Musafir

Musafir 𝐌𝐮𝐬𝐚𝐟𝐢𝐫

02/01/2024

نن شپه به ډیر یاران
تر سهاره پړمخ پراته وي😝

#چـاړه ډاډ کام😊

29/12/2023

هیڅ چا سپکاوی مه کوه
مرغان میږیان خوری خو چی کله مړه شی بیا میږیان په خوراک پیل کوی ،حلات بدلیږی دهیڅ چا سپکاوی مه کوه،که نن ځواکمن یی نوپه یاد ولره چی زمانه له تا ډیره ځواکمنه ده

22/10/2023

د سمندر طوفان!

یوه ښځه او خاوند په بحري سفر کې ملګري وو،
اوږد سفر وو په سمندر کې څو ورځې تېرېدلې، یو وخت داسې راغلو چې، هوا طوفاني شوه او له هرې خوا کښتۍ بادونو یوه لور او بل لور ته ټېله کوله، د کښتۍ منځ ته اوبه ور ننوتلې.
ټول سپاره کسان ډارېدلي ښکاره کېدل او وار خطا وو.
مېرمن هم وډاره شوه او له ډاره یې چیغې وهلې.
خاوند یې چې کښتۍ په یوه طرف کې وو، په هغه پسې ورغله. ګوري چې خاوند یې په آرام ناست دی او داسې ښکاري، لکه هېڅ چې هم نه وي.
دا ورته نوره هم غصه شوه او ورباندې یې ورچغه کړه: ته په آرام ناست یې، ته نه وینې چې کښتۍ په څه حال ده او خلک ټول وارخطا دي؟
خاوند یې ورته وکتل، چاقو یې را واخیست او ددې په سینه یې ور کېښود.
مېرمن هماغسې خبرې ورته کوي او په غصه غصه کې ورته غږیږي.
خاوند ورته وویل: ته ډاریږې نه، چې ما چاقو ستا په سینه ایښی دی؟
مېرمن: نه
خاوند: ولې نه؟
مېرمن: ځکه چاقو د داسې چا په لاس کې دی، چې زه پرې یقین لرم او زه ورسره مینه لرم.
خاوند ورته وخندل ویل: زه هم ځکه په اطمنان ناست یم، چې ددې طوفان واږې د داسې چا په لاس کې دی، چې زه پرې یقین لرم او زه ورسره مینه لرم.

ددې کیسې درس:
د الله ﷻ سره رښتونی تعلق جوړ کړه، بیا د هېڅ شي پروا مه کوه.

18/04/2023

اختر کې د ټولنیز ژوند سره نه یم خلاف!
خو څو شیان یاد وساتئ.🙏
لومړی خو د تجزیه شوو او خاورې شوو غمونه مه را تازه کوئ، مطلب اختر کې د مړي وارثانو او کورنیو ته د دعاګانو او غمرازیو په پار مه ور ځئ.
دوهم:
مؤمنانو په وخت د مبارکۍ کولو یو بل په غېږ کې ډېر ټینګ مه زور کوئ، تاسې باور وکړئ انسان له هر اړخه کمزوری دی.
دریېم:
اختر ټول په یو کور مه تېروئ، مطلب کله چې د یو چا کور/اطاق ته ور شئ، همدومره کفایت کوي، چې یو پیاله چای، فروټ یا هم یو ګیلاس اوبه ور سره وسکئ نور ترې په خپله مخه لاړ شئ، ځکه مقابل لوری هم اختر او خپل خپلوان لري.
البته د لرې منطقې او مازیګري میلمانه چې شپې ته دعوت شوي وي مستثناء دي.
څلورم:
له ملګرو / خپلوانو سره د چکر پر وخت ټول یو کس ته مه ور په شاه کېږئ، که وس مو کېږي او جېب کې رقم لرئ، چکر ته ولاړ شئ، میلې وکړئ، ګنې هسې خلک ځان پورې مه تنګوئ، ځکه مقابل لوری هم څه د بیلګیټس زوی نه دی.
خو که یو څوک مخکې تر مخکې په خپله طبعه ستاسې د مصارفو زیمواري اخلي هغه بیا بېله خبره ده.
پینځم:
که د اختر په ورځو کې کوم لري/نږدې خپلوان کور ته د ننه نه کړئ، ګیلې مانې ترې مه کوئ، ځکه ستاسې مطلب اختر کې د کاکا لېدل دي نه د کاکا لور/ښځه. ستاسې هدف د ماما لېدل دي، نه د ماما لور، اینګور / ښځه، ستاسې هدف د خپلې خور لېدل دي، نه د هغې اندرور، خواښې یا بل څوک.
که مو مطلب پرته له کاکا، ماما، لالا څخه بل څوک وي، بیا نو ستاسې مشکل خپل دی، نه د بل چا.
شپږم:
چې چېرته میلمانه شوئ، د خوراک پر وخت اعتدال مه هېروئ.
اووم:
د خپل وس مطابق مصارف وکړئ، داسې مه کوئ، چې تاسې وس د یو چارک جلبیو د وړلو لرئ او خپلوان کره وړئ یو من جلبۍ دې سره اختر په تاسې او تاسې په خپل اقتصاد بوج کېږئ.
که ډېر وسي نه یاست بسنه کوي، چې مېلمه ته تریخ چای او ګوړه را اوباسئ، هسې د مټیانو او کلچو په قرضونو ځانونه مه بربادوئ.
اتم:
ماشومان مو د مضره او بې ګټې څېزونو له اخیستلو منع کړئ، پلاسټیکي توپکونه، مضر خوراکونه، یا هم هر څه چې ستاسې په آند ستاسې د ماشوم اوس او راتلونکی بربادولی شي مخه یې ونیسئ.
نهم:
خپل د کورنۍ کشران مو له ځانه د ډېر عمر لرونکو وګړو سره ګرځېدو ته مه پرېږدئ، ځکه ډېری ناوړې پېښې په دا ډول لمانځنو او ګرځېدلو کې رامنځته کېږي.
لسم:
ټولې کینې او دوښمنۍ مو په دې ورځ یوې غاړې ته کړئ، هر انسان ته د خپل وس مطابق په کافي اندازه خوشحالي ور کړئ او خفګانونه مو په خوښیو بدل کړئ.
مننه💝.

This is the oldest existing Egyptian mummy. It is over 5500 years old.The mummy, known as ′′Ginger, is from a young man ...
20/03/2023

This is the oldest existing Egyptian mummy. It is over 5500 years old.
The mummy, known as ′′Ginger, is from a young man who died at age 19 (as Tutankhamun) from a knife in the back.
Interestingly, on his right arm you can see a tattoo of a bull - this animal was represented as a symbol of power and virility in Egypt - being the oldest known figurative tattoo in the world.
It can be visited at the British Museum, where it has been exhibited for over 100 years...

په چين کې د 5G ټیکنالوژۍ په مرسته، له 4650 کیلومتره لرې واټن څخه  د تريخي جراحي عمليات ترسره شو!په لاندې انځور کې د ليان...
06/03/2023

په چين کې د 5G ټیکنالوژۍ په مرسته، له 4650 کیلومتره لرې واټن څخه د تريخي جراحي عمليات ترسره شو!
په لاندې انځور کې د ليانګ شياو په نوم يو جراح، د 2023 کال د فبرورۍ په 16 نېټه د 5G انټرنيټ او څلور لاسونو لرونکي اندوسکوپيک روبوټ (مصنوعي هوښيارتيا) له لارې د تريخي عمليات ترسره کوي.


#مسافر

 #کیسه!يو ورځ يو خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونۍ په سر کې مرغۍ...
15/10/2022

#کیسه!
يو ورځ يو خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونۍ په سر کې مرغۍ ناستې دي، زه چې کله سرتوره یم ماته ګوري، کیدای شي په دې مې خدای ونیسي.
خاوند یې په سترګو ښکل کړه چې خدای تعالی څومره پاک لمنه مېرمن ورکړې ده.
یوه اونۍ وروسته د عادت خلاف له خپل کار نه په وخت کور ته راستون شو، ګوري چې مېرمنه یې له خپل عاشق سره پرته ده!

(هیڅ یې ونه کړل، یوازې یې د خپلې اړتیا شیان واخیستل او له ښاره وتښتېده) ..
یوه لرې ښار ته ورسېده، ګوري چې خلک د پاچا له ماڼۍ راتاو شوي دي، د راټولېدو د سبب پوښتنه یې وکړه، هغوی وویل، د پاچا خزانه پټه شوې ده.
په دې وخت کې د دوی تر څنګ یو سړی تېر شو چې د ګوتو په څوکو روان و، ده پوښتنه وکړه چې دا څوک دی؟!! خلکو وویل، دا د دې ښار شیخ دی، د ګوتو په څوکو له دې وېرې ځي چې کوم مېږی یې تر پښو لاندې نه شي او په ګناه ککړ نه شي!

سړي چېغې کړې، زما دې د اوه اسمانونو په رب سوګند وي چې ما غل وموند، ما پاچا ته بوځئ.
سړي پاچا ته وویل، دغه شیخ ستا د خزانې غل دی، که په خپله دعوه کې دروغژن وم، سر مې پرې کړئ.
د پاچا ساتونکو شیخ احضار کړ، له تحقیق وروسته شیخ په غلا اعتراف وکړ.

پاچا وویل، تا څه وپېژنده چې دا غل دی؟!!
سړي وویل، کله چې د فضیلت په اړه له مبالغې ډکې خبرې کېدلې، نو پوه شه چې د کوم جرم د پټولو هڅه کبږي.

که لوستی مو وي ولیکئ جزاک الله!
د ثواب لپاره یی شیر یي کړئ

#نوټ: تصویر د توجو جلبولو لپاره

#مسافر

.په زړه پوري کیسه‼یوه ورځ عبدالله بن عمر رضی الله عنه پر لار روان وو چې ګوري یو غلام ناست دی ! او غلام ته نږدې یو سپی هم...
15/10/2022

.په زړه پوري کیسه‼
یوه ورځ عبدالله بن عمر رضی الله عنه پر لار روان وو چې ګوري یو غلام ناست دی ! او غلام ته نږدې یو سپی هم پروت دی . غلام د خورما سره ګوله خولې ته کړه ، بیرته یې راوویستله او سپي ته یې وروغورځله . عمر رضی الله عنه ورته وویل : دا سپی ستا دی ، حبشي ځواب ورکړ چې نه زما نه دی .

ده ورته وویل : نو بیا دې ولې له خپلې خولې څخه ګوله راوویستله او سپي ته دې ورکړه ؟
حبشي غلام ځواب ورکړ چې د سپي له غبرګو سترګو څخه حیا راته دریږي چې زه یې خورم او سپی راته ګوري . عمر رض ... ورته وویل چې ته آزاد یې او که غلام ؟

حبشي ورته وویل چې زه د بني غاضرة غلام یم . عمر رض ... هغوي ته ورغئ او پوښتنه یې وکړه چې دا غلام د چا دی ؟ د غلام مالک ورته وویل چې دا زما دی . عمر رض ... ورته وویل چې دا پر ما خرڅ کړه ! هغه ورته وویل چې بس ستا شو . عمر رض ... ځواب ورکړ چې نه په خدای مې دې قسم وي چې یا به یې پیسې اخلې او یا به غلام بیرته ستا کیږي . بیا ېې غلام په پیسو واخیست .
او ویې ویل چې تاسې شاهدان ګرځوم چې دی د الله ﷻ د رضا لپاره آزادوم .

حضرت عمر رض ... غلام ته ورغئ او زیری یې ورکړ چې مبارک شه الله ﷻ آزادي در نصیب کړه او یوه باغچه ی ورته وښودله چې دا باغچه هم ستا په ملکیت شوه ! حبشي غلام ډیر خوشحاله شو او ویې ویل چې بس نو ددې باغچې ټوله میوه دې د مدینې فقیرانو لپاره خیرات ګرځووم . عمر رض ... ډیر حیران شو او غلام ته یې وویل چې درته حیران یم ټول دې خیرات کړه ، سره له دې چې ته پخپله هم فقیر او ورته محتاج یې .

غلام په ډیر قوي ایمان سره ځواب ورکړ چې له الله ﷻ څخه شرمیږم چې هغه پر ما سخا کوي او زه بیا په هغه کې بخلي وکړم.!


#مسافر

13/10/2022

یو کټواﺯئ تبلیغ ته تللئ وو نو په دویمه ورځ یی کور ته ﺯنګ وهلئ وو چى څنګه چل دئ په برکت مرکت پوهیګئ که واپس درشم...😛😅😂😂😂

https://youtu.be/zsyFOVu8uds
18/09/2022

https://youtu.be/zsyFOVu8uds

#وايمو سلو چليږي او يا هم جام جام کيږي ويډيو پوره وګوري is running so slowly or become too much hanging watch the video #وايمو ...

ښځې ته خاوند په ښکاره جامې څه چې د پیشي چاپ،شنه پاکټ ګولې هم نشې راوړلای. پټې پیسې ورکوي تر څو د پلار کورته ولاړه شي او ...
11/09/2022

ښځې ته خاوند په ښکاره جامې څه چې د پیشي چاپ،شنه پاکټ ګولې هم نشې راوړلای.
پټې پیسې ورکوي تر څو د پلار کورته ولاړه شي او هلته یې ورور، پلار ډاکتر ته بوځي.

ښځه د ملا آزان مخکې باید بې له کوم عذر، حاجت پورته شی او دوه منه خام وړه پاخه کړي.

ښځه حمام په داسې وخت کې کوي چې وخت او سات یې باید د ټولو له سترګو پټ وي، لمده کمڅۍ یې د کور مشراني ښځې هم باید ونه ویني.

ښځه د شپې تر هغه وخت خپلې کوټې ته نشې تلای ترڅو د کور ټول غړې ځای په ځای او ویده شوې نه وي.

ښځه د میاشتني ناروغۍ په دروان کې هیڅ ډول درد او تکلیف نشی اظهار کولای،په هر حالت کې به د کور چارې مخ ته وړي.

د ښځې لوړ غږ بهر کوڅې ته وتل بې شرمي بې حیایي ده.

او ښځه چې کله ښار ته راولو داسې دېوال ته مو کېنولې وي چې هلته خلګ رفع حاجت ته تیریږي، وږې یې را ولو وږې یې بیرته کورته رسو، د نانوایي وچه ډوډۍ پرې کران کړې.

یوه یوه ښځه دا جرئت وکړای شي چې ځان په پېریانو ونیسي تر څو لیږ اظهار د خیالاتو وکړي.

نور بیا

31/05/2022

په يو کلي کي غلا وشوه خلکو پريکړه وکړه چي ،
په څادر کي به قرآن شريف ونيسو او ټول خلک به
يي لاندې تيريږي او دا خبره به کوي که ما غلا کړي وي مادې خداي غرق کړي
کال تير شو خو ځوک غرق نشو ځکه چي څادر
غلو نيولي وو هههههههههههههه😛😛😝😜😜🤣😂😂

14/04/2022

د وخت پاچا حکم وکړ چي د پاخه عمر لرونکي ټول نارينه بايد ووژل شي.
په ښار کي يو ځوان او بوډا پلار يوځای اوسېدل
ځوان چي د پاچا له حکم څخه خبر شو
سخت خفه او د خپل بوډا پلار د ژغورني په فکر کي شو.
ځوان له څه فکر کولو وروسته پرېکړه وکړل چي خپل پلار په يو زېرخانه (زېرزمينۍ) کي پټ کړي.
پلار ئې په زېرخانه کي پټ کړ، روزانه د خپل پلار د خوراک او نورو اړتياوو د پوره کولو خيال ساتي.
پاچا ته د جاسوسانو په وسيله خبر ورکړل شو،چي په ښار کي يو ځوان دی او خپل بوډا پلار ئې له تاڅخه پټ کړی دی.
پاچا ويل:
مخکي له دې چي د ځوان پلار راونيسو او وئې وژنئ، لومړی بايد د ځوان د ذکاوت او له خپل پلار سره د ميني کچه معلومه کړل شي.
پاچا عسکرو ته ئې وويل: ځوان ته وواياست!
سبا پاچا ته په داسي حال کي حاضر شه چي پر سورلۍ سپور پلی (په پښو) روان ئې.
عسکر د ځوان کورته ورغله!
ځوان ته ئې د پاچا خبره واورول!
ځوان سخت خفه او پرېشانه شو، پلار ته ورغلی، او د عسکرو خبره ئې ورته وکړل.
پلار ئې ورته وويل: بچيه!
مه خفه کېږه، پاچا ستا د پوهي او ذکاوت ازموينه اخلي.
هاااااغه زما لويه لکړه وينې؟
هغه درسره واخله او د پاچا حضور ته ورشه.
ځکه، کوم کس چي لکړه په لاس روان وي، داسي مثال لري لکه پر سورلۍ چي سپور وي او هم پلی روان وي.
ځوان د پلار خبره عملي کړل او سهار د پاچا دربار ته حاضر شو.
پاچا چي کله ځوان لکړه په لاس وليد، د ځوان پوهي او ذکاوت ته حيران شو.
پاچا ورته وويل: ځه ولاړ شه!
سبا په داسي حال کي حاضر شه، چي بوټونه دي په پښو لوڅي پښې روان ئې.
ځوان چي کله کورته راغی، پلار ته ئې ټوله جريان ووايه، او د پاچا د سبا ورځي شرط ئې هم ورته ووايه.
پلار ئې ويل: ته خپل څپلۍ (پايذار) راکړه!
پلار ئې د خپل بچي د پايذرا تلي (لاندنۍ برخه) ټوله څيري کړل او بچي ته ئې وويل: هااا واخله اوس ئې په پښو کړه.
ځوان څيري شوي پايذار په پښو کړل او سبا سهار د پاچا دربار ته حاضر شو.
پاچا چي وکتل، ځوان ډېر ذکي دی.
ورته وئې ويل: ځه لاړشه!
سبا يو خپل دوست او يو دښمن درسره راوله.
ځوان بيا خپل پلار ته راغی او د پاچا خبره ئې ورته وکړل.
پلار ئې ورته وويل: خپله مېرمن او خپل د کور سپی دي درسره بوځه .
او کله چي په وړاندي ودرېدلې (خپله مېرمن او سپی) دواړه ووهه، بيا به ته يو څه ووينې.
ځوان د پلار خبره عملي کړل او سهار د پاچا دربار ته له مېرمني او سپي سره يو ځای حاضر شو.
ځوان چي کله د پاچا په وړاندي ودرېدی، له کوم دليل او وجهي پرته ئې خپله مېرمن اوسپی ووهل.
پاچا حيران شو چي دا څه کوي.؟!
سپي منډه کړل او لېري ودرېدی.
خو مېرمني ئې چغي او نارې کړلې، ويل: مه کوه!، مه مي وهه، بيا به پښېمانه شې، او پاچا ته به ستا ټول حال ووايم، چي دغه کس خپل پلار پټ کړی دی.
ځوان له وهلو وروسته سپي ته په لاس اشاره وکړل، سپی راغی او د ځوان شا او خوا را وګرځېد او د خپل خاوند څنګ ته ودرېدی.
پاچا ځوان راغوښت، ويل: ځوانه!
ما په تا څو ازمايښتونه وکړل، په ټولو کي بريالی شوې، خو دا راته ووايه!
چي ستا د بريا راز په څه کي دی؟
ځوان ويل: زما د بريا راز، زما پلار دی.
- زه د خپل پلار خدمت کوم.
- د پلار پوره اطاعت کوم.
- او د ژوند په هره برخه کي له پلار سره مشوره کوم.
پاچا امر وکړ!!!
ويل: د ځوان پلار زما دربار ته راحاضر کړئ، او نوموړی به زما د دربار ستر مشاور وي.
ای ځوانانو!
- د خپلو پلرونو قدر وکړئ.
- خدمت ئې وکړئ.
- اطاعت ئې وکړئ.
پلار چي د ژوند په هر عمر کي وي!
خو بيا هم ستا لپاره:
- يوه ستره خزانه ده.
- يوه بشپړه مدرسه.
- او د ژوند يو ستر لارښود دی.
د دې خزانې قدر هغو کسانو ته معلوم وی څوک چی دا خزانه نلري الله دی زموږ پلرونو ته ډیر عمر ورکړي.
کاپې

Address

Kolkata
007

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Musafir posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share