![په افغانستان کې د اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو زیاتوالی؛ د ترانسپورتي ودې نښه د افغانستان د فواید عامې وزارت د معلوم...](https://img3.medioq.com/205/744/576447762057444.jpg)
02/02/2025
په افغانستان کې د اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو زیاتوالی؛ د ترانسپورتي ودې نښه
د افغانستان د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د تېرې مرغومې میاشتې په اوږدو کې د هېواد د اوسپنې پټلیو له لارې ۴۰۸ زره او ۸۷۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دا انتقالات د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف-هرات د اوسپنې پټلیو له لارې ترسره شوي، چې د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او اقتصادي ودې لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې د ریل پټلۍ د ترانسپورت یو اسانه، ارزانه او خوندي ډول دی، چې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره حیاتي رول لري.
د افغانستان د اوسپنې پټلیو اداره هڅه کوي، چې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سره د انتقالاتو ظرفیت لوړ کړي او د سوداګریزو مالونو د لیږد بهیر لا چټک او موثر کړي.
د اوسپنې پټلیو د ظرفیت لوړوالی او د انتقالاتو زیاتوالی د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمهییز اتصال لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، چې کولی شي د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پراختیا لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
#پرمختک