DW پښتو

DW پښتو موږ مو له مهمو پېښو خبروو. تاسې يې په اړه له موږ سره خپل نظرونه شریک کړئ او د آلمان او نړۍ پر مهمو موضوعاتو بحثونو کې برخه واخلئ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو له پاره د پوتین او زیلنسکي ترمنځ په مستقیم ډول لیدنه حتم...
22/02/2025

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د اوکراین جګړې پای ته رسولو له پاره د پوتین او زیلنسکي ترمنځ په مستقیم ډول لیدنه حتمي ده. په ورته وخت کې ډونالډ ټرمپ اشاره وکړه چې په مذاکراتو کې د زیلنسکي موجودیت «ډیر مهم نه دی». جزيات په لاندني لينک کې لوستلای شئ:
http://dw.com/p/4qu4k

په دې وروستیو کې په انټرنټ کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې ادعا کیږي د المان د پارلماني ټاکنو د رایو په پاڼو کې د Af...
22/02/2025

په دې وروستیو کې په انټرنټ کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې په کې ادعا کیږي د المان د پارلماني ټاکنو د رایو په پاڼو کې د AfD ښي اړخي ګوند په زیان لاسوهنه شوې ده. ویل کیږي چې د دغو ویډیوګانو ریښه له روسیې سره تړاو لري. نور جزيات په لاندني لينک کې لوستلای شئ:
http://dw.com/p/4qtdf

22/02/2025

جرمنی له امریکا متحده ایالاتو او چین وروسته د نړۍ دریم لوی اقتصادي قوت دی او په صادراتي اړخ کې هم مخکښ ګڼل کېږي. د دې هېواد تر ټولو مهم صادرات موټرې دي؛ خو اوس د المان اقتصاد په یوه بحراني حالت کې دی. ایا دا هېواد د راتلونکي پر لور حرکت کولی شي؟

وروسته له دې چې حماس ترهګرې ډلې د یوه بل مړي جسد اسرائیل ته وسپاره، کورنۍ او یوه سازمان د بې باس، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوب...
22/02/2025

وروسته له دې چې حماس ترهګرې ډلې د یوه بل مړي جسد اسرائیل ته وسپاره، کورنۍ او یوه سازمان د بې باس، چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۷ نیټه یرغمل شوې وه، مړينه تایید کړې ده. نور جزيات په دغه لينک کې لوستلای شئ:
http://dw.com/p/4qtG5

د ټولنیز اخلاق آلماني متخصص الکساندر فیلیپوویچ ويلي چې باید د راتلونکې آلماني حکومت په چوکاټ کې دمصنوعي ځيرکتيا (AI) لپا...
22/02/2025

د ټولنیز اخلاق آلماني متخصص الکساندر فیلیپوویچ ويلي چې باید د راتلونکې آلماني حکومت په چوکاټ کې دمصنوعي ځيرکتيا (AI) لپاره یو ځانګړی وزارت جوړ شي. نور جزيات په لاندني لينک کې لوستلای شئ:
http://dw.com/p/4qqe4

د آلمان د نوي حکومت لپاره به بهرنۍ پالیسي یوه له خورا مهمو او ستراتیژیکو موضوعاتو څخه وي. مثلا د دفاع په موضوع کې به پر ...
21/02/2025

د آلمان د نوي حکومت لپاره به بهرنۍ پالیسي یوه له خورا مهمو او ستراتیژیکو موضوعاتو څخه وي. مثلا د دفاع په موضوع کې به پر متحده ايالاتو د اتکا پر ځای به د خپلو دفاعي امکاناتو پر پراختيا تمرکز کولو ته اړ وي.

بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ:👇

http://dw.com/p/4qqYe

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک سیمه کې د شپږو وسله والو د وژنې خبر ورکړ. پوځ ويلي دغه وسله وال...
21/02/2025

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک سیمه کې د شپږو وسله والو د وژنې خبر ورکړ. پوځ ويلي دغه وسله وال د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور جزئیات دلته لوستلی شئ؛
http://dw.com/p/4qrIH

21/02/2025

په المان کې یو شمېر افغان کډوال په دې باور دي، چې فردي جرمونه باید په عمومي ډول کډوالو ته منسوب نه شي. هغوی ټینګار کوي، چې د وروستیو پېښو له امله، چې په تور یې ځینې افغان کډوال نیول شوي، ټولو هغو کډوالو ته دې نه عمومي کېږي، چې د سوله‌ییز ژوند په لټه کې دي.

د المان د اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت یوې نوې څیړنې ښودلې ده چې د یو شمیر سیاسي اندېښنو برخلاف، د مهاجرت او جرمونو ترمنځ ه...
21/02/2025

د المان د اقتصادي تحقیقاتو انستیتوت یوې نوې څیړنې ښودلې ده چې د یو شمیر سیاسي اندېښنو برخلاف، د مهاجرت او جرمونو ترمنځ هیڅ ډول مستقیم ارتباط نشته.

په دې اړه نور جزئیات په لومړۍ تبصره کې:👇

د اتلانو جام یا چمپینزټرافۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ لوبډلې او سویلي افریقا تر منځ لوبه ده. د دغې لوبې پچه ی...
21/02/2025

د اتلانو جام یا چمپینزټرافۍ سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ لوبډلې او سویلي افریقا تر منځ لوبه ده. د دغې لوبې پچه یا ټاس د سویلي افریقا لوبډلې وګاټه او په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. د سویلي افریقا توپ وهونکو په پنځوسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته ۳۱۶ منډې هدف وټاکه. د سویلي افریقا راین ریکلتون سلیزه وکړه.

د افغانستان محمد نبي دوه او ورپسې فضل حق فاروقي، عضمت الله عمرزي او نور احمد یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

څو شېبو کې د افغانستان د کریکټ لوبډله د توپ وهنې له پاره ډګر ته کوزېږي، ستاسې په اند افغان لوبډله به دا هدف پوره کړي؟

امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانانو په ګدون د مختلفو هېوادونو ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا ته اخراج کړل چې له هغه ځا...
21/02/2025

امریکا متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د افغانانو په ګدون د مختلفو هېوادونو ۱۳۵ مهاجر کوستاریکا ته اخراج کړل چې له هغه ځایه به خپلو هېوادونو ته استول کيږي. امریکا په یو بل پرواز کې ۱۷۷ مهاجر ونیزویلا ته اخراج کړي.

په دې اړه نور جزئیات په لومړۍ تبصره کې په لینک کې لوستلی شئ:👇

اسرائیل وايي یو له هغو جسدونو څخه چې حماس ورته سپارلي دي، د دوو وژل شوو ماشومانو د مور شیري بې باس، نه دی. د اسرائیلي پو...
21/02/2025

اسرائیل وايي یو له هغو جسدونو څخه چې حماس ورته سپارلي دي، د دوو وژل شوو ماشومانو د مور شیري بې باس، نه دی. د اسرائیلي پوځ په حواله د دوو ماشومانو او سولې د یوه فعال جسدونه پيژندل شوي، خو د څلورم مړي هویت نامشخص دی.

د بشپړ مطلب لینک په لومړۍ تبصره کې:👇

21/02/2025

افغان لوبډله نن جمعه د اتلانو جام سیالۍ کې خپله لومړۍ لوبه له سویلي افریقا سره کوي. یو شمېر افغانانو دویچه ویله ته په استولو ویډیو کلیپونو کې خوښي ښودلې او افغان لوبډلې ته یې د بریا هیله کړې. ټاس یا پچه د سویلي افریقا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. ستاسو په نظر افغانستان نن د لوبې د ګټلو څومره چانس لري؟

21/02/2025

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن جمعه پاکستان کې روانو د اتلانو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له سویلي افریقا سره لري. د کرېکټ نړیوال مبصر احمد فرهاد فدايي دویچه ویله ته د افغان لوبډلې پر جوړښت، چمتوالي او د دواړو لوبډلو پر قوي او کمزورو نقطو غږېدلی.

21/02/2025

سره زر چې بیه یې ريکارډ لوړې کچې ته پورته شوې او دمګړۍ یې د يو اونس بيه نږدې ۳۰۰۰ ډالرو ته رسيږي، آيا يوه خوندي پانګونه ده او که موږ یې د سقوط کيدو په درشل کې يو؟ DW Business

د آلمان مخکې له وخته ټاکنې د فيبرورۍ پر ۲۳ نېټه ترسره کيږي. مهاجرت او اقتصاد د ټاکنیزې مبارزې دوې مهمې موضوعګانې دي. د س...
20/02/2025

د آلمان مخکې له وخته ټاکنې د فيبرورۍ پر ۲۳ نېټه ترسره کيږي. مهاجرت او اقتصاد د ټاکنیزې مبارزې دوې مهمې موضوعګانې دي. د سي ډي يو او سي اس يو اتحادي ګوندونه چې د نظر پوښتنو پر اساس دمخه دي، د سياست د بدلون ژمنه یې کړې ده. تر ټاکنو وروسته د کومو ګوندونو ترمنځ د ائتلاف امکان شته؟

بشپړ معلومات په دې مطلب کې لوستلی شئ:👇

http://dw.com/p/4qo3O

ولسمشر دونالد ترمپ خپل اوکراينی سيال «ديکتاتور» بللی او خبرداری یې ورکړی دی چې که چټک حرکت ونه کړي نو هېواد به له لاسه و...
20/02/2025

ولسمشر دونالد ترمپ خپل اوکراينی سيال «ديکتاتور» بللی او خبرداری یې ورکړی دی چې که چټک حرکت ونه کړي نو هېواد به له لاسه ورکړي. په دې منځ کې د آلمان په ګډون يو شمير هېوادونو له اوکراين سره يووالی څرګند کړی دی.

په دې اړه نور جزئیات په لومړۍ تبصره کې په لینک کې لوستلی شئ:👇

20/02/2025

په هغو هیوادونو کې چې ډیر شمیر کډوال په کې ژوند کوي، په ټاکنیزو کمپاینونو کې د کډوالۍ موضوع د رایو د راټولولو لپاره عامه مسله ګڼل کیږي. دا د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په څرګندونو کې چې د جنورۍ پر ۲۰ یې دنده پیل کړې په ښکاره ډول لیدل کېده.
خو دا مسله په آلمان کې هغه وخت د اندېښنې وړ شوه چې ګوندونه د عمومي ټاکنو څخه مخکې د آلمان په پارلمان کې د مهاجرت د شرایطو د سختولو له پاره د قوانینو د تصویب غوښتنه وکړه.

Adresse

Kurt-Schumacher-Straße 3
Bonn
53113

Benachrichtigungen

Lassen Sie sich von uns eine E-Mail senden und seien Sie der erste der Neuigkeiten und Aktionen von DW پښتو erfährt. Ihre E-Mail-Adresse wird nicht für andere Zwecke verwendet und Sie können sich jederzeit abmelden.

Service Kontaktieren

Nachricht an DW پښتو senden:

Videos

Teilen