د خوست ښار اړوند سیمو کې د ښاروالۍ رياست او يونپس په ګډې همغږۍ او مالي ملاتړ د کلیوالي سړکونو او کوڅو کانکريټي جوړولو چارې دوام لري چې په نیږدي راتلونکې کې به یې کارونه بشپړشي .سیمه وال د خوښۍ په څرګندولو د يادو پروژو تطبیق مهمه اړتيا او ولسي غوښتنه یادوي او زیاتوي؛ دېته ورته نورې ګڼې پروژې دې هم د دوی او نورو سیمو کې پلي شي، څو له یوې خوا ابادي رامنځ ته او بل پلو خلک په کارونو کې بوخت وساتل شي.
راپور ـ محمد اسماعیل زیار
خوست ولایت کې د خوړو او درملو کنترول ملي اداره وایي، چې د کشفي ارګانونو د همغږۍ او مالوماتو پر بنسټ یې د ښار د ننه په یوه ګډام کې په لسګونه ډوله بې کیفیته او پر تاریخ تېر خوراکي نېولي دي.
د یادې ادارې په وینا، په نیول شویو خوراکي توکو کې ۱۷ قلمه مواد شامل دي، چې ټول ټال ۱۳۵۰ کارتونه کیږي او په تور یو تن هم نیول شوی دی.
راپور/ انعام الله ویاړ
د کوچني اختر په مناسبت د خوست ملي رادیو تلویزیون ځانګړي تفریحي اختریزه خپرونه دلته را سره وګورئ
کوربه: شمس الحق الهام/ Shamsulhaq Elham
خوست ولایت کې ډنډه کی یا وريژې غواړي ځانګړي کلتوري خواړه شمېرل کیږي.
په یاد ولایت کې د اختر په شپو ورځو کې نیږدې هره کورنۍ ذکرشوی خوراک چمتو کوي
ځايي اوسیدونکي وايي هغه کورنۍ چې یاد خواړه تیار نه کړي، اختر یې نیم ګړی شمیرل کیږي.
دغه خوړه له ډيرو دودیزو او پخوانیو خوړو شمیرل کیږي، چې تر دا مهاله پکې رواج لري.
راپور: شمس الحق الهام/ Shamsulhaq Elham
خوست کې خیاطان وایي په هیواد کې د غوره امنیت له امله د نور کالونه په پرتله یې دا ځل په کوچني اختر کې مراجعین زیات وو، خو د خواخوږۍ په اساس یې د یتیمانو ځانګړی تخفیف وو او له امله یې په عایداتو کې څه نه څه کمښت راغلی وو. بلخوا عام خلک د دا ډول خیاطانو هر کلی کوي.
راپور: شمس الحق الهام/ Shamsulhaq Elham
د نورو ولایتونو په څیر په خوست کې هم د کوچني اختر لمړۍ ورځ د امن په فضا کې پیل شوه.
د کوچني اختر د خطبو پر مهال پر ټولو شتمنو ددې غږ وشو، چې د یتیمانو او بې وزله کورنیو لاسنیوای وکړي او ورته مهال دې ټول ولسونه د ورورولۍ ژوند ته مخه کړي.
نور حال په راپور کې....
د خوست امـ،نیه قومـ!ندان:
د راتلونکي کوچني اختر لپاره مو د خوست په مرکز او ولسوالیو کې کلک امـ،نیتي تدابیر نیولي دي. خلک دې په ډاډه زړه اختر ونمانځي.
خوست کې د رمضان جام تر سرلیک لاندې لس اووریز کرکټ لیګ سیالۍ پای ته ورسيدې.
یادې سیالۍ چې دملي ۱۹ کالنو او د کورني کریکت یو شمیر نور لوبغاړو پکې ګډون کړی وو، شاوخوا یوه میاشت دوام یې وکړي . په پایلوبه کې د جهاد سنګین الف کرکټ کلب او متون اتفاق لوبډلې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووتې چې جهاد سنګین الف کلب له یوې په زړه پورې لوبې وروسته په پرلپسې دوهم ځل د یاد ليګ اتلولي خپله کړه.
راپور شهزاد الله حمیدي
د ګربزو ولسوالۍ ۴ قومونو پرېکړه کړې چې د ټاکلي اندازې څخه د زیات ولؤر اخېستونکي او د قومي تړون سرغړؤونکي به د مالي جـ،رمانې تر څنګ، په غم او ښادۍ په شریکه شړي. دوی پرېکړه وکړه که هر چا د ولؤر اخېستلو پر مهال زیاتی وکړ، قوم ته د ۱۵۰۰۰۰ افغانیو ناغې او جـ،رمانې په ورکړه مکلف دي.
راپور / شهزاد الله حمیدي
خوست ښاروالۍ ۱۴۰۲ کال کې ۲۱۱ میلیونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ښاروالۍ مشرتابه ؤلس ته د حساب ورکؤنې په غونډه کې؛ تېر کال له برياوو او پرمختګونو څخه ډک بولي او په ۱۴۰۳ کال کې د عوايدو زیاتوالي تر څنګ د ۳۰۰ میلیونو افغانيو په ارزښت له دېرشو زیاتو نويو پرمختیایي پروژو د تطبیق خبر ورکوي.
راپور/ شهزاد الله حمیدي
خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ سوري پاڼ منځ کلي د اوبو سربند او کانال پروژه بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپارله شوه.
یاد سربند او کانال چې د شمل خرم سیندیزې حوزې ریاست په چوکاټ کې د اړیکو دفتر په همکارۍ او د سويس هیواد په مالي لګښت د اتو میاشتو په موده کې رغول شوي ۴۴۴۰ جرېبه کرنېزه ځمکه به خړوبه او ورسره به د اوبو د نشتوالي ستونزه هواره شي.
راپور / شهزاد الله حمیدي
په خوست کې د امرب لمعروف ریاست له لوري دولتي او خصوصي ښوونځیو له مسؤلینو سره ګډ ناسته وشوه.
مسولین وایی، چې له یادې ناستې نه اساسي موخه دزده کوونکو زده کړو ته لاهڅونه اوپه اړونده برخه کې دشته نیمګړتیاوواصلاح وه.
راپور: شمس الحق الهام/ Shamsulhaq Elham
خوست کې کروندګر له اړوندو مسؤلینو څخه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو غوښتنه کوي.
د دوی په خبره کرنیز اقتصاد د افغانانو د ژوند مهمه برخه او دولت باید له بزګرانو سره مرسته وکړي. بلخوا اړوند مسولین وایی؛ دوي تل له برګرانو سره په یاد برخه کې مرسته کړي ده او لا به هم خپلې همکارۍ دوام وکړي.
راپور: شمس الحق الهام / Shamsulhaq Elham
خوست کې د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد ظریف تڼیوال د جنازې مراسم ترسره شول. د خاورو ته د سپارنې مراسمو پر مهال، علمي شخصیتونو او استادانو د ارواښاد تڼيوال علمي خدمتونه کم ساري وبلل، په خبره یې دده تشه به تر ډیره خالي پاتې وي. نوموړی د ۸۲ کالونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې خپل روح حق ته وسپاره او جـ،سد یې په خوست ولایت کې خاورو ته وسپارل شو.
راپور/ سیف الله ظاهر
د امر بالـ،معروف و نهي عن المنــ،ګر ریاست له لوري د علمــ،اوو شورا، ښاري محکمې او روغتیا ریاست د استازو په شتون کې د تجارانو لپاره د بې کیفیته خوړو او درملو د خرڅلاو په اړه ځانګړې اصلاحي برنامه ترسره شوه .
ویناوالو د اسلام له انظره د حلال او حرام تجارت د ګټو او زیانونو، د بې کیفیته خواړو او درملو د صحي زیانونو په شریـ.عت کې د دوکې د جــ،رم او سزا په تړاو مفصلې خبرې وکړې.
راپور/ شهزد الله حمیدي
خوست والي ملا بسم الله عبدالله د یوه ځانګړي روژه ماتي پر مهال چې د رسنیو له استازو او خبریالانو سره یې درلود، د رسنیو خدمتونه وستایل. نوموړي ورته مهال پر رسنیو غږ وکړ، چې د ملي یووالي او د هېواد پرمختګ په برخه کې خپلې هڅې دریغ نکړي.
راپور/ شهزاد الله حمیدي
خوست کې د قتـ،ل شوي ډاکټر د کورنۍ غړيو ديوې مطبوعاتي ناستې پرمهال له ااا څخه د چټکو اقداماتو مننه کوي او د نیول شوي تورن کس محـ،اکمه غواړي.
بل لور ته د خوست امنـ.یتي چارواکي د یاد قـ.اتل د محـ.اکمې او راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي ډاډ ورکوي.
راپور ـ شهزادالله حمیدي
خوست ولايت کې نوی ۱۴۰۳ ښوونیز کال د يوې غونډې پر مهال رسمأ پيل شو.
په همدې مناسبت رابلل شویو مراسمو کې د خوست پوهنې رياست مشرتابه، د دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو د دولتي او خصوصي ښوونځيو مسؤلینو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخيستې وه.
راپور / شهزاد الله حمیدي
د خوست عامې روغتیا ریاست له لوري د یاد ولایت د یو شمیر دولتي او شخصي روغتیایي روغتونونو کلینیکونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ.
په یاد نظارت کې د روغتونونو ، کلینیکونو او درملتونونو د روغتیا پالانو فعالیت، له حاضريو لیدنه، د درملو د نیټو کتنه او د دې تر څنګ یې د روغتیا پالانو او مریضانو د ستونزو او شکایاتو اوریدنه هم وکړه.
راپور / انعام الله ویاړ
خوست کې هره ورځ د متحده عربي اماراتو د شیخ محمد بن راشد المکتوم خیریه نهاد په مرستې ۱۰۰۰ تنو بې وزلو کسانو ته روژه ماتی تیاریږي. ټاکل شوي، چې هره ورځ به مسافرو او ناچاره خلکوته په بېلابېلو سیمو کې روژه ماتي برابریږي.
راپور/ شهزاد الله حمیدي