PR expert

PR expert Smile though your heart is aching.

چیتا د نړۍ تر ټولو تېز (چټک) ژوی (حیوان)!
04/09/2023

چیتا د نړۍ تر ټولو تېز (چټک) ژوی (حیوان)!

مچۍ نه یوازې پنځه سترګي لري، دوی دوې معدې هم لري. یو یې د خوړو لپاره او بل یې د ګلونو څخه راټول شوي شیرې لپاره چي عسل تر...
22/08/2023

مچۍ نه یوازې پنځه سترګي لري، دوی دوې معدې هم لري. یو یې د خوړو لپاره او بل یې د ګلونو څخه راټول شوي شیرې لپاره چي عسل ترې جوړیږي.

هغه مار چي دکندهار ولایت میانشین ولسوالي کښي پیدا سوی او دط.ا.ل.ب.ا.نو لخوا ووژل سو.
22/08/2023

هغه مار چي دکندهار ولایت میانشین ولسوالي کښي پیدا سوی او دط.ا.ل.ب.ا.نو لخوا ووژل سو.

په جاپان کې یوه مجسمه,ستاسو وزن او ارزښت په کیلو ګرام یا ابعادو کې نه دی، بلکې د هغو کتابونو په شمېر کې دی چې تاسو یې لو...
07/07/2023

په جاپان کې یوه مجسمه,
ستاسو وزن او ارزښت په کیلو ګرام یا ابعادو کې نه دی، بلکې د هغو کتابونو په شمېر کې دی چې تاسو یې لولئ!

د أندلس پۀ جنوب کې دا کور د "دار الحرة" پۀ نوم مشهور دی. د البسين پدې کوڅه کې د وروستي مسلمان باچا مور عايشه الحرة اوسېد...
07/07/2023

د أندلس پۀ جنوب کې دا کور د "دار الحرة" پۀ نوم مشهور دی. د البسين پدې کوڅه کې د وروستي مسلمان باچا مور عايشه الحرة اوسېدله. هغه يو غيرتي ښځه وه. د هغې يوه جمله اوس هم د تاريخ تر ټولو زياته عبرتناکه جمله ده چې د اندلس د سقوط پۀ ورځ يې زوی ته ويلې وه:
[زويه، أندلس ستا خاوره وه، تا ترې د سړيو پۀ څېر دفاع ونکړه اوس پرې د ښځو پۀ څېر مۀ ژاړه.]
دا کور تر ننه روغ ساتل شوی دی. هغه د البشارت پۀ نوم تاريخي هديره کې دفن شوه او د ژوند وروستۍ الفاظ يې دا وو:
د يوې بد بختې مور زويه، د يوې نړېدلې باچاهۍ واکمنه، ما پۀ هغې هديره کې دفن کړه چېرته چې د طارق بن زياد د وخت د شهيدانو قبرونه موجود دي.

د نړی تر ټولو کوچنی لیکوال (نړیوال ریکارډ) د متحده عربي اماراتو په ابوظبی کې څلور کلن ماشوم د یوه کتاب په لیکلو او خپرول...
08/04/2023

د نړی تر ټولو کوچنی لیکوال (نړیوال ریکارډ)

د متحده عربي اماراتو په ابوظبی کې څلور کلن ماشوم د یوه کتاب په لیکلو او خپرولو، د ګینس د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ.
د ګینس نړیوالو ریکارډ د ادارې له مخې دا لیکوال سعید راشد المهیري نومېږي چې د کتاب د خپرولو پر وخت یې عمر ۴ کاله او ۲۱۸ ورځې و.
ادارې ویلي چې د دې کتاب له ۱۰۰۰ نسخو پلورل کېدو وروسته یې کتاب تایید کړی دی.
سعید رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له خپلې خور ډېر اغېزمن دی. د نوموړي خور هم په ښځينه برخه کې په دوو برخو د کتاب تر ټولو کوچنۍ خپرونکې ریکارډ لري.

د پوهنتون یو سمسټر پاته دی، چي خلاص سي دخیره،پلان لرم د فوټبال د زدکړي اړوند په کندهارۍ پښتو یو کتاب ولیکم، دوه نښانه ول...
07/04/2023

د پوهنتون یو سمسټر پاته دی، چي خلاص سي دخیره،
پلان لرم د فوټبال د زدکړي اړوند په کندهارۍ پښتو یو کتاب ولیکم، دوه نښانه ولم؛ لیکوالي او ذهنیت سازي په فوتبال کښي. تاسي یې خبر!

د امريکايي مځکه پېژندنکو په وينا د افغانستان تر ځمکي لاندي شتمني 1 څخه تر 3 ټريليون ډالره پوري ارزښت لري، که چيري 1 ټريل...
04/04/2023

د امريکايي مځکه پېژندنکو په وينا د افغانستان تر ځمکي لاندي شتمني 1 څخه تر 3 ټريليون ډالره پوري ارزښت لري، که چيري 1 ټريليون ډالره وي نو د افغانستان 40 ميليونه نفوس و هر وګړي ته 25000$ ډالره رسيږي.

‏د افغانستان د پوځ توپچي کنډک Artillery په ۱۹۰۰ع کال کي له نن نه ۱۲۳کلونه وړاندي.
04/04/2023

‏د افغانستان د پوځ توپچي کنډک Artillery په ۱۹۰۰ع کال کي له نن نه ۱۲۳کلونه وړاندي.

04/04/2023

د دوهم نړیوال جنګ په جریان کې، هند د تاریخ ترټولو لوی رضاکار پوځ جوړ کړ، چې د هند څخه 2.5 ملیونه خلگو د دوهم نړیوال جنګ لپاره رضاکارانه جګړه وکړه!

مندی سلرز چې په برتانيا کې زیږدلې، د نړي غټ ترین پښې لريد هغی وزن127 کیلو ګرامه ده چی پښې یی 95 کیلو ګرامه وزن لري او د ...
02/04/2023

مندی سلرز چې په برتانيا کې زیږدلې، د نړي غټ ترین پښې لري
د هغی وزن127 کیلو ګرامه ده چی پښې یی 95 کیلو ګرامه وزن لري او د پښو پلنوالی یې 90 سانتي متره دي.

د هغې پښې ورځ تر بلی لا ډیرې غټیږي.

د خولې بد بوي يو لوي لامل پر ژبه د بکترياوو پاتې کېدل دي ځينې خلک پر دې فکر دي چې ولې د غاښونو تر برش کولو وروسته يې هم ...
01/04/2023

د خولې بد بوي يو لوي لامل پر ژبه د بکترياوو پاتې کېدل دي ځينې خلک پر دې فکر دي چې ولې د غاښونو تر برش کولو وروسته يې هم د خولې بد بوي نه ورکيږي د خولې بد بوي ورکولو لپاره اړينه ده چې د غاښو سره سره په نرم برش باندې ژبه هم برش کړل شي تر څو هغه بکترياوې چې د خوړو خوړلو څخه وروسته پر ژبه پاتې کيږي هغه هم پاکې شي.

کاناډا کي:یو سیک سروان سېنګ د ۲،۵۴ متره ږیرې په لرلو د نړۍ تر ټولو اوږد ږیري سړي ریکارډ خپل کړ.
01/04/2023

کاناډا کي:
یو سیک سروان سېنګ د ۲،۵۴ متره ږیرې په لرلو د نړۍ تر ټولو اوږد ږیري سړي ریکارډ خپل کړ.

‏هندوستان د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ټلوېزیون داسې ویانده جوړه کړې چې په یو وخت کې په څو ژبو او بېلابېلو موضوعاتو په اړ...
31/03/2023

‏هندوستان د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د ټلوېزیون داسې ویانده جوړه کړې چې په یو وخت کې په څو ژبو او بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرونه وړاندې کولای شي.
‏د "ثنا" په نوم دغه ویانده چې په "انډیا ټوډې" ټلوېزیون کې به د هوا حالاتو په اړه خبرونه وړاندې کوي، نه به ستړې کېږي، نه به یې د انسانانو په څېر عمر زیاتېږي، نه به هم خوب کوي، او کولای شي له لېدونکو سره د یوې موضوع په اړه خبرې هم وکړي او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړي.
‏ثنا په انډیا ټوډې ټلوېزیون کې راتلونکې اوونۍ خپله دنده پیل کړي.

22/03/2023
(۱۹۷۰م) کال افغانستان کښي د ننګرهار او کابل لویه لار.
17/03/2023

(۱۹۷۰م) کال افغانستان کښي د ننګرهار او کابل لویه لار.

رب العزت ته ژړا، د ملګري سره قدم وهل، همیشه مسکا کول او خندونکي فلمونه کتل مو له ژور خپګان ژغوري!
11/03/2023

رب العزت ته ژړا، د ملګري سره قدم وهل، همیشه مسکا کول او خندونکي فلمونه کتل مو له ژور خپګان ژغوري!

په خپل ځان کي خوند پیدا کړه    که خوند غواړې له دونیا نههسې مه وایه رحمانه         چې بې خونده زمانه شوهرحمان بابا
10/03/2023

په خپل ځان کي خوند پیدا کړه که خوند غواړې له دونیا نه
هسې مه وایه رحمانه چې بې خونده زمانه شوه

رحمان بابا

05/03/2023

يوه تازه څېړنه ښيي ورزش او لوبي نه يوازي ماشومان او نوي ځوانان له رواني ناروغيو ژغوري بلکې د هغوۍ په سلوک او رويه هم مثبت اغېز پرېباسي.

ورزش د صحت ضامن دی، او فوټبال بیا د صحت باوجود د خوشحاله کېدو ضامن هم دی!او دوه رنګه بوټونه خو مي نو وینی؟
26/02/2023

ورزش د صحت ضامن دی، او فوټبال بیا د صحت باوجود د خوشحاله کېدو ضامن هم دی!
او دوه رنګه بوټونه خو مي نو وینی؟

نن سهار پر سړک د یوې رېړۍ څخه زوڼي چپه سوي وې، ځینو انسان دوستو علایده خپل وسایط ودرول، د رېړۍ زوڼي یې په ګډه ورټولي کړې...
19/02/2023

نن سهار پر سړک د یوې رېړۍ څخه زوڼي چپه سوي وې، ځینو انسان دوستو علایده خپل وسایط ودرول، د رېړۍ زوڼي یې په ګډه ورټولي کړې ترڅو خپلي خوارۍ ته وګرځي.
اتفاق اتحاد هره بدبختي له منځه وړي!

د کابل ولایت پل سوخته!پخوا او اوس!
19/02/2023

د کابل ولایت پل سوخته!
پخوا او اوس!

لیمو د میکروب ضد تاثیر لري، د یو ګیلاس جوشو اوبو سره ګډ څيښل یې د هضمي امراضو خصوصا قبضیت دپاره بهترین درمل دی.بدن ته زی...
19/01/2023

لیمو د میکروب ضد تاثیر لري، د یو ګیلاس جوشو اوبو سره ګډ څيښل یې د هضمي امراضو خصوصا قبضیت دپاره بهترین درمل دی.
بدن ته زیان رسونکي میکروب د بدن څخه خارجوي او د تبي، زکام لپاره هم ګټور تمامیدلای سي.

دارالامان، کابل، افغانستان!عکس کلیک کړه، سم یې ووینه واورین کابل.
12/01/2023

دارالامان، کابل، افغانستان!
عکس کلیک کړه، سم یې ووینه واورین کابل.

دا د نیویارک منهتان په نامه ځای دی.
29/11/2022

دا د نیویارک منهتان په نامه ځای دی.

د سینګاپور ماښام.
29/11/2022

د سینګاپور ماښام.

د ښاروالۍ لخوا اړمنو کسانو ته د رېړیانو ورکولو پلان باندي کار روان دی.
15/11/2022

د ښاروالۍ لخوا اړمنو کسانو ته د رېړیانو ورکولو پلان باندي کار روان دی.

‏IBM سیمونلومړی ټچ سکرین تلیفون (1992)‏IBM سیمون د خپل ډول لومړی و چې په 1992 کې خپور شو. دا تلیفون د اوسني ایفون 1992 ک...
11/11/2022

‏IBM سیمون

لومړی ټچ سکرین تلیفون (1992)

‏IBM سیمون د خپل ډول لومړی و چې په 1992 کې خپور شو. دا تلیفون د اوسني ایفون 1992 کال جوړ تلیفون وو. دا د ټچ سکرین و، پورټ ایبل، کیلکولیټر، بریښنالیک درلودونکی، او په شبکو کې کار کولی شوای.

افغانۍ مو ملي هویت دی!څه کیږي، چي د دې نوټونو سره احتیاط وکړو؟راسئ وېساتو!د هیواده سره مینه همدا ده، خپلي پیسې په احتیاط...
11/11/2022

افغانۍ مو ملي هویت دی!
څه کیږي، چي د دې نوټونو سره احتیاط وکړو؟
راسئ وېساتو!
د هیواده سره مینه همدا ده، خپلي پیسې په احتیاط استعمالوو!

10/11/2022

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په ټوېټر کي لیکي:
زمونږ نبي په ټولو انبياوو کې هغه نبي دی چې شپونکی وو، تجار وو، خاوند وو، پلار وو، سرتېری جنګيالی وو، سياسي وو، داعي(دعوت کوونکی) وو، ډاکټر وو، د دولت بنسټ ايښودونکی وو او قاضي وو...
مینه درسره لرم زموږ خوږ پیغمبره!
صلی الله عليه وسلم.😍

10/11/2022

د فوټبال ډری(!)

09/11/2022

هیڅ پروا نه لري چي ته څوک یې فقط امېد د لاسه مه ورکوه، پر هر څنګه بد حالت سربېره ته ښه ژوند کولای سې!

د ماشومانو د غاړي عضلات ضعیف او سرونه يي درانه وي نو لدې امله د هغوۍ غاړي د دوۍ سرونه سم نشي تکيه کولای. که چيري يو ماشو...
09/11/2022

د ماشومانو د غاړي عضلات ضعیف او سرونه يي درانه وي نو لدې امله د هغوۍ غاړي د دوۍ سرونه سم نشي تکيه کولای. که چيري يو ماشوم يودم وښورول (وړچول) شي د هغه نازک ماغزه د سر په کاسه يا کوپړۍ کې په شدت سره مخ او شا ته ځي چې کېدی شي د ماغزو د زخمي کېدلو يا ويني کېدلو باعث شي. څېړني ښيي د ماشومانو يودم ښورول يا ړچول عموماً د لويانو پواسطه د غوصي په حالت کې هغه وخت کيږي چې ماشوم ډير ژاړي او نه کراريږي. که دغه ماشومان د مغزو له شديدي ضربي وروسته ژوندي هم پاتې شي نو ځني يي ړنديږي او ځني نور يي د ذکاوت د کمېدلو او ميرګيانو په شمول په وړ وړ عصبي ناروغيو اخته کيږي.
Dr Aman shams

د بلخ ولایت  په مزارشريف ښار کې نن له ۳۰ کلونو ځنډ وروسته د سېلو فابریکه بیا ځل فعاله او پرانیستل شوه. طالب چارواکي وایي...
09/11/2022

د بلخ ولایت په مزارشريف ښار کې نن له ۳۰ کلونو ځنډ وروسته د سېلو فابریکه بیا ځل فعاله او پرانیستل شوه.

طالب چارواکي وایي چې دغه فابريکه د يوه تړون له مخې؛ امنيتي مامورينو ته وچه ډوډۍ ورکوي.

بل لور ته د مزار شریف د دې سېلو مسوولینو ویلي چې د دې سیلو په فعالیدلو سره د ۵۰ ښځو په ګډون ۴۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

دا سېلو د اوړو او غنمو د ذخیري تر څنګ د وچې ډوډۍ او کیک پخولو په برخه کې هم فعالیت کوي.

د مزار شریف سېلو د هېواد په کچه د پنځو لویو سېلوګانو ( کابل، مزار، هرات، کندهار او بغلان) څخه یوه ده چې کلونه وروسته فعاله او بیرته پرانېستل شوه.

د طالبانو مسوولین وایي، چې غواړي د هېواد ټولې لویې سېلو ګانې فعالې او بیرته له سره پرانیزي چې په دې سره به د دوی په وینا د هېواد ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمینه مساعده شي.
DW

ښځه او لیونی!یوه ښځه په لاره تېرېدله يو لیونی سړی یې وليده، چي په یو لرګي په ځمکه کرښي اوباسي.د ښځي پدې سړي رحم راغی او ...
09/11/2022

ښځه او لیونی!

یوه ښځه په لاره تېرېدله يو لیونی سړی یې وليده، چي په یو لرګي په ځمکه کرښي اوباسي.
د ښځي پدې سړي رحم راغی او پوښتنه یې ترې وکړه چې څه کوې؟
لیوني ورته وویل ! چي د جنت نقشه جوړوم او پر برخو ېې ويشم ښځي وخندل .
ښځي لیوني ته وويل ! چي ايا زه د جنت یوه برخه اخیستلای شم؟
او قیمت څو روپی دی؟
لیوني ورته وکتل او ورته يي وويل هو یوه برخه په شل ریاله.
ښځي لیوني ته شل ریاله او یوه څه ډوډئ ورکړه او ولاړه.
ښځه په دغه شپه خوب ويني چی جنت کي ده .
سهار يې خپل خاوند ته خوب ووايه او د لیوني قصه یې ورته وکړه .
د ښځي خاوند ولاړه او هغه لیوني ته ورغی چي د جنت یوه برخه ځان لپاره ترې واخلي.
ليوني ته يې وویل چي غواړم د جنت یوه برخه واخلم قیمت څومره دی.
لیونی جواب ورکړه نه يي خرڅوم.
دې سړي تعجب وکړ، چي پرون دي زما په ښځه شل روپی خرڅ کړ.
لیوني ورته وويل ښځي دي جنت په پيسو نه غوښتو.
بلکی زما د زړه جوړولو لپاره یې سودا وکړه .
او ته خو جنت په پېسو غواړي او د جنت لپاره مقرر قیمت نیشته.
ځکه چي سړی جنت ته د ماتو زړونو په جوړولو سره ورځې.

کاپی

زندګي مي بېله تا نه، چي آسمان کي ستوري نه ويزندګي دي بېله ما نه، چي کتاب کي توري نه وي
06/11/2022

زندګي مي بېله تا نه، چي آسمان کي ستوري نه وي
زندګي دي بېله ما نه، چي کتاب کي توري نه وي

Address

Kandahar
3802

Telephone

+93704219914

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when PR expert posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to PR expert:

Share

Nearby media companies



You may also like