05/12/2024
د پوهنتون وروستۍ کال و، هغه وخت له یوه ملګري سره په مکرویانو کې اوسېدم. سهار پوهنتون ته او له پوهنتون وروسته دندې ته تلم. لومړی دا چې شخصاً زما له ماشومتوبه له ښکنځولو سره نه وه جوړه او که یو چاته به بې احترامي وه، زه به هم ورسره خپه کېدم. لومړی خو مې له خواله رسنیو دومره کار اخیسته چې د خپرونو په درد خوړل کېده. دویم دا چې داسې څه مې نه کتل چې خپل ذهن مې ورباندې ککړ کړی وای. یو ماښام چې له ملګري سره مخ شوم، یوه خبره چې به مې وکړه ویل به یې؛ سیي ده، بیخي سیي ده! او بیا به یې ورسره خندل، د دې لپاره چې بدرقه یې کړم، ما هم ورسره خندل. پوښتنه مې وکړه چې دا سیي ده څه مانا لري؟ وویل: لکه چې خواله رسنۍ نه ګورې؟ هاشم لوګری نه پېژنې؟ پوه شوم چې کومه خبره ده!! سر مې پرې ونه ګرځاوه.
ډېر وخت تېر شو وروسته پوه شوم چې پر خواله رسنیو یو هېوادوال په ښکنځولو ډېر مشهوره شوی دی. خدای شته زه دې شیانو ته ډېر خپه کېږم، په ظاهر ښيي هېڅ ونه وایم خو په دې خپه کېږم چې ولې د داسې کسانو خبرې زموږ هېوادوال بیا بیا نشروي.
بشپړه لیکنه په وېبپاڼه ولولئ:👇
لیکنه: لیکوال او خبریال محمد صادق ودان د پوهنتون وروستۍ کال و، هغه وخت له یوه ملګري سره په مکرویانو