kabul News

kabul News Welcome to my official Facebook account, God bless you.

28/10/2022

پاکستان له افغانستان څخه پر وارد شويو مېوو ماليه زياته کړې چې له امله يې افغان سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي. سوداګر وايي، سږ کال د مېوې توليدات ډېر دي، خو د هغو لوړو ماليو له امله يې ګټه ډېره کمه شوې ده چې پاکستان پرې لګولي دي.

28/10/2022

..‏د پکتیکا ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د یاد ولایت په یوسف خېل ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي عملیاتو په پایله کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې او نظامي توکي چې په ناقانونه توګه ساتل شوي وو، کشف او ترلاسه کړل....

‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د ټلیفون له لارې په روانو حالاتو خبر...
28/10/2022

‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره د ټلیفون له لارې په روانو حالاتو خبرې کړې دي.
دواړو لورو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پر ژر تر ژره پرانېستلو ټېنګار کړی دی.

‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ‎ #کابل کې د "نینو" خصوصي روغتون پرانیسته وکړه.په دې پرانیست غونډه کې ...
28/10/2022

‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ‎ #کابل کې د "نینو" خصوصي روغتون پرانیسته وکړه.
په دې پرانیست غونډه کې ښاغلي عباد د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کول د دغه وزارت لومړيتوب بللی او ټينګار يې کړی، چې هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو

28/10/2022

‏د ملي راډيو تلویزیون لوی رییس مولوي احمدالله وثیق د غږیزو او تصویري میراثونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ملي راډيو تلویزیون ارشیف اوس مهال ۲۵زره ساعته غږیز او ۱۵زره ساعته تصویري کلیپونه لري، چې د خونديتوب لپاره یې د ډیجیټل کولو هڅې روانې دي.
نور حال راپور کې

 #تازه:د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله لغوه اعلان شوه. هرې لوبډلې ته یوه-یوه نومره ورکړل شوه.په میدان ک...
28/10/2022

#تازه:
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ لوبه د باران له کبله لغوه اعلان شوه. هرې لوبډلې ته یوه-یوه نومره ورکړل شوه.

په میدان کې ګڼ افغان نندارچیان ناست و. ټاکل شوې وه دا لوبه د ملبورن په وخت د ماسپښین په دریو بجو پیل شي، خو د باران له کبله ځنډېدلې ده.

‏دکتور محمد نعیم، سرپرست سفارت ا.ا.ا. مقیم دوحه، به دعوت رسمی سفارت ترکیه مقیم قطر در برگزاری 99مین سالگرد استقلال ترکیه...
28/10/2022

‏دکتور محمد نعیم، سرپرست سفارت ا.ا.ا. مقیم دوحه، به دعوت رسمی سفارت ترکیه مقیم قطر در برگزاری 99مین سالگرد استقلال ترکیه اشتراک کرد.
مسئولان قطری، سفراء، نمايندگان خارجي، استادان پوهنتون، مسئولان و نمايندگان نهاد ها، شخصیت‌های اکادمیک و ژورناليستان در این محفل شرکت کرده بودند.

‏ملي دفاع وزارت وايي؛ ‎ #هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د هوايي لوا تخنیکرانو یوه ‎ #روسي (MI 17) ډوله چورلکه چې له تېرو...
26/10/2022

‏ملي دفاع وزارت وايي؛ ‎ #هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د هوايي لوا تخنیکرانو یوه ‎ #روسي (MI 17) ډوله چورلکه چې له تېرو لسو کلنو راهیسې غیرې فعاله وه، بیا ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې.
د یاد وزارت په وینا؛ جوړې شوې چورلکې بریالی الوتنه ترسره کړې ده.

‏د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ‎ #ترکیه کې له ‎ #افغان سوداګرو سره په لیدنه کې د هېواد امنیتي،اقتصادي او ټو...
26/10/2022

‏د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ‎ #ترکیه کې له ‎ #افغان سوداګرو سره په لیدنه کې د هېواد امنیتي،اقتصادي او ټولنیز حالات توضیح کړي اوهغوی یې هڅولي،چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي او نړیوال پانګوال هم راجلب کړي.
نوموړي ډاډ ورکړی،چې هېواد کې پانګونې ته مناسب فرصتونه برابر شوي دي.

د 246 رایو په ګټلو سره الحاج میرزا محمد کټوازی د افغانستان د صرافانو د اتحادیې د رئیس په توګه وټاکل شو. د لا بریا او شه ...
26/10/2022

د 246 رایو په ګټلو سره الحاج میرزا محمد کټوازی د افغانستان د صرافانو د اتحادیې د رئیس په توګه وټاکل شو.
د لا بریا او شه خدمت په هیله
دقیق تازه خبرونه Kabul News

‏د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د جنوب ختیځ ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هر راز همکارۍ ډا...
26/10/2022

‏د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د جنوب ختیځ ولایتونو له قومي مشرانو سره په لیدنه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
قومي مشرانو د ښاغلي حقاني په لارښوونه د قومي شخړو هواري په موخه د جوړ شوي کمیسیون هڅې ستایلې دي.
News

‏تازه ګمارنې؛د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د ملي دف...
26/10/2022

‏تازه ګمارنې؛
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د ملي دفاع وزارت په تشکیلاتو کې لاندې ګمارنې شوې دي.

Address

Kabul
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when kabul News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category