10/12/2022
وایي د نړۍ له بریالي کس څخه چا پوښتنه کړې وه چې ستا د بریا راز په څه کې دی. ده ورته ویلي و چې زه ډوډۍ خورم، خوب کوم، کار کوم، ګرځم او داسې نور.
له ده پوښتنه شوې وه چې دا کارونه خو ټوله دنیا کوي. ده ورته ویلي چې نه، ټوله دنیا یې په هغه بڼه نه کوي، څه ډول یې چې زه کوم. زه چې کله ډوډۍ خورم، ټول فکر، هوش و حواس مې دې ته متوجې وي چې زه ډوډۍ خورم. داسې نه وي چې ډوډۍ ته ناست یم او فکر مې تجارت یا نورو کارونو کې وي. که ګرځم، ټول فکر مې دې ته وي چې ګرځم. که کار کوم، ټول فکر مې دې ته وي چې کار کوم.
فالو کړئ