![د پاکستان پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد او د نيوزيلنډ تکړه توپ اچوونکی ټيم ساوټي د هغو نوموتو لوبغاړو له ډلې څخه دي چې د د...](https://img5.medioq.com/225/669/122174948522256694.jpg)
13/01/2025
د پاکستان پخوانی لوبډلمشر سرفراز احمد او د نيوزيلنډ تکړه توپ اچوونکی ټيم ساوټي د هغو نوموتو لوبغاړو له ډلې څخه دي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان سوپر ليګ (PSL) لسمې پړاو د لوبغاړو د ډرافټ مراسمو کې وانخيستل شول.
سرفراز، چې د PSL له پيل څخه د پخوانۍ اتلې لوبډلې (کوئټه ګليډيټرز) سره وو، د دې میاشتې په لومړیو کې کوئټې لوبډلې پرېښوده. داسې اټکل کېده چې ګليډيټرز به د لوبغاړو په ډرافټ کې سرفراز احمد بېرته واخلي، خو د ۳۷ کلن ویکټ ساتونکي سرفراز اخيستلو ته چا زړه ښه نکړ.
له کوئټه ګليډيټرز وروسته، د کرکټ مینوالو ګمان کاوه چې د هغه پلرني ښار لوبډله کراچۍ کينګز به هغه په ډرافټ کې واخلي. خو د ټیم مالکينو څرګنده کړه چې د سرفراز د اخيستو لپاره د کراچۍ لوبډله کوم پلان نلري.
تر سرفراز وروسته، ټيم ساوټي چې د پلاټينيم کټګورۍ لوبغاړی و، هغه هم د شپږو لوبډلو له خوا وانخيستل شو او هېڅ يوې لوبډلې یې په اړه علاقه ونه ښودله.
همدارنګه، د پاکستان ښي لاسی ځوان توپ اچوونکی احسان الله، چې د PSL 2023 په کې يې د ملتان سلطانز لپاره ۲۲ ويکټې ترلاسه کړې وې، د پام وړ پاتې شو خو ډرافټ کې وانخيستل شو.
د انګلستان د تکړه توپ وهونکي جېسن روی، چې د PSL په تاريخ کې د تر ټولو لوړو منډو ۱۴۵* ريکارډ لري، ترڅنګ د هغه هیواد لوبغاړي الیکس هېلس، د افغانستان مجيب الرحمن او د بنګله دېش شکېب الحسن هم د هغو لوبغاړو په ليست کې شامل دي چې په لسم پړاو سوپر ليګ کې وانخيستل شول.
هغه لوبغاړي چې د لسم پړاو PSL ډرافټ کې وانخيستل شول:
سرفراز احمد، ټيم ساوټي، احسان الله، جېسن روی، الیکس هېلس، مجيب الرحمن، اشتون اګر، کرېس لين، کوپر کانولي، ډينيل سامز، جېسن بيهرنډروف، مارک سټېکېټي، موسيز هنريکيز، عثمان خواجه، ويليام سټرلینډ، مستفیض الرحمن، شکېب الحسن، جوی کلارک، لاوري اېوانز، ټایمل میلز، جیمي نیشام، عمران طاهر، ریضا هېندریکز، تبریز شمسي، چاريت اسالانکا، ایوین لویس.C