Kandahar Pashto News

Kandahar Pashto News کندهار نیوز په افغانستان کي یو خپلواکه، بې طرفه او غیري سیاسي ټولنیزه رسنۍ ده چي دافغانستان د ملي ګټو
(5)

دا کورونه د هرات د زلزله ځپلو لپاره جوړیږي، کار یې په چټکۍ سره دوام لري.
20/11/2023

دا کورونه د هرات د زلزله ځپلو لپاره جوړیږي، کار یې په چټکۍ سره دوام لري.

د افغانستان اصلي چارچوب.
17/11/2023

د افغانستان اصلي چارچوب.

10/11/2023

کوټه پيښور کي پښتنو د افغان مهاجرو د کورونو مالونه چور تالان کړل دا که پنجابي کړي واي ګيله نه وه خو د پښتون څخه مو ګيله ده.

لوی افغانستان څنګه کوچنی شو ؟د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه.۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812...
05/11/2023

لوی افغانستان څنګه کوچنی شو ؟
د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه.

۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو تر پرېښوول سوه.
۲ - ملتان ولایت په 1818 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۳- د محمدزو په دوره کښي، په 1819عیسوي کال کښي کشمیر ولایت د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۴- په 1821 عیسوي کال کي ډېره غازي خان د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۵- ډېره اسماعيل خان په 1821عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۶- پېښور په 1823عیسوي کال کي د افغانستان له کنټروله ووت او سکهانو ته په لاس ورغئ.
۷-سند ولایت په 1843عیسوي کال د انګلیسانو لاس ته ورغئ.
۸- بلوچستان ولایت د 1854تر-1876 عیسوي کاله د انګلیسانو له خوا ونیول سو.
۹-مروه ولایت په اوسني ترکمنستان کي له 1884م کال کي د روسانو له خوا ونیول سو.
۱۰- شال ،پښین ،کوږک ،کورمه،لنډي کوتل په 1878 کال کي د ګندمک د تړون په اساس انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۱- سوات ،باجوړ ، چترال،او وزیري،ا رنوي،داورچاګي،او چمن په 1893 عیسوي کال کښي د ډیورنډ د تړون په اساس د سلو کلونو دپاره انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۲-د پنجده سیمه په اوسني ترکمنستان کښي روسانو په 1885عیسوي کال کښي د افغانستان څخه لاندي کړه .
۱۳-دسیستان ولایت ډېره برخه په 1872عیسوي کال کښي د انګلیسي هیئت له خوا ایران ته ورکړل سوه.

- زموږ دعوا د اوسني ګاونډیانو له سطحې ډېره لویه ده ، ځکه ځېنه خو بلکل موجود نه وو !
- وخت او یو ښه دکتاتور ته اړتیا ده !

ARGHAND

کندهار او دهراود تر منځ لويه لاره چې 209 کيلومتره جوړيدونکي ده.
30/10/2023

کندهار او دهراود تر منځ لويه لاره چې 209 کيلومتره جوړيدونکي ده.

د هرات ولايت ښاروالي.تر اوسه لا د هرات زلزلې جریان لری خو ښاروالی د مسجد جامعې منارچي زلزلې ځپلی وو، د رغولو پر پار انتق...
20/10/2023

د هرات ولايت ښاروالي.
تر اوسه لا د هرات زلزلې جریان لری خو ښاروالی د مسجد جامعې منارچي زلزلې ځپلی وو، د رغولو پر پار انتقال کړ.

‏د نیمروز مرکز او کنګ ولسوالۍ نښلونکی ۳۰۰ متره پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل سو.
19/10/2023

‏د نیمروز مرکز او کنګ ولسوالۍ نښلونکی ۳۰۰ متره پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل سو.

18/10/2023

خــــبرتيا!
د چمن او بولدک دروازه د دواړو حکومتو لخوا د مسافرو پر مخ تړل سوې ده
پاکستان ته تلونکي مسافر پر تذکره نه پرېـښودل کيږي او افغانستان ته راتلونکي کسان بيا پر شناخت کارډ نه پرېـښودل کيږي ځکه دروازه د دواړو حکومتو لخوا تړل سوې ده.

په پاکستان کې افغانه کډواله پریسا وايي مېړه یې د پوليسو له ډاره له کوره بهر نشي وتلای، او دا مجبوره ده چې د شپې له خوا ل...
16/10/2023

په پاکستان کې افغانه کډواله پریسا وايي مېړه یې د پوليسو له ډاره له کوره بهر نشي وتلای، او دا مجبوره ده چې د شپې له خوا له خپلې کوچنۍ لور سره پر سرک وریجې وپلوري.

بولاني يا بورګي د افغانستان مشهوره خواړه.
12/10/2023

بولاني يا بورګي د افغانستان مشهوره خواړه.

07/10/2023

آيا تاسو د شترمرغ سره بلدتيا لري.
شترمرغ هم د کورنۍ حيواناتو له جملي څخه دي چي هګي اچوي هګي يي خوړل کېږي غوښه يي خوړل کېږي بچي زيږوي په افريقايي هېوادونو کي شترمرغ د چرګانو په څير په کورونو کې ساتل کېږي.

‏د بدخشان واخان سیمې ته همداسې تر چينا پوري د سرک جوړونې چارې شروع سوي.
25/09/2023

‏د بدخشان واخان سیمې ته همداسې تر چينا پوري د سرک جوړونې چارې شروع سوي.

دا هغه انګور دي کوم  چې د افغان سوداګرو بار موټری له تورخم څخه کابل ته د لارې بندیدو پخاطر راستانه شوی دي او د خرابیدو ل...
08/09/2023

دا هغه انګور دي کوم چې د افغان سوداګرو بار موټری له تورخم څخه کابل ته د لارې بندیدو پخاطر راستانه شوی دي او د خرابیدو له وجې یې په نیمه بیه یې پلورل.

د حشمت خلیل کرزي زمري يي د کابل ژوبڼ ته حواله کړی.کابل ښاروالي وایي، د حشمت خلیل کرزي کورنۍ یو زمری، یو شترمرغ، ۱۶ چیناي...
06/09/2023

د حشمت خلیل کرزي زمري يي د کابل ژوبڼ ته حواله کړی.
کابل ښاروالي وایي، د حشمت خلیل کرزي کورنۍ یو زمری، یو شترمرغ، ۱۶ چینايي هیلۍ، دوه زاڼې او دوه تیتر د کابل ژوبڼ ته ډالۍ کړل.
حشمت خلیل کرزی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره مشر زوی و چې په ۱۳۹۳ لمریز کال د کوچني اختر په دویمه ورځ د کندهار ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې په خپل کور کې ووژل شو.

06/09/2023

په افغانستان کی هیڅ یو حالت مات نکړم مګر لوړي مالیې مات کړم .
داسی یو وخت دی چی د هیری خوا کارونه خراب دی .
ولس دومره مجبور او غریب سوی چی حد نه لري.
تاسی یقین وکړی که د ورځی شل مریضان ګورم نو لاس نفره هم فیس نه لری او نه راکوي د فیس د روپو څخه معزورت غواړي.
که د شلو ورځو د اعصابو دوا ورته لیکم د مجبوری او مفلسی د لسو ورځو دوا اخلی .
زه نه ملامت وهم زه پوهیږم دوي مجبور دی کنی یو ځوان په ژوند په دوه سوه افغانی معزورت نه غواړي او نه هم پر خپل بشر روپی سپما کوي .

د دومره بیکاری او مفلسی باوجود د دولت مالیه دومره لوړه ده چی د انسان در طاقت وځی او انسان مجبور کوی چی د دولت د ماليې لپاره په مجبور ولس ظلم وکړی او هغوی وشکوي تر څو د دولت مالیه ادا کړي.

زه نور د داسی خدمت او طبابت تیریږم چی په هغه کشی په لوی لاس زما دولت په ما ظلم کوی پر بیچاره ولس باندی.

زه وږي بیدیږم خو پر افغان مجبور ولس د دولت مالیې لپاره ظلم نسم کولای.
د جواز مالیه
مستوفیت مالیه
ښاروالی مالیه
د لوحو مالیه
د صفایی مالیه
د برق لوړ بیلونه
بیا چی مالیه یو څه په انصاف وي
او د وخت او حالاتو د کاروبار سره برابره وي لا صحی دی .
نه نو داسی چی د لسو افغانی کار کوم او د شلو افغانیو مالیه ورکوم.
😔😔انسان نفس تنګی سي یاره

د یوه  ورور د زړه حال😭 ....!اول چي دروازي ته يعني باډر ته ورسيدلي، کمپيوټري تذکره خو شرط ده چي درسره به وي، کله چي مخته ...
05/09/2023

د یوه ورور د زړه حال😭
....!
اول چي دروازي ته يعني باډر ته ورسيدلي، کمپيوټري تذکره خو شرط ده چي درسره به وي، کله چي مخته ځي او هلته د افغانستان تر خاوري اوړي نو پاکستاني پوليس درته ولاړ دی او تذکره دي ګوري...
تذکره مي ور ښکاره کړل ول واپس ولاړسه، وام ولي؟
وای دوه زره راکه يا واپس سه،
زور خو نه ورسره کېږې، خير دوه زره مي ورکړلي.
بيا چي مخته راغلم بايد ټوکن واخلي هلته، ځکه بي ټوکنه دي نه پرېږدي،
نو‌ هلته بيا جلا شعبي سته ، هغو ته چي ورغلم وام ټوکن غواړم ، وای کښينه؛
عکس يي را څخه واخيستي او باميتريک يي راته وکي، وای راکه ۱۰۰۰ روپۍ؛
وام بيا ولي ؟
خو هلته يي را څخه واخيستلي وای هغه په موږ اړه نلري،
تذکره يي را وغورځول وای ووځه، ټوکن يي نکړ را؛
دا چي ولي يي را وغورځول ځکه ما يو دوي خبري اضافي وکړلي.
خير بيرته مي ورته وويل چي واخله دا پيسې ناوخته کېږی دا ټوکن راکه؛
ټوکن چي واخلي راځي به بيرته نور عسکر ولاړ دي همدا ټوکن ګوري، خو خير تر هغو به هم تير سي بالا نو مخته شي نسته، خو ددې لار په اوږدو کي بيا هم دوي ولاړ وي او چي د ناولده شک يي درباندې راسي بيا دي را ګرځوي ، هرڅو چي يي درڅخه وشکولي، زما سره يي همداسې وکړل؛
د باډر څخه تر راوتلو پوري ۵ زره ولاړي، په هر صورت؛
بيا فيلډر موټران ولاړ دي ما د کويټي موټر پيدا کړ، خير ور وختم،
رهي سولو،
کوږک ته چي ورسېږي ، د ګړنګ په نامه يو ځای دی دلته هم مليشې درېږي او راګرځوي دي،
نو چي هلته ورسيدو وای شناخته کارټ وام نسته؛
وای را تا سه:
زما سره يو بل نفر هم و چي بي شناخته کارته و،
دواړه را تا سولو، موټروان ته وايي وای ته بالا ځه ، دوی را پرېږده،
وام موږ د ټولي لاري کرايه ورکړي ده
واي بغل ته سه؛
خير موټر ولاړئ
موږ دلي ولاړ يو
خو بيا هم په پيسو مو کار ورسره خلاص کی دوه دوه زره يي وغوښتلي،
مخته پر پښو روان و
چي يو بل فيلډر راغلی ، خو په هغه فيلډر کي فقط د ډکۍ کي ځای وو چي ورسره کښينو، خير نو مجبوري ده کښينستو ، نو روان سولو
بيا مخته (کوچلاغ) ته نا رسيده د (يارو) په نامه يوه علاقه ده
دلته بيا FC والا درېږي چيک پاينټ دی، موټروان راته وايي
وای دلته مي جيل ته بيايي، راڅخه تا کوي مو او مخته مو نه پرېږدي
واي پيسې هرڅه ډرڅخه اخلي،
وای تاسو به دلي مخته تا کم
په مازدا موټر کي ولاړ سې ، دلي ورته منتظر سئ دا د پاکستان مازدا ماډل موټرونه تيرېږی
هغه بيا دونه نه را ګرځوي،
خير هغه ته منتظر سولو
هغه هم راغلی هغه ته ور وختلو؛
خو بيا يي هم هغه مازدا را وګرځول
عسکر را وختي شاوخوا ګوري. د يو دوو نفرو شناخته کارټ يي وغوښتی،
دلي بيا دري نفره نور ناست دي هم پاسپورټ لري هم يي ويزه اخيستی، هغو ته وايي را تاسئ، درځي تهاڼي ( پوستي) ته؛
خو يوه خبره چي مهمه ده که ښځينه درسره وي بيا ژغ نه درته کوي، او بيا دي ايله کوي!
خو موږ ته يي هم پام سو
وای شناخته کارټ؟ وام نسته کور را څخه هير سو،
وای هله راتاسه؛ خير زه يي تا کړلم هغه زما بل ملګري ته يي پام نسو،
دا نو هغه ځای دي چي په زر و دوه زره کار نکېږې،
دلي دي سمدم شکوي، بندي کوي دي اول، پوښتني کوي بيا مبايل په شمول پيسې هرڅه درڅخه اخلي؛
خو ما ورته درواغ وویل وام زما سره زنانه راسره دي
واي کمه دي وام هغه دي شاته ناستي دي،
خو هغه يي هم و نه منل راسره،
ځکه دوي پدی کار کي ډيره تجربه لري
دا چي ددې چيک پاينټ څخه مي څنګه ځان خلاص کئ دا قصه يوڅه اوږده ده، خو په اصطلاح لنډ به ووايم و تښتيدم، په ډيرو تکاليفو دا چي څنګه وروسته به خبر سئ؛
مقصد نور هرڅه جلا پرېږده، دا ساده چي درته ووایي واي هله راتاسه ، دا ځای ئي بيخي زور غواړي، ايله بي عزتي و ايله قصې يي،
بس خدای مو مه اړباسه ورته!
روان يم يوي بلي مازدا ته مي لاس وښوروئ، چي ودرېږه
خير هغه ته هم ور وختلم؛
مخته د کچلاغ تر بازار چي وځي بيا بل چيک پاينټ دي
هلته دي نو جيل يا تهاڼي ته نه بيايي ، بلکي هلته هم په پيسو کار کېږي!
بيا نو د هغه وروسته کومه خبره نسته تر کويټي ښار پوري!

اخر کي وايم، ترڅو به دا حالات وي؟
ولي يي غور نه کېږي؟
که شېر کولای سئ، شېر يي کړئ!
چي تر يو ځايه ورسېږي؛

نوټ؛ زما هدف دادي چي بيخي مه ځئ! که دلته مړه کېږي هم خو هلته مه ځئ

افغانستان کي د عامه تشنابونو د نشتوالي له امله د مسجدونو د اوداسه ځايونو کي رفع حاجت ترسره کيږي.ټول د لوي لاري پطرول پمپ...
24/08/2023

افغانستان کي د عامه تشنابونو د نشتوالي له امله د مسجدونو د اوداسه ځايونو کي رفع حاجت ترسره کيږي.

ټول د لوي لاري پطرول پمپونه دي پدي سره مکلف سي چي تشنابونه جوړ کړي.
په ښارونو کي دي ښاروالۍ په هر سل مترۍ کي عامه تشنابونه جوړ کړي.

‏مسوولین:د قوش‌تېپې کانال پر سر د موټرو او ریل‌ګاډي پلونه چمتو کېدو ته نږدې سوي دي
23/08/2023

‏مسوولین:
د قوش‌تېپې کانال پر سر د موټرو او ریل‌ګاډي پلونه چمتو کېدو ته نږدې سوي دي

پخواني افغانستان.
22/08/2023

پخواني افغانستان.

څه دپاسه سل کاله پخوا په همدې ورځ افغانانو د لویې امپراتورۍ، چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده؛ خپله ازادي واخیسته او افغا...
19/08/2023

څه دپاسه سل کاله پخوا په همدې ورځ افغانانو د لویې امپراتورۍ، چې په قلمرو کې یې لمر نه ډوبېده؛ خپله ازادي واخیسته او افغانستان د خپلواکه هېوادونو په کتار کې حساب شو.
د اسد ۲۸ مه، د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کلیزه.

د کندهار د دامان نوي ډامبر دوي مياشتي ورورسته قانوني وزن دغه حال ته رسولي.
18/08/2023

د کندهار د دامان نوي ډامبر دوي مياشتي ورورسته قانوني وزن دغه حال ته رسولي.

13/08/2023

بلوڅ بېلتون پالو د بلوچستان په ګوادر سیمه کي د چنیايی کارکوونکو پر یوه مرکز برید کړی، جګړه روانه ده او د ګڼو چینایی وګړو د مرګ ژوبلي ادعا سته.

د بولدک په ګمرک کي انګور باران هغه وخت خراب کړل چي د يخچالي کانتينر څخه يي د تلاشۍ پخاطر ټول راکښته کړي وه .
27/07/2023

د بولدک په ګمرک کي انګور باران هغه وخت خراب کړل چي د يخچالي کانتينر څخه يي د تلاشۍ پخاطر ټول راکښته کړي وه .

26/07/2023

د پاکستان په پوهنتونونو کي پر 5000 انجونو جنسي تيري سوي د استادانو او محصلینو لخوا.

کندهار ښار او نږدې ولسواليو کې باران اوري.
25/07/2023

کندهار ښار او نږدې ولسواليو کې باران اوري.

کندهار کندهار ښار چې ریښتیا سې،۳ دانو ښه خوندورو ډيزاين دارو دروازو ته ضرورت لري.یوه   : پر باغ پُلدوهمه: پر ښوراندامدرې...
25/07/2023

کندهار
کندهار ښار چې ریښتیا سې،۳ دانو ښه خوندورو ډيزاين دارو دروازو ته ضرورت لري.
یوه : پر باغ پُل
دوهمه: پر ښوراندام
درېمه: پر نساجي

ښار ته د ننوتلو دروازې له امنیتي اړخه ښه وي او ښار به د امنیت له لحاظه به خوندي وي، او زموږ ښائسته کندهار ته به یې ښائست څؤ چنده کړي به وې.
ږغ هم د د سره بدرګه کړي
Sami Durrani

موټر همدي ته انتظار وه تر هغه وخته چي د مرغي د ځالي نه د مرغي بچي په هوا سول.
24/07/2023

موټر همدي ته انتظار وه تر هغه وخته چي د مرغي د ځالي نه د مرغي بچي په هوا سول.

حکمت الله ولد علي محمد د روزګان ولايت دي کندهار ته يو ډریور سره راغلي اوس د ژړي ولسوالۍ د سنځري د عيدګاه په ټولي کي دي د...
23/07/2023

حکمت الله ولد علي محمد د روزګان ولايت دي کندهار ته يو ډریور سره راغلي اوس د ژړي ولسوالۍ د سنځري د عيدګاه په ټولي کي دي دوستان دي خبر وي.
0707673021

دزقوم میوه یا انارزمینی▪︎ زقوم (Cuctus) یو اغزن او تریخ څوکلن غوښین بوټی دی.▪︎په پښتو ژبه کی نوم ډیرمشهور اوزیات تکراریږ...
23/07/2023

دزقوم میوه یا انارزمینی

▪︎ زقوم (Cuctus) یو اغزن او تریخ څوکلن غوښین بوټی دی.
▪︎په پښتو ژبه کی نوم ډیرمشهور اوزیات تکراریږی په ځانګړی توګه کله چی کومه سپین سری یو چاته ښیرا کوی ورته وایی دغه ډوډی دی زهر اوزقوم شه.
▪︎واقیعت دادی په طبیعت کی هر شی خدای پاک دانسانانو دګټی لپاره پیداکړی دی.
▪︎دزقوم میوه ترخه اودشکر ناروغانو لپاره ګټوره ده .
▪︎دمنی په موسم کی کابل کی په لاسی ګراچیو یا ریړیوکی پلورل کیږی دانار زمینی په نوم .
▪︎دزقوم یا کاکتوس میوه داغزی لرونکو ناکو (Prickly Pear) اوعربی ژبه کی التین الشوکی په نوم یادیږی.
▪︎داهغه میوه ده چی د نوپال زقوم (Nopal cuctus) په پاڼو وده کوی .
▪︎تراوسه پوری ددغه زقوم شاوخوا 200 مختلفی نوعی دامریکا په شمال اوجنوب کی موندل شوی دی.
▪︎ددغه زقوم یوشمیر نوعی میوه ورکوی خو یوازی کمه برخه یی دخوړلو وړده.

یادونه :

زمونږ هیواد په ګرمسیرو ولایتونوکی لکه ننګرهار ، مزار شریف ، هلمند ، فراه اوکندهارکی هم ممکن دزقوم دغه میوه ورکونکی بوټی ښه توافق پیدا اومیوه تولیدکړی په ځانګړی توګه ریګی اوکمی اوبه لرونکو سیموکی ځکه زقوم په ځان کی مالګی لری اوداوبو راجذبولو اوځان کی ساتلو وړتیا یی زیاته ده.
▪︎ زقوم یو اوبه رازبیښونکی (Succulent Plant) نبات دی.

درنښت

فیض الرحمن ابراهیمی

23 / 07/ 2023

سيما حيدر يو پاکستانی ميرمن ده څلور اولادونه لري.دا میرمن د پاکستان د کراچۍ ده خاوند يي په سعودي عربستان کي کار کوي سيما...
18/07/2023

سيما حيدر يو پاکستانی ميرمن ده څلور اولادونه لري.
دا میرمن د پاکستان د کراچۍ ده خاوند يي په سعودي عربستان کي کار کوي سيما حيدر د يو هندي ځوان سره د کمپيوټر د لاري ( پي يو جي ) په نامه ګيم کاوه چي د همدي ګيم د لاري سره ملګري سوي.
خبره دي ته رسيږي چي سيما حيدر خپل کور په کراچۍ کي خرڅ کړي سره زر يي خرڅ کړي د نيپال د لاري هند ته د خپلو څلورو بچيانو سره ځان رسولي اسلام دين يي پريښود هندو مذهب يي خپل کړ او د هغه هندي سره يي واده کړي
اوس په هند او پاکستان کي دا موضوع ډيره ګرمه روانه ده.

د يو شخصي روغتون  په لابراتوار کې د کندهار يخي تر مايکروسکوپ لاندي کتل سوي چي ډيري باکټرياوي پکښي ليدل سوي چي د مختلفو ن...
18/07/2023

د يو شخصي روغتون په لابراتوار کې د کندهار يخي تر مايکروسکوپ لاندي کتل سوي چي ډيري باکټرياوي پکښي ليدل سوي چي د مختلفو ناروغيو سبب ګرځي.

مهربانی وکړی ځږګی مه وژنی هغه ستاسو دښمن ندی ؟• ځږ ګی ته په انګلیسی  Hedgehog ، دری خارپشتک اوایرانی  ژبه کی جوجه تیغی و...
17/07/2023

مهربانی وکړی ځږګی مه وژنی هغه ستاسو دښمن ندی ؟

• ځږ ګی ته په انګلیسی Hedgehog ، دری خارپشتک اوایرانی ژبه کی جوجه تیغی وایی.
• ځږګی زمونږ اوستاسو په ساتنه کی ګټور حیوان دی خوډیرکم خلک دهغه له ګټو څخه خبردی.
• ځږګی دمارانو ، لړمانو اومضرو حشراتو سرسخت اوقسم خوړلی دښمن دی هغه وژنی ، خوری خوبدن بدن یې دزهروتر اغیزی لاندی نه راځی اودهغوی په وړاندی قوی معافیت لری.
• کولی شو هغه په کورکی وروزو اووساتو دانسانانو لپاره کوم خطر نلری.
• په کرنیزوکروندوکی پریمانه پیداکیږی ، دشپی له خوا ډیرفعاله وی اوټوله ځایونه لټوی.
• یو ځیرک ، شرمیدونکی خوډیر هوښیار حیوان دی.
• ږغ یی دنوی زیږیدلی ماشوم په شان ده

درنښت

فیض الرحمن ابراهیمی

July 17, 2023

افغان هنر منده حسیبه نوری نن خیبر پښتونخوا کې د نامعلومه وسله والو له لوری په ډزو وژل شوی.
17/07/2023

افغان هنر منده حسیبه نوری نن خیبر پښتونخوا کې د نامعلومه وسله والو له لوری په ډزو وژل شوی.

د هاليووډ مشهوره ستوري انجلینا جولي پښه ډاکټرانو د شوګر مريضي پخاطر قطعه کړي.
16/07/2023

د هاليووډ مشهوره ستوري انجلینا جولي پښه ډاکټرانو د شوګر مريضي پخاطر قطعه کړي.

دا ماشوم يوڅه خرڅوي او په مسجد کي لمونځ هم کوي یو سړي غوښتل چي له لمانځه وروسته پیسې د خيرات په شکل ورکړي، ماشوم وویل: ز...
09/07/2023

دا ماشوم يوڅه خرڅوي او په مسجد کي لمونځ هم کوي
یو سړي غوښتل چي له لمانځه وروسته پیسې د خيرات په شکل ورکړي، ماشوم وویل: زه سوال نه کوم
هغه څوک چي زه يې کور ته راغلی یم هغه به ماته رزق راکړي
یاالله ته د ټولو غریبو سره مرسته وکړه

‎ #آمین

06/07/2023

دالر به کلدار🇺🇸🇵🇰
285.80

د بولدک په ګمرک کي د لندي ميوي په يخچال يا اي سي کي جر وهل کيږي چي پدي سره ټوله ميوه خرابيږي.د کندهار انګور تجاران شکايت...
06/07/2023

د بولدک په ګمرک کي د لندي ميوي په يخچال يا اي سي کي جر وهل کيږي چي پدي سره ټوله ميوه خرابيږي.
د کندهار انګور تجاران شکايت کوي چي د انګور يا لندي ميوي په موټر کي جر وهل د انګورو جالي راتاکول کندهار انګورو ته ډير تاوان رسوي چي په بهر کي خپل ارزښت د لاسه ورکوي.
تجاران غوښتنه کوي چي د لندي ميوي په موټرو کي دي جر وهل بند سي.

04/07/2023

د‏الر ا‏فغانی 86.70 ♦ 86.73
دالر ڪلد‏ار 282.50♦ 283.00
زر ڪلد‏ارې 306.00 ♦ 307.00
یورو دالر 107.90 ♦ 108.00
یورو افغانی 93.60 ♦ 93.70

د عراق مشهور ډاکټر مهديډاکټر مهدي د عراق په سطحه يو مشهور ډاکټر و، چی  په هر ډول اپرېشن کې یې ځانګړی مهارت درلودی.يو وخت...
04/07/2023

د عراق مشهور ډاکټر مهدي
ډاکټر مهدي د عراق په سطحه يو مشهور ډاکټر و، چی په هر ډول اپرېشن کې یې ځانګړی مهارت درلودی.
يو وخت یې د خپلې مور عمليات کوی بدبختانه عمليات ناکام سو او مور یې د ده د سترګو په وړاندې خپله ساه ورکړه او وفات سوه، له هغې صحنې وروسته یې خپل دماغ له لاسه ورکړ او بې حاله شو.
له لېونتوب وروسته به یې صرف دا جمله ويله:
« موري ما وبخښه »

04/07/2023

افغانی کلدار 3235

Address

Kandahar Ayno Town Street# 23
Kandahar
0093

Telephone

+93202301706

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Kandahar Pashto News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share



You may also like