Afghan

Afghan دا پیج په هیڅ مرجه پوري اړه نلري یواځي هغه معلومات نشرو?
(2)

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره تخمین کوي چې یواځې د افغانستان د شمال په دوو حوزو (امودریا او افغان-تاجیک) کې ۱.۶ میلیار...
02/12/2023

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره تخمین کوي چې یواځې د افغانستان د شمال په دوو حوزو (امودریا او افغان-تاجیک) کې ۱.۶ میلیارد بیرل خام نفت، ۱۶ تریلیون مترمکعب فیټ طبیعي ګاز او ۰.۵ میلیارد بیرله مایع طبیعي ګاز موجود دي. تر اوسه د امودریا حوزې په ۵۷ زره کیلومتره مربع ساحه کې یوازې ۱۵ ساحې تثبیت شوې دي-

هېوادوالو!دریمه او دوامداره بريا مو مبارک شه!د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په نړیوال جام کې نن سریلانکا ته په ( ۷...
30/10/2023

هېوادوالو!
دریمه او دوامداره بريا مو مبارک شه!

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په نړیوال جام کې نن سریلانکا ته په ( ۷ ) ویکټونو او ۲۸ توپونو ماتې ورکړه.
دا په روان جام سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې درېیم بری دی. تر دې وړاندې یې د انګلیستان او پاکستان لوبډلو ته ماته ورکړې وه.
د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې عظمت الله عمرزي وکړې، ده ( ۷۳ ) رحمت شاه ۶۲ او کیپتان حشمت الله شهیدي ( ۵۸ ) منډې وکړې.
په باولینګ کې تر ټولو ډېر لوبغاړي فضل حق فاروقي وسوځول. ده څلور ویکټونه په خپل نوم کړل.

افغانستان د سرلانکا په وړاندیټاس افغانستان  وګاټه او د بالینګ  پریکړه یی وکړه
30/10/2023

افغانستان د سرلانکا په وړاندی
ټاس افغانستان وګاټه او د بالینګ پریکړه یی وکړه

27/10/2023
27/10/2023

کندهار کې په کلدارو راکړه ورکړه مطلق بنده ده.

د نرخونو کنټرول ته باید مسؤلین متوجه سي، مخکې چې کوم شی په ۱۰۰۰ زر کلدارو خرڅېدی، اوس یې ځینې دکانداران په ۵۰۰ افغانۍ خرڅوي.
دا کار په صحراوو کې ډېر دی!

د کرکټ د پنځوس اووریزو سیالیو په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله ټولو ه...
23/10/2023

د کرکټ د پنځوس اووریزو سیالیو په نړیوال جام کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکۍ وړاندې کوم او د هېواد ملي لوبډلې ته د روانو لوبو په پاتې سیالیو کې د لا زیاتو بریاوو هیله لرم.
کندهار . کابل , خوست او نور ولایاتونه

27/08/2023

خبرتیاوې!
که تاسو یو څوک پیژنئ چې په سرطان اخته وي او د دوی د درملو په تادیه کې ستونزه لري، مهرباني وکړئ د طبي اسنادو او د درملو پیرود رسید سره موږ ته معرفي کړئ:
یا د ثواب په خاطر شیدې، تر څو ټول افغانان خبر شي

ډاکټر مهدي سلیمان زاده
۰۹۱۳۳۵۲۴۲۰۱

ډاکټر عبدالله احتشام
۰۹۱۳۱۵۳۲۹۶۸

ډاکټر شریفي
۰۹۱۲۲۳۱۳۸۲۹

ډاکټر امیر بهاري
۰۹۱۲۳۰۴۲۳۶۴

پوهاند بهروز علی پور
۰۹۱۳۶۶۰۵۱۶۸

ډاکټر مجید پورمند
۰۹۱۸۸۴۳۹۴۳۹

ډاکټر صادق رستمي
09178541244

ډاکټر رحمان رحماني
09172211437

مهرباني وکړئ دا پیغام په ګروپونو او نورو پاڼو کې شریک کړئ، شاید یو څوک د مالي ستونزو له امله له مرګ سره مخ وي، مننه.

یادونه: تریتا روغتون تهران کې موقعیت لري، د همت لویې لارې، ازاديګان ته نه رسېږي، د چتګار جهيل ته څېرمه، د نړۍ یو مشهور پروفیسور د سرطان ناروغانو لپاره وړیا خدمات وړاندې کوي، که تاسو د سرطان په ناروغۍ پوه شئ. ناروغ، زه به د معلوماتو معلوماتو لپاره مننه وکړم
پوهاند فیروزان
د روغتون د تلیفون شمیره 47241000 ده

د لسو دقیقو لپاره صفحه شیر کړی شاید د یو بنده مشکل حل شی
دا یو بشردوستانه متن دی، هر څه چې کولی شئ شریک کړئ.

20/07/2023
11/07/2023

ارغند صاحب لیکلي

د کندهار تر ټولو ډیري اوبه په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کي د لمرېزو هندارو په ذریعه له مځکي ایستل سوي دي، چي مهمه سیمه یې وچ باغتو دی.
په یاده ولسوالۍ کي تر مځکي لاندي اوبه 300 متره کښته تللي دي، چي له کبله یې د شاه ولیکوټ انځر، چي د افغانستان یو له مشهورو او اقتصادي میوو څخه شمېرل کیږي په یاده ولسوالۍ کي له منځه ځي.
او اوسېدونکي یې خاکرېز ولسوالۍ او زابل ولایت ته د تګ لپاره مجوره سوي دي.
پوهېږئ د ټولي سیمي په کچه له اوبو سره ډېر ظلم هم د دغي ولسوالۍ خلګو کړی دئ.
او لري به نه وي، چي د میوند، پنجوايي، ژړۍ ، دامان، او ارغنداب اوبه به هم وچي سي…!

جدي پاملرنه ! تر اړمنو خلکو د څښاک پاکو اوبو رسول اسلامي او انساني مکلفیت دئ ! ******کندهار سږکال هم بدبختانه د کمو اورښ...
08/07/2023

جدي پاملرنه !
تر اړمنو خلکو د څښاک پاکو اوبو رسول اسلامي او انساني مکلفیت دئ !
******
کندهار سږکال هم بدبختانه د کمو اورښتونو او نورو ګڼو عواملو په سبب د څښاک پاکو اوبو د کمښت سره مخ ولایت دئ او دا حیاتي ستونزه تر ډېره زموږ هغه بېوزله او ناتوانه خلک کړوي چي د اوبو برمې ئې کلونه مخکي وچي سوي یا ئې هم سطحه دومره زیاته کښته سوې چي دوی ئې د نور ژورېدو او اوبو راایستلو توان په هیڅ صورت نلري !
لهذاء ددې غمیزي راکمېدو کي لومړیتوبونه څه کیدای سي؟
۱: ښاروالي + نور اړونده ادارې او مرستندویه بنسټونه باید د خپل وظیفوي مکلفیت او مسؤلیت پر اساس یوه داسي عملي مسلسل پروګرام جوړ او ژر تر ژره تطبیق کړي چي د اوبو ټانکرونو په ذریعه د ورځي حد اقل دوه واره ډیرو اړمنو سیمو ته د څښاک پاکي اوبه وویشي !
۲: که حکومتي او خیریه ادارې ئې نسي کولای نو د کندهار ځیني با احساسه تاجران ، د لویو شرکتونو خاوندان او سوداګرو اتحادیې مسؤلین خورا سخت اسلامي او انساني مسؤلیت لري تر څو ددې ښار د توانمنده قشر په توګه په ګډه یا هم انفرادي توګه د ښار مختلفي سیمي د پاکو اوبو رسولو وېش تر پوښښ لاندي راولي ، پر هغو سلهاوو بېوزله کوچنیانو ، پتمنو ښځو او سپین ږیرو زړه وسوځي چي په ټکنده غرمو ئې ژړي ډبي او ګاډۍ په لاسونو کي دي او یوه غوړپ اوبو د پاره ئې د چا و چا کورونو ته اوږده اوږده کتارونه جوړ کړي دي تر څو نوبت ئې را ورسیږي او کور ته د څښاک او اوداسه د پاره لږ اوبه برابري کړي .
همدا ئې وخت دئ ، نو راځئ !!! پدغه حیاتي برخه کي د خپلو غریبو او بېوزله خلکو د لاسنیوي پخاطر متحد سو او لاسونه سره ورکړو او پدې خورا ستر ثواب سره د خالق تعالی د لا نوري پېرزویني وړ وګرځو !!!
******
لوی او متعال خدای دي موږ و تاسو ټولو ته د خپلو بېوسه خلکو د ښه خدمت توان او توفیق راکړي .
آمین 🤲😭🤲

27/06/2023

د لوی اختر د لمانځه لپاره مشخص ځایونه!

۱ مرکزي عید ګاه نهمه حوزه
۲ جامع عمر دوهمه حوزه
۳ خرقه شریفه لومړی حوزه
۴. اتفاق مسجد میرویس مېنه- اوومه حوزه
۵. حضرت محمد مصطفی جامع عینو مېنه- یوولسمه حوزه
۶. نوراني مينه محيبي جامع پنځمه حوزه
۷. نیازیه مدرسه بالاکرز
۸. دهدیرې څنګ ته جامع اوومه حوزه
۹. د ملا فاضل اخند مدرسه شپږمه حوزه
۱۰. جامعة الرشيد پنځمه حوزه
۱۱ جامعه نعمانیه نقشبندیه دريمه حوزه
۱۲. سرور شاه آغا مدرسه پنلسځمه حوزه
۱۳ نوراني جامع ښورندام .

نوټ : د ټولو جامع ګانو دلمونځو دپاره دقيق وخت پوره ( ۸ ) اته بجي دي ، پر پور اته بجي به ټول لمنځونه دريږي

26/06/2023

دکندهار ښاروالۍ خبرتيا:

هر دوکاندار مکلف دی، چي يو من يخی په (۲۰) افغانۍ ښاريانو ته ورکړي.
که کوم دوکاندار یخی ګران درکوی، پر لاندي شمېره تماس ونيسٸ
0706449723

اله ګل موجاید کابل ته راغی .تا:لیبانو !پام کوئ چې ارګ درڅخه و نه نیسي سړی خطرناک دی 🙈😝
25/06/2023

اله ګل موجاید کابل ته راغی .
تا:لیبانو !
پام کوئ چې ارګ درڅخه و نه نیسي سړی خطرناک دی 🙈😝

د ټيټان اوبتل اوسمهال تر ټولو نوې انساني ټکنالوژي ده چې پۀ ۳۰۰۰ متره ژوروالي کې د فشار لۀ امله وچاودۀ. لۀ بلې خوا شفاف ج...
25/06/2023

د ټيټان اوبتل اوسمهال تر ټولو نوې انساني ټکنالوژي ده چې پۀ ۳۰۰۰ متره ژوروالي کې د فشار لۀ امله وچاودۀ. لۀ بلې خوا شفاف جلاتين کب چې ۱۰ سانتي متره اوږد دی، پۀ ۶۰۰۰ متره ژوروالي کې خوراک کوي، تکثر کوي او تنفس کوي. د ارتقاء مشران بيا هم راځي او دا ادعاء کوي چې دا ژوند هسې يو تصادف دی.

هَٰذَا خَلْقُ اللَّهِ فَأَرُونِي مَاذَا خَلَقَ الَّذِينَ مِن دُونِهِ

23/06/2023
سوال: د سږ کال د قربانۍ ( اختري ) نصاب څو افغانۍ او کالداري کیږي؟ځواب: عبدالغفار جُبیرد زکات ، قربانۍ او سرسایې نصاب د س...
22/06/2023

سوال: د سږ کال د قربانۍ ( اختري ) نصاب څو افغانۍ او کالداري کیږي؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
د زکات ، قربانۍ او سرسایې نصاب د سپینو زرو (52.5) تولې دي، چي ددې معادل (700) ګرامه سپين زر/نقره کیږي اوس ددې قیمت په افغانیو او کالدارو سره معلوموو.
په افغانستان کي اوس یو ګرام سپین زر په (63) افغانۍ دئ چي ټولې :
44100 افغانۍ کيږي
که یو څوک تر خپل حاجت اصلي 44100 افغانۍ اضافه ولري او قرض پر باندي نه وي، دغه کس صاحب نصاب دئ قرباني ورباندي واجب ده ـ
په پاکستان کي د سپینو زرو یو ګرام په 220 پاکستانۍ روپۍ دئ، چي ټول حساب یې :
154000
که یو څوک تر خپل حاجت اصلي 154000 پاکستانۍ روپۍ اضافه ولري او قرض پر باندي نه وي، دغه کس صاحب نصاب دئ قرباني ورباندي واجب ده .
حاجت اصلي څه شي ته وايي؟
حاجت اصلي په شریعت کي هغه شي ته ویل کیږي چي د هغه ماسوا انسان ژوند نسي کولای، چي دا پر دوه ډوله دي:
۱: حاجت اصلي حقیقي: دا هغه شیان دي چي که دغه شیان نه وي نو د انسان د هلاکت خطره وي، لکه نفقه، اخراجات، کور، د جنګ آلات، د ګرمۍ او یخ کالي.
۲: حاجت اصلی تقدیري: دا هغه شیان دي چي انسان ددې شیانو په فکر کي وي او ضروري یې ګڼي لکه د قرض اداء کول، د کسب سامان آلات، دکور اړین سامانونه، د سورلۍ لپاره حیوان یا موټر، موټر سایکل .
و دې ته حاجت اصلي ویل کیږي، که چیري تر حاجت اصلي د نصاب په اندازه روپۍ اضافه وې او کال پر تېر سي بیا زکات سته.

21/06/2023

استثنا به نو حتمآ وي غټ ښار دی او ډېر خلګ پکښي اوسيږي خو عموم کي چي کله د کندهار خلګ په کاروبار کي مقرره کړې
په اولو ورځو کي ښه پر وخت ځي او راځي خو يو څه موده وروسته
يو ساعت ناوخته راځي او يو ساعت مخکي ځي تر دې وروسته چي يې ښه سمي منګولي ټينګي سوې بيا نو په مياشت کي څلور ، پنځه ورځي غير حاضري هم شروع کړي کله د مور مريضي بهانه کړي کله د پلار او چي والدين نه لري د هغه بيا د اکا يا د ماما د زوی واده پيښيږي.
په لنډ وخت کي تر تا ډير هوښيار سي خپل کار ځني پاته وي سهار، غرمه او ماښام مشورې در کوي چي عملي يي نه کړې خوا يې هم بديږي .
چي کله دي يو کار ور وسپاری داسي يي کوي لکه ته چي يي کوې ، ورسره ځغلي به هم ورته ناست به هم يې ورته ولاړ به هم يې ستا څخه به نو نور ټوله کارونه پاته وي دی به پر لار برابروي
په شکايت بکس کي د اعوامو پر ځای دی شکايتونه درته راليږي
ستاڅخه شکايت ، د کارمندانو څخه شکايت د کاروبار څخه شکايت او پاي کي يې بد و رد هم درته ليکلي وي .
په اولو ورځو کي چي ورته ووايي ۸ زره دي معاش دی وايي بيخي مي قبول دئ ، خو چي يواري په کار بلد سو بيا يي ۱۲ زره هم نه بسيږي
چي مازي دي سترګي چپ سي د ځان سره يي پنځه يا شپږ کسه نور کارمندان هم کښينولي وي بانډار ورسره کوي .
ستا به کاروبار سقوط کوي خو دی د اختر ميلې د نوروز منځرې د نوريستان د اوبو چينې او د مزاري د زيارتونو نندارې نه ورته قضا کوي
اول سر کي د کار دپاره زارۍ کوي خو چي کله بلد سي ناغيړي شروع کړي او چي په دې پوه سو چي کمپنۍ مي جوابوي کرار تليفون بند کي کور کښيني ، د شعبې کيلۍ يې هم وړي وي کمپيوتر يې هم فارمټ کړی وي د کمپنۍ خام يا پاخه مواد يي هم خراب کړي وي مستعار اکونټ يي هم جوړ کړی وي او پوسټونه او تخريب يي هم شروع کړی وي چي څومره يي وس وي هغومره خرابي يې پيښه کړې وي.

د هند صدراعظم چې د امریکا په سفر دی، د نړۍ لومړی درجه ملیاردر این ماسک سره یې هند کې د پانګونې په ظرفیتونو بحث و لیدنه ک...
21/06/2023

د هند صدراعظم چې د امریکا په سفر دی، د نړۍ لومړی درجه ملیاردر این ماسک سره یې هند کې د پانګونې په ظرفیتونو بحث و لیدنه کړې.
ماسک ویلي، د مودي مینه وال یم، بل کال ډیلي ته ورځم او هند کې پانګونه کوم.

21/06/2023

دا ږغ درسره بدرګۀ کړئ

د ښاریانو شکایتونه نن بیخې زیات راروان دي!

په نوي مهمند روغتون کې ډېر بد حال دي او د خلګو بې عزتي روانه ده.
او یو شمیر خلګ وایې، چې ډاکټران يې فقط دوه څاڅکي دوا په سترګو کې ور واچوي او رخصت یې کړي مریض.
او ډاکټران یې ټول د کوئټی د روغتونو ادرسونه مریضان ته ورکوي.

صحت عامي مسؤلینو توجوو مو غواړم.

دکندهارښاروال څخه هيله او غوښتنه کوو  چى دغه ديخکاريز سړک دنورزو شابرج دچوک سره وصل کړى تاسو دغه سړک ته متوجه شى چى موږ ...
14/06/2023

دکندهارښاروال څخه هيله او غوښتنه کوو چى دغه ديخکاريز سړک دنورزو شابرج دچوک سره وصل کړى تاسو دغه سړک ته متوجه شى چى موږ هيرات دروازى يا چينايى شفخاني ته مريض وړو څونه تکليف او په لکوليتره تيل مو دکاله مصاريف کيږى ججدى توجو مو غواړو مهربانى به مووى

هغه ډاکټر چي تر اوسه یی د چا تداوي نه ده کړي او هغه انجینر چي تر اوسه یی کور نه دي ودان کړي بلکي په لسګونو یی وران کړي د...
13/06/2023

هغه ډاکټر چي تر اوسه یی د چا تداوي نه ده کړي او هغه انجینر چي تر اوسه یی کور نه دي ودان کړي بلکي په لسګونو یی وران کړي دي
بی خیره ډاکتر او بي خیره انجینر

په چین هېواد کې د کانکور ازموینې ګډونوال:سږ کال د چین په کانکورgaokao ازموینه کې تقریباً ۱۳ میلیونه زده‌کوونکي ګډون کوي....
08/06/2023

په چین هېواد کې د کانکور ازموینې ګډونوال:

سږ کال د چین په کانکورgaokao ازموینه کې تقریباً ۱۳ میلیونه زده‌کوونکي ګډون کوي.

یوازې په بیجنګ کې ورته د ازموینې ۱۰۰ مرکزونه پرانیستل شوي. په ټول ښار کې د زده‌کوونکو د ارامتیا لپاره د شپې له خوا په ساختماني کارونو بندیز وضع شوی او د ورځې هم د مرکزونو په سل مترۍ کې د ساختماني کارونو اجازه نشته.

موټروانانو ته ویل شوي چې مرکزونو ته نږدې دې هارنونه نه وهي.

۸۰۰ موټرسایکل سواره ترافیک یوازې د دې لپاره ګومارل شوي چې په ګڼه ګوڼه کې بند زده‌کوونکي د ازموینې تر مرکزونو ورسوي.

لاندی متن دقیق ولولی👍♥️آیا پوهیږی😞که نه پوهیږی؟ همداسی ناپوهه ښه یاست!د نړۍ 90% فیصده خارجيان د انټرنیټ د نړۍ څخه د خپلو...
04/06/2023

لاندی متن دقیق ولولی👍♥️

آیا پوهیږی😞
که نه پوهیږی؟ همداسی ناپوهه ښه یاست!
د نړۍ 90% فیصده خارجيان د انټرنیټ د نړۍ څخه د خپلو کمپنیو د توکو د نشرولو او د علم د زده کولو او خپرولو اړوند استفاده کوي
خو 88% فیصده افغانان !
1- نن فلانکی د مجردی د لیست څخه ووتی.😜
2- د ښایستو ځوانانو سیالي.😄
3- که مسلمان یې نو کمنټ کي د الله نوم ولیکه که مسلمان یې دا شیر که.😥
4- دوستانو نن د افغانستان د کرکټ لوبه ده څوک د کوم ځاي څخه ناست ياست.....😳
5- یو دانه سلفي د یارانو سره دوستانو ستاسو ځای خالي دی.👀
6- دوستانو مریض یم ستاسو ددعا په هیله.👏
7- د انجونو په نامه ایڈي جوړول خو عام دی. 😛
8- یو او بل ته ښکنځل کول بله فلسفه ده.😭
9- خاینانو ته کمپاینونه کول او هر بوتل ته اتل ويل ځانګړی بحث دی👌
10- بربنڈه عکسونه او فلمونه کتل.👊👆
12- بې معنا او بې مطلبه شعرونه،ټوکي او ټکالي.👊
13- دوستانو نن مي زوی يا لور پیدا شول .
14د کابل پر لور روان یم دعاګانو کي مو ياد ساتئ👅😁
15 دملګرو سره په چکر باندي ..‌.... 🚓
16پلار مي مریض دي دوعاګانې ورته وکړئ پخپله څلوريشت ساعته ناست وي فیسبوک ته.😭😜

د وردګ بابا د ټرانسپورټي شرکت بس موټر دی، سېټونه یې دومره نژدې کړي، چي پښې سمي نه پکښي ځایږي.هیله ده چي مسولین دا وضعیت ...
01/06/2023

د وردګ بابا د ټرانسپورټي شرکت بس موټر دی، سېټونه یې دومره نژدې کړي، چي پښې سمي نه پکښي ځایږي.
هیله ده چي مسولین دا وضعیت کنترول کړي، کرایه لوړه، خو خدمات یې داسي دي.
خلک هم باید داسي شرکت ته ور نه سي، سفر یې ځورونکی وي.

*د شیدو خرڅوونکي پوهنتون*د عثـ ماني خـ لافت د ړنګیدا وروسته د ترکیا ( قهر مرعش ) ولایت ته فرنساوی جنرال ننوت، ګوري یوې پ...
01/06/2023

*د شیدو خرڅوونکي پوهنتون*

د عثـ ماني خـ لافت د ړنګیدا وروسته د ترکیا ( قهر مرعش ) ولایت ته فرنساوی جنرال ننوت، ګوري یوې پېغلې حجاب کړی، نوموړي ورته وویل : ستاسو د خلافت دوره پای ته ورسیده ! تاسو اوس د فرنسویانو د حکم لاندې یئ حـ جاب دې لیري کړۀ!

لاس یې وروا چاوه حجاب یې ترې کش کړ، نیږدې یو شیدو خرڅوونکی ترکی ولاړ و. ـــ إمام سوتجو / شیدو خرڅوونکی.

نوموړي د جنرال له مَلا څخه توفنګچه خلاصه کړه او همدلته یې وواژه ؛ اوس په ترکیا کې د إمام سوتجو ( شيدو خرڅوونکي ) په نوم پوهنتون جوړ دی او ورته مجسمه یې هم پکې نصب کړې.

سرچینه : التاریخ الاسـ لامي عربي فیسبوک پاڼه.

کندهار دګړنګ پرغاړه چي اوبه نه یی ژوند نستهکندهار داوبو دکمښت دیو ستر ناورین سره مخ دی.مسولین ترهرڅه  دمخه لومړی توب داو...
30/05/2023

کندهار دګړنګ پرغاړه
چي اوبه نه یی ژوند نسته
کندهار داوبو دکمښت دیو ستر ناورین سره مخ دی.
مسولین ترهرڅه دمخه لومړی توب داو بو مدیریت او تنظیم ته ورکړي.
نوټ!هغه چاري چي باید ژر ترسره سي👇
۱ په ښاراو ولسوالیو کښي داوبو لوی او کوچني بدونه جوړول.
۲ دموجوده بندونو لوړول(بنددهله)
۳ په ښاري او کلیوالي ساحو کښي داوبو کوچني زخیره وي ساختمانونه جوړه ول.
۴ دخپلسره لویو برمو مخه نیول.
۵ آبیاري عصري کول(اصراف مخنیوی)
۶ ټول کندهار ته دڅیښاک دپاکو اوبو شبکه.
محمدادریس

امریکایي ملیاردر رابرټ هیل د میساجوسيټس پوهنتون ۲۵۰۰ فارغانو ته زر ـ زر ډالر انعام ورکړی.د هر یو محصل د سر خیرات ۵۰۰ ـ ۵...
30/05/2023

امریکایي ملیاردر رابرټ هیل د میساجوسيټس پوهنتون ۲۵۰۰ فارغانو ته زر ـ زر ډالر انعام ورکړی.
د هر یو محصل د سر خیرات ۵۰۰ ـ ۵۰۰ ډالر یې خیریه بنسټونو ته ورکړي.

د کجکي اوبه زموږ خپل ملکیت دي او چاته يې وړیا نه ورکوو!حقآبه هغه وخت ورکول کیږي کوم چي عادي کال وي او په کافي اندازه اور...
20/05/2023

د کجکي اوبه زموږ خپل ملکیت دي او چاته يې وړیا نه ورکوو!
حقآبه هغه وخت ورکول کیږي کوم چي عادي کال وي او په کافي اندازه اورښتونه سوي وي، موږ نسو کولای چې د خپلو ناچیزو زیرمو څخه بل چاته اوبه ورکړو. دا اوبه زموږ دي او زموږ د خلګو حق دي. روان دوبي به سخته ګرمي وي او دا اوبه زموږ لپاره هم کافي نده.

 . دی یو ترجمان د خولي کیسه!یو ترجمان کیسه کوله چې یوه ورځ خپل کار ځای کې د ډوډۍ میز ته ناست وم چې د دفتر یوه ښځینه امری...
07/05/2023

.
دی یو ترجمان د خولي کیسه!

یو ترجمان کیسه کوله چې یوه ورځ خپل کار ځای کې د ډوډۍ میز ته ناست وم چې د دفتر یوه ښځینه امریکایي کارکونکې هم راغله او ترڅنګ مې کښیناستله

له خبرو ښکاریدله لکه غواړي چې د خپل زړه بوج سپکولو لپاره یي څوک لټولو؛ نوموړې د خپل زړه غوټه راته داسې راوسپړله:
امریکایي میرمنې راته وویل: ستاسو دین ډېر ښکلی دین دی؛ ستاسو دین اسلام چې ښځو ته کوم حق او حقوق ورکړي هغه بل هیڅ دین او تهذیب ښځو ته ندي ورکړي

ته وګوره! ستاسو ښځې په کور کې په ارامه ناستې وي، سړي مو کار کوي؛ د ښځو ټول خرڅ او خوراک، لباس او پوښاک بلکې ټول مصارف یې د سړیو پر غاړه دي، خو زمونږ بیا داسې نده

زما میړه ماته وایي: که غواړې چې ما سره ګډ ژوند وکړې؛ ته هم باید کار وکړې او زما په اندازه پیسي وګټې

نو زه مجبوره یم چې د خپل ګډ ژوند او کور ژغورلو لپاره کار وکړم، ځکه خو له خپل کور اولادونو خپلو خپلوانو او هیواده څخه زرګونه کیلو متره لري دلته په افغانستان کې کار کوم

زما د دفتر مشر یو تور پوستی امریکایي ده، هغه خپل کمپیوټر ته ناست وي؛ خپل کار کوي او زه خپل کمپیوټر ته ناسته یم خپل کار کوم.

خو کله هم چي زما د دفتر د مشر زړه وغواړي مخکې لدې چې ماته ووایي یا زه په ذهني لحاظ دې ته تیاره اوسم راشي او له ما خپل جنسي خواهش پوره کړي، زه ددې لپاره چې کار له لاسه ورنکړم له دندې ګوښه نشم دا هرڅه زغمم

او زیاته یي کړه: دا امریکایان او غربیان چې دلته (افغانستان کې) د ښځو د ازادۍ حق او حقوقو شعارونه ورکوي دا دروغ دي. دوی پدې خبرو غواړي ستاسو ښځې بې لارې کړي؛ دا شعارونه صرف ستاسو ښځې بې حیایۍ، بې لاروۍ او بې پردګۍ ته وردعوتوي او بس...!

*آی پی ایل 🏏 IPL* کې دافغان لوبغاړو لوبه.ګربز ٨١ منډې په ٣٩ توپونو وکړ.راشد څلور آورو کې ٥٤ منډې ورکړې کوم ویکټې يې وانخ...
29/04/2023

*آی پی ایل 🏏 IPL* کې دافغان لوبغاړو لوبه.
ګربز ٨١ منډې په ٣٩ توپونو وکړ.
راشد څلور آورو کې ٥٤ منډې ورکړې کوم ویکټې يې وانخیست.
نور احمد څلورو آورو کې ٢١ منډې ورکړې ٢ ویکټې يې واخيست.
جالبه داوه چې ګربز دنور احمد په بال اوټ شو او کيچ بیا راشد واخيست، هر څه افغاني وه.
د کولکتې او ګجرات ترمنځ د کرکټ لوبه روانه ده. یو افغان لوبغاړی رحمان الله ګربز ولاړ دی توپ وهنه کوي, بل افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال ورته توپ اچوي او درېیم افغان لوبغاړی راشد خان یې کیچ نیسي. کولکتې دې ترکیب ته لیکلي: د افغان جلبې اصلي خوند... البته د افغان جلبي اصطلاح هند کې ډېره مشهوره ده او یوه سندره یې هم په اړه ویل شوې....

سږکال د شالمار تاریخي مېلې ته تر پخوا ډېر خلک راغليد شالمار په نوم دودیزه او او تاریخي مېله - چې هر کال د پسرلی په موسم ...
27/04/2023

سږکال د شالمار تاریخي مېلې ته تر پخوا ډېر خلک راغلي
د شالمار په نوم دودیزه او او تاریخي مېله - چې هر کال د پسرلی په موسم کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې تر سره کیږي - سږکال یې ګډونوال زیات دي.
په دغه مېله کې پخوا د ټنګ ټکور پروګرامونه هم تر سره کېدل خو اوس مهال د غېږ نیولو سیالۍ، تالۍ درب، دریا، نښان ویشتل او ځیني نورې لوبې ترسره کیږي.

یو ځای مې ولوستلیو عالم وایي:درې کار کوونکي ډېر مفلس (غریب) دي.1 . د ښکار سپیمنډې وهي ځان ستړی کړي؛ خو ښکار بل چا ته نیس...
22/04/2023

یو ځای مې ولوستل
یو عالم وایي:
درې کار کوونکي ډېر مفلس (غریب) دي.
1 . د ښکار سپی
منډې وهي ځان ستړی کړي؛ خو ښکار بل چا ته نیسي.
2 . بخیل انسان
ځان د مال په جمع کولو ستړی کړي؛ خو ګټه ترې بل څوک واخلي، دده نه پاتې شي.
3 . غیبت کونکی انسان
دنیا کې نېک کارونه وکړي، آخرت کې یې اجر بل څوک واخلي.

دنېکمرغه کوچني اختر مو مبارک سه!د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایم، روژې ...
20/04/2023

دنېکمرغه کوچني اختر مو مبارک سه!
د کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایم، روژې ، تراويح ، لمونځونه او عبادتونه مو قبول سه.
د اتفاق، ورولي، خوښیو او خوشحالیو ډک اختر ولري.

تازه: د سعودي د  ستورو پیژندونکو ټولنې لخوا په رسمي ډول ومنله چې  کوچنۍ اختر به د جمعې په ورځ وي.
19/04/2023

تازه:
د سعودي د ستورو پیژندونکو ټولنې لخوا په رسمي ډول ومنله چې کوچنۍ اختر به د جمعې په ورځ وي.

Address

Kandahar
Kandahar

Telephone

+93700001234

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category


Other Newspapers in Kandahar

Show All

You may also like