Kunduz Press Club

Kunduz Press Club کندوز رسنیز مرکز تاسو د افغانستان دقیق، کره او پر وخت مهم خبرونه رسوي.

08/03/2023

د پاکستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب کوي. دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.

د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته افغان نولس کلنه ملي لوبډله وټاکل شوهد افغانستان کرکټ بورډ د لوبغا...
08/03/2023

د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې درې اړخیزو سیالیو ته افغان نولس کلنه ملي لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د بنګله دېش پر وړاندې څلور ورځنۍ سیالۍ او د بنګله دېش او سریلانکا پر وړاندې راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د هېواد د ۱۹ کلنې کم عمره ملي لوبډلې ۲۱ کسیز نوملړ وټاکه. د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه د بنګله دېش ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې څلور ورځنۍ سیالۍ پیل کړي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه د افغانستان په کوربه توب درې اړخیزه لوبلړۍ پیل شي.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز اعلان کړی وروسته له دې به هر کال د مارچ ۱۱مه دغه هېواد کې د بیرغ ملي ورځې په نوم...
02/03/2023

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز اعلان کړی وروسته له دې به هر کال د مارچ ۱۱مه دغه هېواد کې د بیرغ ملي ورځې په نوم لمانځي.

عربستان د دغه ورځې لمانځلو موخه د ملي ارزښتونو پاللو تر څنګ له بیرغ سره د خلکو مینې زیاتول بللي دي.

له نن څخه ۴۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د اوسني باچا پلار عبدالعزیز چې هغه مهال پر عربستان واکمن ؤ، د ملي بیرغ طرحه ومنله.

په کابل کې د پاسپورټونو وېش نن (چهارشنبه) بېرته پيل شو.
01/03/2023

په کابل کې د پاسپورټونو وېش نن (چهارشنبه) بېرته پيل شو.

د هوا پېژندنې ریاست راتلونکو دوو ورځو کې د هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او د اوبو د سطحې لوړېدو ...
28/02/2023

د هوا پېژندنې ریاست راتلونکو دوو ورځو کې د هلمند او کابل سیندیزو حوزو کې د واورې او باران ورېدو او د اوبو د سطحې لوړېدو اټکل اعلان کړی دی.

دغه رياست له خلکو غوښتي چې د روانې مياشتې په ۹ او ۱۰مه دې سیندونو ته د سېلابونو او اوبو سطحې لوړېدو وخت کې نه نږدې کېږي.

19/02/2023

د کابل ښار پل سوخته سیمه کې د کتابونو د لوست او مطالعې دودولو په موخه ځانګړی پروګرام جوړ شوی.

دغه هڅه چې هلته د سیرت خپرندویې ټولنې لخوا ترسره شوې، د نجونو او هلکانو د مطالعې لپاره په کې ځانګړې ځايونه ترتيب شوي دي.

د ياد پروګروام موخه مطالعې ته د افغان ځوانانو هڅونه بلل شوې.

پل سوخته پخوا د روږدو کسانو تمځای ؤ، چې اوس د معتادینو په ټولولو سره دغه سیمه پاکه شوې او نوې بڼه یې ځانته خپله کړې ده.

هرات کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ 🏍د هرات ولایت پښتون پل سیمه کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ د ۳۰ موټرسايکل سپرو په ګډون ترس...
19/02/2023

هرات کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ 🏍

د هرات ولایت پښتون پل سیمه کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ د ۳۰ موټرسايکل سپرو په ګډون ترسره شوې.

د هرات د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون د یادو سیالیو موخه د موټرسايکل ځغلونې ورزش وده بللې او ویلي یې دي، چې وروسته له دې به داسې سیالۍ ډېرې ترسره کړي.

د افغانستان او عربي اماراتو لوبډلې ترمنځ د تېرې شپې لوبې انځورونه.
17/02/2023

د افغانستان او عربي اماراتو لوبډلې ترمنځ د تېرې شپې لوبې انځورونه.

تاجیکستان کې د واورینو طوفانونو له امله د وژل‌شویو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.د تاجیکستان ختیځه سیمه کې د تېرو دوو ورځو راهیسې...
17/02/2023

تاجیکستان کې د واورینو طوفانونو له امله د وژل‌شویو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد.

د تاجیکستان ختیځه سیمه کې د تېرو دوو ورځو راهیسې د واورینو طوفانونو له امله د وژل‌شویو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی او سلګونه نور بې ځایه شوي دي.

د معلوماتو له مخې ډېری طوفانونه د افغانستان او چین پولو ته نږدې "ګورنو بدخشان" سیمه کې راغلي چې تر ۴۰۰ کورنۍ له خطرناکې سیمې ویستل شوي دي.

طوفانونو کورونو، ودانیو او سرکونو ته زیان رسولی چې له امله یې نړیوال پروازونه له خنډ سره مخ شوي دي.

بدخشان ولایت کې لزلې شوې دهدراپورنو له مخې، دزلزلې مرکز د مرکز فیض اباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش غرونه وو او شدت ...
16/02/2023

بدخشان ولایت کې لزلې شوې ده
دراپورنو له مخې، دزلزلې مرکز د مرکز فیض اباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش غرونه وو او شدت یې د ریختر په کچه ۴،۷ درجې وه.

د هند ۲۰۲۳ م کال هوایي نندارتون پرانيستل شو.دغه پنځه ورځنی نندارتون دوشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۱۳مه پیل شوی او موخه یې د فض...
15/02/2023

د هند ۲۰۲۳ م کال هوایي نندارتون پرانيستل شو.

دغه پنځه ورځنی نندارتون دوشنبې په ورځ، د فبرورۍ ۱۳مه پیل شوی او موخه یې د فضايي او دفاعي وړتیاوو برخه کې د هند وده او له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد د اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.

د ترکیې له زلزلې اته ورځې وروسته ۹ کسان له پرځېدلو ودانیو ژوندي را ویستل شوي.د راپورونو له مخې د ژغورنې عملیات دوام لري ...
15/02/2023

د ترکیې له زلزلې اته ورځې وروسته ۹ کسان له پرځېدلو ودانیو ژوندي را ویستل شوي.

د راپورونو له مخې د ژغورنې عملیات دوام لري او اټکل کېږي چې لا به هم ډېر خلک تر پرځېدلو ودانیو لاندې ژوندي وي.

بله خوا د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، د ژغورنې عملیات به ژر پای‌ته ورسېږي او ډېر تمرکز به زلزله ځپلو ته د خوړو او سرپناه په برابرولو وشي.

د ترکیې او سوریې زلزلې کې د وژل شویو شمېر څه باندې ۴۱ زرو ته رسېدلی او زرګونه کورنه ړنګ شوي دي.

د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یوې ښځې ۴ لوڼې زېږولې دي.د ښځې یو خپلوان وایي چې د دغو نویو زېږېدلو ماشومان پلار د اقتصادي ...
15/02/2023

د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یوې ښځې ۴ لوڼې زېږولې دي.

د ښځې یو خپلوان وایي چې د دغو نویو زېږېدلو ماشومان پلار د اقتصادي ستونزو له کبله ۳ میاشتې وړاندې ایران ته تللی دی.

15/02/2023

ویډیو: اردوغان نوي زېږېدلي ماشوم ته غوږ کې آذان کوي

د ترکیې ولسشمر رجب طیب اردوغان د زلزله ځپلو میندو پوښتنې لپاره یوه روغتون ته ورغلی او هلته یې نوي زېږېدلي ماشوم ته په غوږ کې آذان کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ د افغان لوبډلې ۱۸ کسیز...
15/02/2023

د افغانستان کرکټ بورډ متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دریو شل اوریزو لوبو لپاره د راشد خان په مشرۍ د افغان لوبډلې ۱۸ کسیزه نوملړ اعلان کړ.

دا لوبې به د فبرورۍ په ۱۶مه، ۱۸ او ۱۹مه د ابوظبي په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

سعودي عربستان خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به یوه ښځینه ستورمزلې فضا ته استوي.ټاکل شوې ...
14/02/2023

سعودي عربستان خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به یوه ښځینه ستورمزلې فضا ته استوي.

ټاکل شوې ریحانه برناوي د ۲۰۲۳ کال دویمه ربع کې د ماموریت لپاره له خپل ملګري ستورمزلي علي القرني سره نړیواله فضایي اډه کې یوځای شي.

دا ستورمزلي به د AX-2 فضایي ماموریت غړو سره له یو ځای کېدو وروسته امریکا څخه فضا ته واستول شي.

سعودي عربستان له متحده عربي اماراتو وروسته خلیج کې دویم عربي هېواد دی چې خپله لومړۍ ښځینه ستورمزلې فضا ته استوي.

وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له واک ته رسېدو سره سم ښځو ته لا ډېره ازادي ورکړل شوې ده.

14/02/2023

دکار او ټولنیزو چارو وزارت: سبا د سلواغې ۲۶ نیټه په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

13/02/2023

ترکیه کې زلزله؛ د افغان کډوالو د تلفاتو شمېر او فعالیتونه

د کډوالو د ملاتړ ټولنې (ارسا) مشرې ‌ذاکره حکمت وویل چې د ترکیې بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د تلفاتو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د اغلې حکمت په وینا، په هاتای ښار کې ۱۷۵ تنه، په مالاتیا کې ۱۱ تنه، په ادي‌یامان کې ۵۵ تنه او په قهرمان‌ماراش ښار کې ۷ تنه افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

‌ذاکره حکمت وايي، د افغان کډوالو ملاتړ ټولنې د ترکیې بېلابېلو ښارونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بېلابېل کمپاینونه پیل کړي دي.
ږږ

شمالي وزیرستان کې پر هغه موټر چاودنه شوې چې یو ټپي شوی پولیس افسر یې روغتون ته لېږدوه. د معلوماتو له مخې پرون مازیګر څلو...
13/02/2023

شمالي وزیرستان کې پر هغه موټر چاودنه شوې چې یو ټپي شوی پولیس افسر یې روغتون ته لېږدوه.

د معلوماتو له مخې پرون مازیګر څلور بجې، د امین‌الله په نوم پر یوه پولیس افسر خپل کور کې دننه برید شوی ؤ. نوموړی له ټپي کېدو وروسته یوه موټر کې روغتون ته لېږدول کېده چې پر موټر چاودنه شوې او ۸ تنه په کې ټپیان شوي دي.

پاکستاني پولیسو منلې چې ټپيانو کې دوه مېرمنې هم شته.

دوه ورځې مخکې ټانک سیمه کې هم د پولیسو پر یوه پوسته ۱۵ وسله‌والو برید کړی ؤ چې د پولیسو په وینا پنځلس دقیقي دوام یې وکړ، او بریدګر یې په شا وتمبول.

د چین سره صلیب کمیټې سوریې کې څه باندې ۱۰ زره زلزله ځپلو ته لومړنۍ مرستې استولي دي.د بېجينګ دغه مرستو کې خیمې، کمپلې، ګر...
13/02/2023

د چین سره صلیب کمیټې سوریې کې څه باندې ۱۰ زره زلزله ځپلو ته لومړنۍ مرستې استولي دي.

د بېجينګ دغه مرستو کې خیمې، کمپلې، ګرمې جامې، د ورځني اړتیا وړ توکي او طبي توکي شامل دي.

د ترکيې سويل او د سوريې شمال لويديځ کې سختې زلزلې څه باندې ۳۳ زره کسان وژلي چې ۳زره ۵۵۳ تنو یې سوریې کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورنه ړنګ شوي دي.

له زلزلې وروسته ډېری هېوادونو ترکیې سره د بشري او نغدي مرستو ژمنه کړې خو له سوریې سره ډېره کمه مرسته شوې چې دې چارې غبرګونونه راپارولي دي.

هند پاکستان مات کړ 🏏د ښځينه‌ؤ شل‌اوريز نړيوال جام روانو سياليو کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ت...
12/02/2023

هند پاکستان مات کړ 🏏

د ښځينه‌ؤ شل‌اوريز نړيوال جام روانو سياليو کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.

هندوستان 🇮🇳 د پاکستان 🇵🇰 پر وړاندې 🏏تمه ده د ښځينه‌‌‌ؤ کرکټ نړيوال شل‌اوريز جام د سياليو په لړ کې نن د هندوستان کرکټ ملي...
12/02/2023

هندوستان 🇮🇳 د پاکستان 🇵🇰 پر وړاندې 🏏

تمه ده د ښځينه‌‌‌ؤ کرکټ نړيوال شل‌اوريز جام د سياليو په لړ کې نن د هندوستان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته کښته شي.

دغه لوبه د سويلي افريقا په کېپ ټاون کې ترسره کېدونکې ده.

د هند او پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې تر دې دمه ۱۳ ځلې له يو او یل سره مخ شوي، چې په دې کې ۱۰ لوبې هند ګټلي او ۳ لوبې پاکستان.

د اسلامي ـ اما.رت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په دوام نن يوه ۴۰ ميليون ډالري ...
12/02/2023

د اسلامي ـ اما.رت تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په دوام نن يوه ۴۰ ميليون ډالري کڅوړه کابل ته راورسېده او يو سوداګريز بانک ته وسپارل شوه.

ياد بانک تېره اونۍ هم هېواد ته د يوې ۴۰ ميلیون ډالري نغدي کڅوړې د رارسېدو خبر ورکړی ؤ.

د تیرې اوونۍ د شوې زلزلې له آمله په ترکیه او سوریه کې د مړو شویو شمیر له ۲۹۰۰۰ اوښتی،چې له ډلی یې ۲۴۶۱۷ کسان په ترکیه او...
12/02/2023

د تیرې اوونۍ د شوې زلزلې له آمله په ترکیه او سوریه کې د مړو شویو شمیر له ۲۹۰۰۰ اوښتی،چې له ډلی یې ۲۴۶۱۷ کسان په ترکیه او ۴۵۰۰ کسان سوریه کې د زلزلې له امله مړه شوي.

د ترکيې زلزله کې ۱۱۵ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.ترکيه کې د افغانستان سفارت مرستيال محمد مصدق فقيري وايي، زموږ ا...
11/02/2023

د ترکيې زلزله کې ۱۱۵ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ترکيه کې د افغانستان سفارت مرستيال محمد مصدق فقيري وايي، زموږ استول شوې ډلې تر دې دمه د ترکيې «هاتای» ولايت کې د ۸۰ تنه افغان کډوال جسدونه او «ادی یامان» ولايت کې یې د ۳۵ تنو نورو افغان کډوالو جسدونه د ويجاړو شويو کورونو له لاندې راوستي او پېژندلي يې دي.

ښاغلي فقيري زياته کړې، ښايي د وژل شويو په شمېر کې لوړوالی راشي.

په ورته وخت کې انقره کې د افغانستان سفارت ويلي، له يو شمېر ډيپلوماتانو، د ټولنو او مدني بنسټونو مسؤلينو څخه جوړ يو پلاوی د پېښې سيمو ته استول شوی څو د زلزله ځپلو پر پېژندنې کار وکړي.

د وروستيو معلوماتو له مخې، د ترکیې او سوريې زلزله کې د وژل شويو شمېره څه باندې ۲۵زرو ته رسیدلې ده

ترکیې او سوریې کې له زلزلې څه باندې ۱۰۰ ساعته وروسته د وژل شویو شمېر ۲۳زره ۷۲۲ تنو ته رسېدلی چې ۲۰زره ۲۱۳ تنه یې ترکیه ک...
11/02/2023

ترکیې او سوریې کې له زلزلې څه باندې ۱۰۰ ساعته وروسته د وژل شویو شمېر ۲۳زره ۷۲۲ تنو ته رسېدلی چې ۲۰زره ۲۱۳ تنه یې ترکیه کې وژل شوي دي.

که څه د ترکیې ولسمشر زلزله ځپلو سیمو کې د یوې میاشتې لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او د ژغورنې عملیات په چټکۍ روان دي خو اټکل کېږي چې د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

بله خوا تېره ورځ امریکا اعلان کړی چې ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې ځپلو کورنیو سره ۸۵ میلیونه ډالره بشري مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې سوریه کې د حکومت ضد وسوال‌والو تر واک لاندې سیمو کې د ژغورنې عملیات پیکه روان دي خو د نړیوالې ټولنې لومړۍ جوپه مرستې ورسېدلې دي.

نیوزلنډ کې ۳ ټنه لاهو شوي کوکاین نیول شويد نیوزلنډ ګمرکي او دفاعي ځواکونو په آرام سمندر کې د کوکاینو ۸۱ داسې کڅوړې نیولي...
10/02/2023

نیوزلنډ کې ۳ ټنه لاهو شوي کوکاین نیول شوي

د نیوزلنډ ګمرکي او دفاعي ځواکونو په آرام سمندر کې د کوکاینو ۸۱ داسې کڅوړې نیولي چې سمندر کې لاهو شوې وې.

د دې کوکاینو وزن ۳.۲ ټنه او بیه یې نږدې ۳۱۸ میلیونه ډالر اټکل شوې ده.

د نیوزلنډ پولیسو دا عملیات یو نوښت بللی، خو په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې د کوکاینو دا کڅوړې په یو بل پورې تړل شوي او په سمندر کې لاهو شوې دي.

پولیسو، نړیواله جنایي شبکه د دې کار مسؤله بللې او پر دې باور دي چې د نشه يي توکو دا جوپه د استرالیا په لوري روانه وه.

ترکیې او سوريه کې زلزله؛ د وژل شويو شمېر ۲۱زرو ورسېدد ترکیې او سوریې له زلزلې نږدې سل ساعته وروسته، د وژل شویو شمېر ۲۱ ز...
10/02/2023

ترکیې او سوريه کې زلزله؛ د وژل شويو شمېر ۲۱زرو ورسېد

د ترکیې او سوریې له زلزلې نږدې سل ساعته وروسته، د وژل شویو شمېر ۲۱ زرو ته ورسېد او ښايي د تلفاتو شمېر له دې لوړ شي، ځکه لا هم زرګونه تنه د پرځېدلو ودانیو لاندې بند دي.

سړې هوا او د سوریې ځينو سيمو کې د مخالفو وسله‌والو فعاليت د ژغورنې د عملیات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د مرستو لومړۍ جوپه سوریه کې د مخالفو وسله‌والو تر واک لاندې سیمو ته هم رسېدلې ده.

دو عضو اردوی پاکستان در انفجار بلوچستان کشته شدندرسانه‌های پاکستانی گزارش داده اند که دو عضو اردوی این کشور امروز (جمعه)...
10/02/2023

دو عضو اردوی پاکستان در انفجار بلوچستان کشته شدند

رسانه‌های پاکستانی گزارش داده اند که دو عضو اردوی این کشور امروز (جمعه) بر اثر انفجار بمب دست ساز در ناحیه کوهلوی ایالت بلوچستان کشته شدند.

اردوی پاکستان در واکنش به این انفجار گفته است که چنین «اقدامات بزدلانه توسط عناصر دشمن» نمی تواند صلح و رفاه در بلوچستان را تخریب کند.

راه‌های مواصلاتی شماری از ولسوالی‌های بدخشان مسدود شده استکامگار، آمر ریاست مبارزه با حوادث طبیعی بدخشان، می‌گوید که به‌...
10/02/2023

راه‌های مواصلاتی شماری از ولسوالی‌های بدخشان مسدود شده است

کامگار، آمر ریاست مبارزه با حوادث طبیعی بدخشان، می‌گوید که به‌دلیل بارش سنگین برف و برف‌کوچ، مسیر ولسوالی‌های نسی، شکی، راغ‌، شغنان، شیوه ارغنج‌‌خواه مسدود شده است.

به گفته او، مسیر برخی ولسوالی‌ها به همکاری مردم محل دوباره باز شده و تلاش‌ها به‌خاطر بازگشایی راه‌های بسته ادامه دارد.

Address

Kunduz

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kunduz Press Club posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share