازادۍ نه وړاندې دغه شکل د بنو د قراداد نه پس مخې ته راځي چې مراد تې د پښتنو ځانګړې وطن دې چې څه ته په تاريخ کښې ،پښتونخوا ،وائل شوې دا ګرېټر افغانستان نه وو د ازادۍ نه پس هم د فقير اېپي او ځنې پښتنو ددغه لپاره هڅه کوله خو ولې حقيقت دادې چې د پښتونستان د غورځنګ شاته افغانستان وو افغانستان کله هم په صحي معنا کښې ددې تحريک د کامیابۍ لپاره هڅه نه ده کړې بلکې د پاکستان په ضد سردار داؤد د ېو سياسي شخړې په توګه کارولې د خپلواکۍ لپاره چې کم تیارې او زور پکار وي نو افغانستان کله هم هغه شان دغه تحريک ته شاته نه دې ولاړ په ېو څوروپو ټوپکو کالتوسو خپلواکي نه ګټل شي ،دغه راز د پښتونستان غورځنګ اغېز صرف په قبائلي سيمو کښې د وزيرستان نه تر باجوړ پورې وو په بندوبستي سيمو کښې د پاکستان واک مصبوط وو وسلواله مبارزه ممکن نه وه په قبائلي سيمو کښې هم ډېر خانان ،نوابان ، ملکان ،مولان ، پاکستان اخيستي وو د فقير په وړاندې پدې سيمه کښې هم بېشمېره ستونزې وې خو په افغانستان ، جرمني ، باندې ډاډه وو .
دوېم اړخ د پښتونستان د پاکستان نه پس سياسي اړخ دې پدغه وخت کښې د فقير اېپي د ډلې ېو تصور دې او د باچا خان او خدائي خذمتګارو بل تصور دې دغه راز ډاکټر محب وزير وائي چې اودل سمد خان هم د پښتونستان لپاره کمه مبارزه نه کوله د خپل ګوند نوم ئې هم رور پښتون ايښې وو .
کله چې په مارچ ۱۹۴۸ کښې باچا خان د کراچۍ په اسمبلۍ کښې وېنا کوله پښتونستان ئې ېاد کړو نو لياقت علي خان پې غږ اوکړو چې د پښتونستان نه دې څه مراد دې ؟ باچا خان ورته دخپلې خاورې لپاره د پاکستان دننه د داسې ېو نوم د پښتونستان په نامه غوښتلو خبره اوکړه لکه څنګه چې د پنجاپ نوم دې څنګ چې د سند نوم دې .
د پاکستان دننه د باچا خان پښتونستان د فقير اېپي د پښتونستان نه بدل دې ځکه چې دا د پاکستان دننه د ېو آزاد خپلواکه صوبې په توګه ګوښتنه وه چې کم باچاخان پخپل تقرير کښې واضحه کړې چې بیا د ۱۹۸۴ نه پس د ولي خان خواته چې کله د مقتدره خلک رالل چې ته پښتونستان مه ېادوه ! ولې خان ورته وائل چې پښتونستان نه ويریږې نو د پښتونخوا تاریخي نوم شته هغه راکې ! .
اوس دلته پوښتنه داده چې ځنې ځوانان جذباتي وي د تاريخ کتنه هم نه لري دهغه وخت د پېښ چاپېريال نه هم ځان نه خبروي وائي باچاخان ولې پاکستان اومنلو ؟
د فقير اېپي سره ولې اونه درېدو ؟

دا خبره تاريخي څېړنه غواړي دهغه وخت چې کم چاپېريال وو نو باچاخان پدې پوهه وو چې ازادي ګټل آسان کار نه دې د ازادۍ لپاره چې کم زور او وحدت پکار وو هغه لکه چې نن څنګه په پښتنو کښې نشته داسې په هغه وخت کښې هم نه وو که باچاخان د ازادۍ غږ کړې وې نو پښتانه به پدغه وخت کښې نور هم تباه شوي وې او څه به په لاس هم نه وې ورغلي لکه فقير اېپي د ازادۍ غږ اوکړو خو دهغه وخت د پښتونخوا په اتيا لاکه پښتنو کښې ورسره څلور زره خلک لښکر شوي وو هغې به هم هره مياشت تنخا غوښتله چې تنخا به نه وه نو کورته به خفه تلل . دغه راز د باچا خان د فقير اېپي سره هم د ېو پښتون مشر تابه په صفت ښې اړيکې وې ځکه خو ډاکټر فضل الرحمن ليکي چې د ریفرنډم د پريکون لپاره د باچا خان فقير اېپي ته د علماوو ېو جرګه د‌مرستې لپاره لېږلې وه باچا خان ورته وائلي وو چې پاکستان کښې اسلام نشي راتلې د اسلام نوم د ېو خيانت لپاره کارول کېږي.
دغه راز باچاخان د ړومبې ورځې نه خپله مبارزه په عدم تشدد ولاړه وه او د فقير اېپي مبارزه په تشدد ېا وسلوال پاڅون ولاړه وه عدم تشدد ېا سياسي مقاومت باچاخان هر وخت ښودلې چې څومره ممکن وه خو چې څه ممکن نه وو نو په هغې په چا پړه وائل هسې تعصب به وي .
پدغه سبب د باچا خان اودل سمد او نورو سياسي مشرانو دريځ سم وو چې مونږ له ړومبې د پاکستان دننه د قامي حقوقو په بنسټ سياسي مبارزه پکار ده .
زما په فکر باچا خان ،اودل سمد ، فقير اېپي ،او نورو مشرانو هم په تاريخ کښې خپله غاړه خلاصه کړې خپل وس ئې اوکړو خو په لاس څه نه ورتلل د تاريخ سؤال دې نه چې ددغه سپېځلو په ايمان او اخلاص کم شک .
د ازادۍ نه پس باچا خان د حالاتو د مجبوریت په سبب پاکستان اومنلو او نور ډېر پښتانه مشران هم د ډېر لوئي ازمېښت سره مخ شو هم دغه لامل وو چې د پاکستان د اسلام په نامه ازادول هسې ېوډرامه وه نو فقير اېپي چې د اسلام په عقيده او د وطن په ازادی د پيرنګي سره جګړې کړې وې دا هرڅه ورته د منلو وړ نه وو او د پاکستان د منلو نه ئې انکار اوکړو او د پښتونستان جوړلو ئې اعلان ئې اوکړو .
د پاکستان په ضد چې کله فقير اېپي په ۱۹۴۸ کښې د پاڅون پرېکړه کوله نو هم پدغه کال باچا خان د خپلو ملګرو سره د کوهاټ په لار سويلي ضلعو ته تلو پدې تور اونيولو چې باچاخان فقير له درې لاکهه روپۍ چنده وړله خو دا ټول دروغ وو ځکه د باچا خان سره پدغه وخت صرف پينځويشت روپې وې روستو په سردرياب کښې چې کله خدائي خذمتګارو غونډه اوکړه نو په غوښتنو کښې ېو دا هم وه چې د هغه روپو رسيد دې اښودل شي د کمو چې حکومت دعوا کړې وه خو داسې هيڅ رسيد نه وو.
هم د پښتنو د مزاحمت د ېرې باچا خان سره د ملګرو پاکستان شپږ کاله په زندان کښې ناحقه اوساتلو .
فقير د پاکستان په ضد د پاڅون پرېکړه د ۱۵ جون ۱۹۴۸ نه پس اوکړه او څه وخت پس په نورلسمه د جنورې کال ۱۹۵۰ کښې د ېوې جرګې په رڼا کښې د مېنځنې پښتونخوا د سيمې د پښتونستان مشر اوټاکل شو د پښتونستان د اسملې غونډه ئې په ، ګوروېک ، کښې ترسره کړه چې په رسمي توګه د مختلفو چارو لپاره تر د بارني هېوادنو سره د تماس لپاره پکښې مختلفې ټولنې جوړې کړې شوې او عبوري حکومت د پښتونستان په نامه اعلان کړې شو ددې سره سيمه ايزې جرګې پېل کړې شوې خلکو ، سره بېرغونه ، جګ کړل چې د پاکستان له خوا ورته د الوتکو نه د اخطارونه په ذريعه د بېرغونو د کوزولو او د فقير د مرستې پرېښودو وېنا وه او په نه منلو د بمبارو دړکې وې .
د پښتونستان د غږ شاته که ېو اړخ د پښتونخوا پښتانه په آزادې کښې بې برخې پاتي کېدل وو ځکه چې په مېدان ويني زندانونه او سختې پښتنو تېرې کړې وې خو چې وخت رالې نو ګټې کانګرس او مسلم ليګ پنجاپ ته ورکړې شوې.
د اوبو په ځائې مې وينې د زړه ورکړې
چې بهار په ګلو راغلې باغ د بل شو .
شېر علي باچا پخپل کتاب کښې په پښتنو دا پړه اچوي چې دوئې د وخت نه ناراستي کړې وه او خپله ،قامي مقدمه ، ئې د هند د کانګرس سره سپينه کړې نه وه ! شائد ددې وجه د هغه وخت بدلیدونکې چاپېريال وو چې د ولي خان د وېنا ترمخه داسې وخت په ۱۹۴۶ کښې ېو ځل رالې چې مسلم ليګ پکښې د پاکستان د ګوښتنې هم په خبرو اترو کښې تېر شو او متحده هندوستان ته ئې غاړه کېښوده که هرڅه وي خو ددغه وخت ټوله تباهي دا د مسلم ليګ د لاسه شوې.
په ۱۹۴۹ کښې فقير اېپي د ديني عالمانو او مشرانو ېو غونډه اوکړه پدغه غونډه کښې پينځويشت عالمانو د پښتونستان په حق کښې د خپلواکۍ لپاره ېو فتوا اعلان کړه ددغه فتوا نه پس د وزيرو مسيدو شپږ سوه کسيزه جرګه کابل ته د مرستې لپاره لاړه.
د ننواتې د خپلو رواېاتو ترڅنګ د نادر شاه اديره ئې اونيوله د حکومت د جرګې د منلو نه پس دوئې اديره پرېښوده بيا دوئې صدارتي مانړې ته اوغوښتل شو او کابل حکومت ورسره د مرستو ژمنه اوکړه.
فقير د پاکستان په ضد باضابطه ولسوال پاڅون په ۱۵ د جون ۱۹۴۸ په ،دته خېل ،کښې د خاصدارو د ېو پيکټ ورانولو سره اوکړو ددې نه پس په څه اتهه سوه لښکر په ،تهل ،کښې په پوځي قلا بريد اوکړو.
په ۱۹۵۱ کښې د ظهور الدين شمن خېل په مشرۍ کښې د افغانستان په مرسته په هند کښې ،پښتونستان ، کانفرنس هم کړې شوې وو.
بلخوا د پښتونستان د تحريک شاته د افغانستان مرسته هم وه دغه راز د ازادۍ نه وړاندې د فقير د جرمني او ايټاليا سره هم نزدې اړيکې وې او مالي مرسته به ئې هم کول شوه افغانستان د پاکستان منلو ته ‌دړومبې ورځې نه نه وو تېار او په بېن الملل کښې ئې په ۱۹۴۹ کښې خپل سفير عبد الرحمن پژواک د پاکستان د څوکې مخالفت هم څرګند کړو. دغه د پښتونستان تحريک دومره قدرې وو چې د بنو په جرګه کښې د پښتونخوا د پښتنو لپاره د ېو ځانګړي وطن غوښتنه اوشوه خو بېا روستو چې تر ډېر وخته پورې ئې د پښتونستان په نامه انګازې وې نو پښتانه قام پرست او پوهان پښتونستان هسې ېو خوب او افسانه ګنړي هیڅ کم بنسټيز کار ورله نه وو شوې بلکې هسې ېو جذباتي غبرګون وو او دا داسې وه چې د افغانستان او پاکستان د سېاسي رقابت په ېو بل د ډزو ېو مورچه وه چې د مېنځنې پښتونخوا پښتانه پکښې کارول شو د پاچا ګل صېب د کاتولوسو او ريډيوانو پکښی خپل تاريخ دې ځکه خو د باچاخان پشان سړي پدې هرڅه کښې خپلې جامې ککړې نه کړې او که هرڅومره ګرانه او د تاوان نه ډکه پرېکړه وه خو د پښتنو نور خېر ئې پدې کښې اوګنړلو چې د پاکستان سره لاړ شو .
هم دغه راز د ولي خان او روان فرهادي د مرکې نه هم دا څرګنده ده چې د افغانستان واکمن کله هم د کوزې پښتونخوا د پښتنو په اړه په حقيقت پسې نه دي تلي دغه کمزورې د ګندمک او ډېورنډ نه واخله تر د جون د ازادۍ د پلان پورې ددې سيمو په اړه د افغانستان واکمنو ښه په په ډاګه کړې په افغانستان کښې قام پرسته باچان کله هم نه دي پاتي شوي ځکه ئې خپلې ګټې مخکښې کړي او د پښتنو هغه روستو ! ځکه د پښتونستان تحریک هم د فقير اېپي پشان د ښکرور سړي سره هم د ناکامې سره مخ شو او دا خاوره پاکستان ته پاتي شوه وخت په وخت پکښې پاکستان تر ۱۹۹۵/ او ۲۰۰۴ پورې خپل نفوذ پوخ کړو .
دغه راز فقير اېپي ته د ېو وسلوال ځواک جوړلو کم ډاډ چې ورکړې شوې وو نو هغه هم د افغانستان د اړخ نه د پېسو نه ورکولو په وجه د ستونزو سره ښکار وو د فقير نه به خلکو تنخاګانې غوښتې او افغانستان به چل ول کولو چې په نتيجه کښې د فقير نه د لښکر ېو لوېه برخه خوره شوه دغه راز د پاکستان دسیسې هم د هغه په ضد ښې کلکې روانې وې د سیمې غټ غټ ملکان مولان پيران ئې ورته خلاف کړې وو په ۱۹۵۱ کښې مفتي فلسطين ،امين الحسېني. په ۲۲مارچ ۱۹۵۱ د الوتکې په وسيله واڼا ته راوستل شو ځائې په ځائې جرګو ته تقريرونه اوکړل او د کشمير لپاره ئې د جهاد غږ کولو . ، مفتي فلسطين وزيرستان ته دې له روستې وو چې د فقير اغېز کم کړي د کشمير غزا هم دغه موخه لرله دغه راز د پاکستان د اړخ نه د وزيرستان نه تر مومند باجوړ پورې په ډېرو برخو کښې درنې بمبارۍ وخت په وخت کول شوې لکه په ۲۹ د جون ۱۹۴۸ په ، ملخو داوړو ، بمباري اوشوه په جولائي کښې په ،خدر خېلو ، وزيرو ، په فروروې کښې د ،ملک اژدر په زیارت ، په ۱۲ د جون ۱۹۴۹ کښې په ، مغلګي ، په ۲۴ د جولائي ۱۹۵۰ د واڼا په احمدزو وزيرو په ۹ ستمبر په ،مکين ،دره ، او په ۳ د اکتوبر د ، شولم ږ په سيمو پدې بمبارو کښې ګڼ پښتانه مړه او ژوبل شوي وو اوډېر کلي پکښې ړنګ کړې شوې وو فقير په شپاړسم د اپرېل کال ۱۹۶۰ په شپه د نړې نه سترګې پټې کړې او خپل مرکز ګوروېک ته مخامخ په غونډې خخ کړې شو.
د فقير اېپي د مرګ نه نه وړاندې او روستو افغانستان د پښتونستان په تحريک کښې د ترنګزو باباجي ځوئي ، فضل اکبر اول پاچا ګل صېب ،په مرسته هم د ساه اچولو هڅه کوله باجوړ او مومندو ته به راتلو افغانستان په قبائلي سيمو کښې د افغانستان پلو ملکانو ېو لويه قوي ډله هم ساتله پاچا ګل صېب به خلکو له ځائې په ځائې پېسې ريډوان او کالتوس هم ورکول خو بيا هم دا تحريک پرمخ لانه ړې او د ۱۹۶۴ نه پس کمزورې شو.
د ډان ورځپاڼې د ۲۹ جون ۱۹۴۸ د خبر ترمخه فقير جواهر لال نهرو ته د مرستې لپاره هم څه ليکونه د اول حسېن نوم ئې سړي په لاس لېږلي وو کله چې هغه روستو اونيول شو نو دغه خبره ښکاره شوه .
فقير که هرڅومره مونږ د ېو جنکېالي اتل په توګه ستايو خو دا حقيقت دې چې ځنې کمزورې هم ترې کېدې چې په نتيجه کښې دې سېاسي ېواځي والي ته لاړې ېو دا چې دې د هیڅ کم سېاسي ګوند سره د وخت نه نه وو ولاړ د مسلم ليګ سره خو ئې نه لګېده خو د کانګرس سره سېاسي نزدې والې نه ساتل دې ېو غېر مصلح سړې څرګندوي .
دغه راز ېو غېر سېاسي مزاج والا خشک مذهبي سړې وو د جنګ هنر خو ئې ډېر ښه ايزده وو خو د سېاست په رموزو نه وو پوهه ، هم دغه راز دې په مذهبي توګه ېو خشک مزاج والا وو او د اسلام بي بي د لانجې نه پس ئې ځان د ېو نړې وال شخصيت په ځائې د وزيرستان د ېو سيمه اييز باچا په توګه ليدلو ټوله مبارزه ئې نورو قبائلي سيمو ته د غزولو په ځائې فقط په وزيرستان کښې راغونډول ئې فکري محدوديتونه څرګندوي ، دغه راز فقير د خپل چاپېريال د سېاسي اثراتو او نوي بدلونونو نه هم خبر نه وو د پښتونستان تحريک ته پداسې وخت کښې اوګه ورکړه چې د ازادۍ وخت تېر وو هیڅ نړې وال مرسته دده نه شوه کېدې ځکه چې هېوادونه هره ورځ نه ازادېږي د پښتنو ازاد خپلواک رياست چرې هم پدې منطقه کښې نړی وال سامراجي زورور نه غواړي ، دغه اهم فرصت د پښتنو د آزادې د فقير پشان ټولو پښتنو مشرانو په تاريخ کښې پخپل مهم وخت کښې بېللې دغه راز فقير تر آخره پورې ځان د وزيرستان د سوچ او چاپېريال نه وو ويستې حالانکه د پښتونستان د تحريک اغېز تر باجوړ مومند پورې خور شوې غزېدلې وو او په ډېر لوئي شمېر قبائلي مشران د افغانستان د ماجب په طمعه کښې ددغه تحريک شاته ښه کلک ولاړ وو که فقير د وزیرستان نه روتې وې شائد چې ډېر لوئي ملاتړ ئې ترلاسه کړې وې ځکه چې د پښتونستان تحريک بېرغ په ړومبي ځل باندې په دولسمه د اګست کال ۱۹۴۷ کښې په تيراه کښې د دري څلوېښت نورو مشرانو سره په ړومبي ځل مولوي عبد الحکيم جګ کړې وو په باجوړ ،ډانډوکې ، کښې هم پينځلس زره خلکو د پښتونستان بېرغ ته سلامي ورکړې وه په کابل هندوستان او لويديځ هېوادنو کښې د پښتونستان د مرستې لپاره غونډې هم کېدې په ډيلي کښې کانفرنس ئې ېو ميثال وو .
د فقير وخت په وخت د پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې هم کېدی تر دې چې په ۱۹۵۸ کښې د سکندر مرزا سره ئې د روغی جوړی خبرې نزدې شوې وې چې ايوب خان مارشل لا اولږوله او هرڅه نيمګړي پاتي شو.
په ۱۹ د جنورۍ ۱۹۵۰ کښې د پښتونستان د اسمبلۍ ړومبې غونډه په ،ګوروېک ، کښې اوشوه د پښتونستان لپاره ، سور بېرغ ،غوره کړې شو او دغه بېرغ په ،ګوروېک ، کښې پورته کړې شو فقير د پښتونستان ( د مېنځنې پښتونخوا ) د مشر په حېث اوټاکل شو ( په دولسم د اګست ۱۹۴۹ کښې په ړومبي ځل په تيراه کښې د مولوي عبد الحکيم او سرېشته ګوند د مشرانو له خؤا د پښتونستان ،سور بېرغ ،پورته کړې شوې وو .) .
جرنل اسمبلي ، خصوصي کمېټي ، عسکري کمېټي ، خارجه امورو کمېټي ، داخله امورو کمېټي ، او ، عدليه ، پدغه غونډه کښې اوټاکل شوه .
په وزيرستان کښې ځائې په ځائې په کورونو خلکو ،سور بېرغ ، پورته کړو د پاکستان له د الوتکو نه د دړکې ليکونه اوغورځول شو چې دا بېرغونه کوز کړې د ۱۹ اګست نه ځائې په ځائې د پاکستان الوتکو په کورونو بمبارې اوکړې .
ددغه غونډې نه روستو په ېو پرېکړه ليک کښې د پاکستان نه غوښتنه اوکړې شوه چې اووه مليونه پښتانۀ دې ازاد کړي او خپل پوځونه دې زمونږ د خاورې اوباسي که داسې نه کېږي نو ټوله پړه به په دوئې وي.
د پښتونستان د نوم په اړه فضل رحيم مروت وائي چې دا ټکې د بنو د جرګې نه پس مېدان ته راغلې خو د بنو په قراداد کښې هم د پښتونستان ټکې نشته بلکي پټانستان دې دغه راز فضل زمان شلمان د پښتونستان لپاره په کال ۱۹۱۸ کښې د پينځه څلوېښت علماء د کمې فتوا ذکر چې کړې نو محب وزير وائي چې په حقيقت کښې پدغه فتوا کښې هم پټانستان دې دغه راز دوست محمد کامل ادعا کوي چې دا ټکې په ړومبي ځل ما په کال ۱۹۳۸ کښې په ېو انګريزي ليک کښې کارولې خو محب وزير وائي چې ډاکټر زبېر حسرت دډېرو هڅو نه پس هم دغه ليک پېدا نه کړې شو دغه راز ځنې څيړونکي وائي چې د مردان ډاکټر اورنګزېب فقير په ړومبي ځل دا ټکې په کال ۱۹۲۸ کښې په امريکا کښې د ،ازاد پښتونستان انجمن ، په جوړلو سره ېاد کړې .قامي وحدت د پښتنو قامي مرام دې دغه قامي مرام د پښتنو نه تروړل شوې ځکه چې په تاريخي توګه د پښتونخوا سيمه کله هم د هندوستان برخه نه ده پاتي شوې د جبر او غصب تاړاکونه وخت په وخت راغلي خو څه وخت پس هغه مات کړې شوي د ۱۷۷۲ نه تر اتهلس سوه اتهه پورې خو پېښور په بشپړ ډول د افغانستان د ژمي پلازمېنه هم پاتي شوې خو بېا روستو د پيرنګېانو په وخت کښې دغه ېووالې په څلور ټوټو مات کړې شوې چې څه وخت وړاندې د پاکستان په چوکاټ کښې د سابقه فاټا د پښتونخوا برخه کولو سره دغه ېو ستر قامي مرام ترسره کړې شوې نور ېووالې هم د پښتنو ترمېنځ د نړې وال بدلونو غوښتنو او ممکناتو په ،وندر ،کښې کم ناشونې نه دې چې یورپي يونېن ئې ېو ژوندې مثال دې خو قامي بېدارې امن او پرمختګ ورله بنسټيز لاملونه دي.
د ډاکټر فضل الرحمن د څېړنې ترمخه د فقير دا ېو انځور صحي ګنړل شي چې کله هغه حج ته د کابل په لار تلو نو په ۱۹۲۸ کښې په کابل کښې ويستلې وو نور انځورونه ئې شکي دي دغه راز د پاکستان د نصاب په ېو کتاب کښې د اتل اېپي د مړيني تاريخ شپږم اپرېل ۱۹۶۱ غلط ليکلې په شپاړسم اپرېل ۱۹۶۰ باندې د مرګ پس په دته خېل شمالي وزیرستان کښې خاورو ته وسپارل شو.
له ننګه ډک کور د حاجی میرزاعلی خان ېمه
ځکه د ټول جهان مورچه پښتونستان ېمه .
✍️: مولانا خانزېب...

M***i Abdul Shakoor, MNA and a Federal Minister for Religious affairs, is no more among us. He got injured in a car acci...
15/04/2023

M***i Abdul Shakoor, MNA and a Federal Minister for Religious affairs, is no more among us. He got injured in a car accident while later on he scumbed to death in Islamabad. May Allah Almighty give highest ranks in Jannat ul Firdous and have mercy on him.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعُون

14/04/2023

برا وقت آتا ہے تو لوگوں کے تین گروہ بن جاتے ہیں۔ پہلا گروہ آپ کو سپورٹ کرتا ہے، دوسرا گروہ آپ کے ساتھ ساتھ برے وقت کے ساتھ بھی کھڑا نہیں ہوتا اور تیسرا آپ کا مذاق اڑاتا ہوا برے وقت کے ساتھ کھڑا ہو جاتا ہے۔
پہلا آپ کا دوست ہے سمبھال لو دوسرا آپ کے تعلقات ہیں کام آئیں گے اور تیسرا دشمن ہے ہر وقت یاد رکھنا۔ #شازار جیلانی Jelani Shazar

“میں نے اُسکا ہاتھ چومنے کے لیے پکڑا تو اُسکی انگلیاں ٹوٹی ہوئی تھیں۔”‬والدہ مشال خان کے تاریخی الفاظ   ‬
13/04/2023

“میں نے اُسکا ہاتھ چومنے کے لیے پکڑا تو اُسکی انگلیاں ٹوٹی ہوئی تھیں۔”‬
والدہ مشال خان کے تاریخی الفاظ

12/04/2023

شکریہ سینیٹر Mushtaq Ahmad Khan صیب

یا اللہ تو میری دعا قبول فرما۔۔۔۔۔ 🤲🤲تو میرے دل کا حال جاننے والا ہے میں یہ لا الہ الا اللہ کے نام پر بننے والے عظیم ملک...
11/04/2023

یا اللہ تو میری دعا قبول فرما۔۔۔۔۔ 🤲🤲

تو میرے دل کا حال جاننے والا ہے میں یہ لا الہ الا اللہ کے نام پر بننے والے عظیم ملک میں رہنے کے قابل نہیں ہوں۔۔!

Address

Lahore

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zakir ullah Mehsud posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share