25/10/2023
په پنجشېر کې ۳۳۳۱٫۷۵ کريټه زمرد په ۸ سوه ۲۷ زره او ۲ سوه ډالرو وپلورل سوه
-------------------------------------
په دغه پلورنه او بولۍ کې د هېواد ملي سوداګرو او پانګه والو پراخه برخه لرله.
د مسؤلینو په وینا په کمه موده کې يې څو ځله دغه بولي ترسره کړې ده چې د سوداګرو ترڅنګ د دې ولایت د خلکو د خوښۍ سبب هم سوې ده.
یو تن د زمردو سوداګر چې په دغه بولۍ کې ۴۰۲ کریته زمرد د ۴ زره ډالرو په ارزښت راونیول وايې: د دغه پروسې له شفافیت همدارنګه سوداګرو او اولسونو ته د ګټې رسیدو له اړخه خوشحاله دی وايې: پخوا د زمردو کاروبار قاچاقي و چې ګټه يې ټوله له هېواده بهر وتله.
دغه بولۍ سره په دې ولایت کې د استخراج شویو زمردو ۱۴۳۴۹۰۰ ډالرو ته رسېږي