Zhagh Radio - ږغ راډیو

Zhagh Radio - ږغ راډیو Zhagh Radio has been broadcasting various programs on channel 91, since 2014 in Helmand province.

هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د قران کریم او کتاب لوستلو درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو.پرهمدې مهال په یادو...
18/05/2024

هلمند کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د قران کریم او کتاب لوستلو درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو.

پرهمدې مهال په یادو مراسیمو کې ګډون والو وویل، هلمند ولایت، چې له پخوا د علم کور یادیږي داډول نندارتونونه به وکولای سي، چې یو ځل بیا هلمندي ځوانان د کتاب لوستولو او علم کولو ته وهڅوي.

Zhagh Radio - ږغ راډیو

افغان کرکیټ ملي لوبډله په سږني نړیوال جام کي د لوبېدو په هدف نن د ویسټ انډیز په لوري سفر پیل کړ.د افغانستان کرکیټ بورډ و...
16/05/2024

افغان کرکیټ ملي لوبډله په سږني نړیوال جام کي د لوبېدو په هدف نن د ویسټ انډیز په لوري سفر پیل کړ.

د افغانستان کرکیټ بورډ وایي: ملي لوبغاړي به لومړی متحده عربي اماراتو ته او له هغه ځایه به سبا د لندن له لاري انټېګا ښار ته ورسېږي او هغلته به د روان 2024م کال شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه په 10 ورځني تمریناتي کمپ کي ګډون وکړي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

هلمند کي د دولتي او خصوصي رسنیو خبریالان وستایل سول.د هلمند اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست زیاتوي چي د دغه ډول ناستو او س...
16/05/2024

هلمند کي د دولتي او خصوصي رسنیو خبریالان وستایل سول.

د هلمند اطلاعات او کلتور ریاست سرپرست زیاتوي چي د دغه ډول ناستو او ستاینو څخه یې موخه د هغه خبریالانو هڅول دي چي معیاري او غوره کار یې کړی وي، د نوموړي په خبره چي دا ډول ناستي خبریالان په راتلونکي کي لا خپل کار او مسلک ته متوجه کوي. مسؤلین وایي: تل یې هڅه کړې چي له رسنیو سره د معلوماتو په شریکولو او د هغوی د ستونزو په هوارۍ کي ورسره مرسته وکړي.

د یاد ریاست دې ډول مراسمو ته سیمه ییز خبریالان هم خوښ دي او وایي که د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د اطلاعاتو د ورکولو لړۍ لا چټکه سي، نو لیري نه ده چي د ولس په استازیتوب به یې خپل کارونه ښه او منظم ترسره کړي وي، هغوی د دغه ډول ناستو او تشویقي پروګرامونو غوښتنه کوي.

د یادولو وړ ده چي د خبریالانو په نننۍ ناسته کي د هلمند سیند کلنۍ مشاعرې د چمتووالي او ځای په اړه هم بحث وسو او نژدې وخت کي به د مسؤلینو له لوري د هلمند سیند کلنۍ مشاعرې اړوند لومړني معلومات خپاره سي.

Zhagh Radio - ږغ راډیو

د خواخوږۍ او تسلیت پیغام!په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هلمند پوهنتون پخوانی استاد او د هلمند معنوي هستي دوکت...
13/05/2024

د خواخوږۍ او تسلیت پیغام!

په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هلمند پوهنتون پخوانی استاد او د هلمند معنوي هستي دوکتور محمد موسیٰ عالمي د ورپېښۍ ناروغۍ له کبله د حق داعي ته لبیک ووایه. انا لله و انا الیه راجعون.

د ږغ راډیو مؤسس او همکاران د نوموړي کورنۍ او دوستانو ته د الله تعالیٰ له درباره د جمیل صبر غوښتونکي دي.

په درنښت: د ږغ راډیو مؤسس الحاج محمد کریم اتل.

13/05/2024

د ږغ راډیو درنو اورېدونکو!

د قوش تپې ملي شل اوریز جام پایلوبه چي ټاکل سوې نن له غرمې مخکي ۱۱ بجې د مِس عینک او بند امیر لوبډلو ترمنځ را پیل سي، ژوندی بهیر یې هلمند کي له ږغ راډیو څخه مه هېروئ.

د لوبي پر مهال ستاسو نظرونه هم درته لولو، کولای سئ د خپلي خوښي لوبغاړي او لوبډلي اړوند نظرونه زموږ پر فېسبوک پاڼه را ته پرېږدئ.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له چین هیواد څخه د افغانستان او چین پر سرحدي پوله د انټرنیټي لین د غځولو غوښتنه کړې ...
12/05/2024

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست له چین هیواد څخه د افغانستان او چین پر سرحدي پوله د انټرنیټي لین د غځولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان دې غوښتني ته په کابل کي د چین سفیر وایي: دوی د واخان له لاري د نوري فایبر کېبل د غځولو لېوالتیا لري او په دې اړه به د خپل هېواد له چارواکو سره خبري وکړي.

که بیجینګ د افغانستان دې غوښتني ته هرکلی او مثبت ځواب ورکړي نو په هیواد کي به انټرنټي خدمات پراخ او له پاکستان څخه د انټرنیټ په پلور کي به کمښت راسي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

بغلان کي د وروستیو سېلابونو له کبله د مړه سویو کسانو شمېر له ۳۰۰ تنو هم واوښت.نیاز محمد اکاخېل چي د بغلان ولایت د عامې ر...
12/05/2024

بغلان کي د وروستیو سېلابونو له کبله د مړه سویو کسانو شمېر له ۳۰۰ تنو هم واوښت.

نیاز محمد اکاخېل چي د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال دی، وایي: یاد ولایت کي د تېرو ۲ ورځو راهیسي د سېلاب له امله ۳۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی چي، دا شمېر په چټکۍ سره مخ په ډېرېدو دی.

د اکاخېل په خبره چي زیانمنو سویو سیمو ته له بغلان او نورو ولایتونو څخه د بشر ژغورني او روغتیایي ټیمونو همکاران رسېدلي او په سېلاب ځپلو سیمو کې ژغورونکي عملیات روان دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د ا.ا.ا لوړ پوړي چارواکي: بغلان او یو شمېر سېلاب ځپلو ولایتونو ته یې د مرستي لپاره ګرځنده ټیمونه واستول.Zhagh Radio - ږغ...
11/05/2024

د ا.ا.ا لوړ پوړي چارواکي: بغلان او یو شمېر سېلاب ځپلو ولایتونو ته یې د مرستي لپاره ګرځنده ټیمونه واستول.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

خوست کي د اوبو او انرژۍ وزارت د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ چیکډیمونو پروژې بشپړي او ګټي اخیستني ته سپارلي.Zh...
11/05/2024

خوست کي د اوبو او انرژۍ وزارت د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ چیکډیمونو پروژې بشپړي او ګټي اخیستني ته سپارلي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د افغانستان کرکیټ بورډ: د قوش تپې روان جام د پاتې سیالیو له ټکټونو څخه ترلاسه کېدونکي عواید د بغلان له سېلاب ځپلو او زیا...
11/05/2024

د افغانستان کرکیټ بورډ: د قوش تپې روان جام د پاتې سیالیو له ټکټونو څخه ترلاسه کېدونکي عواید د بغلان له سېلاب ځپلو او زیانمنو کورنیو سره د مرستي په پار ځانګړي کوو.

د یادولو ده چي دې ولایت کي د ورستیو سېلابونو له کبله تر ۲۰۰ زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په لویه کچه یې مالي زیانونه اړولي دي، چي د لوړو زده کړو وزارت په ګډون ډېری دولتي ادارو او بشري خیریه بنسټونو د همکارۍ خبر ورکړی.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کي د لومړي ځل لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانستل سو، سیمه ییز مسؤلین و...
06/05/2024

د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کي د لومړي ځل لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانستل سو، سیمه ییز مسؤلین وایي: د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له مرکز میدان ښاره لیري او په برېښنایي پېژندپاڼو ترلاسه کولو کي له ستونزو سره مخ وه.

پر همدې مهال د هلمند هغه اوسېدونکي چي په لیري پرتو ولسوالیو کي اوسیږي او په اسانۍ مرکز ته لاسرسی نسي کولای، له حکومت څخه د دغه ډول خدماتو غوښتنه کوي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

افغانستان د لومړی ځل لپاره په طبي برخه "سیروم" کي بهر ته صادرات ترسره کړل.ملي شفا فارما سیټیکل د پېچکارۍ او سیروم جوړولو...
06/05/2024

افغانستان د لومړی ځل لپاره په طبي برخه "سیروم" کي بهر ته صادرات ترسره کړل.

ملي شفا فارما سیټیکل د پېچکارۍ او سیروم جوړولو فابریکه چي له تېرو ۵ کلونو را په دېخوا پلازمېنه کابل کي فعالیت کوي، پرون یکشنبه یې په لومړي ځل بهر "عراق" ته د څه کم ۶۰۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د سیروم بوتلان صادر کړل.

په دې وروستیو کي د وطني تولیداتو د پرمختګ او صاداراتو په برخه کي د حکومتي چارواکو او افغان سوداګرو هڅي زیاتي سوي او د یادولو وړ دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د هلمند سیمه ییز چارواکي: موسیٰ کلا ولسوالۍ کي یې د بهرنیو اسعارو د راکړي ورکړي په جرم ۳ تنه هټیوال نیولي او هټۍ یې ور ت...
05/05/2024

د هلمند سیمه ییز چارواکي: موسیٰ کلا ولسوالۍ کي یې د بهرنیو اسعارو د راکړي ورکړي په جرم ۳ تنه هټیوال نیولي او هټۍ یې ور تړلي دي.

مسؤلین له ټولو ولسونو څخه غوښتنه کوي چي د افغانیو په ترویج کي خپله ونډه واخلي او د پردیو پیسو کارولو څخه ډډه وکړي، د دوی په وینا چي سرغړونکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل کیږي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

کوز کُنړ کي د اوبو او برېښنا د تولید "ګمبیري" بند جوړیږي.د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: د کُنړ ولایت په کوز کُنړ ولسوالۍ ...
05/05/2024

کوز کُنړ کي د اوبو او برېښنا د تولید "ګمبیري" بند جوړیږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست: د کُنړ ولایت په کوز کُنړ ولسوالۍ کي د ګمبیري بند جوړولو پروژه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده او د ګمبیري بند د تفصیلي ډيزاین چارې بشپړي سوي او په جوړولو سره به یې ۴۵ میګاواټه برېښنا تولید او شاوخوا ۳۲ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه سي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د خصوصي ښوونځیو اتحادیې ریس: د روان لمریز کال په جریان کي په مرکز کابل او ولایتونو کي له ۵۰۰ څخه زیات خصوصي ښوونځي جوړ س...
05/05/2024

د خصوصي ښوونځیو اتحادیې ریس: د روان لمریز کال په جریان کي په مرکز کابل او ولایتونو کي له ۵۰۰ څخه زیات خصوصي ښوونځي جوړ سوي او فعالیت یې پیل کړی.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا: د هیواد په لیري پرتو سیمو کي د شاوخوا ۴۵۰ مخابراتي انتنونو د فعالېدو لړۍ روانه ده...
04/05/2024

د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره اترا: د هیواد په لیري پرتو سیمو کي د شاوخوا ۴۵۰ مخابراتي انتنونو د فعالېدو لړۍ روانه ده.

دغه اداره لیکي چي په دې کار سره به د ټلیفوني اړیکو او انټرنټي خدماتو په برخه کي تر ډېره حده د هیوادوالو ستونزي حل سي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د می ۳مه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ!دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي ټولني د پرېکړي پر اساس نومول سوې چي هر کال په ملي او...
03/05/2024

د می ۳مه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ!

دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي ټولني د پرېکړي پر اساس نومول سوې چي هر کال په ملي او بین المللي کچه سره لمانځل کیږي.

د دې ورځي د لمانځني موخه داده چي حکومتونه په تکراري توګه د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن او همداراز رسنیز بنسټونه د دقیقو، بې طرفه او کره معلوماتو په رسولو کي خپله مسلکي ژمنتیا تازه کړي.

مطبوعات دي چي د مسؤل چارواکو بېځایه تصمیمونه د اصلاح په هدف نَقد کوي، مطبوعات دي چي ټول سیاستوال د ولس ستونزو ته متوجه کوي، مطبوعات دي چي عامه ذهنیتونه په چټکۍ سره مثبت لوري ته تغیروي، مستقل مطبوعات کولای سي چي هیوادوالو ته چټک، بې طرفه، مهم او نوي خبري موضوعات په ډیري اسانۍ سره ورسوي او په کُل کي ویلای سو چي دین، ښوونه، خبر، هیواد، سیاست، تاریخ، ساینس، روغتیا، ورزش، تفرېح، ټولنیز او هر اړخیز نشرات د مطبوعاتو مرکزي هدف دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

هلمند کي د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت مسؤلینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي یو باب د مخدره موادو د پروسِس کارخانه، ۱۲...
03/05/2024

هلمند کي د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت مسؤلینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کي یو باب د مخدره موادو د پروسِس کارخانه، ۱۲ تنه معتادین او ۴ تنه ساقيان نیولي دي.

د هلمند امنیه قومنداني په خپل راپور کي کاږي چي یاد اقدام یې د یو لړ خاصو عملیاتو پر مهال کړی او وایي چي نیول سوي معتادین یې د درملني په موخه روغتیایي مرکز ته لېږلي دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت چارواکي: روانه اونۍ په هرات کي د ۵۰ مېګاواټه بادي برېښنا او په بلخ کي د ۴۰ مېګاواټه لمریز...
02/05/2024

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت چارواکي: روانه اونۍ په هرات کي د ۵۰ مېګاواټه بادي برېښنا او په بلخ کي د ۴۰ مېګاواټه لمریزي برېښنا جوړولو په اړه د پانګوني بین الوزارتي کمېټې غړو ترمنځ هر اړخیزه بحث او خبري سوي دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د صنعت او سوداګرۍ چارواکي وایي: تېر کال د ازبکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه کي زیاتوالی راغلی او د نژ...
02/05/2024

د صنعت او سوداګرۍ چارواکي وایي: تېر کال د ازبکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګریزه راکړه ورکړه کي زیاتوالی راغلی او د نژدې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات سوي دي. دغه وزارت د افغانستان په صادراتو کي د غالۍ او وچي مېوې یادونه کړې ده.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

موسیٰ کلا ولسوالۍ کي نن په لومړي ځل د یوه خصوصي "ملت افغان" ښوونیز مرکز څخه ۱۶ تنه د انګلیسي ژبي له زده کړو ترلاسه کولو ...
01/05/2024

موسیٰ کلا ولسوالۍ کي نن په لومړي ځل د یوه خصوصي "ملت افغان" ښوونیز مرکز څخه ۱۶ تنه د انګلیسي ژبي له زده کړو ترلاسه کولو ورسته فارغ سول.

موسیٰ کلا د هلمند په شمال کي هغه پرته ولسوالي ده چي پخوا به ورڅخه جنګي رپوټونه او د ناخوالو خبرونه اورېدل کېدل، خو د اوسني امنیت څخه په استفادې ورو ورو دې او نورو شمالي ولسوالیو ته په روغتیایي او ټولو اړینو برخو کي د حکومتي او خصوصي سکټورونو لخوا خدمات ترسره کیږي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د قوشتېپې کانال په نوم د کرکیټ شل اوریزه لوبو لومړی پړاو سیالۍ همدا شېبه د بُست او بند امیر زونونو په لوبه سره را پیل سو...
01/05/2024

د قوشتېپې کانال په نوم د کرکیټ شل اوریزه لوبو لومړی پړاو سیالۍ همدا شېبه د بُست او بند امیر زونونو په لوبه سره را پیل سوې.

دا سیالۍ په لومړي ځل د کرکیټ بورډ له لوري په لاره اچول سوي دي چي ۱۳ ورځي به دوام وکړي او موخه یې د نړیوال جام لپاره بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرکیټ او ملي لوبډلي ترمنځ د تجربو شریکول دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د ا.ا اقتصادي معاونیت پلان لري تر څو جواز سیر او لایسنس له کاغذي څخه الکترونیکي بڼي ته واړوي او په دې تړاو یې د تخنیکي ک...
01/05/2024

د ا.ا اقتصادي معاونیت پلان لري تر څو جواز سیر او لایسنس له کاغذي څخه الکترونیکي بڼي ته واړوي او په دې تړاو یې د تخنیکي کمېټې غړو تېره ورځ پر طرحي خبري کړي دي.

په غونډه کي پرېکړه سوې چي د ترافیکو عمومي ریاست دې ژر تر ژره د عامه د جواز سیر او لایسنس الکترونیکي پروسه پيل او د تاییدۍ لپاره دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندي کړي.

لوړ پوړي چارواکي په داسي حال کي د جواز سیر او لایسنس د الکترونیکي کېدو په اړه خبري کوي، چي په دې وروستیو کي د کم عمره ځوانانو او ځينو موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ټرافیکي پېښي زیاتي سوي دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د فراغت غونډو په دوام...نن سېشنبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون له ۷ پوهنځیو څخه تر ۷۵۰ زیات زده کړیالان فارغ سول، دې فارغین...
30/04/2024

د فراغت غونډو په دوام...

نن سېشنبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون له ۷ پوهنځیو څخه تر ۷۵۰ زیات زده کړیالان فارغ سول، دې فارغینو کي ۲۲۲ تنه ماسټران او پاتې ۵۳۷ تنه یې لېسانس سول.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د کندهار ښار په ۶مه ناحیه کي د عربو کلا لېسې په نوم د UNHCR مؤسسې په مالي همکارۍ د څه باندي 274000 ډالرو په ارزښت د انجو...
30/04/2024

د کندهار ښار په ۶مه ناحیه کي د عربو کلا لېسې په نوم د UNHCR مؤسسې په مالي همکارۍ د څه باندي 274000 ډالرو په ارزښت د انجونو لپاره ښوونځی جوړه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

یاده لېسه د معیاری کمپوټر لیب، لابراتوار، او ورزش میدانونو لرلو سره ۶۵۰ انجونو او ۱۵۰۰ هلکانو ته د تدریس ورکولو ظرفیت لري.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د روغتیا نړیوال سازمان وایي: په افغانستان کي د تېري مارچ میاشتي په اوږدو کي ۱۰۹۶ کسان په کرونا ناروغۍ اخته سوي او ۵ تنه ...
30/04/2024

د روغتیا نړیوال سازمان وایي: په افغانستان کي د تېري مارچ میاشتي په اوږدو کي ۱۰۹۶ کسان په کرونا ناروغۍ اخته سوي او ۵ تنه نور بیا د یادي ناروغۍ له کبله مړه سوي دي.

یوه اونۍ وړاندي بیا د عامي روغتیا وزارت هم د روان زېږدیز کال له پیله تر دې مهاله په یادي ناروغۍ باندي د ۴۰۱۶ کسانو د اخته کېدو او ۲۳ تنو د مړه کېدو خبر ورکړی وو.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

اطلاعات او فرهنګ وزارت د تېر یوه کال په جریان کي د ملي موزیم ۵۰۰ تاریخي اثار ترمیم کړي دي.Zhagh Radio - ږغ راډیو
29/04/2024

اطلاعات او فرهنګ وزارت د تېر یوه کال په جریان کي د ملي موزیم ۵۰۰ تاریخي اثار ترمیم کړي دي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

د هلمند په مارجې او نهر سراج ولسوالیو کي د ۱۷۷ جریبه حکومتي ځمکي د غصب مخه ونیول سوه.مسؤلین وایي: زراعتي وسایل او تورن ک...
29/04/2024

د هلمند په مارجې او نهر سراج ولسوالیو کي د ۱۷۷ جریبه حکومتي ځمکي د غصب مخه ونیول سوه.

مسؤلین وایي: زراعتي وسایل او تورن کسان یې نیولي او تر څېړنو وروسته به یې عدلي او قضایي ادارو ته معرفي کړي.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

ملا عبد الغني برادر چي د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال دی، تېره ورځ یې هرات ته په ورتګ سره د هرات–غور سړک جوړولو چاري پیل ک...
29/04/2024

ملا عبد الغني برادر چي د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال دی، تېره ورځ یې هرات ته په ورتګ سره د هرات–غور سړک جوړولو چاري پیل کړې.

ملا برادر همدا راز په یاد ولایت کي د ۲ درملو جوړولو او یوې غیر الکولي مشروباتو کارخانو پرانیستنه هم وکړه.
Zhagh Radio - ږغ راډیو

خبرتیا❗د ټولنیزو رسنیو ټولو کاروونکو ته خبر او بلنه ورکول کیږي چي ږغ راډیو تازه د Zhagh News په نوم په واټساپ کي د خبري ...
29/04/2024

خبرتیا❗

د ټولنیزو رسنیو ټولو کاروونکو ته خبر او بلنه ورکول کیږي چي ږغ راډیو تازه د Zhagh News په نوم په واټساپ کي د خبري موضوعاتو لپاره ځانګړی ګروپ جوړ کړی دی، نو تاسو ټول کولای سئ چي برخه پکښي واخلئ او موږ هر چیري وڅارئ. دې ګروپ کي به تاسو له تازه خبرونو، اړینو اطلاعاتو او نویو موضوعاتو خبرېږئ.
https://chat.whatsapp.com/IL9SFs8MPV74QEyn37RjGS
په درنښت: د ږغ راډیو د ټولنیزو رسنیو نشراتي مدیریت.

Address

Helmand
Lashkar Gah
0039

Telephone

+93703336648

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zhagh Radio - ږغ راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Zhagh Radio - ږغ راډیو:

Videos

Share

Category


Other Radio Stations in Lashkar Gah

Show All