په پښتو ژبه د ترافيکي قوانينو معلوماتي کورس
هغه بلجيم مېشتو افغانان چې غواړي د موټر چلولو لېسنس ترلاسه کړي او غواړي په پښتو ژبه د بلجيم له ترافيکي قوانينو سره اشنا شي. افغان ټپس د فبروري په دریمه اونۍ کې په انلاین ډول د استاد اسد په لارښوونه دا کورس جوړوي.
د نوم ليکنې او نورو معلوماتو لپاره له افغان ټپس سره په لاندې شمېره په اړيکه کې شئ.
+32 466 43 28 60
بي کويز اپلکېشن - BQuiz
بي کويز اپلکېشن - BQuiz
د مبایل ټلیفون لپاره دا اپ تاسې سره مرسته کويچې په بلجيم او اروپا کې د موټر چلولو د تیوري آزموینې لپاره ځان په پښتو ژبه چمتو کړئ.
په دې اپ کې د موټر چلولو د درسونو پوښتنې په زړه پورې ډول په څلور ځوابه ډول ترتیب شوي. ددې تر څنګ ورځيني درسونه، اونیزې سيالۍ او اصلي (حکومتي) آزموینو ته ورته آزموینې ترتیب شوي چې کولای شي تاسې د آزموینې له اصلي محيط سره په بشپړ ډول اشنا کړي.
په ټوله کې ددې اپلکېشن موخه دا ده چې تاسې په پښتو ژبه له ترافیکي قوانینو سره بلد کړي، چې وروسته بیا وکولای شئ په خپله سيمه کې په محليژبو آزموینه ورکړی.
دا اپلکېشن په لاندې لېنک سره خپل اندراید او آیفون مبایل ته ډونلوډ کړئ.
د اپلکېشن او د محتویاتو په اړه مو که چېرې پوښتنه درلوده له موږ سره په اړیکه کې شئ.
د اندرواید لپاره : https://bit.ly/3OjMvdU
د ایفون لپاره:https://apple.co/3XeicbO
په ګېنت ښار کې راتلونکې شنبې ورځ په پښتو ژبه د ترافیکو قوانينو کورس جوړېږي. ګډون وکړئ او یا مو ملګري خبر کړئ.
د معلوماتو لپاره په وټساپ په اړیکه کې شئ.
0466 43 28 60
د بي کويز اپلېکېشن سيالي
عصمت الله همت د بي کويز د سيالۍ يو ګټونکى و.🎉🎈🎊
له افغان سټایل څخه مننه چې د افغان ځوانانو د هڅونې په برخه کې يې د بي کويز اپلېکېشن د سيالۍ ملاتړ کړى و.
...
تاسې هم په خپل وار خپل ځوانان وهڅوئ، تر څو موږ ټول ښه راتلونکې ولرو. 🙏
بي کويز اپلېکېشن سيالي
خان اغا احمدزي د بي کويز د سيالۍ يو ګټونکى و.🎉🎈🎊
له افغان سټایل څخه مننه چې د افغان ځوانانو د هڅونې په برخه کې يې د بي کويز اپلېکېشن د سيالۍ ملاتړ کړى و.
...
تاسې هم په خپل وار خپل ځوانان وهڅوئ، تر څو موږ ټول ښه راتلونکې ولرو. 🙏
تاسې خبر یاست؟
د بي کویز ددې اونۍ سیالينن دوشنبه پیل شوې او د جمعې په ورځ پای ته رسېږي.
ددې اونۍ بریالیو کسانو ته افغان سټایل ډالۍ لري.
افغان سټایل په بلجيم کې د افغان کلتوري جامو یو ستر پلورنځۍ دی چې په انتروپن ښار کې فعالیت کوي. افغان سټایل یادونه کړې چې که چېرې د سیالۍ ګټونکي مېرمنې وي، د دوی لپاره ځانګړې دودیز افغانيجامې لري.
کېدای شي د افغاني جامو د نمونو او ډیزاینونو لپاره د افغان سټایل ټیکټاګ وګورئ.
لېنک یې په لومړي کمنټ کې دي.
تروخکوممومنت terugkomen moment
د B لېسنس ترلاسه کولو له ۶ څخه تر ۹ میاشتو وروسته، دا اړینه ده چې یوه څلور ساعته "عملي روزنه" یا تروخکوممومنت ترسره کړئ. د دې روزنې وروسته آزموينه نه شته. که تاسې خپل روزنیز مهالوېش په خپل ټاکلي وخت کې بشپړ کړئ، د اضافي لګښتونو څخه مخنیوی کولی شئ. دا روزنه د چا لپاره اړینه ده؟ که چېرې په تاسې لاندې درې شرطونه پوره کېږئ، نو دا روزنه باید ترسره کړئ:... نور جزئيات په افغان ټپس ويبسايټ
د ويډيو له را استولو مننه
Saboor Ahmad Habibi
له نويو ملاتړ کوونکو مننه! 💎 Haji Khan, Omarhayat Afghan, Noori A Tareq, Ajmal Aseer, Syar Safi, Masihullah Shinwari