Sadaf News

Sadaf News News The reality of Afghanistan.

04/02/2023
04/02/2023

د افغان نجونو زدکړو په اړه ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر 'منیر اکرم' څرګندونو ته د غبرګونونو په دوام د ملي عوامي ګوند د خیبرپښتونخوا مشر 'ایمل ولي خان' هم ویلي چې "د پښتنو نجونو په اړه ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي له سپکاوي ډکې څرګندونې د منلو نه دي."
هغه پر خپل ټویټر لیکلي "موږ پښتانه پر خپلو ښځو ویاړو چې د ژوندانه ټولو اړخونو کې زموږ د سړیو ملاتړ کوي."
ایمل ولي خان لیکلي چې منیر اکرم ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازولۍ لپاره له سره مناسب کس نه دی او د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري یې غوښتي چې د هغه ګوښه کولو لپاره ګام واخلي.
د پاکستان سفیر د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته ویلي و "زموږ له نظره هغه بندیزونه چې د افغان چارسمبالي حکومت له لوري لګول شوي، ‌تر ډېره د پښتنو له کلتوري‌ برخې سرچینه اخلي،‌ نه له مذهبه. د همدې کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي."
هغه زیاته کړې وه چې دغه کلتور تېرو سلو کلونو کې نه دی بدل شوی.
دا څرګندونې د ګڼو افغانانو له توند غبرګون سره مخ شوې.

04/02/2023

وروسته تر هغه چې څو لوېدیځو هېوادونو د امنیتي اندېښنو له کبله د ترکیې په استانبول ښار کې خپلې کونسلګرۍ وتړلې، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر لوېدیځ هېوادونه د ترکیې پر ضد...

04/02/2023

د طالبانو ځینو مشهورو څېرو پر ټوېټر پاڼو د پيسو په بدل کې اسماني یا نیلي‌ رنګ نښې پېرل پیل کړې دي.‌

04/02/2023

ښاغلي پښتین په همدې تړاو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په ښځو تعلیم نه کول د پښتنو رواج نه دی او د نوموړي په ټکو" له ډیوېډ جونز څخه رانیولې تر کرنل امامه د ملګرو منصوبه د...

04/02/2023

یوه ۳۰ کلن پرتګالي سپي د نړۍ د تر ټولو زوړ سپي په توګه د ګېنس په کتاب کې نوی ریکارډ جوړ کړ.

04/02/2023

د امریکا بهرنیو چار وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د چین لخوا د دوی پر فضا ظاهرآ د یوه څارګر بالون د الوځولو پرېکړه "د نه منلو او غېر مسوولانه" ده.‌ هغه د دغه کار غبرګون کې ...

Check out this video on YouTube:
17/09/2022

Check out this video on YouTube:

تناول الشيخ في هذه الحلقة الحديث عن أنه لما كان لكل ذكر تنوير خاص اختار للسالك جمع من العارفين -نفع الله بهم- من الذكر ذكرا يجمع خواص سائر الأذكار وهو كلمة (...

Real News with us.
10/01/2022

Real News with us.

News

موږ تر تاسو دقیق خبرونه رسوو.
10/01/2022

موږ تر تاسو دقیق خبرونه رسوو.

News

We bring you accurate information.
10/01/2022

We bring you accurate information.

Address

Kandahar

Telephone

+93703514055

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sadaf News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share