My poor afghanistan

My poor afghanistan په نړۍ کې ډېر خلک شته چې له انسانیت پرته بل هیڅ نه لري، او ډېر خلک شته چې هر څه لري خو انسانیت نه لري

10/04/2024

زه هم په خپل وار دنیکمرغه کوچني اختر مبارکی تاته او ستاسو قدرمنی کورنۍ ته وړاندی کوم
الله جل جلاله مو عبادات او طاعات او روژي په خپل دربار عالیه کی قبول او منظور کړه
ستاسو ورور [حبیب الله دراني ]

01/04/2024

دجاهلو اوناپوهه خلکو سره بحث او مناقشه داسې ده لکه په اوبو باندي د رسم ایستل که هر ځومره نوښت وکړي هیځ شی لاس ته نه درځي۰

ګرانو دوستانو ! هره میوه او  هره سبزي  خپلې ګټې او نقض  لرئ نو انتخاب یې د ستاسو په لاس کې ده څه څومره يې خورئ .نو دا لا...
17/03/2024

ګرانو دوستانو ! هره میوه او هره سبزي خپلې ګټې او نقض لرئ نو انتخاب یې د ستاسو په لاس کې ده څه څومره يې خورئ .
نو دا لاندې معلومات د کیلې په هکله ده هم یو ځلې ولولي .

‏‎

‏‎د کېلې ښه او بد رازونه
‏Dr sh mirakai
روغتیاپوهان وایي، کیله له دې سره ـ سره ، چې ښه میوه ده یو ډول طاقتمنده غذا هم ده.

کیله په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه کلسیم لري، چې د ورځې درې دانې کیلې خوړل د بدن نیمه برخه کلسیم پوره کولی شي او ښه ځانګړنه یې دا ده، چې د کیلو کلسیم د خیدک ( پنیر ) او شیدو د کلسیمو په پرتله زر هضم کیږي.

کیله له هغو میوو څخه شمیرل کیږي، چې د سي ویټامینونو څخه په زیاته اندازه غني دي.

کیله د بي ویټامینونو په درلودلو سره د هغه میوو په کتار کې راځي، چې د بدن توازن مو سالم او نارمل ساتي.

د سترګو لید (دید )هم زیاتوي او هم یې صفا کوي، د ماشوم په وده کې اړین رول لري، د وینې په جوړیدا او د روماتیزم په مخنیوي کې مثبت تاثیر لري.

کیله له هغه موادو څخه برخمنه ده، نه پریږدي په پښتورګو کې مالګه جمع شي او د پوتاشیمو په درلودلو سره د وینې د شریانونو د بندیدا مخه نیسي.

۷- د پورته موادو په درلودلو سربیره کیله مګنیزم، سوډیم، فاسفورس، اوسپنه، مس، پروټینونه، کلورین، کولیسټرول، کاربوهایډریټ، و یټامین اې، بي، سي او اي هم لري.

یادونه: دې خبرې ته مو باید پام وي، هغه کسان چې شکر ولري، د وینې ناروغي ولري او یا چاغ وي باید د کیلې له خوړلو څخه ډډه وکړي.
د کېلې او انسان ډي این اې (DNA) ورته والی لري.

‏‎کېلې هم راډیو اکتیف دی که ۵۰ کېلې وخورئ داسې ده لکه چې یو ایکسرې مو اخیستې وي.

‏‎د راډیو اکتیف وړانګې مضري دي.

‏‎په کېله کې د انسان د بدن په شان د اوبو سلنه (فیصدي) زیاته ده. په حقیقت کې کېله په سلو کې ۷۵ له اوبو جوړه شوې ده.

‏‎کېلې په اصل کې سرې او شنې وي . خو دا ژېړې، چې نن سبا په نړۍ کې عامې دي، په ۱۸۳۶ م کال وموندل شوې.

‏‎دا مېوه ډېره ګټوره ده. حتی شرابیانو ته، چې ډېر الکول وڅښي او په سبا یې سردردي یا هېنګ اوور (hangover) لري، د سرخوږۍ د ختمېدو لپاره ګټه لري.

‏‎د کېلې پر پوستکي ښوېیدا اوږده سابقه لري. د نولس سوه نوي یمې لسیزې په پیل کې کېله د روغتیا لپاره بده ګڼل کېده.

‏‎که د اندیښنې او ذهني فشار ستونزه لرئ، لا ډېرې کېلې وخورئ چې درسره مرسته وکړي. ویل کېږي چې کېلې د ذهني پریشانۍ

03/03/2024

سګريټ، چېلم او نسوار غاښونه او معده خرابوي او ډول ډول سرطانونه منځ ته راوړي. د وجود رګونه خرابولای شي او د زړه حمله او د ماغي سکته منځ ته را وړلای شي. روژه مبارکه تر بل هر وخت د پورته عملونو د پرېښودلو لپاره يوه ښه موقع ده.

ریښتینی خلک ځینی خاصی ځانګړنی لری/چه په حسد بغض،دروغ وینکو او چل بازه  اشخاصو که نه لیدل کیږی_هغه عبارت دی له؛-•١.ریښتین...
01/03/2024

ریښتینی خلک ځینی خاصی ځانګړنی لری/چه په حسد بغض،دروغ وینکو او چل بازه اشخاصو که نه لیدل کیږی_هغه عبارت دی له؛-

•١.ریښتینی اشخاص ژر غوصه کیږی/او همدارنګه ژر بیرته ارامیږی هم!

•٢.هر وخت فکر کوی چه د خلکو ظاهر او باطن یو شان دی/که ووایو هر چاته د ځان په نظر ګوری!

•٣.ژر باور کونکی دی/که څه هم دوی وایی چه نور به باور نه کوی خو هرسه تیر هیر وی او بیا هم باور کوی...!

•٤.کله چه غوصه شی ډیری سختی خبری کوی،هرسه یی چه لاس که وی له ځمکی یی ولی/او په هغه ساعت که مطلوب شخص که په لاس ورشی وژنی یی/خو که له حاضره وخته خبره تیره شی بیا دیر ارامه وی او یوازی د جدیت کوشش کوی!

•٥.ریښتینی اشخاص د زړه خبری غواړی چه زړه که یی ونه ساتی/او له تانه هم همدا هیله لری!

•که تاسو داسی ملګری او یا هم خپله داسی ځانګړنی لری نو تاسو د نړی خوشبخته انسان یاست!

29/02/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Sallahuddin Samadi, Habib Khan Safi, حضرت جان عزیزی, Habib Afghan, KhalilullahKhan Durrani, Gul M Babaie, Ameen Kaliwal, Sifatullah Afghan, عنایت الله نوبهار

اپنډېکس د لاس د ګوتې په اندازه يو کوچنی د کولمې جوړښت ده چې له غټو کولمو سره لګېدلی ده. د دې جوړښت پاړسوب ته په طب کې اپ...
24/02/2024

اپنډېکس د لاس د ګوتې په اندازه يو کوچنی د کولمې جوړښت ده چې له غټو کولمو سره لګېدلی ده. د دې جوړښت پاړسوب ته په طب کې اپنډېسايټِس وايي. که څه هم تر اوسه موږ ته د اپنډېکس وظيفه په صحي شکل نه ده معلومه خو موږ پدې پوهيږو چې لېري کول يې ناروغانو ته زيان نه رسوي. هر هغه وخت چې اپنډېکس وپړسيږي بايد د جراحي عملياتو له لاري قطع او لېري کړل شي که نه نو د چودلو خطر لري چې کېدی شي انسان ډير زيات ناجوړه او حتا مړ کړي.

د اپنډېکس د پاړسوب يا اپنډېساټس نښې نښاني:
⬅️ د نس په منځنۍ برخه کې شديد درد چې پس له يو څو ساعتونو د نس کښتنۍ برخې ښۍ خواته چېرته چې اپنډېکس موقيعت لري ځي او همدلته ځای پر ځای کيږي.
⬅️ که د نس د کښتنۍ برخې ښۍ خوا باندې د لاس په واسطه زور راوړل شي او يا ناروغ و ټوخيږي او يا ولاړ شي حرکت وکړي درد نور هم سختيږي.
⬅️ د ناروغ اشتها له منځه ځي او کېدی شي ناروغ ته قبض يا اسهال پيدا شي.
که چاته پورته علامې پيداشي په بېړه يې تر روغتونه و رسوئ.

24/02/2024

*قرآن الکریم خپل ځان خپله درته معرفي کوي*

*۝اَعُوۡذُ بِاللّٰهِ مِنَ الشَّیۡطٰنِ الرَّجِيۡمِ۝*
*۝بِسۡمِ اللّٰهِ الرَّحۡمٰنِ الرَّحِيۡمِ۝*

*①نوم دي څه دې*
*۝بَلۡ هُوَ قُرۡاٰنٌ مَّجِيۡدٌ۝*

*②د کوم ځای څخه راغلی يې*
*۝فِي لَوۡحٍ مَّحۡفُوۡظٍ۝*

*③دچاله طرفه څخه راغلی يې*
*۝تَنۡزِيۡلٌ مِّنْ رِّبِّ الۡعٰلَمِيۡنَ۝*

*④ پر چا نازل شوی يې*
*۝نُزِّلَ عَلٰى مُحَمَّدٍ۝*

*⑤د چا په واسطه نازل شوی یې*
*۝نَزَلَ بِهِ الرُّوۡحُ الۡاَمِيۡنُ۝*

*⑥ په کومه مياشت کي نازل شوی يې*
*۝شَهۡرُ رَمَضَانَ الَّذِيۡٓ اُنۡزِلَ فِيۡهِ الۡقُرۡاٰنُ۝*

*⑦ په کومه شپه نازل شوی يې*
*۝إِنَّآ اَنۡزَلۡنٰهُ فِيۡ لَيۡلَةِ الۡقَدۡرِ۝*

*⑧ اې قرآنه په کومه ژبه نازل شوی یې*
*۝بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُّبِينٍ۝*


*🍁وَلَقَدۡيَسَّرۡنَاالۡقُرۡاٰنَ🍁*
*🍁لِلذِّکۡرِفَهَلۡ مِنۡ مُّدَّکِرٍ🍁*

*سـ࿆ــᬼــاح࿆ــᬼــل❦ج࿆ـᬼـان࿆ـᬼـان࿆ـ*

Address

Parwan
Kabul
012

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when My poor afghanistan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to My poor afghanistan:

Share

Category

Nearby media companies