Da kabul ghag

Da kabul ghag Save afghanistan

نوی کال مو مبارک شه سال نو تان مبارک
20/03/2024

نوی کال مو مبارک شه
سال نو تان مبارک

27/02/2024

surah rehman #
kabul jan #

‏د سلواغې ۲۶ يا له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو پنځه دېرشمې کلیزې په مناسبت په افغانستان کې د شوروي...
15/02/2024

‏د سلواغې ۲۶ يا له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو پنځه دېرشمې کلیزې په مناسبت په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو عمومي قومندان جنرال بورېس ګروموف ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، روسيې له قومندان احمد شاه مسعود سره نږدې اړيکې لرلې او په خبره يې، ښاغلی مسعود د خبرې سړی و او کله به يې هم چې ژمنه وکړه نو په هغې به درېده.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان څخه د روسي ځواکونو تر وتلو وړاندې يې له مسعود سره پنجشېر کې ليدلي و او ورسره يې پټې اړيکې ساتلې.

ګروموف د مسعود د ژمنتيا او وفادارۍ دليل دا راوړي، چې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو پر مهال يې د سالنګ لارې په اوږدو کې د هغوی کلک امنيت نيولی و.
کاپی زاویہ نیوز

د خواشنۍ خبر(اناالله وانا الیه راجعون )شیخ القرا الحاج استاد قاری برکت الله سلیم  د ورپیښې ناروغۍ له امله خپل روح ستر رب...
27/01/2024

د خواشنۍ خبر
(اناالله وانا الیه راجعون )
شیخ القرا الحاج استاد قاری برکت الله سلیم د ورپیښې ناروغۍ له امله خپل روح ستر رب ته وسپاره.جنت یی ځای شه او مړینه یی د هیواد په کچه یوه ستره ضایع ده😭💔

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د سړې هوا او د هېوادوالو د ګڼې‌ګونې له امله په کاغذي غوښتنليکونو د پاسپورټ د وېش پروسه بېرته...
21/01/2024

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د سړې هوا او د هېوادوالو د ګڼې‌ګونې له امله په کاغذي غوښتنليکونو د پاسپورټ د وېش پروسه بېرته بنده شوه.

ویل کیږی داغه خلک په هلمند کښی حج لپاره  نوم لیکنه ته راټلول شوی دی
21/01/2024

ویل کیږی داغه خلک په هلمند کښی حج لپاره نوم لیکنه ته راټلول شوی دی

ملي کمپاین:هېواد ته بېرته راستانه شوو افغان کډوالو سره ځاني او مالي مرسته وکړئ، په هره کوڅه، کلي او جوماتونو کې اعلانونه...
30/10/2023

ملي کمپاین:

هېواد ته بېرته راستانه شوو افغان کډوالو سره ځاني او مالي مرسته وکړئ، په هره کوڅه، کلي او جوماتونو کې اعلانونه وکړئ چې افغان کډوالو ته د یو څه وخت لپاره د کورنو مالکان په وړیا یا هم ناچیزه بیه کورونه په کرایه ورکړي، ملي روحیه مو ولړزوئ، دا خلک جدي مرستو ته اړتیا لري، بېرته وطن ته راستنېدل مانا لکه له سره په پښو درېدل دي، تر څو دغه هېوادوال په پښو درېږي مهرباني وکړئ مرسته یې وکړئ.

دا مطلب کاپي او په خپلو فېسبوکونه شریک کړئ.

سلام که څه هم دا تصویران کمپیوټري دی خو بیاهم دافغانانو راتلونکي سرنوشت معلوموي څوک چې پدې خپه کیږی ندې خپه کیږی ځکه چې ...
23/10/2023

سلام
که څه هم دا تصویران کمپیوټري دی خو بیاهم دافغانانو راتلونکي سرنوشت معلوموي څوک چې پدې خپه کیږی ندې خپه کیږی ځکه چې دایو حقیقت راتلونکی کې ده څنګه چې دبل حق غوښتل کیږی په وطن باید باید دافغان ملت حق ورکړل شی په ډیرو به بد ولګېږی خو له حقیقت څخه هېڅوک سترګې نشي پټولای.

خو واضحه خبره ده چې د نجونو د تعلیم د بندښت اصلي وجه د ځینو دا فکر دی چې ښځه یا د کور وي یا د ګور، دا د ماحول او شرایطو ...
07/10/2023

خو واضحه خبره ده چې د نجونو د تعلیم د بندښت اصلي وجه د ځینو دا فکر دی چې ښځه یا د کور وي یا د ګور
، دا د ماحول او شرایطو بې معنی دلایل، خوشې خبرې دي.
سره لدې وضاحته چې بیا هم څوک د نجونو د تعلیم مخالفت کوي،
هغوي دې منافقت پریږدي او د خپلې کورنۍ ښځې دې د ښځینوو ډاکټرانو پرځای... !!!!

‏افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون د اسراییلۍ ورځپاڼې اورشلېم پوسټ له قوله خبر ورکړی دی، چې د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعو...
04/10/2023

‏افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون د اسراییلۍ ورځپاڼې اورشلېم پوسټ له قوله خبر ورکړی دی، چې د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود طالبانو سره د جنګ لپاره له اسراییلو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
خبر کې راغلي چې احمد مسعود ویلي، «د اسراییلو په شمول هر څوک چې وغواړي له مونږ ملاتړ وکړي، اړتیا ورته لرو او هرکلی یې کوو.»

‏قبر های میلیون دالری فرعون های جهادی و شکم های گرسنه پیروانشان
23/07/2023

‏قبر های میلیون دالری فرعون های جهادی و شکم های گرسنه پیروانشان

06/07/2023
21/11/2022

د افغانستان سویل ختیځ‌ کې د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
له پکتیا نه رپوټونه وايي په دې نښته کې ...

02/10/2022
خه خبر
26/09/2022

خه خبر

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد شاه رسولي امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې په نننۍ چاودنه کې د هرات د مشهور دیني...
02/09/2022

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد شاه رسولي امریکا غږ ته وویل چې په دغه ولایت کې په نننۍ چاودنه کې د هرات د مشهور دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

اې خورڪۍ✌تاسو احساس مې په دوه لاسي سلام دی👏ڪاش چې ستا په تعلیم هغه خلڪ پوهیدلی چې تا په لوڅو پښو د سیلاب ځپلو ولس لپاره ...
29/08/2022

اې خورڪۍ✌
تاسو احساس مې په دوه لاسي سلام دی👏
ڪاش چې ستا په تعلیم هغه خلڪ پوهیدلی چې تا په لوڅو پښو د سیلاب ځپلو ولس لپاره خپل قلم را پورته ڪړی

ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په ودانۍ کې اور لګېدلی دی.د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اورلګ...
29/08/2022

ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په ودانۍ کې اور لګېدلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اورلګېدنه څو شېبې وړاندې (نن دوشنبه د وږي پر ۷مه) رامنځته شوې ده.

ویل کېږي چې اور وژونکی ټیم سیمې ته رسېدلی.

تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی او نه هم طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

‏د پاسپورټ ریاست په دې خوښ دي چېتېر کال يې له ۷ لکه او ۱۴ زره زیات پاسپورټونه توزیع کړي او ۴ میلیارده افغانۍ عاید يې ترل...
24/08/2022

‏د پاسپورټ ریاست په دې خوښ دي چې
تېر کال يې له ۷ لکه او ۱۴ زره زیات پاسپورټونه توزیع کړي او ۴ میلیارده افغانۍ عاید يې ترلاسه کړی، خو په دې غميزه نه پوهېږي چې دا خلک ولي پاسپورټونه اخلي او له هېواده وځي.

طالبانو په ودونو کې پر ساز او سرود بنديز ولګوه د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د يو مکتوب له مخې په ودونو ...
22/08/2022

طالبانو په ودونو کې پر ساز او سرود بنديز ولګوه

د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د يو مکتوب له مخې په ودونو کې پر ساز او سرود بنديز ولګوه.

دغه فرمان چې تازه د کابل ښار اوومې امنيتي حوزې اړوند د امر بالمعروف امريت لخوا خپور شوی، په ۵ شمېرو کې يې يو شمېر محدوديتونه اعلان کړي دي.

د دغه مکتوب له مخې، کابل ښاريان اړ دي چې هره جمعه ۱۲:۳۰ بجې هټۍ وتړي او د جمعې لمانځه ته ولاړ شي او همداراز هره ورځ د پنځه وخته لمونځونو لپاره هم بايد هټۍ وتړل شي.

په مکتوب کې راغلي، چې مقتديانو ته بايد د لمانځه سمې کړنلارې وښودل شي او همداراز د خوښيو او ودونو په مراسمو کې بايد له ساز او موسيقۍ ډډه وشي.

د دغه مکتوب په وروستۍ شمېره کې د کرايي لوښو هټيو ته لارښوونه شوې چې د موسيقۍ ډلو ته لوښي د کرايه په توګه ورنکړي.

د مکتوب په پای کې ويل شوي، تخلف کوونکو سره قانوني چلند کېږي او بيا څوک د نيوکې حق هم نلري.

د طالبانو له لوري دغه قيودات داسې مهال لګول کېږي، چې د بشري حقونو څار بنسټ په خپل وروستي راپور کې د طالبانو د تېر يو کال واکمني د افغانانو لپاره له ناورينه ډکه بللې ده.

په ورته وخت کې، د ټولنيزو رسنیو ځينې فعالين بيا وايي، طالبان د دې پرځای چې د خلکو پر اصلي ستونزو تمرکز وکړي، په جزيي مسايلو بوخت دي.

د دوی په وينا، په هېواد کې د بې وزلې ورځ تر بلې زياتېدل، ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل، د سوند او خوراکي توکو د بيو لوړېدل او له هېواده د لوی شمېر وګړو وتل هغه څه دي چې دوی يې سخت اندېښمن کړي دي.

راپورونه: د کمال خان بند اوبه د ایران پر لور خوشې شويایراني چارواکي وایي، د دې بند اوبه د ایران لور ته خوشې شوې دي، خو ا...
07/08/2022

راپورونه: د کمال خان بند اوبه د ایران پر لور خوشې شوي
ایراني چارواکي وایي، د دې بند اوبه د ایران لور ته خوشې شوې دي، خو افغانستان حکومت وایي چې د بند اوبه یې د افغانستان دننه پرې ایښې دي.
د ایران د سیستان او بلوچستان والي حسین مدرس خیاباني د دغه هېواد تسنیم خبرې اژانس ته ویلي دي، چې د کمال خان بند اوبه د ایران په لور خوشې شوې دي.

«سراج الدين حقاني پاکستان ته تښتېدلی دی»راپورونه وايي، په کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو وزير په کور کې د القاعده شبکې ...
07/08/2022

«سراج الدين حقاني پاکستان ته تښتېدلی دی»
راپورونه وايي، په کابل کې د طالبانو د کورنيو چارو وزير په کور کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته نوموړی تری تم شوی دی او له راتلونکو احتمالي بريدونو د خونديتوب لپاره يې ځان پټ کړی دی. د حقاني د موجوديت په اړه د طالبانو د کورنيو چارو وزارت عکسونه خپاره کړي چې نوموړی په کندهار کې د مشهور وژل شوي طالب قوماندان پير اغا له کورنۍ سره ښيي. د دغو عکسونو د وخت په اړه څه نه دي ويل شوي. تازه خبريال رحمان بونیري ليکلي: «يوې سرچينې ماته وويل، چې حقاني د خوست له لارې پاکستان ته اوښتی دی.»

اسد7 مہ دہ ملی بیرغ ورز مبارک
28/07/2022

اسد7 مہ دہ ملی بیرغ ورز مبارک

کالدارې یې؛توت ته پورته کړې. یو ډالر ۲۳۰ کالدارې کیږي. کۀ افغانستان کې راکړه ورکړه پۀ افغانیو شي ۱۰۰۰ کالدارې بۀ ۳۰۰ افغ...
22/07/2022

کالدارې یې؛
توت ته پورته کړې. یو ډالر ۲۳۰ کالدارې کیږي. کۀ افغانستان کې راکړه ورکړه پۀ افغانیو شي ۱۰۰۰ کالدارې بۀ ۳۰۰ افغانۍ شي. نو تمه ده راکړه ورکړه پۀ خپل ملي هویت( افغانیو) وکړئ.!

حافظ کورین کمپنۍ ټیکدار ده ډیرو خلکو سخه ۱۰ ملین ډالر اوړی که چاته ده باره کی سه معلومات وی نو منګ سره یی شریک کړی معلوم...
05/07/2022

حافظ کورین کمپنۍ ټیکدار ده ډیرو خلکو سخه ۱۰ ملین ډالر اوړی که چاته ده باره کی سه معلومات وی نو منګ سره یی شریک کړی معلومات ورکولو واله ته به ۲لکه ډالر انعام. پوسټ مخکی شیر کړې

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د اړیکو کمېسیون هیواد ته د زابل او لوګر د پخواني امنیه قوماندان غلام سخي روغ لېوني...
26/06/2022

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د اړیکو کمېسیون هیواد ته د زابل او لوګر د پخواني امنیه قوماندان غلام سخي روغ لېوني د بیرته ستنېدو خبر ورکړ.
یاد کمېسیون ویلي چې له نورو پخواني نظامي چارواکو سره یې هم اړیکې نیولي چې په خبره یې ژر به هیواد ته ستانه شي.

عکس: له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د ارتباط کمېسیون

لوی ناورین او د ارګ نشه!! د ډیورنډ لیکی پر ځای اوس کابل  یی هدف دی. !!څو ورځی مخکی د ملا عمر ځوی ملا یعقوب  یوی  رسنی سر...
19/06/2022

لوی ناورین او د ارګ نشه!!

د ډیورنډ لیکی پر ځای اوس کابل یی هدف دی. !!

څو ورځی مخکی د ملا عمر ځوی ملا یعقوب یوی رسنی سره په مرکه کی د هندوستان سره د ښو اړیکو جوړولو او د روزنی لپاره هند ته د سرتیرو لیږلو خبره وکړه ،
دا خبری په یو هیواد بدی ولګیدی او د سیکانو درمسال یی په انفجار ګډوډ کړو.
بل لوی مشکل دادی چی اوس د کویټی شورا د مخنیوی لپاره د پیښور شورا مقاومت ته وسلی ورکړی. د ا ا له لیکو غیر پښتانه طالبان په زوره شړل کیږی ترڅو د مقاومت سره ودریږی.
دعا کوی چی حالات خراب نشی او افغانانو ته دی خدای هدایت وکړی. که هدایت نه وی نو خدای دی ټول افغانان په یوه ورځ شهیدان کړی تر څو د دی تریخ ژوند نه خلاص او جنت ته لاړ شو.
هسی نه چی په جنت کی جنګونه شروع کړو نو ملایکی مجبوره دی چی افغانان دوزخ کی واچوی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو  ځانګړي مفتش (سیګار) په تازه راپور کې ویلي داسې ښکاري چې په هغو ادعاوو کې  ...
07/06/2022

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش (سیګار) په تازه راپور کې ویلي داسې ښکاري چې په هغو ادعاوو کې مبالغه شوې چې وایي مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل څخه د تیښتې پر وخت د ځان سره ۱۶۹ ملیونه امریکایي ډالر وړي.

‏د پاکستان په پنځمه صوبه بدلېدونکي افغانستان کې طالبانو یو بل ګام اوچت کړ او د کابل هوایي ډګر ریډار سیستم اوس له پاکستان...
31/05/2022

‏د پاکستان په پنځمه صوبه بدلېدونکي افغانستان کې طالبانو یو بل ګام اوچت کړ او د کابل هوایي ډګر ریډار سیستم اوس له پاکستان نه اداره کېږي.
طالب جانه غلامي او بیا د غلام غلامي به دې تخت او بخت دواړه داسي نیست او نابود کې چې بیا ځلې به د را اوچتېدو توان ونه لرې

“د پاکستان په پنځمه صوبه بدلېدونکي افغانستان کې طالبانو یو بل ګام اوچت کړ او د کابل هوایي ډګر ریډار سیستم اوس له پاکستان نه اداره کېږي. طالب جانه غلامي او بیا د غلام غ...

ښکلې طرحه ده خو که عملي شي.که بيا  تر لوړ پوړو چارواکو هم ورسيږي.د برق د یوي پايي قیمت ۳ لکه ډالر دي او په هره پایه کي د...
25/05/2022

ښکلې طرحه ده خو که عملي شي.
که بيا تر لوړ پوړو چارواکو هم ورسيږي.

د برق د یوي پايي قیمت ۳ لکه ډالر دي او په هره پایه کي د اتومات امنیتي کیمري د لږولو قیمت ۵۰ ډالره دي.

هر کله چي څوک د برق پايي ته نژدي کيږي، نو امنيتي کیمرې یی په اوتومات ډول عمومي شبکي ته خبرداری ورکوي او دوئ کولی شي سمدستي د نږدي پولیسو په مرسته تخریبونکي اشخاص ونیسي.

کیمرې د شپې لخوا هم کار کوي او د دوئ ویډیو په مستقیم ډول په مرکزي شبکه کې لیدل کیدیلي هم شي.

د کابل او ازبکستان ترمنځ واټن 600 km کیلومتره دی، که موږ فرض کړو چې 1200 داني کیمرې دي ولږول شي، نو مجموعې لګښت 60 زره ډالر شو.

د معلوماتو لپاره باید وویل شي چی:

#اول: هیڅوک نشي کولی د لیرې واټن څخه د مرمۍ سره امنیتي کیمرې تخریب کړي چون کیمري خورا لوړي د د برق د پايي په څوکو کي لږول کیږي.

#دویم: د کیمرې لپاره د مرمۍ ضد شیشو قیمت له 1000 افغانیو څخه کم دي.

#دریم: کیمره انټرنیټ ته اړتیا نلري ځکه چې په یو ټاکلي فریکوینسي کې د بریښنا شته مزي د Data یا عکسونو د مستقیم لیږدولو قابلیت لري.

#څلورم: کله چې د کیمري سیګنل قطعه شي، نو دا به په اسانۍ مالومه شي چي د ستونزي شتون په کومه سیمه کي دي!

بس چي عقل نه وي، جسم او روح دواړه په عذاب وي!

د سیم خاردار د لګولو او پولیسو پوستو جوړولو خو دا غوره طرحه ده.
ستاسی نظر هم غواړو؟copy

Address

Arzan Kemat
Kabul
2500

Telephone

+93784875071

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Da kabul ghag posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category