06/12/2022
ننګرهار کې ۱۲ میلونه افغانیو په لګښت دوو کانالونو بیا رغونه وشوه.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د پيټلو او مرکې خېلو کانال په یو لړ مراسمو کې د پټی په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل.
په جوړو شوو مراسمو کې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رئیس په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) د دولس میلونه افغانیو په مالي لګښت او د اسلامیک ریلیف مٶسسې په تخنیکي همکارۍ د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوي.
رئیس زیاته کړه چې په پیټلو کې ۴،۵ کیلو متره کانال پاک کاري ۲۹۳ متره استنادي دیوال ورته په اساسي ډول ورغول شو، د کانال په مسیر کې درې دروازې جوړې شوي، چې ۹۴۵ کاریګرو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه. او دا کانال ۵۰۰۰۰ جریبه ځمکې خړوبولو ظرفیت لري. رئیس زیاتوي چې په مرکې خېلو کې ۸ کیلو متره کانال د پاک کاری چارو ترڅنګ ۳۵۴ متره استنادي دیوال ورته په اساسي ډول رغول شوی، چې پدې پروژه کې ۹۶۷ کاریګرو ته د کار کولو زمینه برابره شوې وه، یاد کانال ۶۵۰۰ جریبه ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.
ننګرهار باختـــــر خبري اژانس