31/10/2025
د افغانستان څخه د لومړي ځل لپاره یوه ستره ډله لوبغاړي په نړیوالو ورزشي سیالیو کې ګډون کوي. د افغانستان ۶۹ ورزشکاران به د ۲۰۲۵ کال د نومبر میاشتې په دوام کې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره کېدونکو د اسلامي همبستګۍ په لوبو (Islamic Solidarity Games) کې برخه واخلي.
افغان لوبغاړي به په بېلابېلو ورزشي ډګرونو کې سیالۍ وکړي، او دا هم د ویاړ خبره ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به لومړی ځل په دغو لوبو کې برخه اخلي، چې دا د هېواد د ورزش د ودې او نړیوال حضور یو مهم ګام بلل کېږي.د افغانستان د ښځینه والیبال ملي لوبډلې ګډون په یادو اسلامي همبستګۍ لوبو کې د افغانستان لپاره یو بل ستر ویاړ بلل شوی دی.
دا نه یوازې د افغان ښځو د زړورتیا او وړتیا څرګندونه ده، بلکې دا هم ثابتوي چې د افغانستان ښځینه ورزشکاران د نړیوالو سیالیو په ډګر کې د خپلې خاورې استازولي کولی شي. د دوی ګډون د هیلو، پرمختګ او د افغان ښځو د ورزشي حضور د پیاوړتیا یو مهم ګام ګڼل کېږي.