ادبې پاڼه

ادبې پاڼه کله چې ګناه در څخه کیدله نو دا فکر د ځان
سره ولره! که مې خلك نه ويني خو د خلكو رب خو مې ويني. هغه پر هر حال حاضر او ناظر دى!!

27/11/2024

"د یو څه وخت لپاره خلکو سره د اړیکو له پاللو لاس واخلئ، درته به معلومه شي چې د څومره مودې راهیسې دې مړو ګلانو ته اوبه ورکولې."

27/11/2024

په اړیکه کې تعادل ساتل ډېر مهم دي؛ خلکو سره هغومره نیږدې شئ او چلند ورسره وکړئ، چې څومره مو هغوی غواړي، ځینو ته ستاسې ډېر نیږدې کېدل په مزاحمت بدلیږي او بل پلو مقابل لوري ته احمق او اوزګار ښکارې.

27/11/2024

زه له خپله لاسه نه یم ژوبل شوی، ټول ټپونه نورو راکړي؛ مګر د درمان کولو مسوولیت یې زما په غاړه دی، ماته مه وایه چې ولې ستړی یې!

27/11/2024

اړیکه په زړه پالل کېږي ، زړه په باور ژوند کوي ، خو باور په صداقت او ريښتينولۍ وده کوي.

27/11/2024

هېڅ بدلون بغېر له درده،
او هېڅ پرمختګ بغېر له ناراحتۍ څخه
وجود نه لري.

27/11/2024

ياد يې لره!
د هغوی خوشحالي کله هم دوام نشي کړای چې د خپلې لږې خوشحالۍ لپاره يې د بل ځولۍ له خپګانونو ور ډکه کړې وي!

27/11/2024

په قسمت او نصیب مې هغه وخت باور پیدا شو چې کله مې هم څوک/شی د زړه له تله غوښتي خو له ډېر زیار او هڅو سره سره مې بیا
هم په لاس نه دي راوړي.

27/11/2024

زه هيڅکله څوک ديته نه مجبوروم چې ما وټاکي، که فکر کوې کولی شې تر ما ښه انسان ومومې، نو ترسره کړه.
زه له تا، نه غواړم چې را وګرځې ژوند تر دې ډېر لنډ دی چې څوک په داسې چا پسې ځان وتړي چې نه غواړي پاتې شي، زه په آزادي عقیده لرم چې په هغه کې احساسات ريښتني وي ، که غواړې پاتې شې، نو پاتې شه ددې لپاره چې زړه دې درته وايي، دا هغه ځای دی چې تا پورې اړه لري، نه ددې لپاره چې ما درته وويل پاتې شه! زه غواړم یوه ټاکنه واوسم، نه د لاس رسي ته وړ ټاکنه، زه د هغه چا وړ يم چې زما په ارزښت پوه شي، داسې څوک چې پوه شي ما د هغه ژوند ته څه ور زيات کړي دي ، زه داسې څوک نه غواړم چې د یوازیتوب له ډاره، د عادت له مخې ماته پناه راوړي!

27/11/2024

آلمانۍ لیکواله، آنه فرانک لیکي:

له ژوندیو انسانانو څخه ډېر ګلان هغه خلک ترلاسه کوي چې اوس په نړۍ کې شتون نه لري؛ يعنې مړه شوي وي، پوهېږئ، چې ولې؟ ځکه پښېماني له مننې څو چنده زور لري. نو: د ژونديو قدر وکړئ؛ په مرګ يې کليشه شوي الفاظ او په قبر يې ګلان مه خوروئ!

27/11/2024

کله کله داسې احساس کوم لکه د دنیا تر ټولو بدبخته او بد انسان زه وم، له هر څه او له هر ډول اړیکو مې زړه موړ شي، بعضې وخت کورني مسایل انسان ته ډېر درد او تر ټولو بد راتلونکی ټاکي!

27/11/2024

د دې ټولنې يو ستر مشکل دا هم دی چې کله يو انسان په ذهني او فکري درد اخته شي نو هيڅوک يې کيسه کې نه وي نه يې پروا لري، خو د همدغه انسان دغه درد چې کله په قهر او غوصه بدل شي نو بيا هر يو د بړستنې زوی هغه بد، خراب او بد عمله بولي.

23/11/2024

په ژوند کې د ناکامو خلکو خبرې :

‌ ۱- سبا يې شروع کوم .
۲ - دا زما غلطي نده .
۳ - نه يې شم کولی .
۴ - د ژوند نه مې زړه تور دی .
۵ - نصيب مې خراب دی .
۶ - په ژوند كې ډېر ستړی يم .
۷ - ما سره وخت نشته .
۸ - خبرې آسانه دي خو عمل ګران دی .

20/11/2024

د یو انسان کمزورتیا هغه وخت، شروع کېږي، چې خپګان او خوشالي یې له یو کس سره تړلې وي.

20/11/2024

*ترڅو چې خپل ذهني دښمن مات نه کړئ، تر هغې د نړۍ د بدلولو خوبونه مه وينئ، زموږ ذهني دښمنان ټول هغه څه دي چې زموږ حالت نورمال کېدلو ته نه پرېږدي.*
*لکه: شک، وسوسه، کينه، حسد، بې شعوري، پر احساساتو نه کنټرول، خيالي ډار، پر بې مانا افکارو وخت تېرول، بې هدفي، د نفس الاماره اطاعت او ټول هغه څه چې چې فکر مو په خپل ذهن کې بې ګټې بوخت ساتي، زموږ دښمنان دي.*
*هو !*
*زموږ ذهن د کښت په څېر دی چې هر څه پکې کرئ هم هغه پکې زرغونېږي، په دې پرمختللي عصر کې د ترقۍ معيارونه و پېژنئ، د ذهن کنټرول په لاس کې واخلئ، په ځان راج وکړئ په نړۍ به راج وکړئ.*

18/11/2024

که ته يو نارينه يې نو دا کارونه خو بيخي مه کوه
1: په لاس د ساعت نه بغير تارونه او لاس بندونه مه تړئ چټي کار دی همداسې په غاړه هم
2: په مخ مو لږ تر لږه دومره ويښته پريږدئ چي د جنسيت پيژندګلوي مو وسي کنې ږيره خو سنت عمل دی.
3: په لاسونو هيڅ کله نکريزي مه پورې کوئ بې نزاکتي ده
4: ځيني او يا ټول نوکان مو غټ مه پريږدئ ښځه نه يې
5: د موبايل په رينګ ټون باندي سندره ترانه او يا بل څه مه دروئ
6: له ډير تنګو او له ډير تيز رنګ جامو نه پرهيز وکړئ

18/11/2024

یواځنی موجود چې په مقابل کې یو څو څو ځلې تیروتنه وکړې او بښنه درته وکړي هغه ښځه ده چې ستاسره مینه لري

18/11/2024

تل د خپلې مور سره مینه وپالئ، د مور په څېر بیا هېڅوک نه پیدا کېږي

‏آفرین ...!‏دا په کندهار کي د ودونو سالون " هوټل " دی، دوی وایي چي په 2 ورځو کي مو خپلو میلمنو ته 70 منه انار وړاندي کړي...
06/11/2024

‏آفرین ...!
‏دا په کندهار کي د ودونو سالون " هوټل " دی، دوی وایي چي په 2 ورځو کي مو خپلو میلمنو ته 70 منه انار وړاندي کړي دي، دا فقط د یوه سالون او فقط د دوو ورځو خدمت دی.
‏څه فکر کوئ چي ټول سالون " هوټل " لرونکي خلګ ددوی پر پل قدم واخلي، د څومره مثبت بدلون شاهدان به شو.
‏وطن ‏پالنه او مینه دي له دوی زده شي.

‏کوشش وکړئ، په ټولنه او هیواد کي دداسي خلګو او ادارو ستایني او تشویق ته حتما او هر وخت څه ناڅه لیکئ، تاسو ته به عادي خبره ښکاري خو دا له ځان سره خورا ښه نتیجه او مثبت بدلون لري.

Address

Khost
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ادبې پاڼه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category